ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

Новости за 03.06.2021

د کابل محمد علي جناح روغتون کې د کرونا ناروغانو لپاره نوې څانګه پرانیستل شوه

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې په چټکۍ سره د کرونا وبا د درېیمې څپې خپرېدو، د عامې روغتیا وزارت مجبور کړی چې د ناروغانو لپاره بېړني ګامونه واخلي. تازه د دې وزارت چارواکو په کابل کې د محمد علي جناح روغتون یوه برخه د 'کووېډ-۱۹' د ناروغانو لپاره پرانیسته. د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر وحید مجروح د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۳» د دې روغتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل، دا مرکز د ظرفیت له اړخه د روغتیايي خدمتونو په برخه کې یو لوی مرکز دی چې اکسیجن هم په‌کې دننه تولیدېږي، داسې مهال چې یو ډېر شمېر نورو روغتونونو... Читать дальше...

د چاپېریال ساتنې ملي اداره د افغانستان ۱۲ سیمې خوندي ځایونه اعلانوي

Pa.azadiradio.com 

د چاپېریال ساتنې ملي اداره ډېر ژر د افغانستان ۱۲ نورې سیمې د خوندي ځایونو په توګه اعلانوي. د دې ادارې له قوله، د دې سیمو لومړنۍ څېړنې چې په ۱۱ ولایتونو کې دي، بشپړې شوي او هغه اسناد چې اړتیا یې ده، هم پوره شوي دي. د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د طبیعي میراثونو رئیس جلال‌الدین ناصري د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۳» ازادي راډیو ته وویل، دا سیمې له طبیعي پلوه با ارزښته دي باید هلته مهم کارونه وشي. ښاغلی ناصري وايي: "څېړنو او مطالعاتو ښودلې چې دا سیمې د چاپېریال ساتنې له اړخه ډېر ارزښت لري... Читать дальше...

د خبریال حامد میر ژوند او کارنامې

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې یې پر یوه خبریال د برید پرضد د مظاهرې پر وخت د پاکستان پر اېسټیبلېشمنټ او استخباراتي ادارو د نیوکې وروسته مشهور خبریال حامد میر د سیاسي بحثونو له پروګرام، کیپيټل ټاک نه لیرې کړل شوی دی. خو نوموړی وايي، څو واره پرې بندیز لګېدلی او نوکري یې ختمه شوې، حتي چې قاتلانه برید هم پرې شوی خو د حق له اواز پورته کولو به منعې نشي. د حامد میر لنډه پیژندګلو په دې رپورټ کې کتلی شئ. ویډیو او تصویرونه: رویټرز، اې ایف پي، اي پي اې  ایډېټ او رپورټ: منورشاه

پاکستان کې پر خبریالانو د حملو زیاتېدو د بشر حقونو څو مؤسسو اندېښنه پارولې

Pa.azadiradio.com 

د بشر حقونو څو نړیوالو مؤسسو په پاکستان کې پر خبریالانو د حملو پر زیاتېدو اندېښنه ښوولې ده.  دوی د پاکستان پر حکومت انتقاد کړی او په دې برخه کې یې د څېړنو غوښتنه کړې ده.  د بشر حقونو څارونکې ډلې، د بخښنې نړیوال سازمان او د حقوق‌پوهانو خپلواک کمېسیون په داسې حال کې ګډه اعلامیه خپره کړې چې په پاکستان کې پر ازادو رسنیو فشارونه او حملې ډېرې شوې دي.  دغو درې مؤسسو ویلي چې پر هغو ژورنالېستانو چې د حکومت او پوځ پر ضد انتقادي لیکنې خپروي، د فشار او حملو زیاتوالی د اندېښنې وړ دی.

