ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

Новости за 15.11.2020

مایا رعیدي ولې پرله پسې درې کاله د لبنان د ښکلا ملکه ده؟

Mashaalradio.com 

مایا رعیدي له ۲۰۱۸ز کال راهیسې د لبنان د ښکلا ملکې د اعزاز خاونده ده. په هغه هېواد کې شاوخوا هر کال د ښکلا کلنۍ سیالۍ کېږي چې پکې د بریا تاج د یوې نجلۍ په سر کېږي. نو رعیدي ولې تر اوسه د لبنان د ښکلا ملکه ده؟ ځواب یې د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.

په پاریس کې د افغان پناه غوښتونکو ستونزمن ژوند

Pa.azadiradio.com 

د پاریس په یوه څنډه کې نژدې دوه زره افغان پناه غوښتونکي په سختو شرایطو کې ژوند کوي. د هغوی سرپناوې کوچینۍ خیمې دي چې د مرستندویه ټولنو له خوا یې ترلاسه کړې دي. اوس چې ژمی را روان دی، د هوا سړیدو یې دغه ستونزمن ژوند لاسخت کړی دی.

په بېلاروس پولیسو لسګونه معترضان نیولي

Pa.azadiradio.com 

په بېلاروس پولیسو نن په لسګونو معترضان ونیول.  پولیسو په پلازمېنه مینسک کې د معترضانو د تیت پرک کولو لپاره له اوښکې بهونکي ګاز او صوتي لاسي بمونو څخه کار واخیست.  اعتراض کونکي له قدرته د الکساندر لوکوشینکا د لیرې کېدو او د انتخاباتو د بیا کېدو غوښتنه کوي.  د بېلاروس په نورو ښارونو کې هم مظاهرې وشوې.  دغه مظاهرې په اګست کې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو وروسته چې لوکاشینکا یې ګټونکی اعلان شوی، پیل شوې دي.  د دغو مظاهرو له پیله څو معترضان وژل شوي او په زرګونو نور نیول شوي دي.

د نوبل سولې جایزه د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکړل شوې

Pa.azadiradio.com 

د خوړو د نړیوال پروګرام مشر وایي، د نوبل د سولې جایزه د ملګروملتونو دغې ادارې ته ځکه ورکړل شوې چې د نړۍ مشرانو ته یې خبرداری ورکړی چې راتلونکې ۲۰۲۱ کال به د خوړو له پلوه د نړۍ لپاره لا بد کال وي.  ډیویډ بیسلي له اسوشیتیدپرس آژانس سره په مرکه کې د هغو هېوادونو په کتار کې د افغانستان نوم هم اخیستی چې راتلونکې کال به یې لا ډېر وګړي د خوړو مصئونیت ونه لري.  هغه ویلي چې دا اداره راتلونکي کال د میلیونونو وګړو د مړولو لپاره ۱۵ میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري. پنځه ملیارډه یوازې د دې لپاره چې د قحطۍ مخه... Читать дальше...

له اوبو ډک د کابل سړکونه

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار له اوبو ډک سړکونه چې کابل مېشتو ته يې ګڼې ستونزې جوړې کړي دي. نورو په ویډیويي راپور کې:

چارواکي: کندهار او هلمند کې لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په هلمند او کندهار کې د پوځي عملیاتو پرمهال طالب جنګیالیو ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا کوي.  د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې په وژل شویو کې لسګونه طالب قوماندانان او پاکستاني جنګیالي هم شامل دي.  هغه زیاته کړه: "د وسله والو طالبانو له لوري په وروستیو تحرکاتو او وسله والو حملو کې نږدې یو زرو ۱۰۰ تنه طالب وسله والو ګډون کړی وو، یوازې په کندهار ۱۵۲ تنه او په هلمند کې څه باندې ۲۰۰ تنو طالبانو ګډون کړی وو چې ټول وژل شوي دي، همدارنګه د... Читать дальше...

