ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

Новости за 22.11.2020

ویرجن یوو، خو کره او بې پرې راپور ورکولو ته دوام ورکوو

Pa.azadiradio.com 

ویرجن یوو، خو کره او بې پرې راپور ورکولو ته دوام ورکوو د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي لس ورځې مخکې دده موټر کې د ايښودل شوي بم چاودنې وواژه. د هغه یاد به دده د دوستانو او همکارانو په زړونو کې تل ژوندی وي.

داعی له قتل لس ورځې تېرې شوې؛ خبریالان د څېړنو غوښتنه کوي

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي پر وژل کیدو تر لس ورځو زیات وخت وواښت، خو لا هم په دې برخه کې د حکومتي ادارو څیړنې کومې پایلې ته نه دي رسیدلي. په هلمند کې د الیاس داعي هم مسلکي خبریالان اندیښمن دي او د داعي د وژنکو موندل او محاکمه غواړي. نور په دې ویډیو کې وګورئ

پوځ دې له سیاسته لاس واخلي: پي ډي‌ ایم

Mashaalradio.com 

د پاکستان جمهوري تحریک مشرانو له وزیراعظم عمران خان څخه د استعفا تر څنګ یو شمېر نورې غوښتنې هم کړې دي. دوی د نومبر پر ۲۲مه په پېښور کې جلسې ته ویناوې وکړې او هوډ یې وښود چې د حکومت ترنسکورولو او شفافو انتخاباتو به مبارزه کوي. حکومت وايي اپوزېشن ګوندونه د خپلو مشرانو درغلۍ پټول غواړي. نور حال د مشال راډیو خبریال عظمت علي شاه په ویډیويي رپورټ کې واوری

بېلاروس کې لاریون کوونکو بيا د لوکاشینکا پر استعفا ټينګار وکړ

Pa.azadiradio.com 

نن د بېلاروس د پلازمېنې مینسک په څو برخو کې د حکومت ضد معترضانو په لاریونو کې د الکساندر لوکاشینکا د استعفا او د ولسمشرۍ د بیا ټاکنو د کېدو غوښتنه وکړه. دا پرله پسې څومه یکشنبې ده چې معترضان له قدرته د هغه د لیرې کېدو غوښتنه کوي خو لیدل کېږي، چې نه لوکاشینکا او نه هم معترضان له خپل دریځه په شاه کېږي.  د بشري حقونو ډلو په نننيو اعتراضیه لاریونونو کې د په لسګونو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی. ویل کېږي، چې د اګست له میاشتې راهیسې چې په دې هېواد کې د ولسمشرۍ د لانجمنو ټاکنو پر سر اعتراضونه... Читать дальше...

امریکا نن د خلاص آسمان له اتلس کلن تړونه وځي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې وچې د امریکا متحده ایالات نن رسماً د خلاص آسمان له اتلس کلن تړون څخه ووځي. واشنګټن مسکو په کراتو کراتو له دغه تړون څخه چې پر وسلو د کنټرول او تایید یو تړون دی، په سرغړونه تورن کړی. دا به د امریکا د د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د وسله له نړیوالو تړونونو څخه د هغه ووتلو وروستي یوه بېلګه وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون شنبې اعلان وکړي چې متحده ایالات غواړي له دغه تړونه ووځي او د هغه د مقرراتو له مخې یې شپږمیاشتې له مخکې د دې تړون نورو ۳۴ لاسلیک کونکو ته په دې اړه خبر ورکړی دی. Читать дальше...

څېړنه: په افغانستان کې نړیوالو مرستو د پام وړ اغېز نه درلود

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د مدني ټولنې مجتمعې د ژنیو کنفراس په درشل کې د یو راپور په خپرولو سره ویلي دي چې نړیوالو مرستو د پام وړ اغېز نه درلود. د افغانستان مدني ټولنو مجتمعې ( مجما) د څېړنې موندنې ښیې، چې افغانستان سره د نړیوالو مرستو د پام وړ اغېزمنتیا نه درلوده. دې بنسټ خپلې موندنې د یکشنبې په ورځ کابل کې اعلان کړې او ويې ويل، چې دغه څېړنه یې په ۳۱ ولایتونو کې د ۱۷۵۰ کسانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو کړی. د مدني ټولنو مجتمعې د پروګرامونو مسوول ایوب شهریار ازادي راډیو ته وویل، د نړیوالو مرستو د بې ګټې تمامېدو... Читать дальше...

