Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

ټرمپ: د اسرائیل او فلسطین ترمنځ سولې ته باید کار وشي

0
سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ته ویلي چې اوس‌یې وخت دی چې د اسرائیل او د فلسطیني ادارې ترمنځ د دوامداره سولې لپاره کار وشي.


ولسمشر ټرمپ دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ له پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کې مخکې تر دې چې په مسکو کې د ده او د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس ترمنځ کتنه وشي، کړې دي.


پوتین له غونډې مخکې عباس ته ویلي چې ده له ټرمپ سره د اسرائیل او فلسطین د کړکېچ په اړه خبرې وکړې.


پوتین وویل، خبرې پر دې څرخېدې چې د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د اختلافاتو د هواري لپاره یو ګډ دریځ ترلاسه شي.


پوتین وویل، اوسني وضعیت ته په پام سره ټاکلی هدف ډېر لیرې برېښي او زیاته‌یې کړه چې ده تل د فلسطین د خلکو ملاتړ کړی دی.


سپینې ماڼۍ دغه‌راز وویل چې ټرمپ له پوتین سره په خبرو کې د شمالي کوریا په اړه هم خبرې وکړې او پر دې یې ټینګار وکړ چې دا مهمه ده چې نور اقدامات وشي تر څو دا یقیني شي چې د کوریا ټاپو وزمه له اټمي وسلو پاکه شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса