ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

Новости за 18.06.2021

کابل کې د یوې وسله‌والې نښتې له کبله ۲ تنه ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي په کابل کې د وسله‌والې نښتې له کبله لږترلږه ۲ کسان وژل شوي دي. دغې قوماندانۍ نن په یوه اعلامیه کې ویلي، پېښه ماسپښین د کابل ښار دهمزنګ سیمې د برېښنا شرکت مخې ته شوې او ۲ کسان په دې منځ کې ټپیان شوي دي. اعلامیه وايي، یوه پوځي تن چې په دې نښته کې دخیل و، تر نیول کېدو وروسته ادعا کړې، پر دغو کسانو یې ځکه ډزې کړي چې غوښتل یې د ده وسله او پیسې غلا کړي. پولیسو څېړنې پیل کړې دي.

پینځه جي ټېکنالوژي څه ته وايي او څه ارزښت لري؟

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا د معلوماتي ټېکنالوژۍ اداره وايي، د پاکستان د مخابراتو او ټېلېفونونو چارو ادارې (پي ټي سي اېل) په مرسته یې په پېښور کې د انټرنېټ د پینځم نسل یا پینځه جي ټېکنالوژۍ بریالۍ ازموینه کړې ده. دې ادارې د جون پر ۱۷مه ماخوستن مهال پر فېسبوک او ټوېټر په بیان کې لیکلي چې دا په پاکستان کې د پينځه جي شبکې جوړولو لومړۍ تجربه وه او د دې خدماتو د پیل لپاره یې له پي ټي سي اېل سره یو مفاهمتي یادښت لاسلیک کړی. د معلوماټي ټېکنالوژۍ ادارې په وینا، په دې ازموینه کې د مشینونو له لارې د جراحۍ کولو په ګډون،... Читать дальше...

چارواکي: پچیراګام کې د پاکستاني اتباعو په ګډون ۳۵ وسله‌وال طالبان ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وايي، په پچیراګام ولسوالۍ کې د پاکستاني اتباعو په ګډون ۳۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.  دغه دفتر نن رسنیو ته ویلي، په وژل شویو کې د وسله‌والو ۲ تنه سرګروپان هم شامل دي او ۶ نور ټپیان دي.  د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن تر دې مخکې په جلا اعلامیه کې ویلي، د رحمت‌الله په نوم بل پاکستانی وګړی چې په هسکه مېنه ولسوالۍ کې له ولسي پاڅونوالو سره په وسله‌واله نښته کې وژل شوی و، پاکستان ته د لېږد لپاره د سرې میاشتې رضاکارانو ته وسپارل شو. وسله‌والو طالبانو د دغو موضوعاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

ایرانیان هغو ټاکنو کې رایه ورکوي چې ظاهرا یې ګټونکی معلوم دی

Pa.azadiradio.com 

ایران کې نن د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې او خلکو څلورو کاندیدانو ته رایه ورکړه. داسې ښکاري ۶۰ کلن ابراهیم رئیسي چې د دغه هېواد د قضایه قوې مشر دی، د دغو ټاکنو ګټونکی وي. زیات منځلاري مطرح کاندیدان د نګهبان شورا له خوا رد شول او نهايي فهرست ته ونه وتل. ګڼو ایرانیانو ټاکنې تحریم کړي او ویلي یې دي، رایه نه روکوي. د ایران مشرانو بیا له خلکو په دغو ټاکنو کې د ګډون غوښتنه وکړه. نور په یوه راپور کې

د اروپا ملتونو فوټپال جام؛ چک جمهوریت-کروېشیا او انګلستان-سکاټلنډ لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د اروپا د ملتونو فوټپال جام یا «یورو ۲۰۲۰» د سیالیو په لړ کې نن چک جمهوریت د کروېشیا  او انګلستان د سکاټلنډ په وړاندې د فوټبال مسابقه کوي. سویډن او سلواکیا هم په خپلو کې مسابقه لري. د دغو مسابقو په لړ کې تېره شپه بلجیم ډنمارک ته دوه د یو په وړاندې ماتې ورکړه، اوکراین هم په همدې نتیجه د شمالي مقدونیا په وړاندې بریا خپله کړه، هالنډ بیا اتریش ته دوه د صفر په وړاندې ماتې ورکړه. د اروپا د اتلولیو جام مسابقې چې په پام کې وه تېر میلادي کال وشي، خو د کرونا وبا له کبله وځنډول شوې.

افغانستان کې د کرونا چټک بهیر؛ د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو لپاره څلورم روغتون هم فعال شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې په کابل کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو لپاره د څلورم روغتون د فعالېدو خبره کوي چې تازه په کابل کې د امریکا سفارت ۱۱۴ کارکوونکي په دې ویروس اخته شوي چې له ډلې یې یو کس مړ دی.  فرانس پرېس خبري اژانس په کابل کې د امریکا سفارت په حواله خبر ورکړی چې د دې سفارت نږدې ټولې چارې په ټپه درول شوي. که څه هم په کابل کې د امریکا سفارت ازادي راډيو ته دغه شمېر تأیید نه‌کړ، خو له دې وړاندې تېره شپه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې... Читать дальше...

دفاع وزارت: د هلمند ګرشک ولسوالۍ له وسله‌والو طالبانو تصفیه شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هلمند ګرشک ولسوالۍ له وسله‌والو طالبانو تصفیه او په بشپړ ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په کنټرول کې ده. د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن په یوه ټویټ کې ویلي، په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې وسله‌والو ته درنه مرګ­‌ژوبله اوښتې ده. تر دې مخکې دفاع وزارت په دوو اعلامیو کې په دې ولسوالۍ کې د ۲۷ وسله‌والو د وژل کېدو او ۳۵ نورو د ټپي کېدو ادعا کړې وه. هاخوا د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطا الله افغان ازادي راډیو ته ویلي چې نن تر غرمې مخکې د ګرشک ولسوالۍ بازار،... Читать дальше...

د قرغزستان د صدراعظم پخوانی مرستیال د اداري فساد په تور ونیول شو

Pa.azadiradio.com 

د قرغزستان د صدراعظم پخوانی مرستیال طاهربېګ سرپاشیف د اداري فساد په تور نیول شوی دی. پر اداري فساد دغه څېړنه د کومتور په نوم د سرو زرو د یوه کان د پروژې  په باب پیل شوې وه. د قرغزستان د ملي امنیت دولتي کمېټې ویلي، سرپاشیف پرون پنجشنبه نیول شوی دی. دغه کمېټه وايي، د صدراعظم پخوانی مرستیال سرپاشیف په دې تورن دی چې د کاناډا سنټیرا ګولډ (Centerra Gold) په نوم د شرکت په ګټه‌یې لابي کړې ده او داسې قانوني لارې چارې یې ورته برابرې کړې وې چې دغه شرکت وکړای شي د کان د ساحې په شااوخوا کې د پرتو غرونو په لوړه ارتفاع کې هم کار وکړای شي. Читать дальше...



د اسرائیل جټ الوتکو بیا په غزه کې ځیني اهداف په نښه کړل

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیل جټ الوتکو روانه اوونۍ د دوهم وار لپاره په غزه کې ځیني اهداف په نښه کړل. دا وروسته له هغې چې د فلسطین وسله‌والو د اسرائیل پر جنوبي سیمو اور شیندونکي بالونونه وویشتل. پرون او تېره شپه د بالونونو د ویشتلو او هوايي حملو په نتیجه کې هغه نازک اوربند چې د اسرائیل او د غزې د حماس ترمنځ شوی و، له خطر سره مخامخ شوی دی. تېره میاشت د مصر په منځګړیتوب د اوربند له ټینګښت سره  د دواړو لورو ترمنځ ۱۱ ورځنۍ سخته جګړه پای ته ورسېده. د اسرائیل پوځ وايي د اور شیندونکو بالونونو د ویشتلو په ځواب کې یې... Читать дальше...

په ایران کې ولسمشر څنګه انتخابېږي؟

Mashaalradio.com 

په ایران کې د ولسمشرۍ انتخابات پر داسې مهال کېږي چې هغه هېواد د اټومي پروګرام پر سر د امریکا تر بندیزونو لاندې دی او د اقتصاد خرابوالي له وجې په ولس کې غوسه زیاته شوې ده.

د غور شهرک او تولک ولسوالیو بیا نیولو لپاره یو 'تجربه‌کار جنرال' ورولېږل شو

Pa.azadiradio.com 

د غور والي وايي له وسله‌والو طالبانو د شهرک او تولک ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره یو تجربه‌کار جنرال د پوځي عملیاتو د مشرۍ لپاره ورلېږل شوی دی. عبدالظاهر فیض­زاده ازادي راډیو ته وویل، د جنرال نور الله قادري په نوم دغه پوځي مشر چې پرون دغه ولایت ته رسېدلی، کولای شي دغه ولسوالۍ بېرته تصفیه کړي. ښاغلی فیضزاده زیاتوي: "موږ ته له کابله د سوق او ادارې د بهترۍ لپاره جنرال قادري چې مخکې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان او اوس د بګرامۍ فرقې قوماندان دی، د دفاع وزارت له‌خوا رالېږل شوی دی. له خلکو او حکومت سره... Читать дальше...

د افغانستان دفاع وزارت: هلمند کې ۲۷ وسله‌وال طالبان ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې په هلمند ولایت کې په دوو جلا پېښو کې ۲۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي. دغه وزارت په یوه اعلامیه کې د ګرشک ولسوالۍ په «سیمنیار دښته» سیمه کې پرون د هوايي او ځمکنیو ځواکونو په عملیاتو کې د سرې قطعې د ۱۶ غړو په ګډون د ۱۹ وسله‌والو طالبانو د وژلو او ۱۲ نورو د ټپي کولو ادعا وکړه.  وزارت په بله اعلامیه کې پرون په ګرشک ولسوالۍ د ۸ وسله‌والو د وژلو او ۲۳ نورو د ټپي کولو ادعا کړې ده. بل‌خوا د هلمند ځینو فعالانو د «ګرشک ولسوالۍ وژغورئ» په نوم په ټولنیزو شبکو کې یو کمپاین... Читать дальше...

افغانستان او قزاقستان د پوځي همکاریو یوه موافقه لاسلیک کړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د قزاقستان له دفاع وزیر نورلان یرمکبایوف سره د پوځي همکاریو یوه موافقه لاسلیک کړه. د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ نن رسنیو ته وویل، په دې موافقه کې په بېلابېلو برخو کې همکارۍ شاملې دي. ښاغلی اندړ زیاتوي: "په پوځي برخه کې ګډ تمرینونه، د دفاعي سیاستونو په موخه هر کال دوه طرفه ناسته، طبي همکاري، د تجهیزاتو  عصري کېدل، تخنیکي او لوژستیکي ملاتړ، جګړه‌ییزه روزنه او د پوځي اطلاعاتو په برخه کې همکاري شامله ده." بل‌خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا... Читать дальше...

افغان ميرمني سولې ته ليواله دي: حسنا کوثر

Mashaalradio.com 

په سروې خبرونه کې له افغانستانه حسنا کوثر مېلمنه ده. نوموړې یوه سیاسي او مدني فعاله، شاعره، لیکواله او خبریاله ده. هغه په ننګرهار کې د دوه خېریه ادارو مشري کوي. یوه یې کیږدۍ مدني ټولنه ده چې هغو بې سرپرسته ښځو ته د تعلیم او ژوند زمینه برابروي چا چې میندې او پلرونه په جنګونو کې بایللی وي. حسنا د لارو کوڅو ماشومان او یتیمانان هم راټولوي او په خپلو ذرایعو او وسیلو سره ورته د تعلیم موقع ورکوي. بله اداره یې کوثر مدني ټولنه ده. دا ټولنه د هغو خویندو لپاره چې د شاعرۍ او لیکنې پټ استعدادونه لري، د صلاحیتونو... Читать дальше...

ایران کې پيل شوي د ولسمشرۍ انتخابات؛ ډېری ایرانیان: مخکې تر مخکې ولسمشر ټاکل شوی

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د ولسمشرۍ انتخابات نن جمعه پیل شول. د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره هم‌مهاله د ښاروالیو او کلیوالي شوراګانو انتخابات کېږي.  محسن رضايي میرقاید، ابراهیم رئيسي، امیر حسین قاضي‌زاده هاشمي او عبدالناصر همتي د ایران د ولسمشرۍ د ۱۳مې دورې لپاره څلور کاندیدان دي.  د ایران د کورنیو چارو وزیر په وینا په دې انتخاباتو کې ۵۹ ملیونه او ۳۱۰ زره تنه د رأی ورکولو په شرایطو برابر دي.  ایراني چارواکو ویلي چې د دوی له سروې‌ګانو څرګندېږي چې له دې شمېر کسانو څخه به له ۳۷ تر ۴۷ سلنې پورې خپلې رایې وکاروي. Читать дальше...

افغان حکومت د اروپايي پانګه والو د جلبولو په هڅه کې دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر ډاډ څرګندوي چې د بهرنیو ځواکونو وتل به پانګونه اغېزمنه نه کړي. محمد هارون چخانسوري د ازادي راډیو په بحث کې زیاته کړې چې حکومت د لا زیاتو بهرنیو پانګه والو د جلب په هڅه کې دی. صفي الله ستانکزي دا موضوع د افغانستان د کانونو او پيټروليم له وزير محمد هارون چخانسوري او اقتصاد پوه سيد مسعود سره څېړلې.

د بزکشي تاجکستانۍ ملکه

Mashaalradio.com 

بزکشي په روایتي توګه یوازې د سړیو لوبه ګڼل کېږي، خو په تاجکستان کې ملکه رجبووا یوازینۍ مېرمن ده چې په دې لوبه کې برخه اخلي. نوموړې وايي، اکثر سړي ورپسې خبرې کوي چې دا ولې بزکشي کوي؟ پکار ده چې په کور کیني، خو دا یې پروا نه کوي. په دې هکله د مشال رېډیو د مرکزي څانګې یو ویډیويي رپورټ درته منورشاه وړاندې کوي

ملګري ملتونه: تېر کال نړۍ کې نږدې ۳ ملیونه وګړي له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، تېر میلادي کال د افغانستان په ګډون په نړۍ کې نږدې ۳ ملیونه وګړي له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.   دغې ادارې نن په خپل کلني راپور کې ویلي، له کرونا وبا سره سره دغه کسان د جګړو، ناامنیو، مجازاتو او له بشري حقونو د سرغړونو له کبله  له خپلو مېنو کډې کولو ته اړ شوي دي. ملګرو ملتونو د نړۍ له رهبرانو غوښتنه کړې چې د زیاتېدونکي بې‌ځایه کېدو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په حواله، ۷۰ فیصده بې‌ځایه... Читать дальше...

Новости России
Москва

Пассажир рейса Москва — Пермь попал в реанимацию


کابل کې د امریکا سفارت '۱۱۴ کارکوونکي' په کرونا وبا اخته شوي او یو مړ دی

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا سفارت ۱۱۴ کارکوونکي په کرونا وبا اخته شوي او له ډلې یې یو تن مړ شوی دی. دا خبر اسوشیټېډ پرس په کابل کې د امریکا سفارت د یادداشت په حواله راپور کړې.  د امریکا سفارت ویلي چې په کرونا وبا اخته کارکوونکي یې قرنطین کړي او نور یې له سفارت ایستلي دي.   په دې سره د سفارت د نږدې ټولو چارو د درېدو راپورونه ورکړل شوي ځکه مخکې هم د سفارت د کارکوونکو شمېر د امنیتي ګواښونو په سبب کم شوی و.  په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن ویلي چې "باید د وبا د خپراوي مخه ونیسو او یو بل... Читать дальше...

کرملېن وایي په ناټو کې د اوکراین غړیتوب به روسیې ته یوه 'سره کرښه' وي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې جمهوري ریاست، کرملېن وایي روسیه دې خبرې اندېښمنه کړې چې کیف ته به یوه ورځ "د غړیتوب لپاره د عمل پلان" ورکړل شي.  د عمل په دې پلان کې ګډون په ناټو سازمان کې د غړیتوب لومړنی رسمي ګام دی.  د کرملېن ویاند دمیتري پېسکوف ویلي، مسکو په ناټو سازمان کې د ګډون په هدف د اوکراین هڅې له نږدې څاري او په خبره‌یې دا ګډون دوی ته سره کرښه ده.  دا اندېښنه وروسته تر دې ښودل کېږي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي تېره دوشنبه وویل، دی د امریکا له ولسمشر جو بایډن نه په ناټو کې د ګډون په هدف د هو یا نه ښکاره ځواب غواړي. Читать дальше...

د غني او جانسون خبرې؛ بریتانیا په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي ملاتړ کوي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون وایي، هېواد یې په افغانستان کې د سولې لپاره د خبرو له لارې د سیاسي جوړجاړي ملاتړ کوي. ښاغلي جانسون د سولې د هڅو او یو شمېر نورو مسایلو په تړاو یې پرون له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې صدراعظم جانسون د افغانستان د یوې باثباته او ډیموکراتیکې راتلونکې د ملاتړ لپاره د خپل هېواد په ژمنو ټینګار کړی. بل لور ته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې محمد اشرف غني په دې ټیلیفوني خبرو کې د سولې په ټینګښت کې د بریتانیا ونډه کلیدي بللې ده. Читать дальше...

ډاکتران: د نشه‌يي موادو خرڅوونکي معتادین درملنې ته نه‌پرېږدي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د معتادینو د درملنې ډاکتران وايي چې د نشه‌يي موادو قاچاق کوونکي او خرڅوونکي د خپلو منفي تبلیغاتو له لارې معتادين نه‌پرېږدي چې په روغتيايي مرکزونو کې ځانونه بستر کړي او علاج‌يې وشي. دوی وايي چې د نشه‌يي موادو خرڅوونکي معتادینو ته وايي، که ځانونه بستر کړئ، نو په مرکزونو کې به ووهل شئ او ان دا چې د مرګ له ګواښ سره به مخ شئ. معتادین هم دا مني چې د نشه‌يي موادو خرڅوونکي دوی خپل مريان ګڼي او برمته کړي یې دي. د افغانستان عامې روغتیا وزارت بیا وايي چې د معتادینو د ډېرېدو اصلي لامل نشه‌يي... Читать дальше...

ایرو اېشیا رېویو: ایا هندوستان کولای شي افغانستان کې د هوايي ځواک تشه ډکه کړي

Pa.azadiradio.com 

ایرو اېشیا رېویو ایرو اېشیا رېویو خپرونه خپلې وروستۍ ګڼه کې لیکلي، ایا هندوستان کولای شي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان کې د هوايي ځواک تشه ډکه کړي. د خپرونې په باور د جون تر نیمايي پورې امریکا د خپلو پاتې ځواکونو نیمايي له افغانستان څخه ایستلي دي او د دې ټولو ځواکونو د وتلو لپاره د امریکا د ولسمشر جو بایډن له‌خوا سمبولیکه نېټه د سپټمبر ۱۱مه نېټه ټاکل شوې ده. د دې لېکنې په یوه برخه کې لولو چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو چټک وتلو د افغانستان او امریکا پالېسۍ له ګډو‌ډۍ سره مخ کړې دي. Читать дальше...

امریکا: ممکن القاعده شبکه له افغانستان نه واشنګټن او متحدانو ته‌یې ګواښ پېښ کړي

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال لوړپوړو امریکایي پوځیانو له دغه هېواده د القاعده شبکې د احتمالي ګواښ په اړه اندېښنه ښودلې ده.  د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په برخه کې د ولسمشر جو بایډن اعلان دا وېره پيدا کړې چې افغانستان به کورنیو جګړو ته ولاړ شي.  د دې راپور پر بنسټ له دې ناکراریو سره دا اندېښنې هم دي چې القاعده به بیا افغانستان کې سر راپورته کړي او پر امریکا او نورو اهدافو به نوې حملې پلان کړي. د امریکا دفاع وزیر لوید استېن... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Виктория Азаренко вышла в полуфинал турнира WTA-1000 в Майами






Синоптики спрогнозировали небольшой дождь в Москве 29 марта

Аэропорт Якутск с 31 марта перейдет на весенне-летнее расписание

За встречающих и провожающих в аэропортах России началась борьба

Есть народная мудрость: Доверяй, но проверяй!