عبدالله: که طالبان د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته جګړه روانه ساتي، تاریخي تېروتنه کوي

Pa.azadiradio.com 

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، سولې ته د رسېدو هیله شته، خو که مقابل لوری (طالبان) جګړې ته دوام ورکړي، هېڅکله به روانه جګړه پای ته ونه‌رسېږي. عبدالله عبدالله چې د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۳» کابل کې د وزیر محمد اکبر خان جومات د مخکېني خطیب محمد ایاز نیازي د وژل کېدو د لومړي تلین په مراسمو کې خبرې کولې وویل، که د جګړې مقابل لوری فکر کوي چې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته سولې ته اړتیا نه‌شته او جګړې ته دوام ورکوي، "لویه تاریخي تېروتنه" کوي. ښاغلی عبدالله زیاتوي: "بیا هم افغانانو د (سولې) لپاره خپل چمتووالی وښود. Читать дальше...

د فوټبال ملي ټیم روزونکی: هند موږ ته لوی چلنج دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم روزونکي انوش دستګیر له بنګله دیش سره تر لوبې مخکې وویل چې دغه هېواد ته په درناوي خو د دریم ځای لپاره به اصلي لوبه له هندوستان سره وي. افغانستان د نړیوال جام او اسیايي جام د غوراوي سیالیو په E ګروپ کې له بنګله دیش، عمان او هند سره مخ کیږي. د بنګله دیش په وړاندې نن ماښام لوبه ده چې د قطر په جاسم بن حمد سټډيوم کې ترسره کیږي. افغانستان د اسیايي ملتونو اتلولۍ جام ته د وتلو لپاره باید د هند او بنګله دیش ټیمونه مات او دریم ځای ونیسي

ایران او ۴ نورو هېوادونو ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي خبرداری!

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتو سرمنشي انتوني ګوتریش پرون چهارشنبه (د غبرګولي په ۱۲مه) وویل، که ایران او څلور نور هېوادونه د دې سازمان په عملیاتي بودجه کې خپله ونډه ادا نه کړي، دا هېوادونه به د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د رایې حق له لاسه ورکړي. سرمنشي د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ رييس ولکان بوزکر ته په یوه لیک کې ویلي، ایران، د منځنۍ افریقا جمهوریت، کومرس، سایوتومې او سومالیا به په دې خاطر چې د ملګرو ملتونو پوروړي دي، په عمومي اسمبلۍ کې د رایې له حقه بې برخي شي. د ملګرو ملتونو د منشور د ۱۹مې مادې له مخې، که... Читать дальше...



دونالډ ټرامپ خپله ټویټر پاڼه تړلي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپله ټویټرپاڼه بنده کړه. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، ټرمپ چې لا هم په ټویټر او فیسبوک کې یې پر اکاونټونو بندیز دی، د چهارشنبې (د غبرګولي په۱۲مه) په ورځ وویل، خپله ټویټرپاڼه چې له تېرې میاشتې راهیسې یې د وېبلاګ په بڼه فعاله کړې وه، یو مخ بندوي. نیویارک ټایمز ټرمپ ته د نږدې کسانو په قول لیکلي چې پخواني ولسمشر د دې لپاره خپله ټویټرپاڼه بیخي بنده کړې چې لږ کسانو دا پاڼه لیدله. ټویټر او فیسبوک وروسته له دې چې د ټرمپ پلویانو پر کانګرس یرغل ور وړ، د ټرمپ اکاونټونه وځنډول.

ملګري ملتونه: طالبان افغانستان ته ننګونی ګواښ دی، القاعده سره یې لا اړېکې شته

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکې لري او هېڅ داسې نښه نه‌شته چې وښيي چې دواړو ډلو دا اړیکې پرې کړي وي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور چې د چهارشنبې (د غبرګولي ۱۲مه) په ورځ خپور شو، د طالبانو او القاعده روابط له افغانستان سربېره، د امریکا لپاره هم یو ننګونی ګواښ بولي. د دې مهم نړیوال سازمان په راپور کې راغلي، د القاعده شبکې مهم مشران د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمو کې ژوند کوي. په دې راپور کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري مړینه هم نه ده تایید شوې.... Читать дальше...

د اروپایي اتحادیې ۷ هېوادونو د سفر لپاره د کرونا ډیجیټلي جواز ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي اتحادیې ۷ هېوادونو په اروپا کې دننه د دوبي په سفرونو کې د اسانتیا د راوستلو لپاره پرېکړه وکړه چې د کرونا ډیجټلي جواز به ورکوي.  د اروپايي کمېسیون له اعلان سره سم، چک جمهوریت، بلغاریا، ډنمارک، کرویشیا، جرمني، پولنډ او یونان هغه هېوادونه دي چې په دې برخه کې یې د جواز ورکړه پیل کړې ده.  دا ډیجټلي جواز هغه چا ته ورکول کېږي چې د کرونا ضد واکسین یې کړی وي، یا یې کرونا تېره کړي وي او یا هم منفي ټېست ولري.  په پام کې ده چې نور اروپايي هېوادونه هم دا پروسه پیل کړي.

په قبایلي سیمو کې د ښځو حقونه او رواجونه

Mashaalradio.com 

د قبایلي ضلعو په خییر پښتونخوا د ورګډیدو باوجود اوس دغلته ځینې داسې رسمونه رواجونه دي چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي. په دې کې د ''ږغ یا اړه'' دود هم چې د ښځو ژوند یې له ستونځو سره مخ کړې دې. د خییر پښتونخوا اسمبلۍ په دغه اړه قانون سازي کړې ده او دا یې یو جرم ګرځولې دې خو بیا هم وخت په وخت د ''غږ'' په نوم د ښځو د حقونو سرغړونې کېږي. پولیس وايي په جنوبي وزیرستان کې یې تراوسه په دغه جرم کې اته مقدمې درج کړي دي. نن پرې د کرښې پر غاړه کې بحث کوو. کوربه شاهین بونیرې دی

د ډاکټر اشرف علي ژوند او کار

Mashaalradio.com 

د مشال مرکه کې ډاکټر اشرف علي ميلمه دی. نوموړي د افغانستان او قبايلي سيمو په اړه پي ايچ ډي يا لوړي زده کړې کړي، د دې ترڅنګ د قبايلي علاقو په اړه د يو څيړنيزي اداري مشر پاتې شوی او له ملګرو ملتونو سره يې د قبايلي سيمو پرمختګ په اړه هم کار کړي دي.  د مشال مرکې خپرونې کوربه ګل اياز دی.

نړیوال فوټبال؛ فرانسې لوبډلې ولز ته ماته ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د اروپا د فوټبال ملي لوبډلو په دوستانه لوبو کې فرانسې لوبډلې ولز ته ماته ورکړه. په دغو لوبو کې فرانسې درې د صفر په مقابل کې ولز ته ماته ورکړه. جرمني له ډنمارک سره یو د یو په مقابل کې مساوي لوبه وکړه، همدا شان سکاټلنډ د هالنډ پر وړاندې دوه د دوو په مقابل کې مساوي شوه، خو انګلستان یو د صفر په مقابل کې اتریش ته ماته ورکړه.

د ملي امنیت ریاست: هرات کې پر دولتي تاسیساتو ۲ بریدګر نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په هرات کې پر دولتي تاسیساتو دوه حمله کوونکو د نیولو خبر ورکوي. د دې ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې نیول شوېو کسانو غوښتل د موټر بم په وسیله په هرات ولایت کې ځینې دولتي تاسیسات په نښه کړي. په اعلامیه کې راغلي دي چې دغه وسله والې ډلې په هرات کې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د متحده ایالاتو په قونسلګرۍ، په دې ښار کې په بېلابېلو اختطافونو، چاودنو او ناامنیو کې هم لاس درلود. د ملي امنیت د عمومي ریاست له لوري، نیول شوي کسان د طالبانو وسله وال بلل شوي... Читать дальше...