د شقایق او مشعل مور: که زوی او لور مې ښه نه دي نو زما درملنه هم مه کوئ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د تېرې ورځې په توغندیزو بریدونو کې وژل شوي کسان ټول ملکیان دي. د دې وزارت ویاند طارق ارین وايي، په پرونيو توغول شویو توغنديو کې 10 کسه مړه او 50 نور ټپیان دي. توغول شوي توغندي 24 دانې وو، چې د کابل له شمالي سیمو څخه د دې ښار په بېلابېلو سيمو وتوغول شول.  په دغو توغندیو کې یوې هم د کابل په خیرخانې سیمه کې په یو کور لګېدلی چې د یوې مور دوه اولادونه یې وژلي او خپله سخته ټپي ده.  د خیر خانې مينې په دویمه حصه کې د يو کور خونه تېره ورځ د یو توغندي د لګېدلو له امله ويجاړه شوه. Читать дальше...



سبا په جینوا کې د افغانستان په اړه دوه ورځنی مرستندویه کنفرانس جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې سبا د سویس په جینوا کې د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ ستر مرستندویه کنفرانس جوړ شي. په دغه کنفرانس کې به د نړی د شاوخوا اویا هېوادونو او نړیوالو مرستندویه سازمانونو شاوخوا اویا وزیران او استازي د کرونا د خپرې شوې وبا له امله تر ډېره په انلاین بڼه ګډون وکړي. د افغانستان د بهرنیو چارو او ماليې وزیرانو حنیف اتمر او عبدالهادي ارغندیوال په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره پرون له کابله حرکت کړی. د رویترز آژانس د راپورله مخې تمه کېږي، چې نړیوال به د افغانستان له حکومت سره د راتلونکو څلورو کلونو... Читать дальше...

افغان چارواکي: کرونا ویروس تېرو څلورويشتو ساعتونو کې ۱۲ کسان مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرې یوې شپې او ورځې کې په کویډ۱۹ ناروغۍ اخته ۱۲ ناروغان مړه شوي دي. د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، د هوا په سړېدو سره به هېواد کې د کرونا ویروس دوهمه څپه خپره شي. د دې وزارت مرستیالې ویاندې معصومې جعفري د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "کله هوا ډېره سړه شي د هوا ککړتیا، د انفلونزا ویروس راتګ او په یوې خونه کې د ډېرو کسانو په تراکم سره د کرونا ویروس د مثبتېو پېښو د ډېرېدو امکان شته." د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښیې، چې په تېرې یوې شپې او ورځې... Читать дальше...

په پېښور کې د پاکستان جمهوري تحریک جلسه

Mashaalradio.com 

په پېښور کې د پاکستان جمهوري‌ تحریک جلسه روانه ده. جلسې ته د شریکو ګوندونو یو شمېر مشرانو او استازو ویناوې کړې دي. د مشال راډیو خبریال ځلاند یوسفزي د جلسې تر پیل لږ وړاندې دا ویډیو جوړه کړې ده.

په پېښور کې د پاکستان جمهوري‌ تحریک جلسه

Mashaalradio.com 

پاکستان جمهوري تحریک پر حکومتي بندیز سربېره نن په پېښور کې جلسه کوي. دې جلسې ته د یاد تحریک مشران او استازي ویناوې کوي‌ او په زرګونه خلکو پکې ګډون کړی دی. په دې اړه د مشال راډیو د خبریالانو ویډیويي رپورټ وګوری

د کاپیسا چارواکي: وسله والو پر ښځينه پوليسو بريد کړى

Pa.azadiradio.com 

د کاپیسا چارواکي وایي، دوه ښځینه پولیسې نن د ناپېژاندو وسله والو په ډزو ټپیانې شوې. د کاپیسا د امنیې قومندانۍ ویاند شایق شورش ازادي راډیو ته وویل، د دوی د امنیې قومندانۍ دغه پولیسې چې په یوه ریکشاکې کې سپرې وې، نن سهار د کوهستان د دومې حصې په ولسوالۍ کې پرې ناپېژاندو  وسله والو ډزې وکړې. چارواکو د دواړو پولیسوروغتیایي روغتیایي  وضعیت د ډاډ وړ بللی دی. تراوسه چا یا کومې ډلې د دغې پېښې مسولیت نه دی اخیستی.

