ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

Новости за 05.11.2020

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟

Pa.azadiradio.com 

سټارس اینډ سټرایپس: سټارس اینډ سټرایپس ورځپاڼې چې له امریکا خپرېږي او تر ډېره پر پوځي مسایلو لیکنې خپروي، په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د لګښتونو د څار ادارې یا سیګار پر تازه راپور لیکنه خپره کړې ده. د سیګار راپور د روان میلادي کال د جولای له لومړۍ څخه د سپټمبر تر ۳۰مې میاشتې پورې پر پېښو راڅرخي. ورځپاڼې د سیګار په حواله لیکلي، په دغو درېیو میاشتو کې د مخکنۍ ربعې پر تله د وسله والو حملې نږدې ۵۰ فیصده زیاتې شوې دي. د ورځپاڼې په لیکنه، د وسله والو طالبانو د حملو زیاتېدل... Читать дальше...

د کوسوو ولسمشر هاشم تاچي له دندې استعفا وکړه

Pa.azadiradio.com 

د کوسوو ولسمشر هاشم تاچي وروسته تر دې له دندې استعفا وکړه چې خبر شو په جنګي او بشر ضد جرمونو تورن شوی دی.  تاچي په ۱۹۹۰ مه لسیزه کې له صربیا نه د ازادۍ غوښتلو په جګړه کې د چریکیانو یو مشر و.  نوموړي نن د نومبر په پنځمه پریستینا کې خبریالانو ته وویل، سرچینو یې ملعومات ورکړي چې د کوسوو د متخصصانو خونې پر ده لګول شوي تورونه تصدیق کړي دي.  ده له وړاندې ژمنه کړې وه چې که تورن وپیژندل شي، استعفا ورکوي.  بل لورته ټاکل شوې د کوسوو د پارلمان پخوانی مشر به په هاګ کې د جنګي جرمونو او بشرضد جنایتونو له رسمي تور سره مخامخ شي. Читать дальше...

د امریکا انتخابات؛ جوبایډن د ټاکنیز کالج ډېرې رایې ګټلي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې ډیموکراټ نوماند جوبایډن د ټاکنیز کالج ډېرې رایې ترلاسه کړي دي.  د بایډن دغه رایې ۲۵۳ او د سیال یې ډونالډ ټرمپ ۲۱۳ ښودل شوي دي.  که هر کاندید د ټاکنیز کالج ۲۷۰ رایې پوره کړي، د ولسمشر په توګه ټاکل کېږي.  بایډن په میشیګن او ویسکانسن ایالتونو کې له ټرمپه مخکې شو، دا هغه ایالتونه و چې ۲۰۱۶ میلادي کال ټاکنو کې ټرمپ ډېرې راېې په کې وړې وې.  د امریکا له ټاکنو یوه ورځ وروسته هم معلومه نه ده چې کوم نوماند بریالی دی.  دا مهال په څلوور ایالتونو اریزونا، جورجیا، پنسلوانیا او نیوادا کې د رایو شمېرل دوام لري. Читать дальше...

افغانستان کې طبیعي سرچینې له جګړو څومره خوندي دي؟

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې شاوخوا ۴۰ کلنې جګړې نه یوازې دا چې انساني زیانونه یې واړول، بلکې د دغه هېواد طبیعت یې هم زیانمن کړ. د جګړو دوام اوس هم د چاپیریال او طبیعي منابعو د خوندیتوب پر وړاندې یو ګواښ ګڼل کېږي.که څه هم ویل کېږي چې افغانستان د طبیعي منابعو او ځنګلونو په لرلو سره یو بډای هېواد دی، خو د څلورو لسیزو جګړو د دغه هېواد پر ټولو شتمنیو ناوړه اغېز کړی دی. د ملګرو ملتونو سازمان د نوومبر ۶مه، په نښتو کې د طبیعي منابعو د کارولو د مخنیوي د ورځې په نوم نومولې ده. هغه ورځ چې په نښتو کې یې له طبیعت نه... Читать дальше...