ننګرهار چارواکي: د ګڼ پاکستانیانو په ګډون ۹۲ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې د دغه ولایت په پچیراګام او هسکه مېنه ولسوالیو کې ۹۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.  د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، دا کسان په تېرو دوو ورځو کې په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې وژل شوي دي:"د ننګرهار ولایت هسکه مېنې ولسوالۍ او پچیراګام ولسوالیو په مربوطاتو کې نن ورځ د هوایي او توپچي بریدونو په پایله کې د ګڼ شمېر پاکستانیانو په ګډون ۹۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي."  طالبانو د ننګرهار د والي د ویاند د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له تېرو... Читать дальше...

د سولې مذاکره کوونکي پلاوي رئيس د اروپايي ټولنې له استازي سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نېکلاس سره د سولې- اوربند او د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي په اړه خبرې وکړې.  په دې کتنه کې ښاغلي ستانکزي وویل، په افغانستان کې روانه جګړه هېڅ راز مشروعیت نه لري او د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی د سولې خبرو ته پوره چمتووالی لري او له مقابل لوري هم د جدي ارادې هیله کوي.  ښاغلي نیکلاسن وویل چې اروپايي ټولنه د سولې په پروسه کې د ټولنې د بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د ښځو او ځوانانو د رول ملاتړ کوي.

ناسا:د زُهرې سیارې د اتوموسفیر لپاره دوه ماموریتونه لرو 

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره یا ناسا وايي، د زهرې یا وینوس سیارې د اتوموسفیر او د دې سیارې د سطحې د اجزاوو د څېړنې لپاره دوه ماموریتونه لري.  له دغو ماموریتونو ځینې هر یو ۵۰۰ میلیونه ډالره بودجې ته اړتیا لري او په پام کې ده چې د ۲۰۲۸ او ۲۰۳۰ کلونو ترمنځ اجرا شي.  د ناسا رييس بیل نیلسن وايي، دا دوه ماموریتونه به موقع په لاس ورکړي چې له څه باندې دېرش کلونو وروسته یو وار بیا دې سیارې ته پام واړوي.  ناسا وروستی ځل په ۱۹۹۰ میلادي کال د زهرې مدار ته یوه ستوربېړۍ لېږلې وه.

ملګري ملتونه: د طالبانو له لوري افغان حکومت ته ګواښ زیات شوی

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو له لوري د افغانستان حکومت ته ګواښ زیات شوی او دا ډله لا هم له القاعده شبکې سره نژدې ده.  د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دې راپور کې چې پرون چهارشنبه(د غبرګولي ۱۲مه) خپور شو، ویل شوي، که ضروري اقدامات ونه شي، ممکن دا ډله بیا واک ته ورسېږي.  دا راپور چې د ملګرو ملتونو څارونکې ډلې چمتو کړی، په داسې حال کې خپور شو چې په راتلونکو څو میاشتو کې درست نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي.  د ملګروملتونو دا ډله چې په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو د څارلو... Читать дальше...

Новости России
Москва

Архитектурные доминанты округов Москвы


په جانيخېلو او ميرامشاه کې د ناامنيو پرضد پرلتونه لا هم دوام لري

Mashaalradio.com 

د بنو په جانيخېلو کې د يوه مشر تر وژل کېدو وروسته پیل شوی احتجاج نن د جون پر درېیمه نېټه هم دوام لري. د سيمې خلکو د مې پر ۳۱مه نېټه له هغه وروسته پرلت ورکړ چې نامعلومو کسانو د جانيخېلو يو مشر ملک نصيب خان وواژه. دوی د مړي له ښخولو انکار کړی او غوښتنه کوي چې حکومت دې په سيمه کې امن راوستو په اړه پر شوي لیکلي ټړون دې عمل وکړي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.