امریکا نړیوالې فضایي اډې ته ۴ فضانوردان استوي

Pa.azadiradio.com 

څلور فضا نوردان به نن د لومړي ځل لپاره د سپس کریو ډراګان د ریزالینس په نوم فضایي بېړۍ کې نړیوالې فضایي اډې ته واستول شي.  د امریکا متحده ایالات وروسته له هغې چې د روان کال د پسرلې په پای کې یې یو آزمایښتي ماموریت کامیاب شو، هیله من دی چې له دې وروسته به د دا ډول فضایي ماموریتونو لړۍ دوام وکړي.  په دغه فضایي بیړۍ کې درې امریکایي او یو جاپاني فضانوردان فضاته استول کېږي. د دوی بیړۍ به نن یکشنبې په سیمه وخت د ماښام شاوخوا اونیمې بجې د فلوریدا د کینیډې له فضایي اډې والوزي.  دغه څلورفضا نوردان... Читать дальше...



په دولتي ادارو کې د ځوانانو د ګمارلو برخه کې څه مهم دي؟

Pa.azadiradio.com 

آیا هغه ځوانان چې د لوړو زده کړو له مؤسسو څخه فارغېږي د وړتیا، زیرکتیا او هڅو په اساس دولتي ادارو کې دندې ترلاسه کوي؟ په بلخ کې په دې اړه نظرونه مختلف دي. ځیني د استخدام په برخه له شفافیت او ړونتیا خبرې کوي خو ځینې د ځوانانو پر وړاندې له شته خنډونو غږېږي. ۲۴ کلن فرید فیصل اوس اوس په بلخ کې د باختر اطلاعاتي آژانس د آمر په توګه ګمارل شوی. هغه دوه کاله وړاندې د بلخ پوهنتون له ژورنالیزم پوهنځي فارغ شو. فیصل ازادي راډیو ته وویل چې کومه سیاسي متنفذه څېره پېژندله او نه یې دغې دندې ته د رسېدو لپاره چا ته پیسې ورکړي. Читать дальше...

د کندهار خبریالان: د داعي د وژنې قضیې په اړه د حکومت بې تفاوتې نه منو

Pa.azadiradio.com 

د کندهار خبریالانو نن یکشنبه په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي فاتحه واخیسته او له حکومت يې و غوښتل چې د نوموړي د وژل کېدو د قضیي په اړه بې تفاوته پاتې نه شي. صادق رښتینی په دې اړه راپور لري چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

چې خپل طرز ژړولی نه يم، ويل يې خوند نه راکوي: معيز مومند

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته مو سندرغاړی معيز مومند مېلمه کړی وو. ده شاوخوا شپږ کاله مخکې سندرې پيل کړي او تر دې دمه يې يوازې د غني خان شعرونه ويلي دي. دی وايي، اکثره وخت خپلو کمپوزونو ته احساساتي او په ژړا شي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

پاتریشیا ګاسمن: د رسنیو لپاره ډېر د اندېښنې وړ وخت دی

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار ادارې د اسیا څانګې مشره وايي: پر الیاس داعي په حمله کې د طالبانو د لاس لرلو احتمال تر هر چا زیات دی. ملالۍ بشير له پاتریشیا ګاسمن سره په دې ویډيو مرکه کې خبرې کړي. نور دلته وګورئ او شریک يې کړئ.

په نګورنو قره باغ کې اذربایجان ته د لانجمنو سیمو د سپارلو بهیر پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې ارمنستان د سولې د هغه تړون له مخې چې د نګورنو قره باغ پر سر د شپږو اونیو جګړې ته یې د پای ټکی کېښود، نن اذربایجان ته د لانجمنو سیمو د سپارلو بهیر پیل کړي.  د اذربایجان د چلبجار د سیمې اوسېدونکو چې له لسیزو راهیسې پرې ارمن ټبري واکمن و، خپل کورونه پرېښودل. د ازادي راډیو د ارمني څانګې د راپور له مخکې یو شمېر اوسېدونکو مخکې له دې چې له خپلو کورونو ووځي هغو ته یې اور ورته کړ.    تر۱۹۹۰ لسیزې مخکې د چلبجار ډېری اوسېدونکي اذریان و چې پر سیمې د ارمن ټبرو د واکمني ترټینګېدو وروسته یې ډېر له دې سیمې وشړل شول. Читать дальше...