د سولې ولسي حرکت غړي د(لړم ۱۶مه) د امریکا سفارت مخې ته خیمه دروي

Pa.azadiradio.com 

د سولې ولسي حرکت غړي سبا جمعه(د لړم ۱۶مه) په کابل کې د امریکا سفارت مخې ته خیمه دروي. دوی نن پنجشنبه (د لړم ۱۵مه) له ننګرهار څخه کابل ته ورسېدل.   ددې حرکت مشر اقبال خیبر وايي، له ننګرهار څخه د ګڼ شمېر قومونو مشران له دې حرکت سره یوځای شوي او سبا به د امریکا سفارت مخې ته د پرلت خیمه ودروي.   ښاغلی اقبال وايي، دوی سبا د امریکا سفارت مخې ته له دغه هېواد څخه په افغانستان کې د اوربند غوښتنه کوي.  د هغه په خبره، افغان حکومت او طالبان دې د جګړې د درېدو لپاره له سخت دریځۍ څخه لاس واخلي او د افغان وژنې روانه لړۍ دې ودروي. Читать дальше...

نورستان کې مظاهره‌چیان: پر کابل پوهنتون برید د بشري اصولو خلاف دی

Pa.azadiradio.com 

د نورستان په مرکز پارون کې په سلګونو کسانو نن د پنجشبنې(د لړم ۱۵مه) په سهار د کابل پر پوهنتون د شوي وسله وال برید پر خلاف لاریون وکړ. دغه لاریون کوونکو په دغه برید کې چې ۲۲ تنه محصلین پکې ووژل شول او زیات شمېر په کې ټپیان شول و غندل او دا یې د اسلامي او بشري اصولو خلاف وبلل. په یاد لاریون کې دیني عالمانو وویل چې په تعلیمي مرکزونو، جوماتونو او په نورو ټولګټو پروژو باندې بریدونه کول ناروا دي. د لاریون کوونکو له ډلې مولوي عنایت الله اعتراض کوونکو ته وویل: "هر څوک چې دغو انفجاراتو لپاره زمېنه... Читать дальше...

اتریشي رهبران: د افراطیت پر وړاندې نور قانوني انتخابونه غواړو

Pa.azadiradio.com 

د اتریش چارواکي د افراطیت پر وړاندې د مبارزې او د استخباراتي ادارو د اصلاحاتو لپاره پر نویو لارو چارو غور کوي.  دا هڅې د پلازمېنې ویانا په څو ساحو کې د تېرې دوشنبې له خونړي برید وروسته پیل شوي دي.   په هغه حمله کې څلور کسان وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي، حمله کوونکی وروسته د پولیسو له خوا ووژل شو.  د حملې اصلي مسوول  د داعش ډلې یو افراطي غړی بلل شوی او د اتریش چارواکو ته له مخکې خبرداری ورکړل شوی و چې دغه کس په ګاونډي هېواد سلواکیا کې د وسلو او مهماتو د پیرلو هڅه کړې وه.   حمله کوونکی... Читать дальше...



کراسنیکي به په هاګ کې د جنایتونو له رسمي تور سره مخ شي

Pa.azadiradio.com 

د کوسوو د پارلمان پخوانی مشر به په هاګ کې د جنګي جرمونو  او بشرضد جنایتونو له رسمي تور سره مخامخ شي.  یاکوب کراسنیکي چې پخوا جګړه کې د چریکیانو رهبر هم پاتې شوی، له نیول کېدو وروسته هاګ ته لیږدول شوی دی.  د هاګ د جنګي جرمونو څارنوالانو د ځایي پولیسو په همکارۍ پرون د نومبر په څلورمه یاکوب توقیف کړ.  یاکوب د کوسوو د ازادي غوښتونکي پوځ ویاند و او د خپلواکۍ له اخیستو وروسته د پارلمان مشر او کم وخت لپاره سرپرست ولسمشر هم پاته شوی.  پر نوموړي تور دی چې د ۱۹۹۸ او ۱۹۹۹ کلونو پر مهال جګړه کې یې جنګي جنایات کړي دي.

