ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

Новости за 02.03.2021

ننګرهار: د انعکاس ټيليويژن کارکوونکې وژل شوې

Mashaalradio.com 

د ننګرهار د رسنیو د دفتر مسوولین وایي چې نن (د مارچ پر دويېمه نېټه) مازیګر شاوخوا څلورنیمې بجې په دوه پېښو کې د انعکاس ټلیويژن د ډبنګ یا دوبلې څانګې درې ښځینه کارکوونکي د نامعلومه وسله والو له لوري په ډزو وژل شوې او یوه مېرمن چې عامه وګړې ده، ټپي ده. که څه هم چارواکي طالبان پړ بولي خو طالبانو په پېښه کې لاس لرل رد کړي. نور په دې ویډیويي راپور کې.

په جلال اباد کې د انعکاس ټلویزیون د دریو کارکوونکو وژنه

Pa.azadiradio.com 

په جلال اباد ښار کې سه شنبه مازیګر مهال په دوو جلا بریدونو کې دری رسنیزې کارکوونکې وژل شوې دي. دوی دریواړو په محلي ټلویزیون انعکاس کې کار کاوه. که څه هم چارواکي طالبان پړ بولي خو طالبانو په پېښه کې لاس لرل رد کړي. جزییات د صفي الله ستانکزي په راپور کې وګورئ

ننګرهار: د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګریزه تړون ته له سره کتنه کېږي

Mashaalradio.com 

د ۲۰۱۱ ز کال په نومبر کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ټرانزیټي سوداګرۍ په هکله د اپټا په نوم يو تړون لاسلیک شوی و چې له مخې يې افغانستان هندوستان ته او پاکستان د منخنۍ اسیا څلورو هيوادونو ته خپل سوداګریز توکي لېږدول.

څه باندې ۱،۰۰۰ افغان کمانډویان له پوځي زده‌کړو فارغ شول

Pa.azadiradio.com 

له زر تنو زیات کمانډویان له ۱۵ اوونیو پوځي زده‌کړو وروسته فارغ شول. د افغانستان دفاع وزارت وایي، په دې سره د افغان کمانډو ځواکونو شمېر ۲۲ زرو ته ورسېد. د دې وزارت د مسؤلانو له قوله، د دې ځواکونو د غوره عملیاتو له کبله اوس‌مهال د‌ دې قوتونو جوړښت تر يوې قول‌اردو پورته شوی دی. د دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان ازادي راډیو ته وویل: "۱،۰۱۵ تنه تازه د کمانډو له مکتب فارغ شول او فراغت‌يې د لوړپوړو چارواکو له‌خوا ونمانځل شو. دې ځواکونو ۱۵ اوونۍ ځانګړې زده‌کړې کړي. دوی اوس‌مهال د افغانستان او خپلو... Читать дальше...

د افغانستان او زېمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه پای ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او زېمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ د ټېسټ سیالۍ لومړۍ ورځ پای ته ورسېده.  لومړی بېټنګ افغانستان وکړ چې د ۱۳۱ منډو له جوړېدو سره‌یې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل. په ځواب کې زېمبابوې ۱۳۳ منډې وکړې او پنځه لوبغاړي یې وسوځېدل.  دا ټېسټ لوبه نن سهار په ابوظبي کې د افغانستان په کوربه‌توب پیل شوه. پچه افغان کپټان اصغر ستانکزي وګټله او د بېټنګ پرېکړه‌یې وکړه.  د افغانستان په لوبډله کې څلور نویو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی دی، د سر لوبغاړی عبدالملک، د منځ بټسمین منیر احمد... Читать дальше...

