ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

Новости за 01.03.2021

د ولسمشر غني او خلیلزاد لیدنه؛ واشنګټن به د سولې پروسه کې اغېزمن رول ولوبوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې ډاډ څرګند کړ چې واشنګټن به د سولې په پروسه کې اغېزمن رول ولوبوي. ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر او ښاغلي خلیلزاد په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې یې ترسره کړه، په دې اړه چې د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره وړاندې څه ډول ګامونه اوچت شي، خبرې وکړې.  ښاغلي خلیلزاد چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن له ادارې وروسته‌یې د لومړي ځل لپاره افغانستان، قطر او د سیمې یو شمېر نورو... Читать дальше...

د برما د لیرې شوې مشرې محاکمه؛ پر انګ سان سوچي نور تورونه هم ولګول شول

Pa.azadiradio.com 

له قدرته د میانمار یا د پخوانۍ برما د حکومت پر لیرې شوې مشرې انګ سان سوچي چې نن د لومړي ځل لپاره په یوه محاکمه کې ودرول شوه، نور تورونه ولګول شول.  ۷۵ کلنه انګ سان سوچي د تېرې مارچ میاشتې له لومړۍ نېټې چې د دې هېواد پوځ کودتا وکړه او هغه‌یې له قدرته لیرې او په کور کې نظربند کړه، د وېډیویي کنفرانس له لارې په دې محاکمه کې چې په پلازمېنه نیپیداو کې جوړه شوې وه، راڅرګنده شوه او روغتیایي وضعیت‌یې ښه ښکارېده.  سوچي هېواد ته په غیر قانوني توګه د واکي ټاکي د مخابرو د واردولو، د برما د طبیعي افتونو له... Читать дальше...

منظور پښتین د اسد خان اڅکزي تر فاتحې وروسته صوبه بدر

Mashaalradio.com 

دا درېیم ځل دی چې پښتین له بلوچستان صوبې څخه اېستل کېږي، لومړی د ارمان لوڼي په جنازه کې د ګډون لپاره کلاسیف الله ته تللی وو او ورپسې بیا په چمن کې د چمن-بولدک لارې بندېدو ضد احتجاج کې د ګډون لپاره تللی وو.

ولې د دوحې له تړون کال وروسته هم تاوتریخوالی دوم لري؟

Pa.azadiradio.com 

په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې پر لاسلیک کال واوښت، خو افغانستان ته د سولې د راوستلو په نوم د دې هوکړې په پایله کې لا سوله نه‌ده راغلې.  افغان حکومت او امریکايي چارواکي طالبان ملامتوي چې د هوکړې سره سم‌یې تاوتریخوالی نه‌دی راکم کړی او همدارنګه‌یې بین‌الافغاني خبرو کې هم نرمښت نه‌دی ښودلی. طالبان بیا برعکس افغان حکومت د تاوتریخوالي په زیاتېدو تورنوي او وايي چې د بین‌الافغاني خبرو په ترڅ کې د ورو پرمختګ پړه هم د افغان حکومت پر غاړه ده. بل‌خوا، افغان حکومت پر دې هوکړه د جو بایډن... Читать дальше...

افغانستان کې 'پنځه ملیونه ښځې' د کاري فرصتونو په تمه په کور ناستې دي

Pa.azadiradio.com 

د مارچ اتمې نېټې (د ښځو نړیوالې ورځې) ته د رسېدو په درشل کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت، د حکومت په رهبرۍ په ځانګړي ډول په ۳۴ ولایتونو کې د مرستيالانو په بست کې د ښځو ګمارنه د هېواد په تاریخ کې پوه لویه لاسته رواړنه ګڼي. حسینې صافۍ د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۱۱» په هغه ناسته کې چې د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکۍ ادارې له‌خوا د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې په مرسته له ښځو د ملاتړ په موخه، په ښې حکومتوالۍ کې د ښځو د ونډې په نوم جوړه شوې وه، د ښځو په مشارکت او د دوی د کاري ظرفیت په لوړولو باندې ټینګار وکړ. Читать дальше...

روغتیا وزارت: له ۱۲ زرو زیات افغان روغتیا پالان د کرونا ضد واکسین شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، تر اوسه‌يې له ۱۲ زرو زیاتو روغتیا پالانو ته د کرونا ضد واکسین تطبیق کړی دی.  د دې وزارت ویاند او د کتلوي معافیت پروګرام مشر غلام دستګیر نظري روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې دغه روغتیا پالان‌یې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې واکسین کړي او دغه لړۍ دوام لري.  د افغانستان روغتیا وزارت ویلي چې د کرونا ضد واکسین د تطبیق په دې مرحله کې د استرازینیکا واکسین، روغتیا پالانو، د افغان امنیتي ځواکونو غړو او نورو هغو ته چې عمرونه‌یې زیات دي، یا د دغې ناروغۍ په وړاندې... Читать дальше...

پي ټي اېم بنو کې د ورکو کسانو موندلو لپاره احتجاجي ناسته کړې

Mashaalradio.com 

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په بنو کې د ورکو کسانو د موندلو په موخه احتجاجي ناسته کړې. د فبرورۍ پر ۲۸مه احتجاجي کیمپ ته لسګونه کسان ورغلي ول او غوښتنه یې کوله چې حکومت دې ورک کسان پیدا کړي او که ورباندې کوم تور وي نو عدالت ته دې یې وړاندې کړي. د غورځنګ مشر منظور پښتین ناستې ته په وینا کې وویل چې د ورکو کسانو تر موندلو به هڅو ته دوام ورکوي. ده همداراز، په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د وسله والو فعالیتونو پر زیاتېدو هم اندېښنه وښووله. د پاکستان حکومت وايي، د خلکو د ورکولو پر ضد یې قانوني مسوده جوړه کړې. Читать дальше...



نتانیاهو عمان خلیج کې د اسرائیل پر یوې کښتۍ برید د ایران کار وباله

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ایران تورن کړ چې تېره اوونۍ یې په عمان خلیج کې د اسرائیل پر یوې بار وړونکې کښتۍ برید کړی، هغه ادعا چې تهران رد کړې ده.  بنیامین نتانیاهو د اسرائیل له دولتي راډیو، کان سره په مرکه کې چې نن خپره شوې وویل، دا واضح ده چې دا برید د ایران کار و. نوموړي ایران د اسرائیل لوی دښمن وباله چې په وینا یې کلک هوډ لري چې مخه به‌یې نیسي.   د اسرائیل صدراعظم د دې پوښتنې په ځواب چې ایا اسرائیل به د دغه برید په وړاندې غبرګون وښیي، وویل، دوی په ټوله سیمه کې د ایران پر هدفونو ګوزارونه کوي. Читать дальше...

د کورنیو چارو وزارت قراول کې د پولیسو وهل ډبول؛ د امنیتي معین ۵ ساتونکي ګوښه شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، په وزارت که له امنیتي منسوبینو سره د ناسم چلند له امله د امنیتي معین عبدالصبور قانع پنځه ساتونکي له دندو ګوښه شوي دي. په پلازمېنه کابل کې د کورنیو چارو وزارت دوهم قراول مسؤلو پوليسو ته د ګواښ او وهلو وېډيو کې چې د کب\ حوت په ۱۰مه د سرتېرو له ملي ورځې څخه یوه ورځ وروسته له امنیتي کمرو څخه اخیستل شوې ده ليدل کېږي چې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معین د ساتونکو له‌خوا د دې وزارت یو پولیس وهل کېږي او پنځه نور ګواښل کېږي. د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین عبدالصبور... Читать дальше...

د یوې غیر رسمي ناستې د ترسراوي لپاره د ایران منفي ځواب امریکا خواشینې کړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو د ایران له خوا د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون په اړه د یوه غیر رسمي بحث په ردېدو باندې خواشیني ښودلې. د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي په یوه اعلامیه کې ویلي چې امریکا د ایران په ځواب خواشینې ده، خو فعاله ډیپلوماسي ته چمتو ده څو د اټمي تړون تعهداتو ته د ګډې ستنېدا لار هواره شي. امریکا همداراز ویلي چې له بریتانیا، فرانسې، جرمني، روسیې او چین سره چې د ایران د اټمي تړون پاتې لاسلیکوونکي دي د یوې غوره لارې په اړه سلا مشوره کوي. په اصل کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل د ایران... Читать дальше...

د ایران له لوري د خبرو لپاره د غونډې د وړاندیز پر ردولو د امریکا خواشیني

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن د تهران پر هغه اقدام خواشیني څرګنده کړه چې پرون‌یې د امریکا له متحده ایالاتو او له اروپایي قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د تړون د احیا پر سر د خبرو لپاره د غیر رسمي غونډې وړاندیز رد کړ.   تهران ټینګار وکړ چې واشنګټن دې لومړی ټول یو اړخیز بندیزونه لیرې کړي.  د سپیني ماڼۍ ویاندې جن ساکي وویل، که څه هم د ایران دغه ځواب موږ  خواشیني کړي یو، خو دې ته چمتو یو چې د دغه تړون د عملي کېدو لپاره په بامفهومه ډیپلوماسۍ کې بېرته ښکېل شو.  جن ساکي وویل، واشنګټن به د دغه تړون له نورو لاسلیکوونکو، د ملګرو... Читать дальше...

افغانستان او سیمې ته د خلیلزاد تازه سفر؛ امریکا د سولې خبرو نوی پړاو پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له تړون څخه د یوه کال په تېرېدو سره، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا د افغانستان د سولې اړوند خبرو لپاره دغه هېواد او د سیمې هېوادونو ته سفر پیل کړی. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۱۱» له جمهور رئیس محمد اشرف غني سره کتلي دي. د افغانستان جمهوري ریاست وايي دواړه لورو د سولې پروسې په راتلونکو ګامونو خبرې کړي او د دغه بهیر په چټکتیا یې ټینګار کړی دی. Читать дальше...

زلمي خلیلزاد کابل کې له افغان چارواکو سره لیده کاته پيل کړل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته رسېدلی او له افغان چارواکو سره‌یې لیده کاته پيل کړي دي. د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي، ده له خلیلزاد او د هغه له ټیم سره د سولې پر بهیر، د دوحې پر مذاکراتو، د امریکا پر روانې بیاکتنې او راتلونکو ګامونو خبرې کړې دي.  عبدالله څو شېبې وړاندې پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل "موږ د تاوتریخوالي د بېړني پای ته رسولو او د سولې خبرو ته د سرعت ورکولو غوښتنه بیا وکړه". د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلی... Читать дальше...

پولیسو  په برما کې لږ تر لږه ۱۸ معترضان وژلي

Pa.azadiradio.com 

پولیسو  په برما کې لږ تر لږه ۱۸ معترضان وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي. دغه معترضان پرون یکشنبه د پولیسو په ډزو وویشتل شول او دغه ورځ د کودتا پر ضد د څو اوونیو اعتراضونو له پيل راهیسې تر ټولو خونړۍ وه. یوې ښځې هم په غالب ګومان وروسته تر دې د زړه د حملې له کبله ساه ورکړه چې پولیسو په یانګون ښار کې د ښوونکو اعتراض د یوه نارنجک بم په وسیله تیت او پرک کړ. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د اعتراض کوونکو ځپل په کلکو ټکو غندلي او د اعتراض کوونکو پر ضد یې د وژونکو وسلو کارونه او د هغوی خپل‌سره نیول د نه‌منلو وړ عمل بللی دی. Читать дальше...

دنیا: ایا د سولې په پروسه کې په رښتیا طالبانو فرصت ضایع کړ؟

Pa.azadiradio.com 

دنیا دنیا ورځپاڼې په دې پوښتنې سره خپله سرلیکنه پیل کړې، ایا د سولې په پروسه کې په رښتیا طالبانو فرصت ضایع کړ؟ وړاندې راغلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې یو کال پوره کېږي، خو په وینا یې له لومړي سره دغه بهیر له ګڼو ستونزو سره مخ و، په خورا سختۍ پیل شو او د پام وړ نتیجه ونه‌لیدل شوه. د لیکوال له انده چې د افغانستان د سولې بهیر دومره اسانه هم نه‌و لکه طالبانو او یا نورو لورو چې فکر کاوه. ورځپاڼې لیکلي، په دغه بهیر کې یوازې د طالبانو څه باندې پنځه زره زندانیان ازاد شول، خو د تاوتریخوالي په کموالي کې یې هېڅ ګټه ونه‌کړه. Читать дальше...

قزاقستان کې له حکومت ضد مظاهرو لسګونه معترضان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په قزاقستان کې د حکومت ضد مظاهرو په ترڅ کې په لسګونه معترضان نیول شوي دي.  دغه مظاهرې چې د دې هیواد په پلازمېنه او یو شمېر نورو ښارونو کې ترسره شوې، د اپوزېسیون دوو ګوندونو تنظیم کړې وې.  په دغو اعتراضیه لاریونونو کې چې د قزاقستان په یو شمېر ښارونو او ښارګوټو کې ترسره شول، ګډونوالو یې په هېواد کې د سیاسي اصلاحاتو لپاره غږ اوچت کړ.  د نور اوتان واکمن ګوند چې له نږدې درې لسیزو راهیسې د قزاقستان پر سیاست نفوذ لري، د حکومت مخالفه ګوندونه‌یې څنګ ته کړي دي. دغه ګوندونه چې په پارلمان کې هم څوکۍ نه‌لري،... Читать дальше...

زلمی خلیلزاد دوحې، کابل او یو شمېر نورو ښارونو ته تازه سفر پيلوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوحې، کابل او یو شمېر نورو ښارونو ته تازه سفر پيلوي. دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې کړې ده. خبرپاڼه کې راغلي، خلیلزاد به له افغان چارواکو، مشرانو، طالب استازو او د هغو هېوادونو له چارواکو سره خبرې له سره پيل کړي چې د افغانستان په عادلانه او دوامداره سیاسي جوړجاړي او دایمي او هر اړخیز اوربند کې یې ګټې نغښتې دي. خلیلزاد یو کال وړاندې په دوحه کې د طالبانو له مرستیال او د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر... Читать дальше...

چین له افغانستان سره د کرونا ضد دوه لکه دوزه نور واکسین مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، چین پرون ورسره د نورو کرونا ضد دوه لکه دوزه واکسین د مرستې ژمنه وکړه.  دا خبره د دې وزارت مرستیال ویاند میرویس عليزي تېره شپه ازادي راډیو ته وکړه او ویې‌ویل: "د چین سفیر چې د افغانستان د عامې روغتیا له وزیر سره ناسته درلوده، له افغانستان سره‌یې د ۲۰۰ زره نورو واکسینو د مرستې ژمنه وکړه چې په دې سره د هغو واکسینو چې چین‌یې له افغانستان سره د مرستې ژمنه کوي، څلور لکه دوزو ته رسېږي."  له دې مخکې د کواکس نړیوال ائتلاف هم له افغانستان سره د درې ملیون دوزه واکسین د مرستې ژمنه کړې ده. Читать дальше...

Новости России
Москва

Директор Благотворительного Фонда «Провидение» Елена Осипова стала финалистом премии «Россия - страна возможностей»


ترکیه او افغانستان د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو سلمه کلیزه لمانځي

Pa.azadiradio.com 

ترکیه او افغانستان په خپلو کې د ډیپلوماتیکو اړیکو سلمه کلیزه لمانځي.  د هغې اعلامیې له مخې چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پرون یکشنبې خپره کړې، ویل شوي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو به نن دوشنبه په انقره کې د افغانستان له سفیر امیر محمد رامین سره په ګډه د دې سفارت په انګړ کې نیالګي چې د دواړو هېوادونو د ملګرتیا سمبول دی، کېنوي.  د ترکیې د انادولیا خبري اژانس د راپور له مخې اوغلو به له هغې وروسته د وېډیو کنفرانس له لارې له کابل سره په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته چې د هغه سیال... Читать дальше...

د ښځو عالي شورا خپله لومړۍ غونډه په ارګ کې وکړه

Pa.azadiradio.com 

د ښځو د عالي شورا لومړۍ غونډه پرون یکشنبه په ارګ کې جوړه شوه. د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه ټویټ کې ویلي چې په دې غونډه کې چې ولسمشر اشرف غني او د هغه مېرمنې رولا غني حضور درلود، د دې شورا د فعاليتونو د څرنګوالي، د سولې پروسې او له جمهوريت څخه د ملاتړ په اړه له ښځو سره د مشورتي ناستو راپور وړاندې شو.  په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي، خو تر دې څه موده وړاندې د ولسمشرۍ ماڼۍ په خپله وېب‌پاڼه کې ویلي وو، د ښځو عالي شورا به ۲۶ دايمي غړي لري چې دولتي ادارې، د ښځو د حقونو مدافع بنسټونه، مدني ټولنې او نور د ښځو چارو اړوند لوري به په‌کې شامل وي. Читать дальше...