بېلاروس کې د ټیلګرام د مشهور چینل د ۲ مدیرانو دوسیې پلټل کیږي

Pa.azadiradio.com 

د بېلاروس چارواکو دغه هېواد کې د ټیلګرام د یوه مشهور چینل د دوو مدیرانو د دوسیو پلټنې پیل کړې.  د نکسټالایف (Nexta-Live) په نوم دغه چینل له ټاکنو وروسته اعتراضونه خپرول.  د بېلاروس د څیړنو کمېټې نن د پنجشنبې(د لړم ۱۵مه) په ورځ سټیفن پوتسیلا او رمان پراتاسویچ په پراخو ګډوډیو، د عامه نظم په ګډوډولو او د ټولنیزې کرکې په خپرولو تورن کړل.  دغه کسان د پولیسو تر تعقیب لاندې کسانو په ډله کې شامل شوي خو معلومه نه ده چې اوس چېرته دي؟  تېره اوونۍ د مېنسک یوې محکمې د نکستا لایف چینل په سخت دریځۍ تورن... Читать дальше...

لوړو زده کړو وزارت افغان دولتي پوهنتونونو ته امنیتي طرحه جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، د محصلانو د خوندي پاتې کېدو او په ټول هېواد کې د دولتي پوهنتونونو د امنیتي خوندیتوب لپاره امنیتي طرحه جوړوي. د دې وزارت مسوولان نن د پنجشنبې (د لړم ۱۵مه) په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، دا طرحه به څو برخې ولري، څو وکولای شي په راتلوونکې کې د دې ډول بریدونو مخنیوی وشي،خو د لوړو‌ زده‌کړو وزارت د دې طرحې بشپړ جزئیات رسنیو سره شریک نه‎کړل. متخصصین وايي، د هرې ودانۍ دننه یوه خوندي خونه یا سیف روم په ډېره اسانه او کمه بیه جوړېدای شي. د دغه وزارت مرستیال نورالله دروېش... Читать дальше...

پر کابل پوهنتون برید؛ امرالله صالح: ۱۳ ګمنان پولیس دې باعزته خوشې شي

Pa.azadiradio.com 

د جمهور رئیس غني لومړي مرستیال امرالله صالح د هغو ۱۳ تنو امنیتي منسوبینو د خوشې کېدو امر کړی چې پر کابل پوهنتون د برید وروسته، د وظیفوي غفلت په تور څارنوالۍ ته پېژندل شوي وو.  ښاغلي صالح د پنج‌شنبې (د لړم ۱۵مه) په سهار په خپله رسمي فیسبوک‌پاڼه ولیکل: "په دې اړه چې څوک نه دي توانېدلي پر کابل پوهنتون د برید مخنیوی وکړي، څېړنې روانې دي. د وظیفوي غفلت په تور د ۱۳ ګمنام پولیس سرتېرو نیول بې‌معنی دي او  امر مې کړی چې دا کسان با عزته ازاد شي. "  د جمهور رئیس د لومړي مرستیال له قوله، تر اوسه دا قضاوت... Читать дальше...

امریکا کې د ټاکنو د پایلو پر سر کړکېچ زیات شوی

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د امریکا په ځینو کلیدي ایالتونو کې د ولسمشرۍ ټاکنو رایه-شمېرنه روانه ده، په ټوله امریکا کې د ټاکنو د پایلو پر سر کړکېچ زیات شوی دی. د رایو مرکزونو له تړل کېدو ۲۴ ساعته وروسته هم د ټاکنو نتیجه معلومه نه‎ده. د امریکا په ګڼو ښارونو کې د ډونالډ ټرمپ مخالفانو هم مظاهرې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې د ټاکنو کارکوونکي دې د خپل کار ختمولو ته پرېښوول شي. د ولسمشرۍ کاندید، ډیموکرات جوبایډن نن سهار وختي هم تر ډونالډ ټرمپ مخکې و، دا وروسته له هغې چې په مشیګان او ویسکانسن ایالتونو کې یې بریاوې خپلې کړې. Читать дальше...

