ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

Новости за 09.09.2021

نومیالی خبریال رحیم الله یوسفزی ومړ

Mashaalradio.com 

د پاکستان نومیالی خبریال رحیم الله یوسفزی د ۶۷ کلونو په عمر کې ومړ. د نوموړي کورنۍ مشال راډیو ته وویل چې یوسفزی د سېپټېمبر پر نهمه د ورپېښې ناروغۍ له وجې مړ شو. د یوسفزي جنازه د سېپټېمبر پر ۱۰مه کېږي. نوموړی په پېښور کې د انګريزې ژبې ورځپاڼې دي نيوز مدير وو او له څو لسیزو راهیسې یې د افغانستان په اړه خبریالي کړې وه. د یوسفزي د ژوند او کار په اړه ځانګړی رپورټ.

د طالبانو خبرداري سره سره د افغانستان په ۵ ولایتونو کې لاریونونه وشول

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت له خبرداري سره سره لاریون کوونکي په بلخ، پروان، نیمروز، کندز او کاپیسا ولایتونو کې سړکونو ته راووتل. د تاوتریخوالي او نیولو یو شمېر قضیې راپور شوي، مګر نور جزئیات نه‌دي خپاره شوي.  د اماج په نوم د یوې خبري شبکې له‌خوا په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې وېډیو ښيي چې ښځینه لاریونوالې د ښځو حقونو ته درناوی او د پاکستان ضد شعارونه ورکوي. پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورن دی، خو اسلام‌اباد دا تور ردوي. یوه ورځ مخکې، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په مؤقت ډول په افغانستان کې لاریونونه... Читать дальше...

پاکستان کې وکیلانو سپریم کورټ ته د یوې ججې نومولو ضد مظاهره کړې

Mashaalradio.com 

د اسلام اباد په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې وکيلانو احتجاجونه کړي دي. په اسلام اباد کې د پاکستان سپريم کورټ مخې ته د احتجاج پر مهال د وکيلانو د یوې ټولنې مشر عبدالرحيم وزير مشال راډیو ته وويل چې په وروستيو کې په سپريم کوټ کې کاري مودې ته له کتو پرته د قاضیانو ګومارنې شوې دي. دوی د سېپټېمبر پر نهمه دا مظاهره تر هغې وروسته کړې چې د پاکستان حکومت د قاضیې (ججې) عایشې اې ملک نوم سترې قضیايي شورا ته ورکړی چې په سپریم کورټ کې یې وګوماري. وکيلان وايي، په لاهور های کورټ کې له نوموړې څخه درې ججان سينییر دی یعنې زیاته کاري تجربه لري. Читать дальше...

احمد ولي مسعود: ۲۱ ترهګرو ډلو د احمد شاه مسعود په قتل کې لاس درلود

Pa.azadiradio.com 

د احمد شاه مسعود د بنسټ مشر احمد ولي مسعود وايي، د ورور له قتل یې د دوو لسیزو له تېریدو وروسته هم تر اوسه پورې ددې پېښې د څرنګوالي په اړه دقیق معلومات نه شته. خو د نوموړي په وینا د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ" یو ویشت ترهګرو ډلو " د احمد شاه مسعود په قتل کې لاس درلود. مطرح جهادي قومندان احمدشاه مسعود چې په نویېمه لسیزه کې یې د طالبانو پر ضد د مقاومت د جبهې مشري کوله د ۲۰۰۱ م کال د سیپټمبر په ۱۱ مه نیټه په هغه برید کې چې د القاعده شبکې له خوا پلان شوی و ووژل شو. په همدې کال کې د طالبانو د نظام تر نسکوریدو... Читать дальше...

پاکستان کې وکيلانو د سترې محکمې د نویو غړو په مقررۍ اعتراضونه وکړل

Pa.azadiradio.com 

نن د اسلام‌اباد په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې وکيلانو د سترې محکمې د نویو غړو په تېره بیا د عایشه ملک په مقررۍ اعتراضونه وکړل.           په ستره محکمه کې د لاهور د عالي محکمې ښځينه قاضي عايشه اې ملک په ګمارلو نن غور روان دی. په اسلام‌اباد کې د پاکستان سترې محکمې مخ ته د احتجاج پر مهال وکیلانو ویل چې د قاضي عایشه ملک د مقررۍ او وړاندیز په برخه کې د تجربې او زیات کار اصول نه‌دي رعایت شوي.   د پښتنو وکيلانو فورم مشر عبدالرحيم وزير ازادي راډيو ته وويل چې په دې وروستيو کې سترې محکمې ته... Читать дальше...

