ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

Новости за 08.09.2021

طالبان بايد اوسني عصر سره سم پر مخ ولاړ شي: رستم شاه مومند

Mashaalradio.com 

د مشال مرکه کې مو پخواني سفارتکار رستم شاه مومند مېلمه دی. نوموړي له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۵ز کال پورې په کابل کې د پاکستان سفير پاتې شوي وو. رستم شاه مومند په قبايلي ضلعو کې پولېټیکل اېجنټ، د خيبر پښتونخوا چيف سکتر او په نورو لوړو څوکيو کار کړي دي. رستم شاه مومند د مشال په مرکه کې د افغانستان په روانو حالاتو او د دې پر پاکستان او په ځانګړې توګه قبايلي علاقو خبري وکړي. ده وويل چې بايد طالبان د اوسني عصر غوښتنو ته په پام پرمختګ وکړي. د خپرونې کوربه ګل اياز دی.

افغانستان کې د لاریونونو پراخېدل؛ د 'طالبانو ‌‌‌‌‌‌ډزو' ځیني وژلي او ټپيان کړي

Pa.azadiradio.com 

‎د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د لاریونونو پراخېدل او د دغو اعتراضونو د خورولو او ختمولو لپاره د طالبانو له لوري فزیکي فشارونه. ‎دغو لاریونونو کې د لاریون کوونکو په وړاندې د طالبانو ‌‌‌‌‌‌ډزو د ځیني کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوي دي. ‎په تازه دا ‌‌‌‌‌‌ډول پېښه کې د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۱۶» د هېواد په ځینو ولایتونو کې د لاریونونو پر مهال لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي. ‎له دې اعتراض کوونکو دوه‌یې یوازې په هرات ولایت کې وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. ‎۳۵ کلن استاد بشر احمد افسري په هرات کې یو له دغو وژل شویو دی. Читать дальше...

واک غورځنګ د افغانستان پر حالاتو اندېښنه ښوولې

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ په تاندې هیلې خپرونه کې د "واک" په نوم د پښتنو ښځو د سیاسي او ټولنیز پرمختګ او د ادبي او کلتوري هلو ځلو یو غورځنګ په اړه معلومات درکوو چې په پاکستان او افغانستان کې ګڼې غړې لري. دوی په تېرو وختونو کې په پېښور او کوټه کې غونډې کړي دي چې موخه یې د ښځو ځواکمنول دي. په تاندې هیلې خپرونه کې اورئ چې د واک تحریک غړې د افغانستان حالاتو او پر ښځو د طالبانو د واکمنۍ د اثراتو په اړه څه دریځ لري. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.

د طالبانو د کابینې غړي څوک دي؟

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې طالبانو د سېپټېمبر پر اوومه خپل سرپرست حکومت او کابینه اعلان کړه چې مشري یې ملا محمد حسن اخوند کوي. سراح الدین حقاني چې د شبکه یې د امریکا د نړیوالو ترهګرو ډلو د بندیزونو په لېسټ کې ده، د کورنیو چارو وزیر ټاکل شوی. د طالبانو د کابینې په اړه د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.

د طالبانو په اعلان شوې کابینې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ځینو اوسېدونکو انتقاد

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو له لوري په نوې اعلان شوې کابینې انتقاد کوي او وايي، نه‌یوازې دا چې اعلان شوې کابینه ټول‌شموله نه‌ده بلکې کدري، مذهبي او قومي انډول هم په‌کې په نظر کې نه‌دی نیول شوی. دوی وايي دا کابینه د طالبانو هغه څرګندونو خلاف اعلان شوه چې د ټولنې ټولو اړخونو په ونډې یې ټینګار کاوه. د کابل ښار اوسېدونکی محمد رسول سمندر چې تر لېسانس کچې یې زده‌کړې کړي وايي، طالبان له ځوانانو غوښتنه کوي چې هېواد دې نه‌پرېږدي، خو د کابینې اعلان وښوده چې دوی په خپلو خبرو کې رښتیني نه‌دي. Читать дальше...

د طالبانو کابينه ایا د پاکستان د هيلو برعکس ده؟

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې طالبانو د سېپټمبر پر اوومه نېټه د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ خپله سرپرسته کابينه اعلان کړه. طالبان چې کله د اګست پر ۱۵مه نېټه طالبان کابل ته ننوتل نو تر دې وروسته د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیو هېوادونو هلته د ټولشموله حکومت غوښتنه وکړه. د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د بېلا بېلو هېوادونو سفرونه وکړل او د ځینو هېوادونو له مشرانو سره یې په ټېلېفون خبرې وکړي. په دې خبرو کې به نوموړي زيات ټینګار په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو کاوه. خو اوس چې طالبانو خپله... Читать дальше...



