ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2021

Новости за 24.06.2021

د پښتنو جرګې: د بنو جرګه به څه اغېز ولري؟

Mashaalradio.com 

نوموړي دا اعلان د جون پر ۲۳مه په مسلم باغ کې د ګوند د بلوچستان صوبايي مشر او پخواني سېنېټرعثمان خان کاکړ د جنازې مراسمو لپاره راغونډو شويو لسګونه زره کسانو ته وکړ.

"افغان مشرانو په حساس وخت کې امریکا ته سفر کړی "

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او په واشینګټن کې د ملي دفاع د پوهنتون استاد علي احمد جلالي وايي، امریکا ته د افغان مشرانو سفر ځانګړی ارزښت لري، ځکه داسې وخت کې کیږي چې افغانستان له " لویو ننګونو " سره مخ دی. د افغانستان جمهور ریس محمد اشرف غني او ددې هیواد د ملي مصالحې د شورا مشر عبدالله عبدالله له یو پلاوي سره واشینګټن ته رسیدلي او ټاکل شوې چې د جمعې په ورځ د امریکا له جمهور ریس جو بایډن سره وګوري.

افغانستان کې د کرونا ویروس پېښو زیاتېدل؛ قرنطین نور هم وغځېد

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښو په زیاتېدو سره د افغانستان عامې روغتیا وزارت د قرنطین موده د دوو نورو اوونیو لپاره هم وغځوله. دغه وزارت وایي چې د قرنطین دا موده به د سرطان تر ۱۸مې نېټې دوام وکړي. تر دې وړاندې هم دوه ځلې ورته محدودیتونه لګول شوي دي.  د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري نن پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۰۳» ازادي راډیو ته وویل چې دغه پرېکړه په ټول افغانستان کې پلې کېږي. ښاغلی نظري زیاتوي: "په هېواد کې د کرونا مثبتو پېښو په ډېرېدو سره د وزارت ځانګړې کمېټې کوم بندیزونه چې دوه... Читать дальше...

د طالبانو ضد پاڅونونو زیاتوالی؛ کارپوهان د ولسي پاڅونوالو د مدیریت اندېښنه لري

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د جګړې له زیاتېدو سره په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد زرګونه ولسي پاڅونوال جګړې ته تیار شوي او د افغان ځواکونو په ملاتړ یې د جګړې اعلان کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې او طالبانو هم د افغان ځواکونو په وړاندې جګړه تېزه کړې ده. پروان، بغلان، بلخ، فاریاب، سمنګان،کندز، تخار، ننګرهار، کندهار او یو شمېر نور هغه ولایتونه یاد شوي چې یو شمېر خلکو یې د طالبانو پر ضد وسلې راخیستې دي. د طالبانو پر ضد د دغه ولسي پاڅونوالو مشري ډېری... Читать дальше...

بلوچستان حکومت کې نوی بحران

Mashaalradio.com 

د بلوچستان حکومت د بلوچستان عوامي پارټۍ، تحريک انصاف، عوامي نیشنل پارټۍ، بلوچستان نیشنل پارټۍ(عوامي) او هزاره ډېموکرېټک پارټۍ څخه جوړ دی چې مشري يې د اکثریتي ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ سره تړاو لرونکی جام کمال کوي. په ۲۰۱۸ز کال د شويو ټولټاکنو په نتيجه کې جوړ شوی د جام کمال حکومت که له يوې خوا د اپوزيشن ګوندونو له فشار سره مخامخ دی نو بل لور ته د خپل ګوند ځينې غړي ورڅخه خپه دي او ورسره ورسره د اتحادي ګوند تحريک انصاف د صوبايي مشر سردار یار محمد رند هم وخت پر وخت ورڅخه شکايتونه کوي. خو یار محمد... Читать дальше...