سرور دانش: ۱۳ میلیونه افغانان غذایي خوندیتوب نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

که څه هم افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب او تغذیې ملي اجنډا درېیم کال پوره شو، خو د افغانستان د جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش وايي، افغانان د غذایي خوندیتوب د نشتون په برخه کې له جدي ګواښ سره مخ دي. ښاغلی دانش، د افغانستان خوړو خوندیتوب او تغذیې ملي اجنډا درېیمې کلېزې په مناسبت جوړې شوي غونډه کې وویل، افغانستان کې ۷۰ سلنه خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي چې له دې ډلې ۴۴.۶ سلنه یعنې ۱۳ میلیونه خلک غذایي خوندیتوب نه لري.   د ده په وینا له دې شمېر خلکو یې ۹ عشاریه ۶ میلیونه خلک په کلیو... Читать дальше...

په کوټه کې یوه ډوډۍ په دېرش روپۍ

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په مرکز کوټه کې تنوروالو د حکومتي امر خلاف د یوې ډوډۍ نرخ ۳۰ روپۍ ته خېژولی دی. د کوټې ښاریانو د ډوډۍ پر ګرانۍ خواشيني ښودلې او له حکومته یې د ارزانولو غوښتنه کړې. د ایوب ترین راپور

لوګر کې غبرګو امنیتي پېښو یو پولیس وژلی او ۳ نور یې ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

د لوګر په مرکز پل علم کې نن پنجشنبه (د لړم ۱۵مه) سهار دوه امنیتي پېښې شوي چې یو پولیس په‌کې وژل شوی او درې نور ټپیان دي. د والي ویاند دیدار لونګ وایي، لومړۍ پېښه د ښار دننه پر یوه رنجر ډزې دي چې پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې:"د پل علم ښار د لومړي سمت په رنجر موټر باندې ډزې شوي دي، د ډزو پر مهال یو پولیس شهید او یو بل سطحي ټپی دی." له دې پېښې لږ وروسته همدې سیمې ته نژدې د زندان پر رنجر موټر ماین چاودلی چې د پولیسو د ویاند شاهپور احمدزي په وینا، دوه پولیس په کې ټپیان شوي دي. د پېښو مسؤلیت چا نه... Читать дальше...

افغان حکومت د اروپایي ټولنې او پاکستان ګډه وروستۍ اعلامیه مهمه بللې

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت د سولې د خبرو په تړاو د اروپایي ټولنې او پاکستان ګډه اعلامیه مهمه بللې او هرکلی یې ترې کړی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دوی د نړیوالو شریکانو له‎خوا د تاوتریخوالي کمولو او بیړني اوربند غوښتنه د سولې خبرې پیاوړې کوي او د بریالیتوب چانس یې ډېروي.   دې وزارت نن د پنجشنبې (د لړم ۱۵مه) په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د سولې د خبرو داسې پایله به ټولو ته د خوښې وړ وي چې جمهوري نظام او د افغانانو حقونه په‌کې خوندي وي.   پرون د چهارشنبې (د لړم ۱۴مه) په ورځ اروپایي ټولنې او پاکستان... Читать дальше...

Новости России
Москва

Тариф – Большой Концертный Тур. Организация серии больших концертов.


افغانستان کې په لومړي ځل د واليبال غوره ليګ سيالۍ پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د واليبال غوره ليګ سيالۍ پېلیږي. د افغانستان د واليبال فدراسيون فني مسؤل نعمت‌الله وايي، دغو لوبو ته د چمتوالي په لړ کې تېره ورځ پچه اچونه ترسره شوه او د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ به لوبې پیل شي چې ۷ ورځې به دوام وکړي. نعمت‌الله زیاتوي، دا لومړى ځل  دی چې په افغانستان کې د واليبال د غوره ليګ سيالۍ کېږي، چې د اوس لپاره دغه سيالۍ د شپږو زونونو ترمنځ  پلان شوې او هڅه دا ده چې دا زونونو نور هم زیات شي. له دې وړاندې په افغانستان کې د کرکټ، فوټبال او یو... Читать дальше...