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا له زېمبابوې سره د لوبو لړۍ پيلوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به سبا سې شنبه د زېمبابوې د کرکټ له ملي لوبډلې سره د دوو ټېسټ لوبو او درې ۲۰ اووره لوبو مسابقې پیل کړي.  د افغانستان کرکټ بورډ وايي د دغو لوبو لپاره‌یې ښه چمتووالی نیولی دی.  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان په کوربه‌توب دوه ټېسټ لوبې وشي. د ویلو ده چې د دغو لوبو لپاره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله پوره چمتووالی لري."  د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ به لومړۍ ۲۰ اووره مسابقه د مارچ میاشتې پر ۱۷مه وشي.

ایران له امریکا او اروپایي قدرتونو سره د خبرو لپاره د غونډې وړاندیز رد کړ

Pa.azadiradio.com 

ایران پرون د امریکا له متحده ایالاتو او له اروپایي قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د تړون د احیا پر سر د خبرو لپاره د غیر رسمي غونډې وړاندیز رد کړ. تهران ټینګار وکړ چې واشنګټن دې لومړی ټول یو اړخیز بندیزونه لیرې کړي.  د ایراني رسنیو د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده وویل، هغو وروستیو اقداماتو او ویناوو ته په پام چې متحده ایالاتو او درې اروپایي قدرتونو کړي، ایران داسې نه‌انګېري چې اوس دې له دغو هېوادونو سره د غیر رسمي غونډې لپاره چې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر یې وړاندیز کړی، مناسب وخت وي. Читать дальше...

پاکستان کې په یوه وسله‌وال برید کې یو مذهبي مشر ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پولیس د پلازمېنې اسلام‌اباد په یوه څنډه کې په یوه وسله‌وال برید کې د یوه مذهبي مشر د وژل کېدو خبر ورکوي. پولیسو وویل، په دې پېښه کې چې د شنبې په ورځ د بهارا کاهو په سیمه کې شوې، له مفتي اکرام‌الرحمن سره د هغه ۱۳ کلن زوی او یو زده‌کوونکی هم وژل شوي دي. د پولیسو په وینا وسله‌والو په مفتي رحمن هغه مهال برید وکړ چې د خپل موټر پر لور روان و.  تر اوسه چا یا کومې ډلې د دغه برید مسؤلیت نه‌دی اخیستی.  اکرام‌الرحمن د مولانا فضل‌الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام په ګوند پورې تړلی و. مولا... Читать дальше...

چک ممکن د اروپایي ټولنې له تأیید پرته د روسیې کرونا ضد واکسین تطبیق کړي

Pa.azadiradio.com 

د چک جمهوريت صدراعظم اندري بابیش وایي، هېواد یې ممکن د اروپایي ټولنې د درملو د ادارې له تأیید پرته د روسیې د کرونا ضد سپوتنیک-وي واکسین استعمال ته اجازه ورکړي.    بابیش دغه څرګندونې پرون یکشنبې له «CNN Prima News» سره په مرکه کې وکړې او ویې‌ویل، د اروپایي ټولنې د درملو ادارې «EMA» ته منتظر نه‌شي پاتې کېدای ځکه روسیې ورته د خپل واکسین د تأیید لپاره درخواستي نه‌ده وړاندې کړې.  هغه زیاته کړه، د چک د درملو د ادارې تأیید به کافي وي چې په هېواد کې د روسیې د سپوتنیک-وي واکسین تطبیق ته اجازه ورکړي. ... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Рыбакина приблизилась к первой ракетке мира






Врач Бессмертный рассказал, каких животных можно завести аллергикам

На мужа Яны Поплавской напали в центре Москвы

Новые порядковые номера присвоили прогулочным маршрутам города

«Мы должны вывести отношения Великобритании и Центральной Азии на новый уровень»