ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

Новости за 05.06.2021

عمران خان: د افغانستان پر وړاندې د پاکستان سیاست بدل شوی ​

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم عمران خان رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان پر وړاندې د اسلام اباد سیاست بدل شوی دی. هغه ټینګار وکړ چې حکومت یې د پخواینو حکومتونو په څېر نه دی او افغانستان ته د ستراتیژیک عُمق په سترګه نه ګوري. عمران خان سره د رویټرز د خبري اژانس د مرکې ځینې برخې دلته کتلای شئ:

د ارزګان د ګېزاب جګړه؛ اوسیدونکي: دولت دې اضافي سرتیري واستوي، والي ډاډ ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې ۲۷ طالبان او درې افغان سرتیري وژل شوي دي. د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد رسنیو ته ویلي چې افغان ځواکونو د دغه ولایت په ګېزاب او چوره ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه تمبولي دي. ښاغلي شېرزاد زیاته کړه: "پر ګېزاب ولسوالۍ تېره شپه یو ځل بیا وسله والو طالبانو ډله ییز برید کړی چې د افغان ځواکونو د ځوابي برید پرمهال ۲۵ طالبان وژل شوي او ۲۰ نور یې ټپیان دي. د یادې جګړې پر مهال د ملي اردو یو سرتیری او دوه پولیس وژل شوي او پنځه... Читать дальше...

کرونا؛ د ننګرهار ځینې زده کوونکي: حکومت دې د 'رخصتۍ' پرېکړه بېرته واخلي

Pa.azadiradio.com 

له هغه وروسته چې په هېواد کې د کرونا ویروس درېیمه څپه په چټکۍ سره مخ په پراخېدو ده، ورسره د دوه اوونیو لپاره دولتي، خصوصي پوهنتونونه او ښوونیزو مرکزونه د رخصتېدو پرېکړه وشوه، هغه چې په ننګرهار ولایت کې له غبرګونونو سره مخ شول.  د ننګرهار د یو شمېر پوهنتونونو او ښوونځيو محصلان او زده کوونکي شکایت کوي چې د ښوونیزو ادارو په بندېدو سره یې درسي بهیر ځګه له ننګونو سره مخ شوی چې په خبره یې، د انټرنیټي او برېښنایي کمزورتیا له کبله ورته په کور کې زده کړې سختې دي.  د ننګرهار د یوه خصوصي ښوونځي زده کوونکی... Читать дальше...

خبرياله 'خیري' خاورو ته وسپارل شوه؛ خبریالان لا ډېر اندېښمن شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان خبريالانو کورنۍ يوه بله خبرياله خاورو ته وسپارله. د اريانا راډيو ټلوېزيون خبرياله مينا خيري چې د پنجشنبې په ورځ له خپلې مورسره يوځای په يوه چاودنه کې ووژل شوه، نن شنبه خاورو ته وسپارل شوه. مينا خيري له پنځو کالو راهيسي خبريالي کوله. دې پېښې يو ځل بيا افغان خبريالان وګواښل او دوی یې د پخوا پرتله لا ډېر اندېښمن کړل. په دې وروستيو کې افغانستان کې د خبريالانو، مدني فعالانو او نامتو څېرو ترورونه زيات شوي دي. د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې د شمېرو له مخې په تېر يوه نيم کال کې د رسنيو ۱۲ کار کوونکي وژل شوي دي. Читать дальше...

د هدفي وژنو په اړه پر ټویټر اعتراضونه؛ "د هزاره ګانو نسل وژنه دې بنده شي"

Pa.azadiradio.com 

‎د کابل په لویدیځ کې د هدفي وژنو په اړه پر ټویټر اعتراضونه! ‎د دغې ټولنیزې رسنۍ ډېری افغان کاروونکو 'د هزارګانو نسل وژنه بنده کړئ' هشټک په کارولو غوښتنه کړې چې دغه حملې د هزارګانو د نسل وژنې په توګه په رسمیت وپېژندل شي او مخه یې ونیول شي. ‎د سیاسي چارو فعال اصف اشنا چې د اعتراض کوونکو له ډلې دی وایي، په ټوله نړۍ کې یو شمېر اعتراض کوونکي چې افغانان دي، دغه ۲۴ ساعته لړۍ پیل کړې ده. ښاغلي اشنا زیاته کړه: "پر ټویټر د دغه انټرنیټي عدالت غوښتنې هدف د هدفي وژنو په رسمیت پېژندل دي چې له څو کلونو راپه... Читать дальше...

