ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

Новости за 25.11.2020

افغانستان سره د ۱۳ میلیاردو ډالرو مرستو اعلان؛ لګښت يې پوښتنې پیدا کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان مالیې وزارت وایي، په تېرو ۱۹ کلونو کې له دغه هېواد سره د نړیوالې ټولنې له ۱۳۵ میلیارده ډالره شوېو ‌‌‌‌‌‌مرستو ۳۵‌ ‌‌‌میلیارده ‌‌‌‌‌‌ډالره یې حکومت ته ورکړل شوي چې حکومت یې د لګولو د څرنګوالي په اړه ځواب ویلو ته چمتو دی. ‎د دغه وزارت ویاند شمروز خان مسجدي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې لسګونه میلیارده ‌‌‌‌‌‌ډالره نور په خپله مرستندویه هېوادونو په افغانستان کې لګولي دي. ‎اصلي پوښتنه د دغو مرستو د اغېزمن لګښت په اړه ده. ‎ځینو دغه مرستې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته اروپا سره د امریکا مرستې د مارشال له طرحې سره پرتله کړی دی. Читать дальше...

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو نړیواله ورځ؛ د کابل مېشتې نظیفې ستړی ژوند!

Pa.azadiradio.com 

د نومبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ ده. ۳۳ کلنه نظيمه د کابل ښار اوسېدونکې د شپږو ماشومانو مور ده، هغه د تاوتريخوالي یوه قرباني ده. اوس د کابل په واټونو کې دې د خپلو ماشومانو لپاره د يوې مړی ډوډۍ د پيدا کولو په موخه کار کوي. بشپړ یې په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:

"په پښتني ټولنه کې د مننې ادا کولو بېلا بېلې لارې دي"

Mashaalradio.com 

په امريکا کې سږ کال د مننې ورځ د نومبر پر ۲۶مه لمانځل کېږي. په دې ورځ عامه رخصتي وي او د کورنۍ غړي سره يوځای کېږي او ځانګړې خواړه خوري چې فيل مرغ، پټاټې او حلوه کدو يې مهم دي. د مننې دا ورځ پر امريکا سربېره په کاناډا، برازيل، لايبېريا او ځېنو نورو هېوادونو کې هم په بېلو ورځو لمانځل کېږي.

"افغانستان کې د ښځو د وضعیت ښه والي ته پام نه دی شوی"

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، دغه هېواد کې د ښځو د وضعیت ښه والي ته جدي پام نه دی شوی.  کمېسیون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دغلته ښځې له ډول ډول تاوتریخوالي لکه له کوره شړلو، جبري او کم عمر کې ودولو، د ژوند د ملګري د نه انتخاب، په بدو کې ورکړې او ورته نورو ټولنیزو ستونزو سره مخامخې دي.  کمېسیون ویلي، افغانستان د ښځو د حقونو په برخه کې لاسته راوړنې هم لري چې د دوی په وینا کافي نه دي.  کمېسیون دغه څرګندونې د نومبر د ۲۵مې، یا د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت کړي دي. Читать дальше...

سوریه کې اسرائیل لږ تر لږه ۸ ایران پلوه جنګیالي وژلي

Pa.azadiradio.com 

په سوریه کې د اسرائیل هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۸ ایران پلوه جنګیالي وژل شوي دي.  د روسیې پر بشري حقونو د څار بنسټ چې مرکز یې بریتانیا کې دی وايي، د تېرې شپې دغه بمبار کې د دمشق ښار په څنډه کې د لبنان حزب الله ډلې اته غړي وژل شوي او د وسلو او مهماتو یوه زېرمه یې له منځه وړل شوې ده.  تردې وړاندې د سوریې دولتي خبري اژانس سانا ویلي و چې د دمشق په جنوب کې اسرائیلي ځواکونو یوه سیمه په نښه کړې ده.  د اسرائیل پوځ په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې.  د لبنان حزب الله ډله د ایران ملاتړ له ځان سره لري او... Читать дальше...