کندهار کې جګړو بې‌ځایه کړي کډوال: مرسته وکړئ! که نه لوږه به مو ژوند وګواښي

Pa.azadiradio.com 

د جګړو او ناامنیو له امله د کندهار د میوند او ارغنداب ولسوالیو څخه د  کندهار ښار او ډنډ ولسوالۍ دښت ته راغلي بې‌ځایه شوي کډوالې کورنۍ وايي، په سخت وضعیت کې ژوند کوي او د سرپناه په ګډون بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. دا بې‌ځایه شوي کورنۍ چې شمېر یې شاوخوا ۲۰۰۰ ته رسېږي، تازه د کندهار د میوند او ارغنداب  ولسوالیو څخه د جګړو له وېرې ډنډ ولسوالۍ ته راکډوالې شوي دي. د مولا داد په نوم یوه بې‌ځایه شوي کډوال ازادي راډیو ته وویل چې د کور ټول توکي ورڅخه پاتې شوي او یوازې په جوړه جامو کې کډه کړې: "په یوه کوچني... Читать дальше...

ټرمپ په انتخاباتو کې د درغلۍ له ادعا سره محکمې ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، باور لري چې د نوومبر د ۳ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې درغلي شوې او د څېړلو لپاره یې محکمې ته ځي. له بلې خوا سیال یې جو بایډن وايي، باور لري چې انتخابات یې ګټلي، که څه هم رای شمېرنه لا پای ته نه ده رسېدلې.

مسجدي: کابینې د راتلونکي مالي کال د ملي بودجې مسوده تائید کړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کابینې د تېر مازدیګر په غونډه کې د ۱۴۰۰م هجري لمریز مالي کال ملي بودجې مسوده تائید کړه. د مالیې وزارت ویاند شمېروز مسجدي وايي، د راتلونکي مالي کال بودجه ۴۵۲،۶ میلیارده افغانۍ ده چې۲۹۶،۳  میلیارده عادي او ۱۵۶.۳ میلیارده پراختیايي بودجه تشکیلوي. ښاغلی مسجدي زیاتوي چې د ټولې بودجې ۴۸ سلنه به د ملي عوایدو نه تمویلیږي او همدې مالي کال لپاره د ملي عوایدو هدف ۲۱۶ میلیارده افغانۍ ټاکل شوې. د کابینې له لوري د تائید شوې بودجې مسوده به د تائید، بحث او تصویب لپاره لومړی مشرانو جرګې او بیا ولسي جرګې ته لېږل کېږي.

چارواکي: هلمند کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وایي، هلمند کې یې ۸ نور وسله وال طالبان وژلي دي. د ۲۱۵م میوند قول اردو چارواکو ویلي، د یوه سرګروپ عبدالله جان په ګډون دغه وسله وال په ناوې او نادعلي ولسوالیو کې د هغو عملیاتو له امله وژل شوي چې پخوا په دغه ولایت کې پیل شوي وو. د قل اردو په خبرپاڼه کې د دغو وسله والو د وژلو کره وخت نه دی یاد شوی، خو په کې راغلي چې عملیاتو کې هوایي ځواک هم کاریدلی دی. دوی ادعا کړې چې د لارو د پاکولو پر مهال یې ۲۸ کړۍ د وسایطو او پرسونل ضد ماینونه هم شنډ کړي دي، خو طالبانو لا د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د سوات سکول کې د زده کوونکو ساینسي نندارتون

Mashaalradio.com 

د سوات په مینګوره کې په یوه ښوونځي کې د کمپیوټر او ټېکنالوژۍ د ساینسي نمونو نندارتون جوړ شوی چې پکې سلګونه زده کوونکو خپل جوړ کړي شیان ایښي ول. نندارتون ته د سیمې خلک هم ورغلي ول چې د سکولونو د ماشومانو جوړ کړي شیان یې خوښ کړل. د نندارتون په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Теннисистка Александрова оказалась сильнее полячки Швентек на турнире WTA в США






В Люберцах врачи помогли мужчине с ранением сердца

Shot: ремонт самолета после столкновения с водовозом обойдется в 1 млрд рублей

Тема дня: К 2030 году в РФ подготовят более 1 млн специалистов по IT

Образовательная станция для специалистов по работе с детьми-аутистами откроется в Орехово-Зуеве