پنجاب کې پښتو موسیقۍ ته کار کوم: اجمل عزيز

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو ځوان سندرغاړی اجمل عزيز دی. نوموړی په پېښور کې زېږېدلی خو له يوې مودې راهيسې د پنجاب په مرکز لاهور کې اوسي او هم هلته خپل هنري کارونه کوي. د عزيز د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

یو شمېر کونړیان: طالبانو د ناړۍ او اسمار ترمنځ سړک او اوبه دواړه تړلي

Pa.azadiradio.com 

د کونړ یو شمېر اوسیدونکي وایي، د دې ولایت د ناړۍ او اسمار ولسوالیو ترمنځ غځيدلی سړک وسله والو طالبانو د هر ډول ترافیکو پر مخ تړلی چې له امله يې د یادو ولسوالیو ترڅنګ د نورستان د کامدیش او برګیمټال ولسوالیو اوسیدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د کونړ ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو اوسیدونکي وايي، له یوې اوونۍ زیاته موده کېږي چې وسله والو طالبانو د دوی پر مخ اسعداباد ته غځېدلې لاره تړلې او هر ډول تګ راتګ يي پرې بند کړی دی. د ناړۍ اوسیدونکی احمد ضیا وایي: "لارې بندې دي، خوراکي توکي نشته، زموږ د سېمې ځوانان،... Читать дальше...

د قبايلي ضلعو پرمختګ له سياسي استحکام سره تړلی دی: کريم کنډي

Mashaalradio.com 

د مشال مرکه کې مو په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د پيپلز ګوند غړی احمد کريم کنډي مېلمه دی. د نوموړي مشر ورو فيصل کريم کنډی د پاکستان قامي اسمبلۍ مرستيال سپيکر پاتې شوی دی. نوموړي وايي، په اسمبلۍ کې د قبايلي ضلعو ولس د حقونو لپاره اواز پورته کړی دی. د خپرونې کوربه ګل اياز دی.



ارزګان کې سلګونه کسانو د افغان ځواکونو په ملاتړ وسلې واخیستې

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان ولایت کې سلګونه کسانو د افغان ځواکونو په ملاتړ وسلې پورته کړې. د دغه کسانو شمېر چې سلګونه تنو ته رسیده پر طالبانو يې غږ وکړ چې د سولې لاره خپله کړي او د زور له لارې واک ته د رسېدو هڅه دې نه کوي. یادو کسانو پاکستان په افغان جګړه ښکېل یاد کړ او پر دې هېواد يې هم غږ وکړچې افغانستان ته دې د خپلو شومو موخو لپاره لاسونه نه غځوي. په دې اړه نور حال په دې راپور کې، لاندې تړوني کېکاږئ او واویې ورئ:

د لوګر چارواکي: د ازرې ولسوالۍ د سقوط خبر ناسم دی

Pa.azadiradio.com 

د لوګر ځایي چارواکي وایي، د ازرې ولسوالۍ د سقوط خبر ناسم او تبلیغاتي دی. د لوګر د پولیسو ویاند ګل حیدر احمدي ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته نښته روانه ده او تر دې مهاله یادې ولسوالۍ سقوط نه دی کړی. دی وایي، ولسوالۍ له افغان ځواکونو سره ده او دښمن تبلیغاتي جنګ پیل کړی دی. په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وایي، تېره ورځ یې هم په یاده ولسوالۍ کې هوایي عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي. Читать дальше...

"امریکا ته د افغان مشرانو سفر د ښځو د لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره ټاکونکی دی"

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ له افغان مشرانو غواړي چې په امریکا کې د بحثونو پر مهال په ارزښتونو ټینګار وکړي. افغان ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې عالی شورا رییس عبدالله عبدالله پرون شپه امریکا ته تللي. بارکزۍ وویل امریکا او اروپا که سیاستونه بدلوي خو د ښځو د حقونو او د بیان ازادي په څېر له ارزښتونو باید تېر نشي. د دغې مرکې یوه برخه دلته وګورئ او ملګرو سره یې شریکه کړئ.

