ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

Новости за 15.06.2021

"امریکا د جګړې له لارې د افغانستان د کنټرول د هرې هڅې سره مخالفه ده "

Pa.azadiradio.com 

راس ویلسن ، په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت سرپرست او شارزدافیر وايي د ده هیواد د جګړې له لارې د افغانستان د کنټرول له هرې هڅې سره مخالف دی. ده دا خبره له ازادي راډیو سره په مرکه کې وکړه. د متحده ایالاتو دغه ډیپلومات په قطر کې خبرې ورو او مایوسوونکې وبللې. د ده د خبرو یوه برخه دلته وګورئ.

بدخشان کې لاریونونه دوام لري، د قربانیانو کورنۍ عدالت غواړي

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان ولایت مرکز فیض‌اباد اوسېدونکو د سې شنبې په ورځ په پرله‌پسې ډول د شپږمې ورځې لپاره لاریون وکړ. د لاریون په لومړۍ ورځ، د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه چې پنځه تنه په‌کې ووژل شول او تر ۴۰ ډېر ټپیان شول. د قربانیانو کورنۍ اوس د پېښې د عاملینو د محاکمه کولو غوښتنه کوي.

د کونړ د شلتن ولسوالۍ چې ان ودانۍ هم نه لري

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې یوازينۍ هغه ولسوالۍ چې لا هم ودانۍ نه لري، مسوولین او مامورین يي کنډوالې ته ورته کرایه کور کې خپلې ورځنۍ چارې پرمخ وړي. د یادې ولسوالۍ د مسوولینو په خبره چې باران کې د کوټو چتونه څاڅي او ډېری وختونه يې اسناد لمدیږي او هره شېبه يې د کوټو راپریوتو وېره وي. دوی وايي، څوک چې د خپلو ستونزو د هواري او یا نورو کارونو لپاره ولسوالۍ ته راځي، هغوی هم د ناستې لپاره مناسب ځای نه لري.

زوی مې پولیسو وژلی: د حسن خان مور

Mashaalradio.com 

څو ورځې وراندې په اسلام اباد کې د حسن خان په نوم ۱۵ کلن ځوان د پوليس په حراست کې مړ شو. د حسن خان خپلوانو تور لګولی چې نوموړي د پوليس په تشدد کې وژل شوی دی. د هغه د مرګ په تور درې پوليسان ګرفتار کړل شوي هم دي. ځلاند یوسفزي د حسن خان له مور سره ویډیويي مرکه کړې. ويډيو: عمران يونس

افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۸ تنه د کرونا له امله مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان عامې روغتيا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ويروس د اخته شويو او  له دې ویروسه د مړو شويو شمېر اعلان کړ. له دغه وزارت د خپرو شويو معلوماتو  پر بنسټ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۳،۸۷۵ کسانو کرونا ټسټ شوې چې ۱،۶۴۷ کسان په دغه ویروس اخته پېژندل شوي. دغه‌شان په همدې موده کې ۷۸ کسان ترې مړه شوي او ۲۳۲ ترې روغ شوي دي. په دې سره په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له خپرېدو تر اوسه ۹۴،۹۱۹ کسان په دې وبا اخته شوي او ۳،۷۶۱ کسان ترې مړه شوي دي.

افغانستان د ناټو سرمشریزې د اعلامیې هرکلی وکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ناټو د سرمشریزې د اعلامیې هرکلی وکړ.  د ناټو مشرانو پرون په بروکسل کې تر غوندې وروسته په خپله اعلامیه کې وویل چې په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې د لاسته راوړنو د ساتنې په خاطر د افغانستان د خلکو او حکومت ملاتړ کوي، همداراز د افغانستان په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو او د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو حمایت کوي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې ترهګري لا هم د افغانستان او د ناټو د غړو هېوادونو د امنیت لپاره یوه ګواښ... Читать дальше...

ننګرهار کې د پنځو واکسیناتورانو وژنه؛ د پولیو ضد واکسین کمپاین 'ودرول' شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې وروسته له هغې چې نامعلومو وسله‌والو د پولیو ضد واکسین کمپاین ۵ واکسیناتوران ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل، دغه کمپاین ودرول شو.  د ننګرهار د چارواکو په خبره، نامعلومو وسله‌والو نن له غرمې وړاندې د ننګرهار په خوګیاڼو، سرخ‌رود او جلال‌اباد ښار کې ۵ جلا جلا بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې ۵ واکسیناتوران ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول چې په ټپیانو کې یې د دوو تنو وضعیت د اندېښنې وړ دی.  په ختیځ کې د پولیو د مخنیوي د عملیاتي مرکز مسؤلان وایي، د واکسیناتورانو ژوند ته د شته... Читать дальше...



ارزګان والي: چوره او خاص ارزګان کې د طالبانو پلانونه شنډ شول

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان والي وايي، په چوره او خاص ارزګان ولسوالیو کې  د طالبانو هغه پلانونه شنډ شوي چې غوښتل يې یادې ولسوالیو ته سقوط ورکړي.  والي محمد عمر شېرزاد وايي، تېره شپه وسله والو طالبانو د ارزګان په خاص ارزګان او چوره ولسوالۍ کې بریدونه کړي چې په وینا یې افعان پوځيانو يې بریدونه په شا تمبولي دي.  ښاغلي شېرزاد رسنیو ته په لیږلي ویډیويي پیغام کې ویلي: "تېره ورځ طالبانو د ماسپښین پر دريېو بجو پر چورې ولسوالۍ برید وکړ چې د شپې تر ۱۲ بجو پورې یې دوام درلود، دې جګړه کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او تر ۳۰... Читать дальше...

د پاکستان په کرکټ سوپرلیګ کې نجیب ځدران ښه ځلیدلی

Pa.azadiradio.com 

افغان لوبغاړی نجیب ځدران د پاکستان په کرکټ  سوپرلیګ کې خورا ښه ځلیدلی. ځدراڼ پرون دوشنبه (د غبرګولي ۲۴مه) په ۴۲ توپونو ۷۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. یاده لوبه کې لومړی توپوهنه کراچي کېنګز لوبډلې وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۰ منډې وکړې او  اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې ته یې د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه. کله چې اسلام اباد یونایټېډ لوبډله د توپوهنې لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۸،۴ اوورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره یې په ۸ ویکټو کراچي کېنګز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د روان کال له پیله افغانستان کې جګړو 'نږدې ۱۸ زره کورنۍ' بې‌ځایه کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېرو شااوخوا ۳ میاشتو کې (د روان لمریز کال له پیله) نږدې ۱۸ زره کورنۍ د جګړو له امله په کور دننه له خپلو مېنو بې‌ځایه شوې دي. د دې وزارت ویاند عبدالباسط انصاري د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۲۶» ازادي راډیو ته وویل: "زموږ لومړیتوب دا دی، څو له هغو کسانو سره چې ډېر اړ دي، د کډوالو چارو او نورو مرستندویه بنسټونو له‌خوا مرسته وشي. دا بې‌ځایه شوي ډېری یې د لغمان، تخار، هرات، بغلان، کندز، فراه، کندهار، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو... Читать дальше...

د اروپا فوټبال؛ هنګري له پرتګال سره او فرانسه له جرمني سره سیالي کوي

Pa.azadiradio.com 

د اروپا د فوټبال د اتلولۍ په ترڅ کې نن سې شنبه (د غبرګولي ۲۵مه) دوې لوبې کېږي. لومړۍ یوه د کابل په وخت اته نیمې بجې د هنګري او پرتګال ترمنځ ده، دوهمه یوه د فرانسې او جرمني ترمنځ ده چې د کابل پر وخت د شپې ۱۱ نیمې بجې پیلېږي.  په پرونۍ لوبو کې چک جمهوریت سکاټلنډ ته دوه د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه،  په بله لوبه کې سلواکیا دوه ګولونه وکړل او پولنډ یو ګول. درېیمه لوبه د سویډن او اسپانیا ترمنځ صفر - صفر  مساوي شوه.  دا اتلولي د ۲۴ ټیمو ترمنځ په شپږو ګروپونو کې د تېرې جمعې په ورځ پیل شوې چې د جولای تر ۱۱مې دوام کوي.

د چک جمهوریت: افغانستان سره به مو مرستې جاري وي

Pa.azadiradio.com 

د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر یاکوب کولهانیک نن سې شنبه (د غبرګولي ۲۵مه) په پراګ کې د افغانستان د سفارت په نوښت جوړ شوي د افغان – چک – سلواک د سوداګرۍ او پانګونې فورم ته په وینا کې وویل چې هېواد یې له افغانستان څخه خپل عسکر راباسي، خو د دې معنی دا نه ده چې دوی افغانستان پرېږدي. ښاغلي کولهانیک زیاته کړه چې چک جمهوریت به له افغانستان سره په تخنیکي،‌ مالي، اقتصادي،‌ تعلیمي او تجارتي برخو کې مرستو ته دوام ورکړي.‌ هغه د افغانستان د اسلامي جمهوریت او چک جمهوریت ترمنځ د سوداګرۍ د شتو فرصتونو په هکله... Читать дальше...

عبدالصبور قانع د هرات والي وټاکل شو

Pa.azadiradio.com 

ستر پاسوال عبدالصبور قانع د هرات والي وټاکل شو.  د سیمه ییزو  ارګانونو خپلواکه اداره وايي دده مقرریدل ددې ادارې وړاندیز او د جمهوري ریاست حکم وو. د سیمه ییزو  ارګانونو خپلواکه اداره زیاتوي، د ښاغلي قانع پوځي رتبه به خوندې وي.  تر ده مخکې عبدالوحید قتالي د هرات والي و.  دا په داسې حال کې ده چې ددې ولایت په څو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.

نامعلومو وسله‌والو ننګرهار کې ۵ واکسیناتوران وژلي او ۴ نور ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار چارواکي وایي، نامعلومو وسله والو پنځه واکسیناتوران وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی وایي چې دا تلفات د څو بریدونو په ترڅ کې اوښتې دي: "له بده مرغه نن سهار د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار، خوګیاڼو او سره رود ولسوالیو کې پر واکسیناتورانو پنځه بریدونه شوي دي چې پنځه رضاکاران شهیدان شوي او څلور نور ټپیان دي." ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه چې په ټپیانو کې د دوو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی. د دې بریدونو مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

بایډن: که ناوالنۍ مړ شي روسیې سره به د امریکا او نړۍ اړیکو ته زیان ورسیږي

Pa.azadiradio.com 

د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه په بروکسل کې د ناټو په مرکزي دفتر کې د خبري کنفرانس پر مهال د امریکا له ولسمشر جو بایډنه د روسیې د حکومت د مخالفانو د مشر الکسي ناوالني د احتمالي مړینې په اړه پوښتنه وشوه.   جوبایډن وویل چې که ناوالني مړ شي، دا به له روسیې سره د امریکا او ټولې نړۍ اړیکو ته زیان ورسوي.   بایډن په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې که ناوالني مړ شي، دا به نور هم وښيي چې روسیه اساسي بشري حقونو ته درناوی نه لري او دا به یوه غمیزه وي.   تېرکال پر ناوالني د زهرو حمله شوې وه او د ده ملاتړیو ویلي چې پوتین د دې حملې امر کړی وو. Читать дальше...

چارواکي: افغانستان کې د ځمکنیو توتانو د تولید کچه۳۰۰ مټریک ټنو ته رسېدلې

Pa.azadiradio.com 

په دې وروستیو کې په افغانستان کې له نورو کرنیزو توکو سره په خوا کې ځمکني توتان ښه ترویج شوي، حاصل یې هم ښه وده کړې او د پلور ګرم بازار لري. د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي، د سې شنبې (د غبرګولي ۲۵مه) په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې روان کال په ټولیز ډول د ځمکنیو توتانو د حاصل کچه نږدې ۳۰۰ مټریک ټنو ته رسېږي. نوموړی وايي: "روان کال په ډېری ولایتونو کې د ځمکنیو توتانو حاصلات زیات شوي، ټولیز تولید یې نږدې ۳۰۰ مټریک ټنو ته رسېدلی چې ډېر یې په کابل، بلخ، ننګرهار، هرات،... Читать дальше...

نورستان کې روغتیايي ستونزې؛ خلک: له یوه کال نه زیات شو چې غږ مو څوک نه اوري

Pa.azadiradio.com 

له یو کال زیاته موده کېږي چې نورستانیان د روغتیايي ستونزو سره لاس او ګریوان دي، د خلکو او مسوولینو په خبره چې په روغتیايي مرکزونو کې د درملو نشتون او صحي کار کوونکو ته د معاشونه نه ورکړه، هغه ستونزې دي چې لا هم نه دي حل شوي، د عامې روغتیا وزارت ورسره بې شمېره ژمنې کړې خو لا يې یوه هم نه ده پوره شوې. ۲۸ کلن کریم شاه د نورګرام ولسوالۍ د شام درې اوسیدونکی دی،۶۰ کلن پلار يې د سېنه بغل په ناروغۍ اخته دی وايي، سهار څلور بجې له خپل کلي را روان شوی، نهه بجې روغتیايي مرکز ته را ورسېدل، خو دلته نه درمل شته او نه هم نورې اسانتیاوې. Читать дальше...

چارواکي: د  خاص ارزګان ولسوالۍ اداري چارې، پوځي اډې ته انتقال شوي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت د  خاص ارزګان ولسوالۍ اداري چارې، پوځي اډې ته انتقال شوي دي.  په خاص ارزګان کې د ملي اردو  د کنډک قوماندان خان محمد ازادي راډیو ته وویل چې بازار پخوا هم له طالبانو سره و: "د امنیه قومانداني پرسونل موږ د کمپ څنګ ته را انتقال کړی دی. د ولسوالۍ ودانۍ د استفادې وړ نه وو، ځکه چې تخریب شوې وه، ویجاړه شوې وه."   خان محمد زیاته کړه چې تېره شپه یې په سیمه کې د طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي او اووه طالبان یې وژلي دي.  د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې... Читать дальше...

Новости России
Москва

В Гостином дворе прошел форум «Мы вместе. Спорт»


۲۰۹م شاهین قول اردو: د فاریاب په شیرین تګاب کې ۱۶ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

افغان پوځیان د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د شپاړس طالبانو د وژلو خبر ورکوي.  دوه سوه نهم شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې ویلي دي چې طالبانو نن شپه د دوهم ځل لپاره په شیرین تګاب کې پر افغان ځواکونو بریدونه وکړو، خو د افغان ځواکونو په ځوابي برید او د هوایي قواوو په ملاتړ د دې بریدونو مخه ونیول شوه.  د قول اردو ویاند حنیف رضایي ادعا کوي چې د طالبانو یو مهم قوماندان رحمت اله مشهور په بیدار تېره شپه د جګړې پر مهال ټپي شو چې بیا یې له اخېستو ټپونو ساه ورکړه.  طالبانو تر اوسه د دې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

خوست کې وزیرستاني کډوال: له ۲ کالو راهیسې پر موږ نغدي مرستې بندې شوي

Pa.azadiradio.com 

د خوست په ګلان کمپ کې مېشت وزیرستاني کډوال بې کاري، غریبي او د سرپناه نشتون د خپلو اساسي ستونزو په توګه یادوي. دوی وايي، له ښاره د توکو د پیرلو اقتصادي توان نه لري او غوښتنه کوي چې د تېرو کالونو په شان دې، هغوی سره هره میاشت د خوراکي توکو مرسته وشي. نن د سې شنبې (د غبرګولي ۲۵مه) په ورځ د وزیرستانیو کډوالو قومي مشر ملک داوود ازادي راډیو ته وویل، پخوا به هر کال وزیرستانیو کډوالو سره نغدي مرسته کېدله، خو دا دوه کاله ورباندې بند شوي. دی زیاتوي، اوس چې د دوی اقتصاد ډېر خراب شوی، نو غوښتنه يې دا ده چې یاده نغدي مرسته ورته بېرته پیل شي. Читать дальше...

بایډن: ناټو هوکړه وکړه چې له افغانستانه به خپل ملاتړ ته دوام ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا جمهور رییس د ناټو د سرمشریزې په پای کې اعلان وکړ چې دوی له افغانستانه په ملاتړ هوکړه کړې. جمهور رییس جو بایډن خبریالانو ته وویل، د افغانستان په اړه د مشرانو ترمنځ قوي اجماع شته او ټینګار وشو چې د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته به، له افغانانو او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ دوام ولري. بایډن زیاته کړه: "زموږ سرتېري خپل کور ته راستنېږي، خو موږ له افغانستان سره په ډیپلوماټیکو، اقتصادي او بشري برخو کې د مرستو په دوام هوکړه کړې. له افغان ځواکونو به زموږ ملاتړ دوام ولري." د متحده ایالاتو... Читать дальше...

خوست میشتې وزیرستاني کډوال مرستې غواړي

Mashaalradio.com 

د جون پر ۱۵مه د وزیرستانیو کډوالو قومي مشر ملک داود مشال راډیو ته وویل، پخوا به هر کال وزیرستانیو کډوالو سره نقدي مرسته کیدله، خو دا دوه کاله ورباندې بند شوې ده.

د کونړ هغه ولسوالۍ چې لا هم ودانۍ نه لري

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې یوازينۍ هغه ولسوالۍ چې لا هم ودانۍ نه لري، مسوولین او مامورین يي کنډوالې ته ورته کرایه کور کې خپلې ورځنۍ چارې پرمخ وړي. د یادې ولسوالۍ د مسوولینو په خبره چې باران کې د کوټو چتونه څاڅي او ډېری وختونه يې اسناد لمدیږي او هره شېبه يې د کوټو راپریوتو وېره وي. دوی وايي، څوک چې د خپلو ستونزو د هواري او یا نورو کارونو لپاره ولسوالۍ ته راځي، هغوی هم د ناستې لپاره مناسب ځای نه لري. محمد یوسف د یادې ولسوالۍ له چوګامه راغلی وايي: "موږ د دومره ستونزو سره مخ یو چې کله مو ولسوال صیب را وغواړي، په ځمکه ناست یو، څوکۍ نشته. Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Полина Кудерметова проиграла Плишковой в первом круге турнира WTA в Руане






День подснежника и День полиграфии: какие праздники отмечают в России и мире 19 апреля

Собянин назначил нового главу Стройкомплекса Москвы

В Москве на пяти площадках 20 апреля пройдут праздники проекта "Мой спортивный район"

«Мотомосква» ведет собственные поиски виновного в убийстве в Люблине