Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2018

نواز شریف او لور یې مریم نواز پاکستان ته ستنېږي

0
ټاکل شوې ده چې د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف او لور یې مریم نواز چې په د مالي فساد په تورونو د احتساب د محکمې له خوا په اوږده حبس محکوم شوي، پاکستان ته ستانه شي.


پاکستاني چارواکي وايي، د دوی له ستنېدو مخکې زرګونه پولیس د لاهور هوايي ډګر شا او خوا ګمارل شوي او د لارهور هوايي ډګر ته تللې لارې تړل شوې دي.


د مسلم لیګ نواز ګوند چې مشري یې نواز شریف کوي، وايي چې په وروستیو ورځو کې پاکستاني چارواکو ددې ګوند سلګونه غړي نیولي، څو پاکستان ته د نواز شریف د ستنېدو پر مهال، د دوی د مظاهرو مخه ونیسي.


نواز شریف د تېر کال په جولای میاشت کې د پاکستان سترې مخکې د صدرات له څوکۍ لېرې کړ او تېره اوونۍ په لندن کې د عصري اپارتمانونو د اخیستلو په خاطر په ۱۰ کاله بند محکوم شو.


 


همدارنګه د نوموړې لور مریم نواز په 2016 م کال کې د پاناما د اسنادو د رسوايۍ په قضیه کې په اوه کاله بند محکومه شوې ده.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса