ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

Новости за 17.11.2020

ګرانډي: د جنیوا غونډه کې به ووایم چې لاهم میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړ دي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د عالي کمېسارۍ رئیس افغانستان ته د سفر پر څلورمه ورځ په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه وښوده او ویې ویل چې افغانستان اوس هم د نړۍ په کچه زیات کورني بې ځایه شوي کډوال لري. فیلیپو ګراندي د سې شنبې (د لړم ۲۷مه) په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دوحه کې د سولې خبرو د انسانانو ژوند ژغورنې او بې ځایه شوېو بدبختي له منځه تلو لپاره یو تاریخي فرصت رامنځ ته کړی. نوموړي وویل چې د میلیونونو افغانانو راتلونکی او د افغانستان د بیارغونې او پراختیا... Читать дальше...

کابل ته د خان سفر؛ چارواکو سره به یې خبرې پر اقتصادي پراختیا ورټولې وي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صداعظم عمران خان به روان اوونۍ پلازمېنې کابل ته راشي او د افغان حکومت له مشرانو سره به وګوري.  دا خبرې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې(د لړم ۲۷مه) په ورځ یوې خبري غونډه کې وکړې.  ښاغلي صدیقي که څه هم د دغه سفر ورځ کره نه‎کړه، خو مخکې تر دې یو شمېر پاکستاني رسنیو ویلي، ټاکل شوې چې عمران خان د پنجشنبې په ورځ له اسلام اباد کابل ته ولاړ شي.  د ښاغلي صدیقي په خبره، په دغه سفر کې به نوموړی له ولسمشر غني او د افغان حکومت له یو شمېر نورو مشرانو سره وګوري چې تر ډېره به خبرې د اقتصادي همکاریو په پراختیا راټولې وي. Читать дальше...

اروپايي ټولنه: طالبانو په جنیوا غونډه کې د ګډون چانس له لاسه ورکړ

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې نوي سفیر وايي، که طالبانو افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه کمه کړې وای، نو د دې امکان و چې دوی ته په جنیوا کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوی وای، دا هغه موضوع ده چې طالبانو یې تراوسه په اړه غبرګون نه دی ښوودلی.  اندراس وون برانټ د سې شنبی (د لړم ۲۷مه) په ورځ کابل کې رسنیو ته په خبرو کې وويل، دا د دوی لپاره یو ډېر ښه چانس و چې نړیوالو ته یې ځان ثابت کړی وای، خو په خبره یې له بده مرغه دا کار ونه شو.  دی وايي: "زما په باور دا ډېره مهمه ده او د جنیوا کنفرانس ټولو غړو... Читать дальше...

رياستي ادارې د يوچا غليکولو لپاره د طاقت کارولو اختیار نه لري: اسلام اباد های کورټ

Mashaalradio.com 

د رانا محمد ارشد په نوم يو خبريال په هايي کورټ کې مقدمه کړې وه چې د پاکستان د پلټنو فدرالي ادارې يا اېف ايي اې مامورين د ده پر کور ورختلي ول، چې دغه عمل د ده او د کورنۍ يې د ځورونې سبب شوی وو.

ناټو: که له افغانستانه ډېر ژر او له همغږۍ پرته ووځو، ډېر تاوان به وګالو

Pa.azadiradio.com 

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هغو اندېښنو ته په پام چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ او د امریکا د دفاع د نوي سرپرست وزیر کریسټو  فرملیر د وروستیو څرګندونو پر سر راپورته شوي وایي، له متحدو ایالتونو او د افغانستان په ماموریت کې ښکېلو له خپلو نورو متحدینو سره له نژدې په تماس کې دی.  سټولټڼبرګ وایي، ناټو افغانستان ته پر متحدو ایالتونو د ۲۰۰۱ میلادي کال له تروریستي بریدونو وروسته د دې لپاره تللي چې دا مسئله یقیني شي چې دا هېواد بیا د نړېوال ترورېزم پر اډې بدل نه شي. Читать дальше...

"اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون د کمېشنرانو ګمارنه سلیقه يي ده"

Pa.azadiradio.com 

‎د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په یوه فرمان کې پنځه کسان چې دوه یې ښځینه او درې یې نارینه دي له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون د کمېشنرانو په توګه وګمارل.  ‎د هېواد د مدني ټولنو یو شمېر غړو په یو خبري کنفرانس کې د جمهور رئیس دغه اقدام سلیقه يي وباله او ګمارل شوي کسان یې غیر مسلکي او حکومت پورې تړلي کسان وبلل.  ‎د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ اجرائیوي مشر سید اکرام افضلي وایي چې په دغه تګ لارې له اداري فساد سره مبارزه نه شي کېدای. دی وايي: " دوی نه شي کولای... Читать дальше...

