ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

Новости за 20.06.2021

افغانستان: تمه ده پاکستان به طالبان د سولې بامفهومه خبرو ته وهڅوي 

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، تمه لري چې پاکستان به له خپل نفوذه په استفادې طالبان د سولې بامفهومه خبرو ته وهڅوي.  د دغه وزارت ویاند ګران هېواد نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) رسنیو ته په لېږلي ویډیويي پیغام کې دا خبره کړې ده: "موږ متیقن یو چې د پاکستان دولت، د معنا داره مذاکرو د پیل، سولې او د سولې بهیر د بریا لپاره د طالب مشرانو هڅونې او نفوذ ته مؤثر وسایل په لاس کې لري."  تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي و، د طالبانو مشران په پاکستان کې نه بلکې په افغانستان کې دي.

د کونړ هغه ولسوالۍ چې په کرایي او ویجاړ کور کې فعالیت کوي

Pa.azadiradio.com 

د کونړ ولایت هغه ولسوالۍ چې په کرایي او ویجاړ کور کې فعالیت کوي. که څه هم په کونړ کې د شلتن ولسوالۍ د جوړېدو پنځه کاله کېږي، خو دا ولسوالۍ لا هم ودانۍ نه لري. د ولسوالۍ کار کوونکي په یوه کرایه شوي او ویجاړ کور کې کار کوي او وايي چې دوی د دې سیمه ییز دفتر لپاره مناسب ځای نه لري.   شلټن د کونړ یوه له هغه ولسوالیو څخه ده چې له پاکستان سره ګډه پوله لري. بشپړ ویډیويي راپور ددې تړوني په کېکاږلو سره لیدلی شئ:

ایا پاکستان به له طالبانو سره اړیکې پرې کړي؟

Mashaalradio.com 

قریشي د جون پر ۱۹مه د افغانستان يوه شخصي ټېلېوېژن طلوع نیوز ته په مرکه کې وویل چې افغانان به خپله د خپل هېواد راتلونکې ټاکي او اسلام اباد به د هر ډول ټول شموله افغان حکومت ملاتړ کوي.

د قریشي څرګندونې؛ افغانستان: پاکستان پر طالبانو نفوذ لري ځکه مشورو ته ورځي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان سولې لپاره په هېواد کې دننه یو واحد لوری رامنځته شوي. د دې وزارت ویاند ګران هېواد د یکشنبې (د غبرګولي۳۰) په ورځ ازادي راډيو ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وویل، پاکستان په طالبانو پوره نفوذ لري. د ده په خبره، د افغانستان د سولې مرکچي پلاوی د مشورو لپاره افغانستان ته راځي، خو د طالبانو مشران پاکستان ته د مشورو لپاره سفرونه کوي. ښاغلی هېواد د شاه محمود قریشي دې خبرو ته ځواب کې چې د طالبانو مشران په پاکستان کې نه، بلکې په افغانستان کې دي، وايي... Читать дальше...

د دانش دفتر: د کابل ښار لویدیځ لپاره امنیتي طرحه بشپړه شوه

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار په لویدیځ کې خونړېو بریدونو حکومت اړ کړ چې د دې سیمې د امنیت لپاره یوه طرحه جوړه کړي. د سرور دانش د دفتر رییس محمد هدایت وایي، دا طرحه له خلکو سره د مشورو په پایله کې جوړه شوې او په عملي کېدو سره به یې د کابل په لویدیځ کې د نورو برېدونو مخه ونیول شي. د ښاغلي محمد هدایت په خبره، دا طرحه دوه برخې لري چې د امینتي ځواکونو زیاتېدل او د امنیت په برخه کې د خلکو د ونډې زیاتېدل په کې شامل دي. نوموړی وايي: "د دې طرحې پر بنسټ، د ملي اردو، ملي امنیت او ملي پوليسو پوستې، يعنې درې امنیتي کمربندونه جوړېږي. Читать дальше...

سرچینه: وسله والو جلال اباد کې یوه ښځینه پولیسه وژلې

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې یوه سرچینه وايي، په مرکز جلال اباد کې وسله والو نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) یوه ښځینه پولیسه په ډزو ووژله.  د ننګرهار امنیه قومانداني پېښه تاییدوي، خو په دې اړه نور جزییات نه ورکوي.  یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، دغه پولیسه د سرحدي لوا وه.  د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.   څو میاشتې مخکې هم د جلال اباد په درېیمه ناحیه کې د بصیرې په نوم یوه ښځینه پولیسه د وسله والو په حمله کې وژل شوې وه.