بڼوالۍ کې د مېرمنو ونډه؛ د فراه له کروندګرې نورزۍ سره اشنا شئ

Pa.azadiradio.com 

په فراه ولایت کې ډېری کسان په کرنه او باغداري کې بوخت دي، خو معمولاً نارینه دا کار کوي. څه موده کېږي چې یو شمېر مېرمنو هم باغدارۍ او کرنې ته مخه کړې ده. دوی له دې لارې د خپلو کورنیو اقتصادي وده کې مرسته کوي. رسمي شمېرې ښيې چې دا مهال په فراه کې د ۲۰۰ څخه ډېرې مېرمنې په کرنه کې بوختې دي چې شمېر مخ په ډیرېدو هم دی. په دې ویډیويي راپور کې تاسو له یوې کروندګرې فرزانې نورزۍ سره اشنا کوو.

له ۳ میاشتو وروسته اریانا شرکت خپله الوتکه له روسیې راستنه کړه

Pa.azadiradio.com 

اریانا افغان هوایي شرکت خپله یوه مسافر وړونکې الوتکه چې د دوی په وینا، د ګمرکي ستونزه له امله روسیې ستنه کړې وه، نن شنبه (د غبرګولي ۱۵مه) یې بېرته کابل ته راستنه کړه. ‎د دغه شرکت د سوداګریز برخې سرپرست مرستیال محمد عمر فراست د شنبې په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، روسیې له څه باندې درېیو میاشتو راهیسې د دوی اړوند یوه مسافر وړونکې الوتکه له دې امله چې ګوندې محاسبوي اسناد یې پر وخت دوی ته نه دي ورکړي، په هغه هېواد کې ستنه کړې وه. نوموړي وویل: "د دې تور پر بنسټ چې زموږ الوتکه درول شوې وه چې ګوندې... Читать дальше...

د کرونا درېیمه څپه؛ روغتیا وزارت: افغانانو! د اکسیجن د تولید ظرفیت محدود دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې ټول ولایتونه د کرونا له کبله اغېزمن شوي، خو څه باندې شل ولایتونه یا د کرونا د درېيمې څپې په اوج کې دي او یا هم د درېمې څپې اوج ته د نږدې کېدو په حال کې دي. د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح پر خپل فیسبوک پاڼې لیکلي چې د کرونا ویروس په درېيمه څپه کې روغتیایي مرکزونو ته د خلکو مراجعه د دې وبا د لومړۍ څپې پرتله ۵ تر ۷ سلنه زیاته شوې ده. ښاغلي مجروح د کرونا ګواښونو ته په پام خبرداری ورکړی او لیکلي یې دي: "هېوادوالو په هېواد کې د اکسیجن د تولید ظرفیت محدود دی. Читать дальше...



کاناډا دارالمعلمینو ته د افغان مېرمنو د هڅونې تبلیغاتي کمپاین پیل کړی

Pa.azadiradio.com 

کاناډا غواړي د افغانستان په ښوونځیو کې د ښځینه مسلکي ښوونکو ستونزه کمه کړي. په دې مقصد یې په دې وروستیو کې یو کمپاین پیل کړی چې د کاناډا د نړېوالې پراختیايي ادارې له خوا تمویل او افغان ښځو سره د کاناډا د ښځو موسسې په همکارۍ پلې کېږي. د دې کمپاین په ترڅ کې به افغان نجونه او ښځې وهڅول شي چې د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې د ښوونکو د روزنې په مرکزونو 'دارالمعلمینونو' کې شامل شي او په دې توکه به د نجونو زده کوونکو په شمېر کې هم زیاتوالی راشي. افغان ښځو لپاره د کاناډا د ښځو موسسې د پروګرامونو مسوول... Читать дальше...