د بدخشان چارواکي: ۲۱ پولیس سرتیري له طالبانو سره نه دي یوځای شوي

Pa.azadiradio.com 

بدخشان کې چارواکي د طالبانو هغه ادعا ردوي چې ویلي یې دي، د محلي اردو او محلي پولیسو ۲۱ سرتیري ورسره یوځای شوي دي.  د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني وایي، دغو محلي ځواکونو  د معاشونو د نه ور رسېدو په اعتراض کې وسلې ایښي او کورونو ته تللي دي. پخوا کورنیو چارو وزارت د محلي پولیسو معاش ورکاوه، خو کله چې دغه ځواکونه د محلي اردو چوکاټ ته دننه شول، معاشونه یې دفاع وزارت ورکوي.  د بدخشان د پولیسو ویاند ښاغلی روحاني وایي، همدې کړنلاره کې بدلون ممکن د ځواکونو معاش ځنډولی وي: "له پروسیجر... Читать дальше...

"د سولې بین الافغاني خبرو ته د کړنلارې چمتوالي کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی"

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهوري ریاست هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې د بین الافغاني خبرو لپاره پر کړن لاره هوکړې ته رسېدل نېږدې شوي دي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې (د لېندۍ ۵مه) په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوحه کې د دولت او مرکچي پلاوو ترمنځ د سولې د خبرو د کړنلارې ستونزه لا پرځای پرته ده. ښاغلي صدیقي زیاته کړه: "په مذاکراتو کې کوم ځانګړی پرمختګ نشته، طالبان اوس هم بېلابېلې پلمې او  وړاندیزونه لري چې زموږ د ملي ګټو، اساسي قانون او د خلکو د غوښتنو پر خلاف دي، موږ صلاحیت نه لرو چې دا ډول غوښتنې... Читать дальше...



د نیوزلنډ سواحلو کې نژدې سل نهنګان او ډولفینان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د نیوزلنډ چارواکي وایي، د دغه هېواد په سواحلو کې نژدې سل نهنګان او ډولفینان مړه شوي دي.  د نیوزلېنډ د چاپریال ساتنې وزارت نن چهارشنبه (د لېندۍ ۵مه) وویل، دغه ژوي د لېرو پرتو چاتهام ټاپوګانو سواحلو کې د بند پاتې کېدو او ډبرو سره د ټکر له کبله مړه شوي دي.  د دغه وزارت په خبره، دغه سمندري ژويي وروستیو اونیو کې سرګردان و او د ژغورنې هڅې یې ځکه له ستونزو سره مخ وې چې دغه ټاپو لېرې پروت دی.  په ۱۹۱۸ کال کې هم شاوخوا زر نهنګان او نور سمندري ژوي د همدې ټاپو ګانو په سواحلو کې مړه شوي وو.

بېکلي د کرکټ نړیوالې شورا نوی مشر شو

Pa.azadiradio.com 

کرېګ بېکلي د کرکټ نړیوالې شورا نوی مشر وټاکل شو. د روان میلادي کال په تېر جولای میاشت کې د هندي شاشنک منوهر له استعفا وروسته د لنډ مهالي لپاره دا دنده عمران خواجه په مخ وړله، خو تېره ورځ د یادې څوکۍ لپاره د ټاکنو په پايله کې د نیوزیلینډ کرکټ بورډ ډایریکټر کرېګ بېکلي تر نورو نوماندانو زیاتې رایې خپلې کړې او دا مشري يې خپله کړه. له دې وړاندې نوموړي د ۲۰۱۲میلادي کال راهیسې د نیوزیلینډ کرکټ بورډ د ډایریکټر په توګه دنده ترسره کوله. کرېګ ویلي، خوښ دی چې د کرکټ نړیوالې شورا مشر ټاکل شوی. د هغه په... Читать дальше...

