ډنمارک د کرونا د خپرېدو مخنیوي لپاره لګول شوي ټول بندیزونه لیرې کړل
دا د اروپایي ټولنې د یوه غړي له لوري لومړنی اقدام دی او هغه وروسته له دې کېږي چې د ډنمارک له ۱۲ کلونو پورته وګړو په ۱۰۰ کې له ۸۰ زیاتیې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ په وړاندې د واکسین دوه ډوزه چې ورته اړتیا ده، ترلاسه کړي دي.
له نن څخه په ډنمارک کې نور دې ته اړتیا نهشته چې یو څوک دې رستورانتونو ته د ننوتو لپاره د واکسین تصدیق ولري.
د اګسټ له نیمایي هم په عامه ترانسپورټ کې ماسک اغوستل اجباري نهدي.