افغانستان او ترکمنستان د ځینو پروژو په اړه تفاهم ­لیکونه لاسلیکوي

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران په هرات ولایت کې د ټاپي ترڅنګ د ځینو پروژو په اړه د همکاریو تفاهم­لیکونه لاسلیک کړي.  د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، حامد تهذیب رسنیو ته وویل، دغه سندونه به د محمد حنیف اتمر او رشید میرِدوف له خوا نن  لاسلیک شي: "د زېربنايي پروژو، تجارت، پاسپورټ، د ټاپي په ګډون د انرژۍ د انتقال او نورو پروژو د تطبیق او لا پراختیا تر څنګ په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د افغانستان او ترکمنستان د اړیکو د لا پیاوړتیا پر لارو چارو بحث او د نظرونو تبادله... Читать дальше...

پاکستان د تیري کوونکو، له جنسي صلاحیته محرومولو قانون جوړوي

Mashaalradio.com 

د پاکستان د قامي اسمبلۍ د "انصاف او قانون قايمه کمېټۍ" د جون پر څلورمه، پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېري خلاف د قانوني مسودې منظوري ورکړه. د قايمه کمېټۍ او د واکمن پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي جنېد اکبر د جون پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، دا بِل (قانوني مسوده) د پاکستان د وزیراعظم عمران خان په حکم وړاندې شوی او هغوی تمه لري چې له دې سره به د جنسي تېریو پېښې کمې شي. نوموړی وايي، په پاکستان کې د رسنیو له زیاتېدو سره اوس د جنسي تېریو پېښې پټې نه پاتې کېږي او خلک پر دې معامله چوپه خوله نه پاتې کېږي. Читать дальше...

له جګړه ځپلي هلمنده د موسیقۍ غږ؛ د سندرغاړي خوشحال ۲۰ کلنې مبارزې رنګ راوړ

Pa.azadiradio.com 

له جګړه ځپلي هلمنده، د ټوپک د مرمۍ تریخ نه بلکې د موسیقۍ نرم او خوږ غږ، دا غږ د سندرغاړي فرید خوشحال دی چې ۲۰ کال کېږي د هلمند په څېر یوه کلتوري ټولنه کې سندرې وايي چې اوس يې خپل دوه زامن هم سندرو ویلو ته تشویق کړي دي. خوشحال وايي، زامن يې چې یو ۱۸ کلن او بل ۱۵ کلن دی او په وینا یې په په سندرو ویلو کې یې زیات مهارت او شهرت موندلي. دی زیاتوي چې د لومړي ځل لپاره یې مور ته سندره ویلې او په وینا یې همدې سندرې له لارې یې شهرت وموند او خلکو هم تشویق کړ. خوشحال وايي: " ۲۰ کاله کېږي چې په یوه داسې... Читать дальше...

چارواکي: په هرات کې د اوبو لګولو ۸ کانالونه جوړیږي

Pa.azadiradio.com 

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې له لارې په هرات کې د اوبو لګولو اته کانالونه جوړوي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه (د غبرګولي په ۱۵مه) ازادي راډيو ته وویل، په دغو پروژو کې د هزاره‌ګي اسیا کانال، جوی کج، شادي بره علیا، شادي بره سفلی، نیسان، صالح‌آباد ،غنجان او پوشان کانالونه شامل دي چې د انجیل او غوریان په ولسواليو کې جوړېږي. د نوموړي په خبره ياد کانالونه چې ټوليز لګښت يې څه باندې ۱۲۱ميليونه افغانيو ته رسېږي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت... Читать дальше...