د طالبانو له لوري د سرپرست حکومت اعلان په کور دننه او بهر غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له لوري اعلان شوی سرپرست حکومت په کوردننه او بهر له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوی دی. د طالبانو یو شمېر ضد اړخونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان د راتلونکي حکومت او جغرافیې په اړه به ډیر ژر موقف اعلان کړي. احمد مسعود چې په پنجشیر کې د طالبانو پرضد د وسله والې ملي جبهې مشري کوي د طالبانو د کابینې اعلان غیر قانوني بللی او ویلي دي چې دا د افغانانو سره د دښمنۍ په معنی ده. ښاغلي مسعود په دې اعلامیه کې ویلي دي چې د افغانستان خلکو په تېر کې د ځان غوښتنې، افراطیت، د ترهګرو ، مېرمنو ضد حکومت پر... Читать дальше...

کابل کې نن بیا ځینو ښځو لاریون کړی، خو طالبانو یې مخه نیولې 

Pa.azadiradio.com 

کابل کې نن یو ځل بیا یو شمېر ښځو لاریون کړی، خو د طالبانو له‌خوا یې مخه نیول شوې. لسګونه ښځو چې د دشت برچي سیمې څخه یې لاریون پیل کړ، د ازادۍ، خپلو حقونو د خوندیتوب، د پاکستان خلاف او د جګړې ضد شعارونه ورکول. لاریون د کابل د لویدیځ ۱۳مې ناحیې اړوند دشت برچي سیمې څخه پیل شو، خو طالبانو د مزاري څلور لارې وړاندې د مخکې تګ اجازه ور نه کړه. د لاریون کوونکو له ډلې یې ډېرې د طالبانو د واکمنۍ خلاف دي او وايي، دې ډلې یې حقونه تر پښو لاندې کړي دي. مریم چې د پاکستان ضد شعار یې له ځان سره لېږداوه وايي، طالبان یې د غږ له پورته کېدو وېره لري... Читать дальше...

امریکا د طالبانو د نوې کابینې په اړه اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالاتونو د طالبانو له خوا د نوې اعلان شوې کابینې په اړه اندېښنه ښودلې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبه (د وږي په ۱۷مه) په کابل کې د طالبانو له لوري د نوي حکومت د اعلان پر وړاندې په غبرګون کې وویل چې د نوې کابینې غړي یا طالبان دي او یا هم د طالبانو نژدې ملګري او ښځې هم په کې نه شته. د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي دي چې متحدایالات همدا راز د کابینې د ځینو غړو د پیوندونو او سوابقو له پلوه هم اندېښنه لري، خو بیان پرته له دې چې د کوم ځانګړي کس نوم یاد کړي زیاتوي... Читать дальше...

چک، اتریش او سلواکیا د نورو افغان کډوالو له منلو سره مخالفت وښود

Pa.azadiradio.com 

چک جمهوریت، اتریش او سلواکیا د یوه ګډ اقدام په ترڅ کې په اروپايي ټولنه کې د نورو افغان کډوالو له منلو سره مخالفت څرګند کړ.  د چک صدراعظم اندرې بابیش پرون سې شنبې د وږي په ۱۶مه له خپلو اتریشي او سلواک سیالانو سره تر کتنې وروسته وویل، اروپايي ټولنه د نورو افغان کډوالو د منلو ظرفیت نه لري. نوموړي زیاته کړه چې افغانان باید یا په خپل هېواد کې او یا د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې پاتې شي.  د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستانه د خلکو د وتلو څپې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه سخت اندېښمن کړي دي. Читать дальше...

د ایران لپاره د امریکا استازی روانه اوونۍ مسکو او پاریس ته ځي

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده چې د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی په روانه اوونۍ کې مسکو او پاریس ته ولاړ شي څو د روسیې او اروپايي ټولنې له چارواکو سره د ایران د اټمي پروګرام پر اړوندو مسایلو خبرې وکړي.  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، رابرټ مالي به د سېپټمبر تر لسمې پورې د خپل سفر پر مهال له روسي او اروپايي شریکانو سره د ایران د اټمي پروګرام او د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې په برخه کې د تفاهم منلو ته د تهران او واشنګټن د هڅولو پر اړتیا خبرې وکړي.  دې هدف ته د رسېدو لپاره د روان کال د اپریل او جون میاشتو... Читать дальше...

