ru24.net
World News in Pashto
Август
2020

Новости за 03.08.2020

ننګرهار پر محبس د برید نننی تصویرونه

Pa.azadiradio.com 

چارواکو تر اوسه د ننګرهار پر عمومي محبس برید کې د 29 کسانو وژل کیدل او لږ تر لږه 50 ټپي کیدل تایید کړي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي په وژل شویو کې ولسي وګړي، سرتیري او زندانیان شامل دي. د خوږیاڼي په وینا اته بریدګر هم له منځه وړل شوي.



د ننګرهار پر زندان ډله ییز برید شوی

Mashaalradio.com 

د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې پر زندان په وسله وال برید کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي. د حملې ذمه واري اسلامي دولت (داعش) ډلې منلې ده. چارواکي د وژلیو او ژوبلو د شمېر زیاتېدو اندېښنه ښيي. نور د اسوشيېټېډ پرېس اژانس او ننګرهار والي د رسنیو دفتر په ویډیويي رپورټ کې.

د جلال اباد پر زندان برید څه موخې لري؟

Mashaalradio.com 

افغان چارواکي وايي، د اګست پر دویمه په جلال اباد کې پر زندان ډله ییز برید شوی دی. د حملې ذمه واري اسلامي دولت (داعش) ډلې منلې. دا حمله پر داسې مهال شوې چې افغان حکومت وايي، د افغانستان ختیز ولایتونه یې له داعشه پاک کړي او دې ډلې ماته خوړلې. نو په داسې حال کې چې د اختر اوربند هم دوام لاره په ننګرهار کې پر زندان د اسلامي دولت ډلې برید څه پیغام ورکوي؟ په کابل کې د سولې او شخړې مطالعاتو مرستیال حکمت الله اعظمي وايي، دا سمه ده چې په افغانستان کې د داعش هغه جوړښت مات شوی چې په عراق او شام کې له اسلامي دولت ډلې سره تړلی وو. Читать дальше...

چارواکي: سپین بولدک کې د وروستۍ نښتې له امله سوداګریز توکي سوځېدلي

Pa.azadiradio.com 

په سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني پوځیانو تر منځ نښته وروسته له هغې وشوه، چې پاکستاني سرتېرو پر هغو پارېدلو اعتراض کوونکو ډزې وکړې چې د چمن-سپین بولدک د دروازې د پرانیستو غوښتنه‌ یې کوله.

هند کې مېشت افغان او پاکستاني سیکان د شهریت په تمه دي

Mashaalradio.com 

رویټرز اژانس وايي، په کابل کې هندي سفارت هغه ۷۰۰ سیکان رجسټر کړي چې غواړي هغه هېواد ته کډه شي. دا تر هغې وروسته ده چې د هند پارلېمان په ۲۰۱۹ز کال کې هغه لانجمن قانون منظور کړ چې ورسره سم، له افغانستان، پاکستان او بنګلادېشه ورغلیو لږکیو ته د شهریت حق ورکوي. خو له یادو هېوادونو هند ته پخوا کډه شوي سیکان لا هم له شهریته بې برخې دي. په اړه یې د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.

د سږني حج مراسم بشپړ شول

Pa.azadiradio.com 

په حج کې سږ کال زیارت کوونکو ټولنیز واټن مراعات کړی و او دې چارې لپاره د حج مسؤلینو ښې اسانتیاوې هم برابرې کړې وې.

Новости России
Москва

РМОУ презентовал издательский проект «Притяжение Сочи» на форуме «Мы вместе. Спорт»


پر چینايي کمپنیو د نورو بندیزونو په اړه چین ته د امریکا ګواښ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو وویل امریکایي کمپنۍ اوس د چین په شین جیانګ کې له اویغوریانو سره له ناوړه چلند خبرې شوي او امریکا هم هغه چینايي کمپنۍ هدف ګرځوي چې په دې ناوړه چلند سترګې پټوي.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Полина Кудерметова проиграла Плишковой в первом круге турнира WTA в Руане






«Россия все сделала для Армении»: Захарова озвучила вопросы для Еревана

"Желтый" уровень погодной опасности из-за ветра продлили в Московском регионе до 21:00 пятницы

Павел Маслов рассказал, почему не уехал играть в чемпионат Сербии

По пути с мечтой