د برېښنا شرکت د میټرونو د وېش لړۍ بیا پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، سبا یکشنبه(د غبرګولي ۱۶مه) به د میټرونو د وېش لړۍ له شااوخوا یو نیم کال ځنډ وروسته بېرته پيل شي. د دغه شرکت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د میټرونو وېش دا لړۍ له څه مودې راهیسې د ځینو ستونزو له امله درول شوې وه. اعلامیه زیاتوي، په ټول افغانستان کې د میټرونو د وېش یو واحد او منظم سیسټم رامنځته شوی چې ټول ټال د ۲.۵ میلیونه میټرونو د وېش ظرفیت لري. اوس مهال د افغانستان برېښنا شرکت په ټول هېواد کې شااوخوا ۱.۷ میلیونه پېرودونکي یا مشترکین لري چې له دې شمېر نږدې ۷۰۰ زره پیرودونکي په کابل کې دي. Читать дальше...

ننګرهار چارواکي: دوه تنه د داعش سره د اړیکو په تور نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، د داعش افراطي ډلې د ارتباط په شک دوه کسان نیول شوي دي.   دغه دفتر نن شنبه (د غبرګولي ۱۵مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، یو تن د داعش ډلې د لویو حملو او بل تن د دې ډلې د مالي چارو د تنظیم په تور نیول شوی دی.  داعش تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. د ننګرهار مطبوعاتي دفتر په بله اعلامیه کې ویلي چې تېره شپه د ملي اردو ځواکونو د خوګیاڼو ولسوالۍ په قیلغو سیمه کې د وسله والو طالبانو یوه ډرون کامره ویشتلې او ویجاړه کړې ده.  د اعلامیې له مخې په سیمه کې د دې... Читать дальше...

د بلاروس جلاوطنه وګړي د بلاروس او پولنډ پر پوله اعتراضونه کوي

Pa.azadiradio.com 

د بلاروس جلاوطنه وګړي په پام کې لري چې نن شنبه (د غبرګولي ۱۵مه) د بلاروس او پولنډ پر پوله اعتراضونه وکړي.   دوی به له اروپايي ټولنې د الکساندر لوکاشینکو د رژیم پر خلاف د نورو بندیزونو غوښتنه وکړي.   دوی به په عین حال کې د بلاروس له چارواکو وغواړي چې د خپلو اتباعو لپاره ځمکني سرحدونه پرانیزي.  د اعتراضونو یوه تنظیموونکي پاول لاتوشکا وویل، دوی د چټک اقدام غوښتنه کوي، خو بېره لري چې اروپايي ټولنه به د لوکاشینکو د رژیم د مجازاتو لپاره واقعي اقدام ونه کړي. پر پوله دا اعتراضونه داسې مهال کېږي چې... Читать дальше...

عمران خان: پاکستان د افغانستان پر وړاندې د څو لسیزو پالیسي بدله کړې

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي چې د ده حکومت په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق د څو لسیزو پالیسي او په افغانستان کې د 'دوست' حکومت د لرلو تګلاره بدله کړې ده.  په کابل کې د پاکستان سفارت په راستولي خبرپاڼه کې د ښاغلي عمران خان په قول ویلي: "د افغانستان هر حکومت چې د خلکو له لوري غوره شوی وي او له پاکستان سره معامله کولی شي، پاکستان باید په افغانستان کې د انحصار هڅه ونه کړي."  عمران خان ویلي: "د پاکستان پخوانۍ پالیسي دا وه، کله چې وېره وه چې که په افغانستان کې د هند نفوذ زیات شي، بیا پاکستان په... Читать дальше...

Новости России
Москва

«Радио Зенит» – информационный партнер форума «Мы вместе. Спорт»


د پکتیا ځدراڼ مېشته اوسیدونکي: لاهم د ژوند له اساسي اړتیاوو بې برخې یو

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا د درېیو ځدراڼ مېشتو ولسوالیو خلک د افغان حکومت غواړي چې د یادو سیمو بیارغونې او د خلکو د ستونزو حلولو ته پاملرنه وکړي. دوی په شواک، ګرده څېړۍ او وزې ولسوالیو کې د خلکو او ځوانانو بې کاري، د څښاک د پاکو اوبو کمښت، پوهنې، روغتیا او کرنې په برخو کې د اسانتیاوو نشتون، د دوی له اساسي ستونزو څخه بولي. د وزي ځدارنو ولسوالۍ اوسیدونکي قادرګل ازادي راډیو ته وویل، د دې سیمو خلک تراوسه هم د ژوند له هغو اساسي اړتیاوو بې برخې پاتې شوي دي: "دلته خلک د اوبو په رابطه ستونزه لري، د ښوونې روزنې په اړه ستونزه... Читать дальше...

د بندیزونو دوام؛ د اروپايي اتحادیې له هوايي ډګرونو بلاروسي الوتکې منع شوې

Pa.azadiradio.com 

اروپايي اتحادیې د جمعې له ورځې د دې اتحادیې د غړیو هېوادونو په فضا کې د بلاروس د الوتکو تګ-راتګ او د دغو هېوادونو په هوايي ډګرونو کې د بلاروس د الوتکو ناسته منع کړه.  له دې سره په یو وخت د بلاروس د اپوزیسیون یوه مشر چې له هېواده بهر دی، د بلاروس د حکومت پرضد د لوېدیځوالو له لوري د لا سختو بندیزونو د لګېدو غوښتنه وکړه.  د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اروپايي اتحادیې دا پرېکړه د رایان اییر هوايي شرکت د الوتکې د جبري کښته کولو او په هغې کې د یوه مخالف خبریال د نیولو په ځواب کې د بلاروس د حکومت پرضد د لا پراخو جزايي اقداماتو یوه برخه ده.

بلوچستان کې افغان کډوالو ته د کووېډ-۱۹ واکسین ورکول پیل شوي

Mashaalradio.com 

د روغتیا اداره وايي، د بلوچستان په بېلا بېلو افغان پنډغالو کې یې د کووېډ-۱۹ واکسیني عمل پیل کړی دی. د چارواکو په خبره، په پاتې کیمپونونو کې به هم ژر خپل مرکزونه جوړ کړي چې کډوالو ته د کورونا وایرس ناروغۍ واکسین ولګوي. نور حال په دې ویډیویي راپور کې.

پښتنو ځوانانو کې بيداري پيدا شوې: پروفيسر اعجاز خټک

Mashaalradio.com 

په پېښور پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو څانګې مشر چې پر سيمه ايزو حالاتو یې يو کتاب هم ليکلي دی وايي چې په پښتنو ځوانانو کې بيداري پيدا شوې ده. د مشال مرکه کې مو پروفيسر اعجاز خټک مېلمه دی، کوربه یې ګل اياز دی.

غزني کې ۷۷ سړې خونې جوړې شوي؛ بزګران: محصولاتو مو ښه بازار پیدا کړی

Pa.azadiradio.com 

د غزني بزګران وايي، په دې ولایت کې د سړو خونو په جوړېدو سره یې محصولاتو ښه بازار موندلی او ګټه وټه یې کړې ده. د غزني د ده يک ولسوالۍ ۳۸ کلن اوسیدونکی سیدالرحمن په خپله ولسوالۍ کې په کروندو بوخت دی وايي، د دوی په ولسوالۍ کې د کرنې ریاست له لوري د سړوخونو له جوړېدلو سره د دوی محصولاتو او بیو کې یې ښه والی راغلی دی. نوموړی زیاتوي: "تېر کال په ځانګړي توګه د پیازو د حاصلاتو په وخت کې چې کله به پیاز ورسېدل، بازار به یې نه درلود، یومن به یې له ۲۰ تر ۳۰ افغانیو پورې پلورل کېدل، خو دا چې موږ سړې خونې... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Российская теннисистка Калинская покинула WTA-1000 из-за проблем со здоровьем






Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о сокращении уровня экономических различий между регионами России

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о преимуществах «единого цикла» в высшем образовании

Нулевой ничьей разошлись молодежки московского «Динамо» и воронежского «Факела»

Депутат из Подмосковья получил 7 лет в колонии за производство марихуаны