له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ژر وتلو اغېز
کارپوهان وايي د ډونلډ ټرمپ ادارې له لوري له افغانستانه د خپلو پوځیانو ژر اېستلو پریکړه ښايي دغه جنګ ځپلی هېواد کې تاوتریخوالی نور هم زیات کړي او د جګړې د ختمېدو لپاره د سولې د خبرو اترو روان بهیر چې وار له مخه په نازک پړاو کې دی، ورته زیان ورسوي. د روان کال په فبرورۍ کې د امریکا او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې موافقه شوې وه چې له مخه یې فیصله وشوه چې که طالبان ځیني شرطونه ومني نو د ۲۰۲۱م تر مې پورې به امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي. ځينې غوښتنې لا پوره شوې نه دي خو د هېواد دفاع وزارت د... Читать дальше...