کابل او د برېښنا د نه شتون ستونزه

Pa.azadiradio.com 

کابل مېشتي وايي، د ژوند چارې يې تر ډېره په برېښنا پورې تړلې دي، خو په دې وروستیو کې په ۲۴ ساعتونو کې یوازې څو محدود ساعتتونه برېښنا لري. برېښنا شرکت د ځينو دلايلو په ويلو سره دا ستونزه مني خو وايي، په اوږدمهالي کې يې د هواري په موخه په يو پلان کار کوي. په دې راپور کې، لېمه هادي د تیاره کابل یوه برخه رااخېستې.

په 'کراټو سو کیوکوشین' لوبه کې د هرات لوبډله اتله شوه

Pa.azadiradio.com 

د هرات کراټو سو کیوکوشین لوبډله د افغانستان اتله لوبډله شوه. د کراټو د سوکیوکوشین سبک مشر غلام محبوب رحیمي، نن د چهارشنبې (د لېندۍ ۵مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د هرات سوکیوکوشین لوبډله چې څو ورځې وړاندې د دې لوبو په شپږم پړاو کې د ګډون په موخه کابل ته تللې وه، ويې کړای شوی چې د ډېرو امتیازاتو په ګټلو د دې لوبو اتلولۍ خپله کړې. د ده په خبره، په یادو لوبو کې د کابل او خوست لوبډلو په ترتيب سره دوهم او درېیم مقام ترلاسه کړی دی. د دې لوبو لوبو جوړولو موخه د غوره لوبغاړو ټاکل او د ملي لوبډلې جوړول وو. Читать дальше...

کابل کې د غېږ نيونې ۶م پړاو لوبې پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د غېږ نيونې شپږم پړاو لوبې پای ته ورسېدې. د غېږ نيونې يا پهلوانۍ فدراسیون ویاند اقبال احمد منوچهر نن د چهارشنبې (د لېندۍ ۵مه) ازادي راډیو ته وویل، په دې لوبو کې د کابل له ۱۳ ورزشي کلبونو څخه ۱۲۰ لوبغاړو ګډون کړی وو. د ښاغلي منوچهر په خبره، د دې لوبو په پای کې ۴۰ لوبغاړو د کابل د غېږ نيونې د منتخبې لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړ. نوموړی زیاتوي، دا ورزشکاران له ۴۰ تر ۱۰۰ کیلو ګرام بېلابېلو وزنونو کې درې ورځې ولوبېدل. دا لوبې د کابل منتخبې لوبډلې لپاره د غورو څېرو ټاکلو په موخه ترسره شوې وې.

د پاکستان نوی قانون د بیان ازادي له ګواښ سره مخامخولای شي؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان د ډېجېټل حقونو فعالين او دا رنګه د انټرنېټ او ټېکنالوجۍ نړيوالې کمپنيانې له هغه وروسته اندېښمنې شوې دي چې کله د دې هېواد حکومت د نومبر پر ۱۹مه يو داسې يو رېګولېشن جاري کړ چې پاکستان ټېلي کميونيکشن اتارټي ته د ټولنيزو رسنيو د نظم په برخه کې پراخ واک ورکوي. د نويو قواعدو سره سم، د ټولنیزو رسنیو شرکتونه یا د انټرنیټ سهولت ورکونکي به په هغه صورت کې تر ۳.۱۴ ميليون ډالره جرمانه کيږي که چرې د اسلام بدنامولو، ترهګرۍ ته وده ورکولو، د کرکې او فحاشي خپرولو او يا ملي امنيت ته خطر پېښونکې موادو خپرولو مخنيوي یې ونکړ. Читать дальше...

