ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

Новости за 04.09.2021

کابل کې د ښځو اعتراض له تاوتريخوالي سره مل و

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر افغان ښځو کابل کې د دويېمې پرلپسې ورځې لپاره مظاهره وکړه. هغوی له طالب مشرانو څخه وغوښتل چې په راتلونکي حکومت کې ښځو ته ونډه ورکړي او د ښځو حقونه وساتي. اعتراض په تاوتريخوالي واوښت چې لږترلږه يوه ښځه په کې ټپي شوه. طالبانو ويلي چې د اسلام په چوکاټ کې به ښځو ته د کار او زده کړو اجازه ورکړي

صالح: پر پنجشېر سخت وضعیت راغلی خو د مقاومت دوام ته ژمن یو

Pa.azadiradio.com 

په پنجشېر کې چې د طالبانو له ولکې یوازینی وتلی ولایت دی نن هم د سختو جګړو خبر ورکړل شوی.  د احمد مسعود تر مشرۍ لاندې د طالبانو د مخالفې جبهې یوه مشر پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح نن په یو ویډیويي پیغام کې ومنله چې پر دوی سخت وضعیت راغلی خو ژمنه یې وکړه چې مقاومت ته دوام وکړي. ښاغلي صالح زیاته کړه: "سخت حالت دی. موږ د القاعده شبکې، تروریستانو، طالبانو او د پاکستان د ملاتړو تر تهاجم لاندې یو. خو د خپل هېواد دفاع کوو."  طالبانو نن وویل چې د پنجشېر مرکز بازارک ته نژدې شوي او په څو برخو کې یې د پرمختګ په حال کې دي. Читать дальше...

امریکايي وزیران د افغانانو په اړه د مننې لپاره خلیج هېوادونو ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیران د خلیج هېوادونو ته ځي څو له افغانستانه د بهرنیو وګړو او افغانانو د وتلو په چاره کې د مرستې په خاطر له دې هېوادنو څخه مننه وکړي.  انتوني بلېنکن تېر ماښام په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې په دوحه کې به له افغانانو او قطري چارواکو سره وګوري: "زه دوحې ته روان یم او هلته به له قطري مشرانو سره وګورم څو د خلکو د رااېستلو په هڅو کې د مرستې په خاطر له هغو ژوره مننه وکړم. له افغانانو، همکارانو او په کابل کې د امریکا د سفارت له کار کوونکو سره به هم ووینم چې... Читать дальше...

امریکا افغان کډوالو ته د ځای ورکولو په خاطر له کاسوو مننه کړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا مرستیال ولسمشرې کمالا هاریس افغان کډوالو ته د ځای ورکولو په خاطر د کاسوو مننه کړې.  د مېرمن هارېس دفتر پرون جمعه په یو بیان کې وویل چې د ولسمشر مرستیالې د کاسوو له ولسمشرې ویوسا عثماني سره په ټیلیفوني خبرو کې له افغانستانه د خلکو د رااېستلو له هڅو سره د کاسوو د مرستې په خاطر مننه وکړه.  د بیان له مخې مېرمن هاریس هغو افغانانو ته چې ژوند یې په افغانستان کې په خطر کې و، د موقتي ځای ورکولو په خاطر د کاسوو د ونډې ستاینه وکړه.   د ولسمشرې عثماني دفتر هم په یو بیان کې ویلي چې کمالا هاریس... Читать дальше...

اسټرالیا او نیوزیلنډ کې د ډېلټا بڼې پر وړاندې ستونزو سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

په اسټرالیا او نیوزیلنډ کې د کووېډ-۱۹ د مواردو زیاتېدل ښيي چې دا هېوادونه د دې ناروغۍ د نوې ډېلټا بڼې پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له ستونزو سره لاس ګرېوان دي.  اسټرالیا چې د کرونا ویروس د خطرناکې څپې د مخنیوي لپاره مبارزه کوي نن د سېپټمبر په ۴مه نېټه د څه باندې ۱۷۵۰ نویو مواردو او نیوزیلنډ په تېرو شپږو میاشتو کې د لومړي ځل لپاره په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کېدو له کبله د یوه کس د مړینې راپور ورکړی.  اسټرالیا او نیوزیلنډ چې د کرونا د مخنیوي برخه کې یې اغېزمن اقدامات کړي وو، له څو اونیو راهیسې له دې ویروس سره لاس ګرېوان دي. Читать дальше...