د یوناما مرستیاله ولسمشر غني سره د کډوالۍ پر ستونزو وغږیده

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یو یوناما مرستیالې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د کډوالۍ پر ستونزه خبرې وکړې.  یوناما په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: د یوناما مرستیالې میتي کنودسین (Mette Knudsen) د روانو شخړو پر موضوع هم بحث وکړ چې ګڼ کسان یې له یوې سیمې بلې ته کډې کولو ته مجبوره کړي دي.  یوناما په افغانستان کې د روانو شخړو د ختمېدو او د مذاکرو له لارې د پخلاینې غوښتنه کړې ده.  نن د کډوالو نړیواله ورځ ده او د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، شااوخوا شپږ نیم میلیونه... Читать дальше...



روغتیا وزارت: هڅه کوو د اکسیجن د کموالي ستونزه حل کړو

Pa.azadiradio.com 

د عامې روغتیا وزارت وايي، هڅه کوي د کرونا ویروس د درملنې په روغتونونو کې د اکسیجن د کموالي ستونزه حل کړي.  د دغه وزارت ویاند، غلام دستګیر نظري نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل، په دې برخه کې یې له نورو هېوادونو هم د مرستې غوښتنه کړې ده: "د دوو خیر رسوونکو سوداګرو په مرسته په شمال کې د اکسیجن ۱۲۰۰ بالونونه د تاجیکستان او ازبیکستان له لارې افغانستان ته راوړل شول. له پاکستانه هم د اکسیجن بالونونو او تجهیزاتو د واردولو شاهدان وو."  ښاغلي نظري وویل، د ایران له لارې هم د اکسیجن دوه ټانکرونه تېره شپه افغانستان ته وارد شوي دي. Читать дальше...

برازیل کې په کرونا ویروس د مړینو شمېر تر ۵۰۰،۰۰۰ واوښت 

Pa.azadiradio.com 

په برازیل کې په کرونا ویروس د مړینو رسمي شمېر تر ۵۰۰،۰۰۰ واوښت.  له دې سره برازیل د امریکا تر متحدو ایالاتونو وروسته دویم هېواد شو چې په کرونا ویروس ډېر کسان په کې مړه شوي دي.  په برازیل کې د مړو شمېر پرون په داسې حال کې تر ۵۰۰زرو واوښت چې په زرګونو کسانو د کرونا وبا د مهارولو لپاره د ولسمشر ژایر بالسونارو پر اقداماتو د اعتراض لپاره لاریون وکړ.  په برازیل کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۸ میلیونو ته رسېدلی دی.

افغان تکواندوکار محسن رضایي د اسیا اتل شو

Pa.azadiradio.com 

د تکواندو یو افغان لوبغاړی د لومړي ځل لپاره د اسیا اتل شو. د تکواندو فدراسیون د مطبوعاتو مسوول زبیح الله شهزاد نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې محسن رضایي دغه راز د دغو سیالیو د سرو زرو مډال وګاټه . دغه افغان ورزشکار د ۵۸ کیلو ګرام وزن کې د کویټ، ټایوان، پاکستان او جنوبي کوریا سیالانو ته ماتې ورکړه . دغه سیالۍ د ٢١ هېوادونو د ۱۸۹ تنو ورزشکارانو په ګډون د لبنان په بیروت ښار کې ترسره شوې . دا لومړی ځل دی چې د تکواندو یو افغان لوبغاړی د اسیا په کچه د اتلوالۍ مقام ګټي .

کاپیسا کې یو ورزشي جمنازیوم جوړ شو

Pa.azadiradio.com 

په کاپیسا کې نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري یو ورزشي جمنازیوم ګټې اخېستنې ته وسپارل شو. د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست امر عنایت الله هلال ازادي راډیو ته وویل چې یاد جمنازیوم د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د کاپیسا په مرکز کې جوړ شوی دی. نوموړي وویل، دغه جمنازیوم په یو وخت د ۸۰۰ کسانو د ناستې ظرفیت لري چې د یو کال په موده کې جوړ شوی. افغان چارواکي وایي، د دا ډول ورزشي جمنازیومونو جوړول د ورزش پرمختګ او پیاوړتیا کې رغنده رول لري.

روغتیا وزارت: د کوېډ-۱۹ ناروغانو لپاره شته تجهیزات بسنه نه کوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د کوېډ- ۱۹ ناروغۍ د ناروغانو او له دې ناروغۍ د مړو شوېو ډېر شمېر ته په پام سره، د یو شمېر ناروغانو کورنۍ په روغتونونو او بازارانو کې د اکسیجن له کمښته شکایت کوي. د کابل ښار اوسېدونکی کبیر چې د کوېډ- ۱۹ څو ناروغان په کور کې لري وايي، د اکسیجن کمښت دوی ته په لویه ستونزه بدل شوی دی. دی وايي دولتي روغتونونه د دوی اړتیاوو ته رسېدنه نه شي کولای او په بازارونو کې د اکسیجن بیه ډېره لوړه ده: "د اکسیجن کمښت زیات دی او دا ډېره ستونزمنه ده، ډېری کسان هم چې مړه کېږي وجه یې سل په سلو کې د اکسیجن... Читать дальше...