سیف د چلډرن: نړيواله ټولنه دې افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړي

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ملاتړ دفتر له نړیوالې ټولنې غوښتې دي چې له افغانستان سره د پوهنې په برخه کې په ځانګړي ډول د نجونو د تعلیم په برخه کې د ډېرو مرستو ژمنه وکړي.  سیف د چلډرن یا د ماشومانو د ملاتړ دفتر دا غوښتنه د افغانستان لپاره په جینوا کې د مرستندویه غونډې په درشل کې په یوه بیان کې کړې ده.   ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ په جینوا کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د اعلان او د شویو مرستو د ارزونې غونډه وشي.  د ماشومانو د ملاتړ دفتر څرګندوي، په هغو ماشومانو کې چې په افغانستان کې له زده کړو بې برخې دي، شپیته په سلو کې نجونې دي.

ټرمپ خپل سلاکاران پر ایران د احتمالي برید په اړه پوښتلي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د پاتېدو لپاره نژدې دوه میاشتې پاتې دي، ده له خپلو جګپوړیو سلاکارانو څخه د ایران پر اټمي مرکزونو د احتمالي برید، پوښتنه کړې ده.  نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د نوومبر په ۱۲مه په یوه غونډه کې چې د ده یو شمېر سلاکاران، مرستیال مایک پنس، د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او لوی درستیز مارک میلي هم په کې وو، پوښتنه وکړه چې د ایران پر اټمي تأسیساتو کې په راتلونکو اونیو کې برید وشي، څرنګه به وي؟  د ورځپانې په... Читать дальше...



مککانل له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ژر وتلو په خاطر خبرداری ورکړ 

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په سنا کې د اکثریت مشر مېچ مککانل له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ژر وتلو په خاطر خبرداری ورکړ.  مککانل پرون دوشنبه (د لړم ۲۶مه) د سنا غونډې ته وویل چې دا اقدام ښایي ډېر خطرناکه وي: "له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ژر وتل زموږ متحدین اغېزمنوي او هغه کسان به خوشاله کړي چې زموږ زیان غواړي. په افغانستان کې شخړې زیاتې شوې، طالبان د سولې تړون ته ژمن نه دي، له افغانستانه وار له مخه زموږ د ځواکونو ایستل به تر هغه بده پایله ولري چې په ۲۰۱۱م کې اوباما له عراقه پوځیان وایستل."  تر دې مخکې... Читать дальше...

د پاکستان یوې اسلامي ډلې اسلام اباد ته د تګ یوه لاره پرانيسته

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان یوې اسلامي ډلې نن سې شنبه (د لړم ۲۷مه) اسلام اباد ته د تګ یوه لاره وروسته تر دې پرانېسته چې حکومت ژمنه ورسره وکړه چې د فرانسې سفیر به له پاکستانه وباسي.  وروسته تر دې چې د اکتوبر په وروستیو کې د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د اسلام د پیغمبر د کارتون په شمول د کارتونونو د خپرېدو د حق دفاع وکړه په یو شمېر اسلامي هېوادو کې د فرانسې پر ضد مظاهرې وشوې.  د تحریک لبیک پاکستان په زرګونونو ملاتړیو د نوومبر په ۱۵مه اسلام اباد ته د تګ یوه لاره د اعتراض په ډول بنده کړه او له پولیسو سره یې شخړې وکړې. Читать дальше...

ازبکستان افغانستان ته الوتنې پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان هوایي چلند غواړي چې افغانستان ته الوتنې پیل کړي.  د خبر له مخې د ازبکستان د هوایي چلند الوتکې به له تاشکند څخه کابل او له تاشکند څخه مزارشریف ته په جنوري کې پروازونه شروع کړي.

دفاع وزارت: د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ مرکز بیا ونیول شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ د مرکز د بیا نیولو خبر ورکړ.  اسد اله خالد نن سې شنبه (د لړم ۲۷مه) ولسي جرګې ته وویل: "په کندز کې، طالبان د دشت ارچي ولسوالۍ بازار ته ننوتل، د خدای شکر دی، مخکې تر دې چې زه دلته راشم دا ځای مو بېرته ونیو. له څو ساعته بدلونونو پرته بل څه نه و."  تر دې مخکې د کندز سیمه ییزو چارواکو له طالبانو د دشت ارچي د ولسوالي د مرکز د پاکېدو خبر ورکړی و.  دشت ارچي ولسوالي په شمال ختیځ زون کې د طالبانو یو مهم مرکز بلل کېږي.