د کرنې وزارت: د زرغون کمربند پروژې چارې به ژر تر ژره پیل شي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د زرغون کمربند پروژې چارې ژر تر ژره بيا پيل شي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن چهارشنبه (د وږي په ۱۷مه) په یو بیان کې ویلي چې د دغه وزارت نویو چارواکو او د زرغون کمربند د پروژې او د کرنې او مالداری وزارت پلاوي د زرغون کمربند له کاري سيمو د ليدنې په ترڅ کې لارښوونه وکړه چې د يادې پروژې چارې دې بيا پيل شي. هغوی د پروژې چارواکو ته هدايت ور کړ چې د زرغون کمربند د اوبو لګولو سيسټم د بيارغونې او خړوبولو لپار دې کار کوونکي وګماري، څو د ياد کمربند د وچېدو مخه ونيول شي. بايد وويل... Читать дальше...

په کندهار کې د وسلو کاروبار وده کړې

Mashaalradio.com 

د افغانستان په کندهار کې د وسلو کاروبار وده کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول وروسته د زیاترو خلکو کار او روزګار متاثره شوی خو د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د وسلو سوداګر وايي، کاروبار یې زیات شوی دی. په پنجوايي بازار کې د وسلو په دوکانونو کې دا مهال د بهرنیو هېوادونو ډول، ډول وسلې د خرڅ لپاره پرتې دي. طالبانو د کندهار پنجوايي ولسوالي سږکال په جولای میاشت کې ونیوله.

د کندز ځینې ځوانان د هېواد نامعلوم برخلېک کډوالۍ ته اړ کړي

Pa.azadiradio.com 

په کندز ولایت کې یو شمېر ځوانان وايي، د پخواني حکومت سقوط له امله او د طالبانو له واکمنېدو سره په هېواد کې د بې کارۍ کچه لوړه شوې ده او له همدې امله ځوانانو هېواد پرېښودلو ته مخه کړي ده. د کندز ښار د کابل په اډې کې عبدالحکیم ازادي راډیو وویل، د بې روزګارۍ او بې وزلۍ له امله غواړي له هېواده بهر ولاړ شي. عبدالحکیم زیاتوي: "اړ یو یا به ایرانه ته ولاړ شو او یا به پاکستان ته ولاړ شو، یو خوا ته به ځان وباسو له خیره. کار او بار نشته. ځمکې نه لرو او کوم کار نه لرو ." عتیق الله ساپي چې پخوا یې د کندز... Читать дальше...

ملاهبت الله اخندزاده: افغانستان کې به شرعي قوانین نافذ کړو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو لوی مشر ژمنه کړې چې په افغانستان کې به شرعي قوانین نافذ کړي.  ملاهبت الله اخندزاده د نوې حکومت له اعلان وروسته په خپل لومړني بیان کې چې تېره شپه د طالبانو ویاندویانو رسنیو ته واستاوه ویلي چې د راتلونکي افغانستان د حکومتوالۍ او ژوند ټولې چارې به د اسلامي شریعت د سپېڅلو قوانینو په اساس تنظیمېږي.  په بیان کې یادونه شوې چې افغانستان به ټولو نړیوالو میثاقونو ته چې له اسلام سره په ټکر کې نه وي ژمن پاتې شي.  طالبانو پرون نوې کابینه اعلان کړه. په کابینه کې د حکومت مشر یا رییس الوزرا ملا محمد... Читать дальше...

Новости России
Москва

Изгнать мигрантов так просто не получится? Юрист указал на тонкую грань


هېل: په افغانستان کې اساسي خدمات د سقوط په حال کې دي

Pa.azadiradio.com 

هېل امریکايۍ انلاین خپرونه هېل د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته د اشارې په ترڅ کې لیکي چې په افغانستان کې اساسي خدمات د سقوط په حال کې دي. ملګرو ملتونو پرون د اګسټ په اوومه په یو راپور کې وویل چې په افغانستان کې اساسي خدمات د سقوط او له‌منځه تلو په حال کې دي ځکه هلته د مرستو او د خوړو د موادو زېرمې په ختمېدو دي. هېل د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د سمون د ادارې یا اوچا ویاند یینس لاییرکې له قوله لیکي چې په ژنیو کې یې په یوه خبري غونډه کې ویلي، ملیونونه افغانان روغتیايي خدماتو او خوراکي مرستو ته اړتیا لري. Читать дальше...

