ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

Новости за 03.11.2020

سرکاري او شخصي سکولو ته یورنګه نصاب راوړو: عمران خان

Mashaalradio.com 

خو په خيبر پښتونخوا د ورګډو شويو قبايلي ضلعو د سرکاري سکولونو د استادانو د اتحاديې مشر مرجان علي مومند د نومبر پر دريېمه مشال راډيو ته وويل، حکومت بايد تر هر څه مخکې د دوی په سيمه کې وران شوي سکولونو بیرته جوړ او نوي استادان برتي کړي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو یو شمېر خلک بې‌کاره کړل

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې د ولسمشرۍ تاکنې او له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه اندېښنې.  د امریکا اوس‌مهالی ولسمشر ډونالد ټرمپ چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته هم کاندید دی او ویلي چې په افغانستان کې خپل ټول ځواکونه به تر کرسمس پورې له دغه هېواده وباسي. یو شمېر دغو ځواکونو چې خپلې اډې پرېښي او خپل هېواد ته ستانه شوي، ډېری افغانان ورسره وزګار شوي او یا یې هم کارونه بې‌خونده شوي دي. د ننګرهار د هسکې مېنې په پوځي اډه کې چې یو وخت ګڼ شمېر امریکايي پوځیان مېشت وو، اوس د افغانستان سرحدي ځواکونه خپل عملیات تنظیموي. Читать дальше...

وسله‌وال حمله کوونکي کابل پوهنتون ته له کومې لارې ننوتلي وو؟

Pa.azadiradio.com 

وسله‌وال حمله کوونکي د کابل پوهنتون حقوقي زده‌کړو دوهم پوړ ته له کومې لارې ننوتلي وو؟ د ازادۍ راډیو خبریال فرید الله سعادت هغه ودانۍ ته ورغلی چې وسله‌والو حمله کوونکو په‌کې د کابل پوهنتون ۲۲ محصلین ووژل.

امریکایان د رایو د صندوقونو په لور روان شوي

Pa.azadiradio.com 

امریکایان د رایو د صندوقونو په لور روان شوي. دې انتخاباتو ته په څو لسیزو کې د مهمو ټاکنو په سترګه کتل شوي دي. دواړه کاندیدان، ولسمشر ډونالډ ټرمپ او پخوانی مرستیال ولسمشر جوبایدڼ سره بېلابېل نظرونه لري او کرونا وبا هم په متحد ایالتونو کې خپره ده.  د اټکلونو له مخې دا ځل به د تېرو انتخاباتو پرتله چې ۵۵ په سلو کې د راییو په شرایطو برابرو خپلې رایې وکارولې ډېر کسان رایې ورکړي.   په امریکا کې د ملي دفاع پوهنتون استاد علي احمد جلالي وایي چې دا ځل دا انتخابات په خاصو شرایطو کې ترسره کیږي: "یو دا چې... Читать дальше...

د پروان چارواکي: ۵ وسله وال طالبان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د پروان امنیتي چارواکي د پنځو وسله والو طالبانو د نیولو خبر ورکوي.  د پروان د امنیه قومانداني ویاند سلیم نوري ازادي راډیو ته وویل، دا کسان نن په سیدخیل ولسوالۍ کې ونیول شول.  د ښاغلي نوري په وینا، دا کسان د پولیسو د تلاشي پر مهال وپيژندل شول او له لنډې وسله والې نښتې وروسته امنیتي ځواکونو ونیول.  طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اتریش کې د وسله والو پر ډزو ۴ تنه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په اتریش کې د وسله والو د ډزو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه نارینه او دوې ښځې وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي دي.  په پلازمېنه ویانا کې تېره شپه وسله والو څو ځایه بریدونه وکړل. د اتریش صدراعظم سیبستیان کروز دا حملې ترورستي وبللې او د ټپیانو په اړه یې وویل: "د قانون نافذونکی په میړانه د برید کوونکي مخې ته ودرېد، پر ده ډز وشو او ټپي شو. ۱۴ نور هم ټپیان شوي دي چې ځینې یې سخت زخمیان دي او یو شمېر یې له ژوند سره لاس او ګریوان دي."  د اتریش د کورنیو چارو د وزارت په وینا د پنځلس کورونو تلاشي شوې ده او یو شمېر مشکوک کسان نیول شوي دي.

د کابل پر پوهنتون بې‌مخینې برید؛ یوه ورځ ماتم او ورته نړیوال غبرګونونه

Pa.azadiradio.com 

د کابل پر پوهنتون بې‎ مخینه حمله چې د محصلانو په ګډون په کې ۲۲ کسان ووژل شول اوشاوخوا ۴۰ ټپیان شول. دغه حمله سربېره پر کورنیو غبرګونونو، د نړۍ په کچه هم له ډېرو غبرګونونو سره هم مخ شوه. د ملګروملتونو غبرګون د ملګرو ملتونو سازمان د یوې اعلامېې په صادرولو سره، دغه حمله غندلې او ویلي یې دي چې دغه او له دې مخکې د کوثر پر روزنیز مرکز حمله، هیبت‎ناکه او د بشر پر حقونو، حمله ده. د ملګروملتونو سرمنشي انتونیوګوترش په یوې اعلامیه کې ویلي چې د شوې حملې مسؤلین باید ځواب ووايي او دغه سازمان د سولې په خاطر د افغانستان له خلکو سره ودریږي. Читать дальше...



د پکتیا د ځاځي اريوب 'منډهېر' غر اور اخيستی

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا ولایت د ځاځي اريوب ولسوالۍ منډهېر غره اور اخيستی. د ځاځي اريوب ولسوالۍ قومي مشران او سیمه ییز چارواکي وايي چې له تېرې يوې ورځې راهيسې منډهير غر اور اخيستی او تر دا مهاله حکومت یې په اړه اقدام نه دی کړی. دوي وايي، که د منډهېر غرد اور سوځېدنې په اړه چارواکي ژر لاس په کار نه شي ژر شونې ده چې د دې غره ډېره برخه وسوځي. منډهیر غر د پکتیا ولایت له هغو غرو څخه دی چې د زنغوزو ځنګلونه پکې ډېر دي.

د کندز امام‌صاحب کې موټربم چاودنې ۳ سرتیري وژلي

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعیدی نن د سې شنبې په ورځ وویل چې سهار ۷ بجې د سرحدي کنډک مخې سره د وسله والو طالبانو له لوري موټربمب چاودنه وشوه چې په ترڅ کې یې ۳ تنه سرتیري ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول. ښاغلي سعیدي زیاته کړه چې د دغې چادونې له کبله ۱۲ ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي چې دوی کې ښځې، ماشومانو او ځوانان هم شامل دي. تر اوسه ددې پېښې پړه کومې ډلې نه ده منلې. په اړه یې په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال اجمل ارین دا ویډیويي راپور برابر کړی دی.

'ای.پي.اېل': نن ممبي انډينز او سنرايزر حيدراباد سره لوبیږي

Pa.azadiradio.com 

نن په 'ای.پي.اېل' ليګ کې د ممبي انډينز او سنرايزر حيدراباد لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.   ممبي انډينز، ډهلي او بنګلور هغه لوبډلې دي چې دويم پړاو ته يې لار پيدا کړې، پنجاب، راجستان او چينای بيا هغه لوبډلې دي چې دويم پړاو ته د تلو هېڅ چانس نه لري.  د لومړي پړاو يوه لوبه د ممبي او حيدر اباد ترمنځ پاتې ده،دا لوبه د ممبي لپاره مهمه نه ده ځکه دوی له وړاندې شرایط پوره کړي، خو د حيدراباد لپاره يې ګټل ځکه مهم دي چې په ګټلو سره به يې دويم پړاو او په بايللو سره به يې کورته روانېږي   کلکتې خپله لومړنۍ... Читать дальше...