د کندهار، زابل، غزني او بادغیس خبریالانو د "الیاس داعي" فاتحه واخیسته

Pa.azadiradio.com 

د کندهار، زابل، غزني او بادغیس خبریالانو نن په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي فاتحه واخیسته او د افغانستان له حکومته یې د هغه د وژلو د عاملانو د موندلو او سزا ورکولو لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه. خبریالانو دا حمله د رسنیو پر ټولې کورنۍ حمله وبلله چې د دوی په وینا هدف یې د ټولنې د غږ غلي کول دي. د کندهار پریس کلب مسوول جاوید احمد تنویر وویل چې له څو ورځو تېرېدو وروسته هم حکومت د الیاس داعي د قضیې په اړه خبریالانو او د خبریالانو بنسټونو ته معلومات نه دي ورکړي. هغه زیاته کړه:... Читать дальше...

د اروپا فوټبال جام سیالۍ؛ فرانسې پرتګال ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د اروپا د فوټبال د ملتونو جام سیالیو کې بېګاه شپه فرانسې پرتګال ته ماته ورکړه. د نړيوالو ورزشي ویب پاڼو د خبر له مخې په دغو سیالیو کې فرانسې پرتګال ته یو د صفر په مقابل کې ماته ورکړه او د پرتګال ټیم څلور غوره ټیمونو ته لاره پیدا نه کړه. په یوه بله لوبه کې بیاد  سویس او اسپانیا ټیمونه یو-یو مساوي شول.

په سمنګان کې د وزلوبې دوه ورځنۍ سيالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

په سمنګان ولایت کې د وزلوبې دوه ورځنۍ سيالۍ پیل شوې. د افغانستان د وزلوبې فدارسیون رییس سیف الله تندغان ازادي راډیو ته وویل، چې په دغو لوبو کې د دې ولایت له بېلابېلو ولسوالسیو شاه خوا ١٠٠ چاپندازانو ګډون کړی. ښاغلی تندغان زیاتوي له دغو لوبو هدف د وزلوبې د غوره لیګ سیالیو لپاره چمتوالی ده چې یوه میاشت وروسته په دغه ولایت کې جوړېږي. نوموړی زیاتوي، چې له دغو لوبو وروسته به په کندز، بلخ او بدخشان ولایتونو کې هم ورته سیالۍ ترسره شي.

Новости России
Москва

Каждый пятый российский зумер планирует переехать из города-миллионника в Москву


امرالله صالح: کابل کې د جنايي جرمونو په تور سلګونه کسان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د پلازمېنې کابل له بیلابیلو سيمو 700 تنه مجرمین د جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د 700 مجرمینو د نېول کېدو خبر ورکوي. ښاغلي صالح جرمي شبکو ته ګواښ کړی چې د نه تسليمېدو په صورت کې به له جدې چلند سره مخ شي. امرالله صالح نن په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، چې په ټولو ولایتونو کې د مجرمینو د نیولو لپاره نوملړ جوړ شوی او ډېر ژر به اقدام وکړي. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح که څه هم د دغو مجرمینو د جرمنونو نوعیت نه دی مشخص کړی خو ویلي، چې د درې زره او شپږ سوه... Читать дальше...

هشت صبح: د سولې په روانو خبرو کې له ځانه تېرېدنه باید دوه اړخیز وي

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ بیا هم د افغانستان د سولې په روان بهیر، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او کابل ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان د راتګ په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي. رحمت الله افغان دغو ورځپاڼو ته کتنه کړې. هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، د سولې په روانو خبرو کې له ځانه تېرېدنه( انعطاف) باید دوه اړخیزه وي. وړاندې په سرمقاله کې راغلي، له کم زیات دوو میاشتو راهیسې بین الافغاني مذاکراتو ته د چمتوالي لپاره په دوحه کې د تماس ډله ناستې لري، خو د ورځپانې په باور هیڅ ښکاره پرمختګ په کې نه لیدل کېږي. Читать дальше...