فوټبالر ندیم امیري جرمني کې له دېره افغان کډوالو سره مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د بایر لېورکوزین د فوټبال لوبډلې غړی ندیم امیري چې افغاني ریښې لري، د جرمني د فوټبال له فدراسیون او د کډوالو لپاره له یوې خیریه ټولنې سره په ګډه په جرمني کې له دېره افغان کډوالو سره مرسته کوي.  ۲۴ کلن امیري د پنجشنبې په ورځ په شتوتګارت کې د کډوالو یو کمپ ته ولاړ او دا کډوال یې د جرمني او ارمنستان ترمنځ د یکشنبې ورځې لوبې ته وبلل.  'ډي. پي.اې' خبري اژانس د امیري له قوله لیکلي دي چې نوموړی وایي، ما ته په دې کې برخه کې هېڅ پوښتنه پیدا نه شوه چې باید جرمني ته له راغلو افغانانو سره مرسته وکړم ځکه زما کورنۍ هم یو وخت دا کار کړی و.

د پاکستان د استخباراتو مشر په یوه ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د پوځي استخباراتو مشر په یوه ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی دی.  د ازادي راډیو د مشال څانګې خبریال چې په کابل کې د پاکستاني پلاوي په لنډه خبري غونډه کې حاضر و وايي، د پاکستاني پلاوي مشري د پوځي استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر جنرال فیض حمید کوي.  د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد طالبانو کابل ته د پاکستاني پلاوي د رسېدو خبر تایید کړی خو نه وايي چې په پلاوي کې څوک شامل دي. ښاغلي مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې یوازې دومره وویل: "کابل ته د پاکستان یو پلاوی راغلی او غوښتنه هم د هغو وه چې غواړي کابل ته راشي. Читать дальше...

طالبانو کابل کې پر ځینو معترضو ښځو اوښکې بهوونکي ګاز وکاراوه

Pa.azadiradio.com 

طالبانو نن شنبې په کابل کې د یو شمېر معترضو ښځو د تیت و پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست.  معترضو مېرمنو نن د دوهمې ورځې لپاره د پلازمېنې کابل په مرکزي برخه کې ارګ ته نژدې، لاریون وکړ او د انډول حقونو غوښتنه یې وکړه. پر بنرونو په شعارونو کې یو دا ښکارېده چې موږ د نویمو کلونو ښځې نه یو.  د راپورونو له مخې د طالبانو له خوا د اوښکې بهوونکي ګاز د کارولو په پایله کې یوه مېرمن ټپي شوې ده. پر ټولنیزو شبکو په یوه خپاره خپرو شوي تصویر کې یوه ښځه په داسې حال کې لیدل کېږي چې د سر له ټپ څخه یې وینې بهېږي. Читать дальше...



قطر: توانېدلي یو چې د کابل هوايي ډګر د الوتنو لپاره چمتو کړو

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د قطر سفیر وايي چې د دې هېواد یو تخنیکي ټیم توانېدلی د کابل نړیوال هوايي ډګر د بشري مرستو د الوتنو لپاره چمتو کړي.  الجزیرې خبري چینل د قطر د سفیر له قوله راپور ورکړی چې نوموړی وايي، د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر ځغاست لیکه د افغان چارواکو په مرسته ترمیم شوې ده.  سفیر ویلي چې د کابل له هوايي ډګره به ملکي الوتنې هم ډېر ژر پیل شي. الجزیره د قطر د سفیر له قوله زیاتوي چې له دې هوايي ډګره لا مخکې دوه الوتنې- یوه مزار شریف او بله کندهار ته شوي دي.