د سامبو کورش افغان لوبډله ازبیکستان ته لاړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سامبو کورش لوبډله په اسیايي سیالیو کې د ګډون لپاره ازبیکستان ته ولاړه. د بدني روزنې عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، اسیايي سیالۍ به د جوزا میاشتې په ۱۳مه نېټه په تاشکند کې جوړې شي چې د ۳۰ اسیايي هېوادونو لوبغاړي به په کې ګډون وکړي. په اعلامیه کې زیاته شوې چې په افغان لوبډله کې به ۴ لوبغاړي، دوه لوبڅاران او ۳ داوران په دغو سیالیو کې ګډوه  وکړي. ویل کېږي چې له سیالۍ وړاندې به، له سیالیو سربېره به د دوارۍ او لوبڅارنې سیمنارونه هم جوړ شي.

د ارزګان امنیه قوماندان: ګېزاب ته به ژر اضافي ځواکونه ورسیږي، سقوط یې نه دی کړی

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت امینه قوماندان وايي، ګېزاب ولسوالۍ ته په ډېر ژر اضافي ځواکونه ورسېږي، نوموړي هغه خبرې رد کړې چې د ولسوالۍ ودانۍ، د ملي امینت، محبس او د ولسوالۍ بازار دې طالبانو نیولي وي. امنیه قوماندان عالي احمد عطايي نن پنجشنبه (د غبرګولي ۱۳مه) ازادي راډيو ته وویل چې په ګېزاب ولسوالۍ او مرکز ترینکوټ کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شا تمبولي او طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې، خو د افغان سرتیرو د مرګ ژوبلي په اړه یې څه ونه ویل. نوموړی وايي، ګیزاب ولسوالۍ ته اضافي ځواکونه د رسېدو په حال کې دي... Читать дальше...

فعالان او ځوانان: د خوست دولتي ځمکې پټ او څرګند 'چور' او 'تالانیږي'

Pa.azadiradio.com 

د خوست مدني فعالان، ځوانان او اوسیدونکي له ولایتي ادارې غواړي چې د دې ځای ځمکې دې د کورونو او شخصي موخو په خاطر نه ویشل کېږي. دوی وايي، د ځینو معلوماتو له مخې د نمونوي لېسې ترڅنګ د ازادۍ مېنې په 'بي' رېزرف سیمه کې  ځمکه سکېج شوې او چارواکي يې په پټه په خپلو منځو کې د کورونو د جوړولو لپاره ویشي. فعالانو چې د چهارشنبې ورځې ناوخته يې د یوې اعتراضیه ناستې په ترڅ کې رسنیو سره خبرې کولې، خبرداری ورکړ که ولایتي مسوولین يې غږ وانه وري، نو دوی به د ارګ مخې ته ورشي او د خوست د ځمکو د تالان پر وړاندې به د مخالفت غږ اوچت کړي. Читать дальше...

ولسمشر غني: د کانونو د کېندنې بهیر دې چټک شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د کانونو د کېدنې بهیر پر چټکوالی ټینګار کړی دی. د جمهوري ریاست له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې تېره ورځ د ښاغلي غني په مشرۍ د هېواد د کانونو د امنیت په تامین په جوړه شوې غونډه کې په دې اړه بحث وشو. اعلامیه زیاتوي، محمد اشرف غني ټینګار کړی چې غیر رسمي اقتصاد باید په رسمي اقتصاد بدل شي او د کانونو د کېندنې بهیر دې چټک او د پېرلو لپاره ورته ملي، سیمه ییز او بین المللي بازارونه وموندل شي. دا په داسې حال کې ده چې لا هم په افغانستان کې د ناامنیو له امله... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Янник Синнер

Янник Синнер поделился впечатлениями от общения с игроками сборной Италии по футболу






В Ульяновске теперь по 5! За год резко подорожали услуги проституток

Коридор затмений до 8 апреля: как правильно загадывать желания

Telegram-канал Mash: ведущий Куличков попал в больницу с инсультом в Подмосковье

В Улан-Удэ по мастер-плану проектируют 2 из 9 путепроводов