افغان چارواکي: د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پوځ د ویندوی هغه ادعاوې چې وایي، د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کارول کېږي، په کلکه رد او هغه یې بې بنسټه وبللې. دې وزارت نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان چې په خپله د ترهګرۍ ستر قرباني او په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ د هرې بڼې پر وړاندې د بې توپیره مبارزې سیاست ته ژمن دی، هیڅکله اجازه نه ورکوي چې له خاورې یې د نورو هېوادونو پر وړاندې د ورانونکو فعالیتونو لپاره کار واخیستل شي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د پېښور د کرنې په پوهنتون... Читать дальше...

چارواکي: سږ کال ننګرهار کې د نارنجانو حاصلات پنځه برابره زیات شوي

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې سږ کال د نارنجانو حاصل پنځه برابره زیات شوی دي. د ننګرهار د کرنې ریاست ازادي راډيو ته په استولي خبر پاڼه کې ویلي، چې سږ کال په دې ولایت کې د نارنجانو په حاصلاتو کې پنځه برابره زیاتوالی راغلی. خبرپاڼه زیاتوي، چې تېر کال په دغه ولایت کې په شپږ سوه هکټاره ځمکه کې د نارنجانو له باغونو نه درې زره او شپږ سوه ټنه میټریک ټنه نارنجان ترلاسه شوي وو چې سږ کال یې حاصلاتو کې پنځه برابره زیاتوالی راغلی. اوسمهال د ننګرهار په ګڼ شمېر ولسوالیو کې په شخصي ځمکو کې د نارنجانو ستر باغونه کېنول شوي، چې د پراختیا په حال کې دي.

"د ختیځو ولایتونو په ۱۱۰ جریبه ځمکه د لیمو او مالټو باغونه جوړېږي"

Pa.azadiradio.com 

روان کال د افغانستان په ختیځ ننګرهار، لغمان و کونړ ولایتونو کې په ۱۱۰ جریبه ځمکه کې د لیمو او مالټې باغونه جوړېږي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، چې په دغو باغونو کې ۲۲جریبه یې د مالټو او ۸۸ جریبه یې د لیمو دي. د نوموړي په وینا، دغه باغونه د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې له خوا د څه باندې پنځه میلیونو افغانیو په لګښت د ننګرهار په کامې، د لغمان په مهترلام او د کونړ ولایت په کوز کنړ او خاص کونړ کې د ۴۶بڼوالو لپاره جوړ شي. د افغانستان... Читать дальше...

نورستان کې د روغتیایي کارکوونکو دوه میاشتنی کاري اعتصاب او د خلکو ستونزې

Pa.azadiradio.com 

په نورستان کې د روغتیایي کارکوونکو د کاري اعتصاب دوه میاشتې په پوره کېدو دي، خو لاهم معاشونه نه‌دي ورکړل شوي. د نورستان اوسېدونکي وايي، له تېرو نږدې دوه میاشتو يې په ولایت کې ډاکترانو د معاشونو او نورو امتیازاتو د نه‌ورکړې له امله کاري اعتصاب کړی چې ولسونه‌يې ستونزو سره مخ کړي. د دواب ولسوالۍ اوسېدونکی محمد وايي: "دې روغتون کې درمل نه‌شته له مسېوال نه راغلی یم. یوه ښځینه ناروغه مې راوستې ده. ډاکتران دلته مسافر دي، د هغوی معاشونه هم نه‌شته. هغوی به خپل کور وساتي که موږ ته ناروغانو ته به درمل پیدا... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Медведев прошёл в третий круг турнира ATP в Майами






Святослав Касавченко получил награду в номинации «Профессиональное мастерство» конкурса «Золотое перо России»

Появилось видео с массовой дракой в Москве

МЧС предупредило о рисках подтоплений в 47 регионах России

ФСК Регион: стартовали продажи квартир в новом корпусе ЖК «Флагман»