زموږ تر ستنېدو وړاندې دې د دته خېلو بازار ته د اوښتي زیان سروې نه کیږي: قبایلي مشران

Mashaalradio.com 

د افغانستان په خوست کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو د دته خېل قبیلې مشران او ځوانان د پاکستان له حکومته غواړي چې د دوی په نشتون کې دې د پوځ په ضرب عضب عملیاتو کې دته خېلو بازار ته د رسیدلو زیانونو سروې نه کیږي.

تمه ده چین یوه بې سپرلۍ فضایي بیړۍ سپوږمۍ ته واستوي

Pa.azadiradio.com 

چین په پام کې لري روانه اوونۍ یوه بې سپرلۍ فضایي بیړۍ سپوږمۍ ته واستوي. دا به له ۱۹۷۰ لسیزې راهیسې په نړۍ کې د یوه هېواد په توګه د چین لومړنۍ هڅه وي چې غواړي دغه بیړۍ یې د سپوږمۍ د سیارې د خاورو او ډبرو نمونې د بیا ازموینې لپاره بېرته له ځان سره راوړي.  د رویټرز د راپور له مخې د چانګې پنځه په نوم دغه بیړۍ به له سپوږمۍ هغه مواد له ځان سره راوړي چې له ساینس پوهانو سره به د دغې سیارې د جوړښت د څرنګوالي په اړه په لا پوهاوي کې مرسته وکړي.  تر دې مخکې د امریکا د اپولو بیړۍ لومړنی انسان سپوږمې ته په... Читать дальше...

د ازادي را‌ډیو یو راپور ارزګان کې د ۷ کلنې امنې ژوند وژغوره

Pa.azadiradio.com 

د ازادي را‌ډیو یو راپور په ارزګان کې د اووه کلنې امنې ژوند وژغوره، د امنې زړه کې سوری و، خور یې تر دې مخکې په همدې ناروغۍ مړه شوې وه. د امنې پلار ۳۲ کلن محمد قاسم د خپلې لور د درملنې وس نه درلود، نوموړي د ازادي راډیو خبریال ته وویل: "امنه زما هغه لوره ده چې ما غوښتل له مجبورې ورځې یې نورو خلکو ته په لورولۍ ورکړم. په دې خاطر چې زما د بلې لور په څېر مړه نه شي، ځکه د درملنې توان مې نه درلود." خو اوس امنه روغه او درملنه یې شوې او د خپل پلار او مور له غیږې هم نه ده جلا شوې، دا هر څه د ازادي راډیو یو راپور ممکن کړل. Читать дальше...

ارګ: له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون غړیو د لوړې مراسم ترسره شول

Pa.azadiradio.com 

له اداري فساد سره د مبارزې د نوي ټاکل شوي کمېسیون غړیو نن په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني په وړاندې د لوړې مراسم ترسره کړل. د ارګ له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې د دې کمېسیون پنځو غړیو، همایون حامد، مریم زرمتي او عبدالقیوم نظامي د شپږو کلونو او سید محمد هاشمي او فرخ لقا د دریو کلونو لپاره د وفادارۍ لوړه وکړه. ولسمشر اشرف غني د کمېسیون غړیو ته د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره پر ځینو ټکو د ټینګار ترڅنګ وویل، چې د قانون تطبیق کلیدي دی او هیڅوک تر قانون پورته نه دي او زیاته یې کړه چې تاسو له... Читать дальше...

Новости России
Москва

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)


"تخار کې د اینجې حاصلات ١٢٥ ټنو ته رسېږي"

Pa.azadiradio.com 

روان کال په تخار ولایت کې د 'اینجې' حاصلات ١٢٥ ټنو ته رسېږي. د افغانستان د کرنې اوبو لکولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه (د لیندۍ ۲مه) ازادي راډیو ته وویل: "روان کال په دغه ولایت کې په ١٢٢٠هکتار ځمکه کې اينجه کرل شوې چې له هر جریب ځمکې له درې لکو تر پنځه لکو افغانۍ عواید ترلاسه کېږي." د نوموړي په وينا په دغه ولایت کې د اينجې ٤٠٠ هکتاره تخریب ځمکه اباده او بیا رغول شوې ده. اينجه یو طبي بوټی دی چې کم پيدا کېږي خو ځانګړی اقتصادي او محیطي اهمیت لري.

