Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

کرنې وزارت په ۳۰زره هکتاره ځمکه کې نوي باغونه جوړوي

0
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې سږ کال د هېواد په کچه په دېرش زره هکتاره ځمکه کې نوي باغونه جوړ کړي.


د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه باغونه د باغدارۍ د ملي پالیسۍ له مخې جوړېږي.


نوموړی زیاتوي چې په دې سره به د افغانستان د مېوو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې تېرکال افغانستان د ۸۷۶ میلیون ډالرو په ارزښت بهرته صادرات لرل چې ۸۵ سلنه یې کرنیز توکي وو.


د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال د افغانستان پر ۲۸۲ زره هکتار ځمکه باغونه موجود دي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса