د سید الشهدا ښوونځي یو شمېر زدهکوونکو ته له لیرې د زدهکړو زمینه برابره شوه
د کابل په دشت برچي سیمه کې د سید الشهدا پر ښوونځي د برید په ۴۰مه ورځ د «ایده» په نوم یوې غیر دولتي مؤسسې په دې ښوونځي کې یو شمېر زدهکوونکو ته له لیرې د زدهکړو زمینه برابره کړه. دغه مؤسسه وایي چې په لومړي سر کې یوازې ۱۶ زدهکوونکي چې په اووم ټولګي کې درس وایي او پر دغه ښوونځي برید کې ټپي شوي وو، دغه پروګرام کې شاملېږي. د «ایده» مؤسسې چارواکو وویل چې دغو زدهکوونکو ته په ازمایښتي ډول یو پایه ټبلېټ او د تدریس مرستې ورکړل شوې دي. د دې مؤسسې غړي محمد نجمان زماني ازادي راډیو ته وویل چې د تدریس دغه اپلېکېشن انټرنټ ته اړتیا نهلري. Читать дальше...