زغم به په کور کلي کې څنګه راځي؟

Mashaalradio.com 

د نومبر په ۱۶ مه په ټوله نړۍ کې د زغم نړیواله ورځ ولمانځل شوه. د کرښې په غاړه کې د دې ورځې پر ارزښت له ارواه پوه ډاکټر حیدرعلي، د ټولنیزو چارو پوه نورالامین یوسفزی او په پېښور پوهنتون کې د سولې د مطالعاتو د مرکز مشر ډاکټر جمیل چترالی سره غږېږو. کوربه شاهین بونیری دی.

د فوټبال اتلولي: جرمني او هسپانیا لوبډلې میدان ته وځي  

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال اروپايي اتلولیو ته د لارموندلو لپاره د سیالیو په لړ کې نن شپه (د لړم ۲۷مه) د جرمني او هسپانیا لوبډلې میدان ته وځي.   د جرمني لپاره دا مسابقه لویه ازموینه ګڼل کېږي ځکه چې د ۲۰۱۸ میلادي د نړیوال جام په ګروپي پړاو کې له سیالیو څخه له وتلو وروسته د لومړي ځل لپاره د نړۍ له یوه غښتلي ټیم سره مخامخ کېږي.   جرمني چې د شنبې په ورځ اوکراین ته ۳ په یو ماتې ورکړه، د نن شپې په سیالۍ کې د ښې لوبې تمه لري.   ټاکل شوې وه چې د اروپا د فوټبال جام سیالۍ سږکال ترسره شي خو د کرونا ویرس د خپرېدو له کبله دا سیالۍ یو کال وځنډېدې.

د پنجشېر د فوټبال لوبغاړي او روزونکي روزل کیږي

Pa.azadiradio.com 

د هېواد د فوټبال فدراسيون د پنجشېر د فوټبال لوبغاړي او روزونکي روزي. د پنجشېر د فوټبال فدراسيون رئيس نور احمد احمدي نن سې شنبه (د لړم ۲۷مه) ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوبغاړو او روزونکو ته د پنجشېر په مرکز بازارک کې د مارشال محمد قسيم فهيم په لوبغالي کې روزنه ورکول کېږي. په دې روزنيز پروګرام کې د پنجشير د ٧ ولسواليو او د دغه ولايت د مرکز د فوټبال لوبغاړو او روزونکو ګډون کړی او د يوې اوونۍ لپاره به زده کړه کوي.

کابل کې د والیبال د غوره لیګ سیالیو نیمه پایلوبه ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د والیبال د غوره لیګ سیالیو نیمه پایلوبه نن سه شنبه (د لړم ۲۷مه) په کابل کې ترسره کېږي.   د المپیک ملي کمېټې ویاند محمد عارف پیمان نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې سیالۍ کې د بست، ام ال بلاد ، سپین غر او بالا حصار ټیمونه برخه لري.   د ښاغلي پیمان په وینا، دواړه ګټونکي ټیمونه به نن وروستۍ لوبې ته لاړ شي چې سبا به ترسره کېږي.   د افغانستان د والیبال غوره لیګ د شپږو ټیمونو په ګډون په کابل کې ترسره کېږي.

د ارزګان چنارتو ولسوالۍ کې خلکو د طالبانو پر وړاندې لاریون کړی

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان په چنارتو ولسوالۍ کې ملکي خلکو د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د طالبانو پر وړاندې لاریون کړی. دغه خلکو ځکه لاریون کړی چې وسله والو طالبانو له تېرو څه باندې درېیو میاشتو راهیسې د چنارتو ولسوالۍ پر ملکي خلکو لاره تړلې او دغه راز یې تېره ورځ یو دیني عالم د وهلو او ډبلو پر مهال وژلی هم و. د وسله والو طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي د لارې تړل کیدل تأییدوي خو د دیني عالم وهل بیا ردوي. په دې اړه نور حال د ترینکوټ څخه د ازادي راډيو خبریال شریف الله شرافت په دې غږیز راپور کې:

Новости России
Москва

Несокрушимая сила: названы пять самых властных женщин по знаку зодиака


دفاع وزارت: طالبانو د قطر له غونډې د چل او دوکې په توګه ګټه واخیسته

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر وايي، طالبانو د قطر له غونډې د چل او دوکې په توګه استفاده وکړه، هغه څه چې طالبان یې ردوي. اسدالله خالد وايي، تراوسه هېڅ تصمیم د سولې او د تاوتریخوالي د راکمولو لپاره نه لیدل کېږي. د افغانستان د ملي دفاع نوماند او سرپرست وزیر دا څرګندونې د سې شنبې(د لړم۲۷) په ورځ ولسي جرګې ته د خپلو کاري پروګرامونو د شریکولو پر مهال وکړې، ویې ویل چې ډاډه نه دی چې د قطر د سولې خبرې نتیجه ورکړي، خو په خبره یې دا په دې مانا نه ده چې ګوندي د سولې د خبرو مخالف دی. د ده په خبره،... Читать дальше...

"ټرمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید هڅه کړې وه"

Pa.azadiradio.com 

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې دوه میاشتې یې د ولسمشرۍ ختمېدو ته پاتې دي، له خپلو جګپوړو سلاکارانو غوښتي و چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید د انتخابو په اړه ورته معلومات ورکړي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون یکشنبې راپور ورکړ چې په هغه غونډه کې چې د نومبر په دولسمه په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر په دفترکې جوړه شوې وه، ټرمپ د خپل مرستیال مایک پینس، د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو، د وسله والو ځواکونو د لوی درستیزجنرال مارک میلي په ګډون له خپلو جګپوړو سلاکارانو غوښتي... Читать дальше...

ولسي جرګې ته درې نوماند وزیران لاړل 

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو د پروګرامونو د شریکولو په بهیر کې نن سې شنبه (د لړم ۲۷مه) هم درې نوماند وزیران جرګې ته ولاړل.  دفاع وزارت ته نوماند وزیر اسدالله خالد، عدلیې وزارت ته نوماند وزیر فضل احمد معنوي او لوړ زده کړو وزارت ته نوماند عباس بصیري هغه درې نوماند وزیران وو چې نن یې خپل پروګرامونو د جرګې له غړو سره شریک کړل.  ولسی جرګه وايي چې تر اوسه یې د لسو نوماند وزیرانو اسناد څېړلي دي چې د دوی پروګرامونه به واوري او ټاکل شوې چې د پنجشنبې په ورځ ورته د اعتماد یا عدم اعتماد رایې ورکولو لپاره صندقونه کېږي. Читать дальше...

کندز کې یو افغان سوداګر د وریجو د پروسس فابریکه جوړه کړې  

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې یو افغان سوداګر په خپل شخصي لګښت د وریجو د پروسس یوه فابریکه جوړه کړې ده.   د دې فابریکې مشر خان محمد فروتن نن سې شبنه(د لړم ۲۷مه) ازادي راډيو ته وویل چې پر دې فابریکه یې څه باندې ۵ میلیونه او ۷۰۰ زره ډالر لګښت کړی دی.   دا فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۴۰ ټنو وریجو د پروسس وړتیا لري او ۸۵ فني کارکوونکي په کې کار کوي.   دا په کندز کې چې د شولو حاصلات یې د افغانستان په کچه مشهور دي، په دې بڼه لومړنۍ فابریکه ده.    د شمال ختیځ زون په درې ولایتونو کندز، تخار او بغلان کې ۳۸۴۰ قراردادي کروندګر لري چې دې فابریکې ته شولې ورکوي.

افغان چارواکي: د هوايي دهلیزونو له لارې ۱۵ صادرات زیات شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، د هوايي دهلیزونو له لارې په صادراتو کې د تېر په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.   د دغې خونې مرستیال محمد یونس مومند نن سې شنبه (د لړم ۲۷مه) ازادي راډيو ته وویل چې په تېرو ۹ میاشتو کې د کرونا ویروس د بندیزونو سره ـ سره هم د تېر کال پرتله صادرت زیات شوي دي.   نوموړي وویل چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ٢٧٠٠ ټنه کالي صادر شوي.  دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د ٨٣ میلیونه ډالرو په ارزښت٣٨٠٠ ټنه کالي  صادر شوي دي، خو د سوداګرۍ خونه وايي،... Читать дальше...

افغان ځواکونو د کندز دشت ارچي ولسوالۍ بېرته ونېوله

Pa.azadiradio.com 

د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې تېره شپه افغان ځواکونو په دشت ارچي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف عملیات پیل کړي وو او په نتیجه کې یې نن سې شنبه(د لړم ۲۷مه) سهار و توانېدل چې نوموړې ولسوالۍ له وسله والو طالبانو بېرته ونیسي. په شمال ختېځ زون کې د پامیر ۲۱۷م قول اردو د ویاند مرستیال عبدالهادي جمال ازادي راډیو ته وویل چې لا هم په سیمه کې عملیات دوام لري او دولتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي. دی زیاتوي: "د دشت ارچي ولسوالۍ د طالبانو له وجوده تصفیه شوه. تېره شپه امنیتي او دفاعي ځواکونو... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Потапова победила Самсонову в первом круге турнира WTA в Штутгарте






Полицейские нашли пистолет в машине вице-президента федерации бокса Ингушетии

Психолог Сухова перечислила фразы, которые выдают «больные» отношения

Быстров негативно высказался о «Спартаке»

Фолкленды-82. Аргентинское самоубийство (2 статьи)