توماس نیکل­سن د طالبانو له استازو سره پر ګڼو مسایلو غږیدلی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سرپرست ځانګړي استازي وویل، په قطر کې یې د طالبانو له استازو سره په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت د دوام پر اهمیت او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.  توماس نیکل­سن نن په خپل ټویټر کې لیکلي، تېر ماښام یې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر سره دا موضوعات شریک کړل.  هاخوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، محمد نعیم ویلي د طالبانو استازو په دې کتنه کې د خیریه سازمانونو، ډیپلوماتانو او د دغو سازمانونو د کارکوونکو د خوندیتوب ډاډ ورکړ: "په ناسته... Читать дальше...

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۷ وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ۱۴۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.  د دغه وزارت مرستیال ویاند، فواد امان، ازادي راډیو ته وویل، دغه عملیات په ۸ ولایتونو کې شوي دي: "په نتیجه کې ۱۴۷ تروریستان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات نور یې ټپیان شوي دي. د دې تر څنګ امنیتي ځواکونو د خلکو د تګ راتګ پر لارو په لسګونو ماینونه هم کشف او شنډ کړي دي."  د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په لوګر، تخار، سمنګان او کابل کې له پرون راهیسې د ځینو پوستو... Читать дальше...

د ایران د اټمي تړون د بیا برحاله کېدو لپاره خبرې بیا پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

مذاکره کوونکي د نړۍ له پیاوړو قدرتونو سره، د ۲۰۱۵میلادي کال د اټمي تړون د بیا برحاله کېدو لپاره خپلې خبرې بیا پیلوي. دا په داسې حال کې ده چې راپورونه وايي، لا هم پر ګڼو عمده مسایلو اختلافات پرځای پاته دي.   نننۍ خبرې د هغو مذاکرو لړۍ ده چې ایران او د نړۍ شپږ پیاوړي هېوادونه په کې ښکېل دي او له اپرېل میاشتې په ویانا کې روانې دي.  د امریکا متحدو ایالاتونو له اټمي تړونه په ۲۰۱۸میلادي کال کې د وتلو اعلان وکړ او پر ایران یې بېرته بندیزونه ولګول.  د هغه تړون له مخې ایران د اقتصادي بندیزونو کمېدو په بدل کې خپل اټومي پروګرام محدود کړی و. Читать дальше...

ارمنستان کې خلک نن پارلماني ټاکنو کې خپلې رایې کاروي

Pa.azadiradio.com 

په ارمنستان کې خلک نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) تر وخت مخکې پارلماني ټاکنو کې خپلې رایې کاروي.   وروسته له هغې چې ارمنستان له اذربایجان سره د لانجمنې سیمې نګرنو قره باغ پر سر د شپږو اوونیو لپاره جګړه وکړه، په دغه هېواد کې له څو میاشتو کړکېچ اوج ته رسېدلی و.  د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشنیان، د اپوزیسیون د لاریونونو او مخالفتونو له کبله تر وخت مخکې پارلماني ټاکنو اعلان وکړ.  دا لاریونونه او مخالفتونه د پاشنیان له خوا له اذربایجان سره د هغې جګړې په تړاو پیل شول چې بالاخره په نوومبر میاشت کې د روسیې... Читать дальше...

Новости России
Москва

Архитектурные доминанты округов Москвы


د سندرغاړي مقري پر مړینې د سیاسیون او د خواله رسنیو د خواخوږي پیغامونه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د موسیقۍ مشهوره سندغاړی عبدالله مقری چې له څو ورځو راهیسې په روغتون کې بستر و، د یکشنبې په ورځ د جون په شلمه نېټه وفات شو. د ده زوی میرخان د خپل پلار د مړینې خبر پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړ. که څه هم دا غږ نور د تل لپاره خاموش شو، خو سندرې به یې د افغانانو تل په یاد پاتې وي. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پېژندل شوي سندرغاړي عبدالله مقري مړینه، یوه «لویه ضایعه» وبلله. عبدالله مقري چې په کرونا ویروس تر اخته کېدو وروسته د کوما په حالت کې و، نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) یې د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړه. Читать дальше...

۲۰۵ اتل قول اردو: ارزګان کې ۴۳ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

۲۰۵ اتل قول اردو په ارزګان ولایت کې د ۴۳ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او ۲۸ نورو د ټپي کېدو ادعا وکړه. د دغې قول اردو، مرستیال ویاند صادق عیسی، نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) سهار رسنیو ته وویل، دغه عملیات پرون شوي: "د افغان هوايي ځواکونو په ملاتړ، د ارزګان ولایت په چوره او خاص ارزګان ولسوالیو کې تصفیوي، کومانډويي او هوايي عملیات شوي دي. په دغو عملیاتو کې ۴۳ وسله وال ترهګر ووژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شول." ۲۰۵ اتل قول اردو په بله اعلامیه کې پرون د کندهار په میوند او شاه ولیکوټ ولسوالیو کې هم د ۱۱ طالبانو د وژلو او ۷ نورو د ټپي کولو ادعا کړې ده. Читать дальше...

چارواکي: نه پرېږدو چې د افغان خاورې ځینې برخې له وسله والو سره وي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونه نه پرېږدي چې د افغانستان د خاورې ځینې برخې تل د وسله والو په کنټرول کې پاتې شي.  د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن یکشنبه  (د غبرګولي ۳۰مه) وویل، د هغو ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره پلانونه سنجول شوي چې د طالبانو له خوا یې د نیولو ادعا شوې ده: "زموږ امنیتي ځواکونه په تودو سنګرونو کې دي، اجازه نه ورکوي چې د هېواد د جغرافیا ځینې برخې په دایمي ډول له سقوط سره مخامخ شي. هغه ولسوالۍ چې طالبان ادعا کوي د دوی په لاس کې دي، د هغوی د بېرته نیولو او د طالبانو... Читать дальше...

ملابرادر: د خبرو له لارې د ستونزې پر حل باور لرو، د دوحې پر هوکړې دې عمل وشي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو دویمه درجه مشر ملا عبدالغني برادر د هغې جګړې په توپیر چې د افغانستان په ډېره برخه کې روانه ده، خورا نرمه لیکنه کړې. دا لیکنه چې نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) د طالبانو په رسمي وېبپاڼه خپره شوې، برادر په کې لیکلي، د خبرو له لارې د ستونزې په حل باور لري، خو د سولې خبرو بریا یې د دوحې د هوکړې د عملي کېدو ترڅنګ د خپلو پاتې بندیانو د ازادۍ او د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له تورو نوم‌لړونو د خپلو مشرانو د نومونو په ایستلو پورې تړلې بللې. د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر په لیکنه کې د افغانستان... Читать дальше...

لوګر چارواکي وايي خروار ولسوالۍ کې یې د خپلو پوستو ځای بدل کړی

Pa.azadiradio.com 

د لوګر ځایي چارواکي وایي، د افغان ځواکونو د تلفاتو د مخنیوي په هدف یې په خروار ولسوالۍ کې خپلې پوستې تغیر کړي دي. د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند ګل حیدر احمدي ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت خروار ولسوالۍ سقوط نه دی کړی او یوازې د افغان ځواکونو د تلفاتو د مخنیوي په هدف، امینتي پوستې، نوېو ځایونو ته انتقال شوي دي. د لوګر د ولایت مقام ویاند دیدار لونګ وایي، د خروار ولسوالۍ درې کاله وړاندې،  د لوګر مرکز ته انتقال شوې وه او یوازې د خواجه انګور په سیمه کې څلور امنیتي بېزونه ځاى پر ځاى و چې نن یاد... Читать дальше...

دایکنډي کې د لبنیاتو د پروسس یو لوی مرکز جوړیږي

Pa.azadiradio.com 

په دایکنډي کې د نږدې شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د لبنیاتو د پروسس یو لوی مرکز جوړیږي. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې د لبنیاتو د پروسس یاد مرکز  د دایکنډي په خدیر ولسوالۍ کې جوړیږي: "دغه مرکز د لبنیاتو د پروسس د زیاتوالي په هدف جوړیږي چې د افغان حکومت له بودجې به نږدې شپږ میلیونه افغانۍ پرې ولګول شي." نوموړي وویل چې د لبنیاتو د پروسس په یاد مرکز  له ۵ میلیونو افغانيو ډېر لګښت راځي چې په درېیو میاشتو کې به بشپړ او ګټې اخېستنې ته چمتو شي. Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Даниил Медведев

Теннисист Медведев вышел в полуфинал турнира в Майами, обыграв Харри






Аэропорт Якутск с 31 марта перейдет на весенне-летнее расписание

"Катастрофический исход": Психиатр предупредил об опасности самолечения антидепрессантами

В Ленинском районе Ижевска расчистили 25 км ливневки

В Ульяновске теперь по 5! За год резко подорожали услуги проституток