د وژل شوي داعي کورنۍ: لا یې هم د څېړنو جزئیات نه دي څرګند

Pa.azadiradio.com 

په هلمند کې د ازادي راډيو د خبريال الیاس داعي له وژل کېدو له دوو اوونيو زيات وخت تېرېږي، خو لا یې هم د وژنې د پېښې د څېړنو جزئیات نه دي څرګند شوي. الیاس داعي د لړم په دولسمه د دغه ولایت په لښکرګاه ښار کې د نوموړي پر موټر د نښلول شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو . ‎د داعي ورور مزمل شکري د چهارشنبې (د لېندۍ ۵مه) په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې تر اوسه د اړوندو مسؤلينو له خوا د ده او کورنۍ سره یې د ورور د وژل کېدو په اړه جزئيات نه دي شريک شوي. دی وايي: "دولت تر اوسه له موږ سره د داعي... Читать дальше...

په جنسي تېري ککړ به له جنسي صلاحیته محرومېږي: د پاکستان نوې قانوني مسوده

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې له ښځو، ماشومانو او نجونو سره د جنسي تېریو زیاتېدونکو پېښو پرضد په سېشنبه په اسلام آباد کې وفاقي کابینې د یوې قانوني مسودې منظور ورکړې چې پکې راغلي په جنسي پېښو کې ککړ تن به له جنسي صلاحیته محرومېږي. اسلام آباد کې د نومبر په ۲۴مه د کابینې له غونډې وروستو خبري کنفرانس کې د اطلاعاتو وفاقي وزیر شبلي فراز وویل پاکستان کې له ښځو، ماشومانو او نجونو سره د جنسي تېریو پېښې سېوا شوي او په دې پېښو کې اکثر ملزمانو له عدالتونو خوشې کېږي نو په دې خاطر حکومت يې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د  کابینې... Читать дальше...

چارواکي: په غزني کې د ښځو وضعیت ښه شوی

Pa.azadiradio.com 

د نومبر ۲۵مه په نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره عامه پوهاوي ته ځانګړې شوې. په غزني ولايت کې د ښځو چارو ریاست د شمېرو ترمخه دا کال ورسره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۷ پېښې ثبت شوي دي او تېر کال دا شمېر ۴۸ وو. د غزني‌ ولايت د ښځو چارو ریاست رییسه ادعا کوي، چې د پخوا په پرتله په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی کم شوی دی.  شکريه ولي د دې علت د خلکو باسواده کېدل او د ښځو حقونو ته درناوی کول ښيي.  نوموړې د سې شنبې په ورځ (د نومبر په ۲۴مه) ازادي راډيو ته وويل په ليرې پرتو سيمو کې ځينې ستونزې لا هم شته دی. Читать дальше...

کندز چارواکي: د جرمني ځواکونو وتل د جګړې پر ليکو اغېزه نه کوي

Pa.azadiradio.com 

د کندز ولایت امنیه قوماندانۍ وايي، له افغانستانه به د جرمني ځواکونو وتل د جګړې پر لیکو مستقیم اغېز ونه لري. رویټرز خبري اژانس په خپل يو تازه راپور کې ویلي چې جرمني په کندز ولایت کې د خپلو ځواکونو کمول پیل کړي دي. کندز د افغانستان په شمال کې هغه ولایت دی چې د رسمي راپورنو پر بنسټ لا هم د جګړې لیکې په کې تودې او له دې وړاندې دوه ځله د طالبانو لاس ته لویدلی دی. رویټرز په خپل راپور کې د جرمني د ګډو عملیاتو د قوماندانۍ د ویاند له قوله لیکلي، دا پرېکړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هغو خبرو... Читать дальше...

روسیه وايي، د داعش سخت دریځو یو پلان یې شنډ کړی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې امنیتي چارواکي وایي، د اسلامي دولت یا داعش سخت دریځو وسله والو یو پلان یې شنډ کړی دی.  د روسیې د فدرال امنیت ادارې "ایف.ایس.بي" نن (د نومبر ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل، دغې ډلې نیت درلود چې د مسکو په یوې سیمه کې " تخریبي او ترهګریز" فعالیتونه وکړي.  دغې ادارې ویلي، د څېړنو او تالاشۍ پر مهال د یادې ډلې یو غړی د مسکو په ختیځ کې له جوړ شوي ماین سره نیول شوی دی.  خبرپاڼه کې راغلي، د داعش د دغې کړۍ یو بل هدف دا و چې نوي کسان جذب او ترهګرو ته مالي ملاتړ پیدا کړي.  د روسیې سترې محکمې د... Читать дальше...

