ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

Новости за 08.06.2021

امریکا ته د سټولټنبرګ سفر او له افغانستان سره د ناټو ژمنو ته بیا کتنه

Pa.azadiradio.com 

امریکا ته د سټولټنبرګ سفر او له افغانستان سره د ناټو ژمنو ته بیا کتنه د ناټو عمومي منشي ینس ټولتنبرګ امریکا ته په خپل یو سفر کې وویل چې له افغانستانه د متحده ایالاتو سرتیرو په وتلو سره به ناټو د افغانانو او امنیتي ځواکونو د ملاتړ نوي پړاو ته داخلیږي. سټولټنبرګ د متحده ایالاتو له ولسمشر جو بایډن سره له کتنې وروسته دا هم وویل چې له امریکایي چارواکو سره يې پر بېلابېلو مسایلو په ځانګړي ډول "روسیه ، چین او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزې" خبرې کړي دي

تندر قول اردو: پکتیا کې د پاکستان د مانسهرې سیمې یو اوسېدونکی نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

افغان ځواکونه په پکتیا کې د پاکستان د مانسهرې سیمې د یوه اوسېدونکي د نیولو خبر ورکوي.  په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند رسنیو ته وویل چې دا کس عظیم اختر نومېږي، په اردو خبرې کوي او په ډنډ پټان ولسوالۍ کې نیول شوی دی.  د ښاغلي مومند په وینا عظیم اختر ویلي دي چې په پاکستان کې یې شپږ کاله ترورېستي زده‌کړې کړي او بیا له یوې ۱۶ کسیزې ډلې سره افغانستان ته راغلی و.  د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو پرون‌یې رسنیو ته دا خبره کړې وه چې د دوی په لیکو کې بهرني جنګیالي نه‌شته.

د اسرائیل پارلمان د نوي ائتلافي حکومت د تأیید لپاره رأیې ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیل پارلمان به د یکشنبې (د جون ۱۳) په ورځ د نوي ائتلافي حکومت د تأیید لپاره رایې ورکړي. له دې سره به د بنیامین نتانیاهو صدارت چې په دغه هېواد کې تر ټولو د اوږدې مودې په مخه صدراعظم پاتې شوی و، پای ته ورسېږي.  نتانیاهو ۱۲ کاله په اسرائیل کې صدراعظم و.

د نړۍ یو شمېر لویې وېب‌پاڼې نن له کاره ولوېدې

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ له یو شمېر لویو وېب‌پاڼو سره نن رابطه قطع شوه.  د راپورونو له مخې د بي‌بي‌سي، فایننشل ټایمز، ګارډین، نیویارک ټایمز، بلومبرګ، سي‌اېن‌اين او لوموند ادارې په ګډون وېب‌پانې نن سهار له کاره ولوېدې.  د امازون ډاټ کام او د بریتانیا د دولت له وېب‌سایټ سره هم رابطه پرې شوې وه. د امریکا په سانفرانسیسکو کې د کلاود په نوم د انټرنټي خدماتو شرکت د دې ستونزې اعلان وکړ او ویې‌ویل چې په دې اړه تحقیقات ادامه لري.

بدخشان کې د پولیسو او اعتراض کوونکو ترمنځ 'اخ‌وډب کې ۳ تنه' ووژل

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان د روغتیا برخې یو چارواکی د پولیسو او څو سوه اعتراض کوونکو ترمنځ د اخ‌وډب پر مهال د درې اعتراض کوونکو د وژل کېدو خبر ورکوي.  د بدخشان د عامې روغتیا رئیس محمد نور خاوري نن ازادي راډیو ته وویل چې د ډزو پر مهال تر ۴۰ ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.  د بدخشان د مرکز فیض‌اباد سلګونه اوسېدونکو نن سهار مظاهره وکړه، دوی ویل چې د شورابک د برېښنا بند د پرانیستو چارې ځنډېدلي، ناامنۍ زیاتې شوي او د څښاک د اوبو ستونزې لري. د ولایت د ودانۍ مخې ته د اعتراض کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ اخ‌وډب رامنځته شو. Читать дальше...

افغانستان کې د کرونا چټک خپرېدل؛ کابل او ۱۶ نورو ولایتونو کې قرنطین وغځېد

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، د پلازمېنې کابل په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې قرنطین دوه اوونۍ نور هم وغځېد. د دغه وزارت ویاند عثمان طارهري ازادي راډیو ته وویل، دا قرنطين چې د شنبې له ورځې به غځېږي دا ځل د ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو ترڅنګ به د ودونو سالونونه، ورزشي کلپونه او د لامبو حوضونه هم په‌کې تړلي وي او د دولت هغه کارکوونکي چې عمرونه‌یې له ۵۵ کلونو لوړ دي او ګواښ ورته متوجې دی هم له کورونو کار وکړي. د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعونو کې ۱،۷۲۴ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۵۴ تنه نور له دغه ویروس مړه شوي دي. Читать дальше...

بشر حقونو نړیوال سازمان: بهرنیانو سره کارکوونکو افغانانو ته دې د ویزو ورکول چټک شي

Pa.azadiradio.com 

د بشر حقونو نړیوال سازمان له هغو هېوادونو چې له افغانستانه‌یې ځواکونه د وتلو په حال کې دي، غوښتي چې د هغو افغانانو خوندیتوب ته دې لومړیتوب ورکړي چې له دغو ځواکونو سره‌یې کار کړی دی. دې ادارې په یوه بیان کې له امریکا، بریتانیا، هالنډ او نورو هېوادونو غوښتي چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو د بهیر تر بشپړېدو مخکې دې ژر تر ژره افغانانو ته د ویزو ورکولو پروسه چټکه کړي. له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې بشپړېږي. خو نیويارک ټایمز ورځپاڼې د یوه امریکايي چارواکي... Читать дальше...

په پېښور کې د واپډا کارکوونکو مظاهره

Mashaalradio.com 

په پېښور کې د جون پر اتمه د واپډا د ټولې صوبې کارکوونکو احتجاجي مظاهره وکړه. دوی وايي، په صوبه کې له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۱ز کاله پورې د بجلۍ کار کولو پر مهال د واپډا تر ۳۰۰ زیات کارکوونکي مړه شوي دي چې ځایونه یې لاهم نه دي ډک شوي. مظاهره چیانو غوښتنه کوله چې حکومت دې ژر تر ژر په ۱۴۰۰۰ خالي څوکیو نور کسان وګوماري. نور حال په دې ویډیويي راپور کې



د بدخشان په لاریونونو کې درې تنه وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان عامې روغتیا ریاست وايي چې د ډزو او تیږو د ویشتلو پر مهال ۴۶ لاریون کوونکي ټپيان او درې نور وژل شوي دي. د بدخشان ولایت سلګونه اوسېدونکو نن دغه ولایت کې د نا امنۍ، د څښاک اوبو د نشتوالي او د شورابک برښنا بند د پرانیستلو په اعتراض لاریون وکړ او دغه لاریون کې دولتي تأسیساتو ته اور اچول شوی دی.

افغانستان کې د جګړې شدت او د څو ولسوالیو سقوط؛ خو تاکتیکي شاتګ څه ته وايي؟

Pa.azadiradio.com 

د تېرې مې مياشتې راپدېخوا د بهرنيو ځواکونو د وتلو د بهير له پيله که څه هم د افغانستان په اکثرو ولسوالیو کې جګړه پراخه شوې او په تېرو درې ورځو کې لږترلږه د څلورو ولسوالیو د سقوط راپورونه ورکول کېږي، خو د افغانستان دفاع وزارت وایي افغان ځواکونو یوازې تاکتیکي شاتګ کړی دی. د دغه وزارت ویاند روح‌الله احمدزي د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۸» ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو دا کار د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنیوي لپاره کړی. ښاغلی احمدزی زیاتوي: "د هېواد په یو شمېر ساحو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو... Читать дальше...

د خلکو ورکولو ضد قانوني مسوده عملي کېدل غواړو: د جبري ورکو کسانو کورنۍ

Mashaalradio.com 

د پاکستان بشري حقونو وزيرې د جون پر اوومه نېټه په قامي اسمبلۍ کې په زوره د خلکو لادرکه کولو عمل د جرم ګرځولو قانوني مسوده وړاندې کړه. په مسوده کې په لادرکۍ کې لاس لرونکي کس ته ۱۰ کاله د بند سزا تجويز شوې ده.

په خوست کې د فوم فابریکه

Mashaalradio.com 

په یاده فابریکه چې تر ۷ لکه ډالرو پورې پانګونه شوې، هره ورځ د ۴ ټنه فوم یا سپنج د تولید ظرفیت لري او اوسمهال په کې تر سلو تنو پورې کاریګر په کار بوخت دي.

د صالح دفتر: د برښنا د ستنو د امنیت طرحه په بشپړیدو ده او ژر به عملي شي

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې تېره شپه د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ په جنوب د اهنګرانو سیمه کې د نامعلومو کسانو له لوري د بمونو په وسیله د وارداتي برښنا دوه ستنې والوزول شوې، د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر وايي، د برښنا د ستنو د امنیت د ټینګښت طرحه د بشپړېدو په حال کې ده او ډېر ژر به عملي شي. د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت د مطبوعاتو او عامه اړيکو رئیس رضوان مراد ازادي راډیو سره په خبرو کې د دغه طرحې جزئیات شریک نه کړل، خو ويې ویل چې د خلکو له مرستې پرته د برښنا د ستنو د امنیت ټینګښت ستونزمن کار دی. ... Читать дальше...

کرونا؛ د کانکور ازموینو لپاره د زده کوونکو روزونکی نظر زلمی مړ شو 

Pa.azadiradio.com 

نظر زلمی چې د طلوع په نوم یې په کابل کې له څو لسیزو راهیسې د کانکور د ازموینو لپاره زده کوونکي روزل، مړ شو. نظر زلمی تېره شپه په روغتون کې د کرونا ناروغۍ له امله ساه ورکړه. په افغانستان کې په کرونا د ټولو اخته کسانو شمېر څه باندې دوه اتیا زره درې سوو ته رسیدلی دی چې له دې ډلې درې زره دوه سوه یو پنځوس کسان مړه شوي دي. ټاکل شوې ده چې د پنجشنبې په ورځ افغانستان ته له چین څخه د کرونا اووه لکه ډوزه واکسین ورسیږي.

روغتیا وزارت د دوو اونیو قرنطین تمدیدوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د راتلونکې اوونۍ له شنبې به د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د دوو اونیو قرنطین تمدید شي.  د دې وزارت مرستیال عثمان طاهري ازادي راډیو ته وویل چې د ښوونې دولتي او خصوصي مرکزونه، د لمبا حوضونه او د ودونو تالارونه به بند وي.  د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې تر بل هر وخت د کورونا د وبا د قربانیانو شمیر په څلرویشت ساعتونو کې زیات و او دا شمیره شپږ پنځوسو ته رسیدلې وه.

امنیتي سرچینه: د فاریاب دولت اباد ولسوالۍ طالبانو نیولې

Pa.azadiradio.com 

د یوې امنیتي سرچینې په وینا د فاریاب دولت اباد ولسوالۍ نن سهار طالبانو نیولې ده. دا خبره یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته وکړه، خو دې سرچینې د خپل نوم له یادولو ډډه وکړه او څرګنده یې کړه چې اجازه نه لري چې له رسنیو سره وغږیږي.  د دې سرچینې په وینا د دولت اباد ولسوالۍ له مرکزه امنیتي ځواکونه د قرمقول په لور شاته شوي دي.  دولت اباد ولسوالۍ له درېیو کلونو راهیسې د دولت مخالفو وسله والو محاصره کړې وه او دې ولسوالي ته به دولت د هوا له لارې اکمالات کول.  د فاریاب چارواکو او شاهین دوه سوه نهه قول اردو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان کې د رېلګاډي د ټکر له امله د مړو شوېو شمېر ۶۲ ته لوړ شو

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په جنوب کې د ریلګاډي د ټکر له امله د مړو شوېو شمېر ۶۲ ته لوړ شو. په دې پېښه کې چې د سیند ایالت د ډهرکي په نوم ښارګوټي کې پرون وشوه په لسګونو کسان ټپیان شوي هم دي. په سیمه کې، د ټکر یوه عیني شاهد شیر محمد اسوشیټیډ پریس اژانس ته وویل: "ما خلک ولیدل چې هر لور ته پراته وو، ماشومان د ریل دننه بند پاتې وو، ژړل یې او د مرستې لپاره یې چیغي وهلې. موږ ځینې وژغورل، د حکومت د ژغورنې ډلې راغلې او عملیات یې پيل کړل. موږ د سیمې له پولیسو سره مرسته وکړه چې خلک د ښار سیمه ییزو روغتونونو ته په موټرو... Читать дальше...

Новости России
Москва

Архитектурные доминанты округов Москвы


له افغان ځواکونو د امریکا او ناټو د ملاتړ نوې بڼه څه مرسته کولی شي؟

Pa.azadiradio.com 

امریکا او ناټو یو ځل بیا ژمنه کوي چې د افغان ځواکونو روزنې، ملاتړ او پوځي تجهیز ته به دوام ورکوي. د امریکا دفاع وزیر جنرال لوېډ اسټن او د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په واشنګټن کې له‌خپل‌منځي غونډې وروسته ویلي، له افغانستان او له افغان ځواکونو د دوی د ملاتړ نوې بڼه به د دې لامل شي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له خپلو خلکو ښه ساتنه وکړي. جنرال لوېډ اسټن له افغانستانه د امریکايي عسکرو وتلو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، دا بهیر ښه روان دی: "له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو بهیر په ښه ډول روان دی. Читать дальше...

د ارزګان والي: چورې ته اضافي ځواکونو رسیدلي، تر ۵۰ طالبان یې وژلي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان والي وايي، د دې ولایت چورې ولسوالۍ ته اضافي سرتیري رسیدلي او په وینا یې هلته لسګونه طالبان وژلي دي. د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد ازادي راډیو ته وویل، په چوره ولسوالۍ کې وضعیت کنټرول دی: "چورې ته اضافي ځواکونه رسیدلي او له ۴۰ څخه ان تر ۵۰ پورې یې وسله وال طالبان وژلي دي." والي زیاته کړه، دا ځواکونه تېره شپه دې ولسوالۍ ته رسیدلي. خو د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ازادي راډيو ته بیا په لیږلي لیکلي پیغام کې د افغان چارواکو دا ادعاوې رد کړې چې ګنې په چوره ولسوالۍ کې دې تر پنځوسو پورې طالبان وژل شوي وي. Читать дальше...

نړیوالو پولیسو ۱۸ هېوادونو کې د منظمو جرمونو پر وړاندې پراخ عملیات پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

په اتلسو هېوادونو کې د منظمو جرمونو پر وړاندې پراخ عملیات د اوسپنیز اړخ په نوم یادېږي. دا عملیات د نړۍ د ګڼو هېوادونو د قانون پلي کوونکو ادارو ترمنځ د همکارۍ پراساس درې کاله روان وو. په دغو هېوادونو کې امریکا، اروپا، اسټرالیا او نیوزیلنډ هم شامل دي.  اسټرالیا او نیوزیلنډ لومړي هېوادونه وو چې په دې اړه یې تفصیلي معلومات علني کړل او ویې ویل چې د نړۍ په کچه د منظمو جرمونو شبکې ته لویه ضربه رسېدلې.   تمه ده 'یوروپول' او 'اېف.بي.ای' په خپلو سیمو کې د دغو عملیاتو په اړه تفصیل شریک کړي.   د اسټرالیا صدراعظم سکاټ مورېسن په یوه خبري غونډه کې وویل... Читать дальше...

مسیر: د ولسوالیو د سقوط تر شا څه دي؟

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو له نور مطالبو سره په خوا کې کابل او سیمې ته د زلمي خلیلزاد د سفر او یو په بل پسې د ولسوالیو د سقوط په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي. هشت صبح هشت صبح لیکلي د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل او سیمې ته داسې مهال سفر کوي چې له سولې د افغانانو تمې پرې شوي او طالبانو جګړه تېزه کړې. لیکوال د طالبانو له قوله لیکلي چې په تېره یوه میاشت کې یې ۱۴ ولسوالۍ نیولي او په تېرو دوو میاشتو کې یې د ولایتونو د نیولو لپاره هم هڅې کړي چې له... Читать дальше...

خوست کې د سپنج 'فوم' جوړولو تولیدي فابریکه جوړه شوه

Pa.azadiradio.com 

په خوست ولایت کې د فوم جوړولو تولیدي فابریکې په فعالیت پيل وکړ. د خوست والي مهمد کټوازي ازادي راډیو ته وویل چې دغه فابریکې باندې ۷ لکه ډالره پانګونه شوې او په ورځ کې د ۴ ټنه فوم یا سپنج د تولید ظرفیت لري .  د نوموړي په خبره دغې فابريکې په مستقیم او غیر مستقیم ډول شااوخوا ۳۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده. ښاغلی کټوازی وايي، دغه فابریکه سموات صنعتي پارک کې په پنځه جریبه ځمکه کې جوړ شوی ده. د خوست ولایت د مقام د معلوماتو له مخې دا مهال په خوست ولایت کې ۲۳۵ لويې او وړې تولیدې فابریکې فعالیت لري.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Виктория Азаренко вышла в полуфинал турнира WTA-1000 в Майами






Жителей Химок пригласили на военную службу по контракту

Собянин рассказал о преображении московского городского вокзала Щербинка

Московский зоопарк назвал сроки, когда панда Катюша уедет в Китай

Инцидент с растоптанным флагом у Кремля получил продолжение: В дело вмешался СК