د کابل د پاورلېفټېنګ سیالۍ پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د پاورلېفټېنګ سیالۍ په پای کې جاوېد رحماني، امید ایوبي او مجیب سخي زاده په ترتیب سره لومړۍ، دویم او درېیم مقام ترلاسه کړ.    د پاورلېفټېنګ سیالۍ تېره ورځ په کابل کې پیل شوې وې. د افغانستان المپیک ملي کمېتې د مطبوعاتو  برخې غړی مجیب قاري‌زاده نن د سې شنبې (د لړم ۱۳مه) ازادي راډيو ته وویل، په دې سیالیو کې د لوړ وزن لرونکي موټرونو کش کول، د ۱۱۰ کیلو ګرام وزن پورته کول او یو شمېر نور حرکتونه شامل وو.  ښاغلي قاري زاده وايي، ددغه سیالیو هدف نړېوالو لوبو ته د غوره لوبغاړو موندل دي.

افغانستان کې په لومړي ځل د واليبال غوره لیګ پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې په لومړي ځل په هېواد کې د واليبال غوره لیګ پیل شي. د افغانستان د واليبال فدراسیون مسؤل نعمت الله مشتاق نن د سې شنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) ازادي راډيو ته وویل، د دې لیګ پچه اچونه سبا چهارشنبې(د لړم ۱۴مه) په کابل کې پیلېږي. د ده په خبره، په دې لیک کې ۶ لوبډلې د هېواد له ۶ زونونو څخه ونډه لري. دغه سیالي د روان لړم میاشتې په ۲۱مې  نېټې پیلیږي او تر۲۸ نېټې پورې دوام کوي.

وروستي پاکستاني سیاسي حالات: پي ډي اېم پر اتم نومبر غونډه رابللې

Mashaalradio.com 

د پي ډی اېم ځینو مشرانو مشال رېډیو ته ویلي دي چې د دغې غونډې کوربتوب به پاکستان مسلم لیګ ن کوي او غوندې ته به د مسلم لیګ ن رهبر نواز شریف او د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم د ویډیو لنک له لارې پر وروستيو حالاتو غږېږي.

د امریکا ټاکنې به پر افغانستان څه اغیز وکړي؟

Pa.azadiradio.com 

په امریکا نن مهمه ورځ ده. د ولسمشر د انتخابیدو لپاره خلک رایي ورکوي. یوه پوښتنه دا ده چې دا انتخابات به پر افغانستان، په ځانګړې ډول د سولې پر بهیر څه تاثیر وکړي؟ دا او یوشمیر نورې پوښتنې سلطان محمد سرور د سکایپ له لارې په واشنګتن کې د امریکا د ملي دفاع د پوهنتون له استاد علي احمد جلالي څخه کړې دي.

Новости России
Москва

Топливному компромиссу между Украиной и Азербайджаном пришел конец?


د امریکا متحده ایالاتو ولسمشريز انتخابات

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشريز انتخابات، اوسنی ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالد ټرمپ او مخکېنی مرستیال ولسمشر او د ډیموکرات ګوند نوماند جوبایډن د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د ولسمشرۍ پر څوکۍ سره سیالي کوي.

وسله‌والو ویانا کې ۳ تنه ووژل؛ مشکوکو قاتلینو پسې سخت لټون روان دی

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې یو شمېر وسله‌ والو کسانو په ډزو لږ تر لږه درې کسان ووژل، په مشکوکو کسانو پسې سخته پلټنه پیل شوې ده. په وسله‌ والو کسانو پسې نن سې شنبه د پلټنې عملیات پیل شوي او یو مشکوک تن چې د اسلامي دولت یا داعش خواخوږی بلل شوی د پولیسو له خوا وژل شوی او پولیس وايي، لږ تر لږه په یوه بل حمله کوونکي پسې په تالاشۍ بوخت دي. پولیسو تېره شپه وویل، په وسلو سمبالو «ګڼو» مشکوکو لږ تر لږه په شپږو ساحو کې دا حملې کړي چې یوه حمله د یهودانو یوه عبادتځای ته څېرمه وه. دا ډزې... Читать дальше...