د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې سلګونه کسانو لاریون وکړ

Pa.azadiradio.com 

نن د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې په سلګونو کسانو د قرغزستان په اساسي قانون کې د وړاندیز شویو تعدیلاتو پر وړاندې چې د حکومت مخالفان وایي، په دې هېواد کې د قدرت د انتقال په بحراني حالت کې به ازادي او ډیموکراسي له منځه یوسي، د اعتراض لپاره لاریون وکړ.   په قرغزستان کې له هغې وروسته چې د اکتوبر په ۴ مه لانجمن پارلماني انتخابات شوي او په نتیجه کې یې صدیر جعپروف د یو لړ مانورونو له لارې، د صدراعظم او سرپرست ولسمشر په توګه راڅرګند شوی، نننۍ مظاهرې په دې هېواد کې د راپورته شوي سیاسي بحران یوه بله بېلګه ده. Читать дальше...

چارواکي: سالنګ لویه لاره د باروړونکو موټرو پرمخ تړل شوې

Pa.azadiradio.com 

سالنګ لویه لاره د باروړونکو موټرو پرمخ تړل شوې ده. د سالنګونو د حفظ او مراقبت د ادارې اجراییوي مسول سمیع الله ولیزاده ازادي راډیو ته وویل، چې دغه لویه لاره د درنو واورو او سختو طوفانونو له امله له نن سهار څخه د باروړونکو موټرو پرمخ تړل شوي خو د نورو مسافروړونکو موټرو چې پر چاینونو او نورو ژمنیو تجهیزاتو سمبال وي، پرمخه خلاصه ده. د ولیزاده په وینا، د هواپېژندنې ادارې د اټکل له مخې ترراتلونکو ۴۸ پورې به په سیمه کې واوره اورېږي.

پکتیا چارواکي:د جلغوزيو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې د جلغوزيو په حاصلاتو کې د تېرکال پرتله لس سلنه زیاتوالی راغلی. د دغه ولایت د کرنې رئیس محمد دین مومند نن یکشنبه (د لیندۍ ۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې  روان کال ١٣٥٠٠ تڼه جلغوزي تر لاسه شوي دي. د نوموړي په خبره تېر کال د جلغوزيو حاصلات ۱۲۱۵ ټڼه  وو. ښاغلی مومند زیاتوي چې د حاصلاتو د زیاتوالي لاملونه د طبي افاتو کموالی، د عامه پوهای لوړېدل، لازمې لارښونې عملي کېدل او په نوي ټکنالوژۍ د حاصلاتو راټولو دي.

په کابل کې د وروستیو توغندیزو بریدونو تلفات لوړ شوي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د وروستیو توغندیزو بریدونو تلفات لوړ شوي دي. په کابل کې د تېرې ورځې په توغنديزو بريدونو کې د وژل شويو کسانو شمېر لسو او د ټپيانو شمېر ۵۰ ته لوړ شوی دی. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت تېره ورځ د وژل شويو شمېر ۸ او د ټپيانو ۳۱ ښودلی و. د دغه وزارت وياند طارق ارين د يکشنبې په ورځ د دې شمېر د تاييد تر څنګ وويل، چې وژل شوي ټول ملکيان دي. هغه زیاته کړه: "د کابل پرونۍ تروریستي برید یو بشري جنایت دی او له بده مرغه په دغو برېدونو کې 10 تنه ملکیان په کې ووژل شول او 50 تنه نور ټپیان شوي... Читать дальше...

ارزګان کې د 'سولې' په نوم د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې د سولې په نوم د فوټبال دوه میاشتنی سیالۍ پای ته ورسېده. د ارزګان د فوټبال فدارسیون مسؤلین وايي، په دې لوبو کې لسو لوبډلو برخه اخېستې وه چې لومړی مقام 'وحدت ښاروالۍ' لوبډلې خپل کړ. لوبغاړي خوښ دي او له سوداګرو او دولت څخه د دغه ډول نورو سیالو غوښتنه هم کوي. په دې اړه نور حال د ترینکوټ څخه د ازادي راډيو خبریال شریف الله شرافت راکوي چې غږیزه بڼه یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Елена Рыбакина стала чемпионкой турнира WTA-500 в Штутгарте






Янковский-старший отреагировал на череду скандалов с участием Кологривого

На курорт бесплатно. Кто и как может оформить путёвку и билеты за госсчёт

Спектакль "Забыть Герострата" и концерт Gnesin Jazz Quintet: Куда сходить в Туле и Тульской области 28 апреля

Генерал-строитель - Военные не молчат о Тимуре Иванове: Речь не о миллиардах, о триллионах