په ختیځ کې د درېیمې لوا درستیزوال 'نورجان' ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

په ختیځ کې د ملي اردو د درېیمې لوا درستیزوال نورجان ووژل شو. د ننګرهار یوې حکومتي سرچینې تائید کړه چې ډګروال نورجان نن پنجشنبه (د چنګاښ ۳مه) سهار شااوخوا ۷ بجې د شېرزادو ولسوالۍ په پټلو کلي کې د نښان ویشتونکي ټوپ په مرمۍ لګېدلی او وژل شوی دی. ازادي راډیو ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، نورجان تر دې وړاندې د سرحدي لومړۍ لوا درستیزوال و چې بیا تقاعد شو، خو د نوموړي د ښو خدمتونو، زړورتیا او د جګړه ېیزې منصبدارۍ د وړتیا درلودو له کبله رفع تقاعد او د بیا ځل لپاره د درېیمې لوا درستیزوال وګومارل شو. ... Читать дальше...

د یکاولنک-دره صوف واټ د جوړولو چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوي

Pa.azadiradio.com 

د بامیان یکاولنګ او د سمنګان د دره صوف واټ د جوړولو کار ٦٠ سلنه بشپړ شوی دی. دغه واټ چې د شمال او جنوب دهلېز شمېرل کېږي په ګټې اخیستنې سره به بازارونو ته د خلکو د کرنیزو محصولاتو د لېږد کې اسانتيا برابره کړي. د افغانستان د فواید عامې وزارت نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۳مه)  په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه واټ د ۱۸۳ کیلومترو په اوږدوالي او ١٠ مترو په سور د بامیان یکاولنګ ولسوالۍ د سمنګان له دره صوف ولسوالۍ سره نښلوي او د شمال – جنوب دهلیز شمېرل کېږي. د اسیايي پرمختیايي بانک د دغه واټ د جوړولو لګښت ورکوي. Читать дальше...

د افغانستان د سوداګرۍ خونه د امریکا تازه ژمنو ته هیله منه ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه هېله منده ده چې امریکا ته د ولسمشر غني د سفر په لړ کې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې هم تازه ژمنې ترلاسه شي. د دغې خونې مرستیال یونس مومند نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۳مه) ازادي راډیو ته وویل چې تر سېپټمبر میاشتې وروسته چې بهرني ځواکونه افغانستان پرېږدې د امریکا د مرستو دوام یوه مهمه مساله ده. جمهوري ریاست هم تمه ښودلې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني امریکا ته د دوه ورځني سفر په لړ کې به له افغانستان سره د امریکا په اقتصادي او انکشافي برخو کې د همکاریو په را جلبولو کې هم بحث او خبرې وکړي. Читать дальше...

د مقري، د سندرو مینه وال اوس هم د ده د خوږ غږ او سندرو ارمان کوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان او کوزه پښتونخوا کې دا وروستۍ څو اوونۍ د لیکوالو، شاعرانو، خبریالانو، مورخینو، سندر غاړو او نورو نوم وتو شخصیتونو له امله د ویر ورځې دي.  په دغه وخت کې یو شمېر د قدر وړ شخصیتونو په ابدي سفر کډې بار کړې چې د هغوی له ډلې څخه یو هم سندرغاړی عبدالله مقری وو.  عبدالله مقری یو ولسي او حماسي شاعر او سندرغاړی و چې له دې امله یې په ولس کې زیات محبوبیت درلود.  د دغه محبوب سندرغاړي د سندرو مینه وال یې اوس په خوږ غږ او خوږو سندرو پسې ارمان کوي.  نور حال په دې راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اوریدلی شئ... Читать дальше...