کابل کې د ځینو ښځینه فعالانو لاریون د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخ شو

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر ښځینه فعالانې چې په کابل کې یې د خپلو حقونو په موخه د عدالت غوښتنې په نوم لاریون کاوه، د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخ شوې. دوی وايي، طالبانو پرې هوايي ډزې وکړې او اجازه یې ور نه کړه چې په سوله‌ییز ډول خپل غږ پورته کړي. له دوی یوه یې نرګس سادات ده چې پر مخ یې وینې روانې دي او وايي، طالبانو پرې ګوزار کړی دی. د اغلې سادات ویډیو هم په ټولنیزو رسنیو خپره شوې چې په کې د هغې یوه بله همکاره له دوی سره د شوي تاوتریخوالي کیسه کوي او وايي، طالبانو هغه وهلې ده. یادو ښځینه فعالانو نن غوښتل... Читать дальше...

صرافان: هېواد کې د اسعارو د بدلولو ټول بازارونو خپل فعالیتونه بیا پیل کړل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صرافانو سراسري اتحادیې له درې اونۍ ځنډ وروسته د شنبې په ورځ خپل فعالیتونه له سره پیل کړل. د صرافانو د سراسري اتحادیې مرستیال حاجي دادګل ازادي راډیو ته وویل چې په ټول هېواد کې د اسعارو د بدلولو ټول بازارونو خپل فعالیتونه له سره پیل کړي دي. نوموړي زیاته کړه: "په شهزاده سرای او ټول افغانستان کې د صرافۍ فعالیتونه بیا پیل شوي. موږ خپلو اتباعو ته د خدماتو وړاندې کولو ته ژمن یو. په ضمن کې له مرکزي بانک سره په اړېکه کې یو  له دوی مو غوښتنه کړې چې د بانکونو نمایندګۍ دې هم خپل فعالیتونه په... Читать дальше...

کابل ته د 'ای.اېس.ای' د مشر جنرال حمید په مشرۍ د پلاوي راتګ پوښتنې زېږولي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د استخباراتي ادارې 'ای.اېس.ای' مشر جنرال فيض حمید نن (د سېپټمبر پر څلورمه) کابل ته راغلی. نوموړي د کابل په سيرينا هوټل کې له خبریالانو سره په خبرو کې وويل چې هلته د پاکستان له سفير منصور احمد خان سره د ليدو لپاره ورغلی دی. د مشال راډیو یو خبریال چې په کابل کې د جنرال حمید سره د خبریالانو په دې لنډ سوال ځواب کې موجود و وايي، کله چې له نوموړي پوښتنه وشوه چې ايا هغه به له طالب چارواکو سره ليده کاته کوي، نو جنرال حميد په ځواب کې وويل چې د پاکستان سفير چې له ده سره یوځای په سیرنا هوټل کې موجود و به له طالب چارواکو سره خبرې کوي. Читать дальше...

په ټول افغانستان کې د صرافيانو فعالیت بېرته پيل شو

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د شهزاده سرای فعاليت نن بېرته پيل شو. د صرافانو ټولنې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې شهزاده سرای او ورسره به په ټول افغانستان کې د صرافيانو فعالیت بېرته پيل شي. په دې اعلاميه دغه شان ويل شوي چې شهزاده سرای د افغانستان مرکزي بانک سره په همغږۍ دغه ګام پورته کړی. شهزاده سرای او ورسره نور ټول بانکي خدمات له تېرو درې اونيو راهيسې هغه مهال چې طالبانو کابل ونيوه په ټپه درېدلي و چې له امله یې خلکو ته ګڼې اقتصادي ستونزې پیدا شوې وې.

په افغانستان کې وېسټرن یونین خپل فعالیت بېرته پیل کړ

Pa.azadiradio.com 

د وېسټرن يونين د پيسو نړېوالې شبکې تېره ورځ اعلان وکړ چې دوی په افغانستان کې خپل فعاليت بېرته له سره پيل کړ. د پېسو د لېږد دغه نړیوالې شبکې تېره ورځ په يوې اعلاميه کې وويل چې دوی له افغانستان سره خپل فعاليت بېرته په عادي ډول پيل کړی دی. د دې شبکې د معلوماتو له مخې په تېرو درې اونيو کې له افغانستان سره د دې فعاليت د نه کولو له امله هغه افغانانو چې غوښتل يې د خپلې سوداګرۍ په موخه له دې شبکې پيسې ولېږدوي په ميلیونونو ډالره زيان ليدلی. د پيسو د لېږد نړېوالې شبکې شااوخوا درې اوونۍ وړاندې هغه مهال... Читать дальше...

رسنۍ: کابل کې د تېرې شپې په هوايي ډزو کې ۱۷ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې په کابل کې د تېرې شپې په هوايي ډزو کې ۱۷ کسان وژل شوي دي.  شمشاد او طلوع ټلوېزیونونو دواړو دا خبر ورکړی دی.  د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یوه غړي احمدالله وثیق ازادي راډیو ته وویل چې دا ډزې د پنجشېر د سقوط په اړه د ناسمو راپورونو له خپرېدو وروسته د طالبانو وسله والو وکړې.  ښاغلي وثیق د دې ډزو د تلفاتو په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې د طالبانو د مشر یوه مرستیال مولوي محمدیعقوب مجاهد په راتلونکي کې د دې پېښو د مخنیوي لپاره امنیتي چارواکو ته سپارښتنه کړې. وثیق زیاتوي... Читать дальше...

ارزګان کې روغتیاپالان: روغتون کې برښنا، درمل او خواړه نه لرو

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان ولایت کې روغتیا پالان اندېښنه ښیې که نړیوال ورسره د روغتیا برخه کې مرستې ونه کړي نو انساني ناروین به رامنځته شي. د دغه ولایت د ولایتي روغتون مشر امین الله توخي ازادي راډيو ته وویل، هغه پروژه چې د ارزګان د مرکز او ولسوالیو ټولو روغتیايي مرکزونو ته یې خدمتونه وړاندې کول، له هغې سره قرارداد پای ته رسیدلی چې له امله یې مالي ستونزې رامنځته شوي. نوموړی وايي، په روغتون کې اوس مهال برښنا، خواړه او درمل نه لري. دي وايي:" له موږه د خلکو غوښتنه د روغتیایي خدماتو وړاندې کول دي، موږ سره چې کومې... Читать дальше...

طالبان: د پنجشېر مرکز ته نږدې یو؛ د ملي مقاومت جبهه: په شا تمبول شوي

Pa.azadiradio.com 

په پنجشېر کې د طالبانو او د مقاومت جبهې جګړه پنځمې ورځې ته وغځېده. دواړه لوري هلته د روانې نښتې په اړه بېلابېل روایتونه لري. طالبان وايي، د پنجشېر مرکز ته نږدې شوي او په بېلابېلو برخو کې یې پرمختګ کړی. د دې ډلې د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد وثیق ازادي راډیو ته وویل، وسله‌‌وال یې له څلورو لوریو د ولایت مرکز ته نږدې شوي دي: "د پنجشېر په اړه وروستي معلومات دا دي چې مجاهدینو په ټولو ساحو کې پرمختګ کړی او له څلورو خواوو د ولایت مرکز ته را نږدې شوي دي. مجاهدینو خپل عملیات ډېر ورو روان کړي، څو ملکیانو... Читать дальше...

برتانیا له افغان کډوالو سره مالي مرسته کوي

Mashaalradio.com 

دا خبره د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب د سېپټېمبر پر درېیمه په اسلام اباد کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره یو شریک خبري کانفرانس ته کړې ده.

Новости России
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о ярмарке российских товаров в Харбине


بېکارۍ او بېوزلۍ يوشمېر افغانان له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي

Mashaalradio.com 

پر افغانستان د طالبانو له کنټرول وروسته که يو خوا يوشمېر کسان بېکاره شوي او له بېوزلۍ سره مخامخ شوي، نو بلخوا يوشمېر نور هڅه کوي چې بهر هېوادونو ته ولاړ شي. د کابل ښار ګڼ کاريګر وايي چې کارونه نه ور پيدا کېږي، چې له کبله يې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي. نور حال د رويټرز خبري اژانس په ويډيويي راپور کې.

ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د بسپنې ټولولو پراخ کنفرانس رابلي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه په پام کې لري د سېپټمبر پر ۱۳مه، د افغانستان لپاره د بسپنې ټولولو پراخ کنفرانس رابولي. په جنیوا کې به په دغه کنفرانس کې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم برخه اخلي، په افغانستان کې د بشري بحران پر پراخېدو هم بحث وشي. د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک پرون جمعه (د وږي په ۱۳مه) په یوه اعلامیه کې وویل، دغه کنفرانس د بودجې د زیاتولو لپاره رابلل شوی چې د ژغورنې بشر دوستانه عملیات دوام ومومي. تر دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند، بابر بلوچ له... Читать дальше...

د نیوزیلنډ صدراعظمې د ټرورېزم ضد قوانینو کې د بدلونونو ژمنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د نیوزیلنډ صدراعظمې جسیندا اردرن د دغه هېواد د ټرورېزم ضد قوانینو کې د بدلونونو ژمنه وکړه.   دا وروسته له هغې چې د اوکلنډ په یوه بازار کې په یوه تروریستي حمله کې اووه کسان ټپیان شول.  صدراعظمې نن د هغې حملې په اړه د نورو جزییاتو د څرګندولو پرمهال وویل چې دا به د هغه قانون پر تصویب کار وکړي چې دا مهال په پارلمان کې تر غور لاندې دی او له مخې به یې تروریستي حملې یو جرم وګڼل شي.  هغې زیاته کړه، هڅه به وکړي، چې دا قانون د دې میاشتې تر پای پورې تصویب شي.  د سریلانکا یوه وګړي چې په ۲۰۱۱میلادي کال... Читать дальше...

صالح د ځان په اړه له هېواده د وتلو راپورونه رد کړل

Pa.azadiradio.com 

په پنجشېر ولایت کې د مقاومت جبهې یو مشر، امر الله صالح هغه اوازې رد کړې چې ګواکې دی له افغانستانه وتلی دی. ښاغلي صالح تېره شپه په یوه ویډیويي پیغام کې چې څو رسنیو خپور کړی وویل: "هغه راپورونه چې زه له خپل هېواد څخه وتلی یم او له افغانستانه بهر یم، د دښمن تبلیغات دي. سخت حالت دی. موږ د القاعده، تروریستانو، طالبانو او د پاکستان د ملاتړو تر تهاجم لاندې یو. خو د خپل هېواد دفاع مو کړې ده." ښاغلي صالح تائید کړه چې د تېرو څو ورځو په جګړو کې د مقاومت جبهې وسله والو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.... Читать дальше...

امرالله صالح: طالبانو پر پنجشېر بشر دوستانه خدمتونه بند کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د جمهوري ریاست پخوانی مرستیال او د مقاومت د جبهې د رهبري غړی امرالله صالح وایي، طالبانو په پنجشېر ولایت کې بشر دوستانه خدمتونو ته لاسرسی قطع کړی. ښاغلي صالح پرون شنبه (د وږې په ۱۳مه) په یو شمېر ټویټونو کې وویل چې طالبان پنجشېر ته د ډاکټر، درملو او خوړو په داخلولو بندېز لګولی دی. نوموړی وایي، ټیلیفوني خدمتونه او د برښنا جریان هم بند شوی دی. طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي. په ورته وخت کې راپورونو ښیې چې د طالبانو او مقاومت ډلې ترمنځ جګړه روانه ده. دواړه لوري بو بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعاوې کوي. Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Мария стала соперницей Азаренко на турнире WTA в Мадриде






Срок выдачи жилищных сертификатов сиротам продлили в Подмосковье

Бизнес-астролог Александра Секачева дала интервью журналу “Фокус внимания”

Мощный документальный фильм про СВО

Синхронистка Гелена Топилина провела мастер-класс в Химках