د روسیې سپوتنیک-وي واکسین سلواکیا ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

سلواکیا ته د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ضد سپوتنیک-وي واکسین دوه لکه دوزه ورسېدل. سلواکیا له روسیې سره د دوه ملیونه ډوزه سپوتنیک-وي واکسین د اخیستو تړون کړی دی. د دوشنبې په ورځ د دې واکسین د لومړۍ برخې تر رسېدو وروسته، د دغه هېواد صدراعظم ایګور ماتوویچ وویل: "دا دوه ملیونه دوزه واکسین به له یو ملیون سلواکیانو سره د دوو میاشتو په ترڅ کې مرسته وکړي. موږ به د شوي تړون له مخې یو ملیون دوزه واکسین ترلاسه کړو. بیا به په مې او جون میاشتو کې یو ملیون دوزه نور ترلاسه کړو." سلواکیا له هنګري وروسته د اروپایي ټولنې... Читать дальше...



دفاع وزارت: کاپیسا کې د القاعده د ۴ غړو په شمول ۱۳ طالبان ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

افغان ځواکونه د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې د القاعده شبکې د څلورو غړو د وژل کېدو خبر ورکړ. دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې چې نن‌یې خپره کړه، وویل چې د نجراب ولسوالۍ په افغانیه دره کې د عملیاتو په ترڅ کې د القاعده مربوط د څلورو پاکستاني ترهګرو په ګډون ۱۳ طالبان وژل شوي او ۱۱ تنه‌یې ټپیان شوي دي.  طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

پروان کې ۲ تنه د ۲ ډاکترانو د برمته کولو په جرم په بند محکوم شول

Pa.azadiradio.com 

په پروان کې دوه تنه د دوو ډاکترانو د برمته کولو په جرم په ۱۵ کاله بند محکوم شول. دا ډاکتران نږدې یوه میاشت مخکې برمته شوي وو او د غره په یوه غار کې ساتل کېدل چې له هغه ځایه تښتېدلي و او د ملي اردو یوې پوستې ته‌یې ځانونه رسولي وو.  د پروان د ښاري محکمې رئیس قضاوتیار فدا محمد عرفان ازادي راډیو ته وویل، عدلي بنسټونو د علني محاکمې په ترڅ کې قنداغا او دستګیر د بګرام په ولسوالۍ کې د سرصیاد اېمرجنسي کلینیک د دوو ډاکترانو د اختطاف په جرم په ۱۵ کاله بند محکوم کړل.  د عرفان په وینا، د دې دوو تنو د جرم... Читать дальше...

ننګرهار کې د انعکاس سیمه‌ییز ټلوېزیون درې ښځینه کارکوونکې ووژل شوې

Pa.azadiradio.com 

په دوو جلا حملو کې، د انعکاس سیمه‌ییز ټلوېزیون درې ښځینه کارکوونکې په جلال‌اباد ښار کې په ډزو ووژل شوې. سیمه‌ییز چارواکي ازادي راډیو ته وايي چې لومړۍ حمله نن مازیګر شاوخوا څلور بجې د افغانستان ختیځ د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار زرګرانو سیمه کې وشوه چې په‌کې د دغه سیمه‌ییز ټلوېزیون دوه کارکوونکې ووژل شوې. کابو هم‌مهاله، د دغه ټلوېزیون یوه بله کارکوونکې د قصبې په سیمه کې په نښه شوه. تر اوسه چا د پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی. ډسمبر میاشت کې، د انعکاس ټلوېزیون یوه ویانده ملاله میوند ووژل شوه. د هغې پېښې مسؤلیت داعش ډلې منلی و.

د معترضانو ضد تاوتریخوالي دوام؛ د جنوب ختیځې اسیا هېوادونه د برما په اړه غونډه کوي

Pa.azadiradio.com 

په میانمار یا پخوانۍ برما کې امنیتي ځواکونو نن د هغو په سلګونه معترضانو په وړاندې چې د تېرې میاشتې د کودتا پر ضد واټونو ته را وتلي و، بیا له زوره کار واخیست. د راپورونو له مخې پولیسو په پلازمېنه یانګون کې په سلګونه معترضان چې د موانعو تر شا یې کلکې خولۍ په سر کړې او ډالونه‌یې په لاسونو کې و، د تیت او پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست. دغه اعتراضیه لاریونونه د دې ښار په مختلفو برخو کې ترسره شول.  په کالي ښار کې د عیني شاهدانو په وینا پولیسو وروسته له هغې د معترضانو د خورولو لپاره... Читать дальше...

د سوات په ګیبن جبه کې درې ورځنی میله

Mashaalradio.com 

د سوات په ګبين جبه کې د خيبر پښتونخوا سيلګرۍ محکمې لخوا درې ورځنی ميله پیل شوې ده. چارواکي وايي، پخوا ورته د تګ وسيلې د نيشت برابرې وې خو اوس يې ورته سړک پوخ کړی دی.د ميلې د پېښور په ګډون د صوبې له نورو برخو خلک ورغلي دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.

اندرابي: د نوي پلان له مخې پولیس به له جنګي روله د قانون تنفیذ ته ستانه شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیس به له جنګي روله تر ډېره د قانوني پلي کېدو، د جرمونو او مخدره مواد سره مبارزې ته چې د دوی اصلي دنده ستانه شي. مسعود اندرابي د سې شنبې (د کب ۱۲مه) په ورځ ملت د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل چې دې برخه کې سټراتېژيک پلان تصویب شوی او د پلي کېدو په حال کې دی. نوموړي وویل: "د دې پلان له مخې به پولیس له جنګي روله اصلي دندو ته چې د قانون تنفیذ دی ستانه کړو، بېلابېلو برخو کې به د پولیسو ظرفیتونه لوړ کړو، په ځانکړي ډول د پلان شوېو جرمونو او مخدره موادو... Читать дальше...

د افغان دولت مرکچي پلاوی: دوحه کې پرونۍ غونډه اوږده خو بې‌پایلې وه، نن بیا کېنو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاویو تېره ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې غونډه کړې. دې غونډه کې د سولې خبرو د اجنډا د جوړېدو په اړه بحث شوی. د افغانستان د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي ازادي راډیو ته وویل، هڅه کېږي چې په خبرو په‌داسې مسایلو هوکړه وشي چې د افغانانو پر ژوند اغېز ولري: "د‌ دوهم پړاو مذاکراتو له پیل وروسته، غونډې په ورځني ډول روانې دي. هڅه د‌دې لپاره چې پر داسې يوې اجنډا هوکړه وشي چې د خلکو پر ژوند اغېز وکړي او بدلون راولي." د مرکچي پلاوي یو بل غړي غلام فاروق مجروح... Читать дальше...

Новости России
Москва

«А потом мир погас». Жертва молнии рассказал о боли, которую едва пережил


اروپایي ټولنه او امریکا د 'ناوالنۍ' په خاطر پر روسیې نور بندیزونه لګوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د امریکا متحده ایالات او اروپایي ټولنه د روسیې د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالنۍ د مسمومېدو او زنداني کېدو په خاطر نن ګډ اقدامات وکړي. اروپایي ډیپلوماتیکو سرچینو پرون دوشنبه (د کب ۱۱مه) وویل چې د اروپایي ټولنې غړیو هېوادونو د روسیې عدلي او د قانون د تنفیذ پر څلورو جګ پوړو چارواکو چې د کرملین د منتقد الکسي ناوالنۍ د زنداني کېدو په دوسیه کې یې لاس درلود، بندیزونه تایید کړي دي. نوموړی اوس په زندان کې دی.  په عین حال کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې دوو سرچینو 'رویټرز' او 'سي.اېن.اېن'... Читать дальше...

بدخشان کې د پور او سپما ۵ کلیوالې ټولنې جوړې شوې

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان ولایت کې د پور او سپما کلیوالې ټولنې جوړې شوې. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند محمد رفیق جنبش نن سې شنبه (د کب ۱۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام، د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې د پور او سپما پنځه کلیوالې ټولنې جوړې کړې دي. نوموړي دغه شان وویل چې په دې ولسوالۍکې یې درې ښځینه سپما ګروپونه د ۲۴کلیوالو مېرمنو په غړیتوب جوړ کړي دي. دغه پروګرام ښځو ته فرصت برابروي، څو د سپما له لارې اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسېږي. د یادونې وړ ده چې دې ولسوالۍکې... Читать дальше...