روغتیا وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۵ تنه په کرونا اخته شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په وروستیو څو اوونیو کې د هېواد په کچه د کرونا وېروس په مثبتو پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.    د دغه وزارت یوه ویاند نورالله تره‎کې د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کرونا وېروس د اخته کسانو د شمېرو په اړه وویل:"په تېرو۲۴ساعتونو کې په ټولو دولتي لابراتوارونو کې،۴۵۷مشکوکې پېښې ثبت شوي چې ۹۵ یې مثبتې دي. درې کسان مړه او۱۳رغېدلي دي. له دې سره په ټول افغانستان کې کرونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر۴۱۷۲۸ ته رسیږي."    پرون د عامې روغتیا سرپرست وزیر... Читать дальше...

بلومبرګ خپرونې پر کابل پوهنتون د حملې په اړه لیکنه کړې

Pa.azadiradio.com 

پر کابل پوهنتون پرونۍ حملې د نړۍ د ګڼو چاپي او تصویري رسنیو پام ځان ته اړولی دی. بلومبرګ  بلومبرګ خپرونې د هغو محصلانو عکسونه خپاره کړي چې له کابل پوهنتونه تښتي.  تر دې یوه اوونۍ وړاندې د کابل په لوېدیځ کې پر کوثر تعلیمي مرکز حمله شوې وه چې لږترلږه ۲۲ تنه په‌کې ووژل شول او ۷۰ نور ژوبل شول. د دې نشریې له لیکنې سره سم، په افغانستان کې د سولې لپاره د دولت او طالبانو له خبرو سره سره په دې هېواد کې تاوتریخوالی په زیاتېدو دی.  بلومبرګ زیاتوي، په دوحه کې خبرو په افغانستان کې د جګړو پر کمېدو هم هېڅ اغېز نه‌دی کړی. Читать дальше...

امرالله صالح: پر کابل پوهنتون برید کې د حقاني شبکې له تاکتیکه کار اخیستل شوی

Pa.azadiradio.com 

پر کابل پوهنتون د برید په پایله کې چې ۲۲ نارینه او ښځینه محصلان په‎کې ووژل شول او نږدې ۴۰ نور ټپیان شول، د افغانستان حکومت نن د سه‌شنبې ورځ ملي ماتم اعلان کړی دی. په دې ورځ د افغانستان دننه او له هېواده بهر به په سیاسي استازولیو کې د افغانستان بیرغ نیمه ځوړند وي. که څه هم د دې برید مسؤلیت د داعش خراسان څانګې منلی او طالبانو په کې خپل لاس لرل رد کړي دي، خو د جمهور ريیس غني لومړي مرستیال امرالله صالح نن سهار په خپله رسمي فیسبوک‌پاڼه ولیکل:"د دې لپاره چې ثابته کړو چې دا برید طالبانو کړی، لسګونه نرم او سخت ثبوتونه لرو." ښاغلي صالح زیاته کړې... Читать дальше...

مسیر: پر کابل پوهنتونو برید هغه کړیو پلان کړې وه چې هېڅ اسلامي ارزښتونه نه پېژني

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ نږدې ټولو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د کابل پوهنتون د تېرې ورځې د خونړۍ او مرګونې حملې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي. هشت صبح ورځپاڼه لیکي، وسله والو ډلو ته د نظامیو او ملکیانو ترمنځ هېڅ توپير نه شته، ځکه نظامیان یې مخالف دي او ملکیان د دوی په شان نه دي، نو ځکه له یوې مخې دواړه وژني او رحم ورباندې نه کوي. په سرمقاله کې راغلي، وسله والې ډلې ځکه په ملکیانو زیاتې حملې کوي چې دوی له ځانه د دفاع توان نه لري، نو همدا لامل دی چې په هرځای کې هر کس هدف دی. ورځپاڼه لیکلي، پر ښوونیزو مرکزونو،... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Хачанов победил Черундоло и пробился в 1/8 финала турнира ATP в Майами






Московские ветеринары называли самые популярные виды домашних животных

Инди-группа «Комсомольск» объявила о завершении концертной деятельности

В ЦФО объем выдач ипотеки вырос в два раза

Росіяни законодавчо забороняють українські книги на ТОТ