Новости России
Москва

Эксперты КА «Главный Советник» приняли участие в форуме «Тренды и антитренды корпоративного видео сегодня»


ناټو: افغانستان د ښځو لپاره خطرناک ځای دی

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو، ناټو او په کابل کې بېلابېلو دیپلوماتیکو ادارو د افغان ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پای ته رسېدو ټینګار کړی دی.  یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو هڅې باید چټکې شي.   په افغانستان کې د ناټو ماموریت بیا ویلي، دغه هېواد د ښځو لپاره یو خطرناک ځای دی او دغه ماموریت غوښتنه کړې چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جرایمو معافیت باید پای ته ورسیږي.  دغه غوښتنې داسې مهال کېږي چې نن... Читать дальше...

کندهار کې موټر بم برید ۶ پولیس ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، کندهار کې د پولیسو پر ۱۱مې حوزې موټر بم برید ۶ پولیس ټپیان کړي دي. د وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته ویلي، برید نن چهارشنبه (د لېندۍ ۵مه) له غرمې مخکې لس نیمې بجې شوی دی.  کندهار کې د روغتون سرچینو بیا د ازادي راډیوږ خبریال ته ویلي چې دوی ته له پېښې ۱۱ ټپیان ور وړل شوي چې ۷ پولیس او نور ملکیان دي.  د کندهار په څنګ لوري ارزګان کې بیا دوه پولیس د یوه غلچکي برید په ترڅ کې وژل شوي دي.  د ارزګان د والي ویاند احمد شا ساحل ادعا کوي چې دا برید د طالبانو له خوا شوی... Читать дальше...

جو بايډن وايي، نوې اداره به یې د 'امريکا په متحدولو او رغولو' کې مرسته وکړي

Mashaalradio.com 

د وينا پر مهال د مهمو څوکيو لکه د ملي امنيت او بهرنيو چارو پاليسۍ لپاره يې د غوره کړل شوو کسانو نومونه د خپل هغه ليد په رڼا کې په ډاګه کړل، چې هدف يې د امريکا د نړيوال مشرتابه رول پرځای کول دي.

د غزني نابینا محمد رضا ذهین: غواړم د نړۍ په کچه د نابینایانو رهبر شم

Pa.azadiradio.com 

محمد رضا ذهین وايي، نړیوال فکر او نړیوال پلان لرم،ذهین له جمعې پرته هره ورځ د وسپنیزې امسا په مرسته د غزني ملي راډیو ټلوېزیون ته د خپرونو د ترسره کولو په موخه ځي، دی ۲۵ کلن دی، د لیسې زده کوونکي او په غبرګو سترګو نابینا دی. ذهین د غزني په ملي راډیو ټلوېزیون کې د غږیز پروګرام په مرسته ځینې خپرونې او پروګرامونه پر مخ وړي. ذهین په اېم اېس ورډ کې لیکنې کوي، د خبر ایډیټ کولو پروګرام اډوب اډېشن کاروي، په خواله رسنیو کې پاڼې او اکونټونه لري، خو د دې ټولو ترڅنګ لیکوالي هم کوي. دی وايي: "کولای شم... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Теннисистка Александрова оказалась сильнее полячки Швентек на турнире WTA в США






Соцфонд назначил пенсии по потере кормильца родственникам погибших в "Крокусе"

Путин: «Нападение России на НАТО это полный бред»

МВД: героический поступок силовиков в «Крокусе» помог поймать террористов

Ярмарка трудоустройства пройдёт в Ставрополе 12 апреля