نیویارک ټایمز: د ایران پر اټومي مرکز برید بې پیلوټه الوتکې کړی

Pa.azadiradio.com 

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ایراني سرچینو پر اساس راپور ورکړ چې کرج ښار ته نژدې د ایران د اټمي انرژۍ پر مرکز برید د یوې کوچنۍ بې پېلوټه الوتکې په وسیله شوی دی. له دې راپور سره سم، تراوسه پورې په کرج کې د ایران د سانتریفیوژونو د ټکنالوژۍ پر شرکت د حملې مسوولیت لا هېچا په غاړه نه دی اخیستی. یوې خبرې سرچینې نیویارک ټایمز ته ویلي چې بې پېلوټه الوتکې په کرج کې د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې د ودانۍ له شااوخوا ځایونو برید کړی دی. ایراني رسنیو پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه) د خپل هېواد په اټمي مرکز کې د ورانکارۍ خبر ورکړی و.

مریم نواز د عثمان کاکړ د مړینې په اړه د پلټنې غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د مسلم لیګ (ن) ډلې مرستیال مشرې او د پخواني صدراعظم نوازشریف لور مریم نواز د دغه هېواد د پارلمان د غړي عثمان کاکړ د مړینې په اړه د پلټنو غوښتنه وکړه. دې پرون په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، که د عثمان کاکړ د مړینې په اړه پوښتنې او شکونه کېږي نو باید چې په دې برخه کې پلټنه وشي. د عثمان کاکړ کورنۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د حکومت نورو مخالفو ګوندونو د نوموړي د مرګ په اړه شکونه څرګند کړي او ویلي یې دي چې کاکړ په خپل ژوند کې ویلي و چې استخباراتي ادارې د مرګ خبرداری ورکوي. د پښتونخوا... Читать дальше...

د تاجکستان ولسمشر خپل ازبک او قزاق سیالانو سره پر افغانستان غږیدلی

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د قزاقستان او ازبیکستان له ولسمشرانو سره د افغانستان پر حالاتو ټېلفوني خبرې کړي دي. د تاجکستان د ولسمشرۍ د رسمي وېبپاڼې پر اساس، رحمان له خپلو ازبک او قزاق سارو سره پرون په ځانګړي ډول د افغانستان د شمالي ولایتونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې. د افغانستان شمالي ولایتونه د منځنۍ اسیا له تاجکستان، ازبیکستان او ترکمنستان سره پوله لري. دوی وویل، په افغانستان کې اوسنی حالت د کړکېچ د زیاتېدا او د سیمې پر امنیت د منفي اغېز سبب کېږي. دوی د خبرو له لارې د افغانستان د جګړې پر پای ته رسېدا ټېنګار وکړ.

ولسمشر غني امریکا ته لاړ؛ کارپوهان او مدني فعالان له دې سفره څه هیلي لري؟ 

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د افغانستان د جمهور رییس محمد اشرف غني په مشرۍ پلاوی امریکا ته رسېدلی او ټاکل شوې له امریکايي چارواکو لوري سره وګوري په افغانستان کې سیاسي کارپوهان او د مدني ټولنو فعالان له دې سفره څه هیلي لري؟ د مدني ټولنو غړی خلیل روفي وايي، دوی هیله لري چې افغانستان کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي. نوموړی غوښتنه کوي چې دې سفر کې باید دواړو لوري د سولې د روانې پروسې په اړه یوې پایلې ته ورسېږي، ځکه د ده په وینا که دا کار ونه شي نو په افغانستان جګړه پر یو انساني ناورین بدلیدونکې ده. روفي زیاته کړه... Читать дальше...

Новости России
Москва

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)


روحاني: د اټمي هوکړې اصلي خنډونه هوار شوي؛ جرمني او فرانسه: ځیني موانع لا شته

Pa.azadiradio.com 

ایراني چارواکي د اټمي تړون پرسر له نړیوالو سره په خبرو کې د ډېر پرمختګ خبر ورکوي. دا خبرې له نژدې درې میاشتو راهیسې د اسټریا په پلازمېنه وینا کې روانې دي او روانه اوونۍ وروسته تردې وځنډېدې چې د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې سخت دریځی ابراهیم رییسي بریالی شو. د ایران ولسمشر حسن روحاني چې د کار دوره یې پای ته رسیدلې ده وایي، د تهران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د دوه زره پنځلسم کال د اټمي تړون د بیا را ژوندي کېدو مخې ته اصلي خنډونه هوار شوي دي، خو جرمني او فرانسه وایي چې ځیني موانع شته. حسن روحاني... Читать дальше...