ننګرهار کې د نِکلي لوښو تولید د پاکستاني تولید مخه نیولې

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار ولایت کې د نِکلي لوښو تولید د پاکستاني تولید مخه نیولې ده. د یادې فابریکې مسؤول خان ولي نن سې شنبه (د کب ۱۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې پر فابرېکه یې ۹۰ زره امریکایي ډالر پانګونه کړې او له شااوخوا پنځه کالونو راهیسې يې په فعالیت پیل کړی چې لسګونه تنه ورسره په فني او غیر فني توګه په کار بوخت دي. د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ دو سرکې سیمه کې د نِکلي لوښو دغه تولیدي فابریکه۴۰ ډوله نِکلي لوښې تولیدوي چې په دې توګه یې د پاکستاني نِکلي تولیداتو مخه نیولې ده. ښاغلی خان ولي زیاتوي چې پخوا... Читать дальше...

سیګار: افغانستان کې د امریکا ۲٫۴ میلیارډه ډالره ضایع شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د حکومت د ځانګړي سر مفتش دفتر یا سیګار وايي، د ۲،۴ میلیارد ډالرو په ارزښت په افغانستان کې د امریکا په پیسو له جوړو شوېو تاسیساتو یا کار نه اخېستل کېږي او یا ضایع شوي دي.  سیګار په یوه راپور کې چې پرون خپور شو ویلي، دا پروژې چې ښوونځي، سړکونه، محبسونه، روغتونونه، پلونه، یو هوټل او د افغان ځواکونو تاسیسات په کې دي او لګښت یې د امریکا دفاع وزارت، د امریکا د نړیوال پرمختګ ادارې USAID ، OPIC او د بهرنیو چارو وزارت ورکړی یا کار نه دی ترې اخېستل شوی، یا له ټاکلي... Читать дальше...

هشت صبح: خلیلزاد ځان سره کابل او دوحې ته څه نوي وړاندیزونه راوړي؟

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې کابل ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سفر ته په اشارې سره لیکلي چې ښاغلی خلیلزاد د سولې پروسه کې د رامنځته شوېو ستونزو هواري او د دې پروسې په اړه د بحث لپاره د سیمې په سفرونو وتلی. ورځپاڼې لیکلي، خلیلزاد کابل او دوحې ته نوي وړاندیزونه هم له ځان سره راوړي، خو دا چې څه دي په دې اړه دقیق معلومات نشته. د لیکوال په ګمان ممکن د ۷ زره طالب بندیانو خوشې کول، د تاوتریخوالي کمښت او د دوحې هوکړې ته بیا کتنه له هغو وړاندیزونو وي چې خلیلزاد يې طالب او افغان چارواکو ته ولري. Читать дальше...

امریکا: سعودي دې د خاشقجي قضیه کې نور اقدامات وکړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدایالاتونو پر سعودي چارواکو فشار زیات کړی چې د خبریال جمال خاشقجي د وژنې په قضیه کې نور اقدامات وکړي.  د سپینې ماڼۍ په یوه استخباراتي راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شو راغلي چې د خاشقجي قتل سعودي ولیعهد محمد بن سلمان تایید کړی و. په ملګرو ملتونو کې د سعودي عربستان سفیر عبدالله المعلمي پرون دا راپور رد کړ.  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون دوشنبه(د کب ۱۱مه) وویل، متحدو ایالاتو سعودي عربستان ته په ډاګه ویلي دي چې د خاشقجي وژنه لا هم امریکا ته د منلو وړ نه ده. ښاغلي... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Потапова победила Самсонову в первом круге турнира WTA в Штутгарте






В подмосковном ЖК «Жаворонки Клаб» построят два дома

Студенты колледжа «Подмосковье» победили в конкурсе кулинарного мастерства

Ректора Института русского языка имени Пушкина сняли с должности

Пикник «Афиши» вернется летом 2024 года: фестиваль впервые пройдет в Петербурге