بلېنکن به د افغانستان د وضعیت په اړه د کانکرس ته معلومات ورکړي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن راتلونکې اوونۍ د افغانستان د وضعیت په اړه د کانکرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته معلومات ورکړي.  دې کمېټې پرون  سې شنبه(د وږي ۱۶مه) اعلان وکړ چې ښاغلی بلېنکن به د راتلونکې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د استازو جرګې ته توضیحات وړاندې کړي.  د استازو جرګې یو شمېر جمهوریپال استازي له افغانستان سره د ولسمشر جو بایډن پر چلند سخت انتقاد کوي. دوی په دې اړه د کانګرس له لوري د یوې څېړونکې کمېټې د جوړېدو غوښتنه کړې خو دموکراتان وايي چې یوه ځانګړې... Читать дальше...

احمد ولي مسعود: پنجشېر په بشپړ ډول نه دی سقوط شوی

Pa.azadiradio.com 

د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود ورور احمدولي مسعود وايي چې پنجشېر په بشپړ ډول سقوط شوی نه دی.  ښاغلي مسعود چې پرون سې شنبه (د وږي ۱۶مه) د سویس په جنیوا ښار کې یوې غونډې ته خبرې کولې، دا هم وویل چې د ملي مقاومت جبهه هر ډول جګړې ته تیاره ده. ده زیاته کړه: "داسې فکر مه کوئ چې که طالبانو سړکونه ونیول، بنجشېر یې هم نیولی دی، نه، پنجشېر یې نه دی نیولی. زرګونه جنګیالي په دره کې شته. هره شېبه ممکنه ده چې راشي او تاسو به یې ووینئ."   طالبانو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ټول پنجشېر یې نیول دی.

سږ ترکیې د ۴ زره افغان پناه غوښتونکو مخه نیولې

Pa.azadiradio.com 

ترکیه وايي، سږ کال یې د څه باندې ۴ زره افغان پناه غوښتونکو مخه نیولې ده.  د ترکیې د کورنیو چارو وزیر اسماعیل چاتالکي پرون سې شنبه(د وږي ۱۶مه) وویل، د دغه هېواد پولیسو د روان ۲۰۲۱ میلادي کال له پیله تراوسه پورې شااوخوا ۹۵۰۰ بې اسناده پناه غوښتونکي نیولي چې تقریباً نیمايي یې افغانان دي.  اکثره افغانان ترکیې ته د دې لپاره ځي چې له دغه هېواده اروپايي هېوادونو ته لاړ شي.

د افغانانو او سیلابونو په اړه بایډن له کانګرسه نوره بودجه هم وغوښته

Pa.azadiradio.com 

د ولسمشر جو بایډن ادارې پرون  سې شنبه(د وږي په ۱۶مه) له کانګرس څخه میلیاردونه ډالره نوره بودجه د توپان او سېلونو له کبله د زیانونو د جبرانولو او له افغانستانه د زرګونو نورو کسانو د ایستلو لپاره وغوښته.  د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ولسمشر بایدن د بودجې او مدیریت اداره وايي، لږ تر لږه ۲۴ میلیارډ ډالره د توپان ځپلو او نژدې شپږ نیم میلیارده د افغانانو د راایستلو او په امریکا کې د هغو د ځای پر ځای کولو لپاره پکار دي.  امریکا تر یولکو ۲۲ زره ډېر کسان د اګسټ تر دېرشمې مخکې له افغانستانه ایستلي دي.

بلېنکن له مزارشریفه د امریکايي اتباعو د الوتکو مخنیوی رد کړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د طالبانو له لوري د مزار شریف له هوايي ډ‌ګره د امریکايي اتباعو د الوتکو د مخنیوي راپورونه رد کړل.  انتوني بلېنکن پرون سې شنبه (د وږي ۱۶مه) وویل، یو شمېر کسان په دې خاطر نه دي پرېښودل شوي چې له افغانستانه یې د وتلو اسناد نه لرل.  په وروستیو ورځو کې راپورونه خپاره شول چې طالبانو ۶ الوتکې چې امریکایان هم په کې سپاره وو، پرې نه ښودې چې د مزارشریف له هوايي ډګره والوزي.  خو بلېنکن پرون په دوحه کې وویل، طالبانو د هغو کسانو د وتلو مخه نه ده نیولې چې بشپړ اسناد... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Елена Рыбакина рассказала о проблемах со здоровьем






Российские студенты экстренно покинули общежитие среди ночи

В регионе внедрят проекты АСИ по повышению качества жизни

Цена квадратного метра в новостройках премиум-класса в Москве выросла на 28%

ФОК Артёма в Приморском крае получил престижную награду