امریکا ته د غني سفر او د افغانستان-امریکا د اړیکو نوی فصل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تېره شپه واشنګټن ته د دوه ورځني سفر په مخه روان شول څو د امریکا د متحد ایالاتونو له ولسمشر جوبایډن او یو شمېر نورو چارواکو سره خبرې وکړي. په دې سفر کې له افغان ولسمشر سره د ده لومړۍ مرستیال امرالله صالح، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت د شورا سلاکار حمد الله محب او یو شمېر نور جګپوړي چارواکي ملګرتیا کوي. ارګ په یوه بیان کې څرګنده کړې ده چې ولسمشرغني به د دې سفر په ترڅ کې د کانګرس له غړیو او یو شمېر نورو... Читать дальше...

نیوزیلنډ د ټېسټ کرکټ د نړیوال جام اتل شو

Pa.azadiradio.com 

نیوزیلنډ د ټېسټ کرکټ د نړیوال جام اتل شو. دې پنځه ورځنۍ لوبې د انګلستان په سوت ایمپټن کې د باران له امله شپږ ورځې ونیولې. نیوزیلنډ په دې پایلوبه کې تېره ورځ هند ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه. دا په نړۍ کې لومړی ځل دی چې د ټېسټ لوبو پایلوبه کېږي. د دې لوبو لړۍ د دوه زره نولسم کال په اګست کې پيل شوې وه چې د امتیازونو په ترڅ کې هند او نیوزیلنډ فاینل ته رسیدلي وو. د کرکټ د نړیوال ټېسټ لوبو بل دوربه د روان کال په اګسټ کې پيل شي او تر دوه زره درویشتم کال پورې به هغه دوه لوبډلې په کې معلومې شي چې پایلوبې ته وځي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر: عثمان کاکر قصدي وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي تور پورې کړ چې د ده د ګوند ایالتي مشر عثمان کاکړ قصدي وژل شوی دی. ښاغلي اڅکزي دا خبره پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه) د بلوچستان په مسلم باغ کې د عثمان کاکړ د جنازې د مراسمو پرمهال وکړه: "عثمان خان په ناجوړۍ نه دی مړ. د ناجوړۍ په دوران کې له ده سره ظلم شوی دی، جبر شوی دی ځکه دې قوم اعلان کړی دی چې زموږ د شهیدانو په لاره کې یو بل غمی وپییل شو." ښاغلي اڅکزي د پاکستان استخباراتي ادارې تورنې کړې چې د عثمان کاکړ په وژلو کې لاس لري او زیاته یې کړه چې کاکړ په... Читать дальше...

قطر: ۳ برخو کې افغانستان سره همکاریو ته ژمن و

Pa.azadiradio.com 

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وایي چې هېواد یې په سیاسي، اقتصادي او تجارتي برخو کې له افغانستان سره همکاریو ته ژمن دی او د دې هدفونو لپاره د سولې د خبرو بریالیتوب مهم دی. د قطر د بهرنیو چارو وزیر او د دغه هېواد د صدراعظم مرستیال شیخ محمد بن عبدالرحمان بن جاسم ال ثاني دا خبرې پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه) د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره د ټیلیفوني مکالمې پرمهال وکړې. د قطر د بهرنیو چارو وزیر تېره اوونۍ له رویټرز اژانس سره په مرکه کې ویلي و چې د سولې د خبرو هدف دا دی چې د افغانستان... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Пятая ракетка мира Пегула не выступит на турнире WTA 1000 в Мадриде






СМИ: Ярмольника и его супругу госпитализировали из-за проблем с сердцем

Вольная борьба: Якутянин в финале первенства России

На курорт бесплатно. Кто и как может оформить путёвку и билеты за госсчёт

В ОНК сообщили о моральном состоянии Иванова