شمالي مقدونیه کې اور لګېدنې لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه کړل

Pa.azadiradio.com 

په شمالي مقدونیه کې یوې اور لګېدنې لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه کړي.  اور د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې یوه مرکز کې تر چاودنې وروسته لګېدلی. د شمالي مقدونیې صدراعظم زوران زاییو په خپل ټویټر لیکلي: "یوه خورا لویه تراژیدي ده. که څه هم اور مهار شوی، خو ګڼ کسان‌یې مړه کړي."  اور د شمالي مقدونیې په شمال ختیځ ښار تیتوو کې بېګا ناوخته ولګېد او څو ساعته وخت‌یې ونیوه چې اور وژونکي وتوانېږي غلی یې کړي.

"کفايت شاه باچا د مينې او امن سړی وو"

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه مو د نوميالي ولسي سندرغاړي کفايت شاه باچا پر ژوند او هنر خبرو او د هغه سندرو ته ځانګړې کړې ده. نوموړی د سېپټمبر پر درېيمه د صوابۍ په خپل کلي زیده کې خپلو شخصي دوښمنانو وواژه. د سيمې دوه پېژندلیو سندرغاړو، ګوهر جان او بختيار خټک، باچا د يوه ځانګړي سبک لرونکي سندرغاړي په توګه ياد کړ. د صوابۍ يو نوميالي شاعر او ليکوال او د پېښور پوهنتون يو استاد نورالامين يوسفزی بيا په دې اند دی چې باچا په سندرو کې ولس ته د مينې او امن درسه ورکاوه او زياتوي چې د هغه تشه به په ګرانه ډکه شي. Читать дальше...

د سی‌ای‌اې مشر د پاکستان پوځ او استخباراتي چارواکو سره لیدلي

Pa.azadiradio.com 

د امريکا استخباراتي ادارې (سی‌ای‌اې) مشر ويليم جوزف برنز د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې له مشرانو سره نن په راولپڼډۍ کې کتلي دي. د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې ای‌اېس‌پي‌ار د سپټمبر په نهمه په يو بيان کې ویلي دي چې په لیدنه کې د دوه اړخيزه ګټو په مسئلو، سيمه‌یيزه امنيتي حالاتو او د افغانستان په راوانو حالاتو بحث شوی دی. په بيان کې راغلي دي: "دا خبره تکرار شوه چې پاکستان د سيمې امنيت او يو باثباته او سوکاله افغانستان يقيني کولو پر سر له نړيوالو ملګرو سره همکارۍ کولو ته ژمن دی." د پوځ مطبوعاتي... Читать дальше...



د طالبانو واکمنېدل؛ سږ کال د شهید اوونۍ لپاره رسمي مراسم نه‌دي نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له واکمنېدو سره سم سږ کال د شهید اوونۍ په مناسبت څه رسمي مراسم نه‌دي نیول شوي.  پخوا به د وږې له ۱۸مې تر یوې اوونۍ د جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د وژنې د تلین په مناسبت مراسم نیول کېدل او عمومي رخصتي به وه.  دا چې دا اوونۍ سږ کال ولې نه‌لمانځل کېږي د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یو غړی سردار احمد شکېب‌یې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "طبعاً ټول شیان بدل شوي. د افغانانو تاریخي ورځې معلومې دي. هغه به ټاکل کېږي خپل ځای به لري، نو هغه مخکېنۍ چې کومې وې، اسلامي امارت هغه ورځې او هغه شیان په رسمیت نه‌پېژني. Читать дальше...

سره صلیب کمېټه: بشرپال سازمانونه او نړیوال بانک دې افغانستان سره مرستې بیا پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له‌خوا د نظام نسکورېدو او د بشردوستانه مرستو محدودیت دا مهال ټولو برخو په ځانګړې توګه د افغانستان په روغتیایي سیستم سیوری غوړولی دی. افغانستان د نورو ستونزو ترڅنګ دا مهال د کرونا ویروس له ګواښ سره هم لاس او ګرېوان دی. د کابل افغان-جاپان روغتون سرطبیب طارق احمدي بیا د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې لپاره د دغه دولتي روغتون په ستونزو خبرې وکړې کوم چې له یوې میاشتې راهیسې ورسره مخ دي. د ښاغلي احمدي په وینا، دوی د درملو او طبي تجهیزاتو له کمښت سره مخ دي او له بلې خوا، د افغان-جاپان روغتون... Читать дальше...

په کندهار کې وسله والو پخواني پولیسان وژلي دي

Mashaalradio.com 

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یوه چارواکي رحمت الله نړیوال او د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي د دې کسانو وژنه تایید کړې خو زیاتوي چې طالبان په دې پېښو کې ککړ نه دي.

طالبانو مزارشریف کې ۱۳ تنه مظاهره چیان نیولي

Pa.azadiradio.com 

طالبانو نن په مزارشریف ښار کې دیارلس کسان د مظاهرې پر مهال نیولي.  لسګونه کسانو په مزارشریف کې د مقاومت د جبهې په ملاتړ مظاهرې ته وتلي و چې له ډلې یې یو شمېر ونیول شول.  د بلخ د امنیه قوماندانۍ په اعلامیه کې راغلي چې هر ډول مظاهرې او غونډې باید له مخکې له طالب چارواکو سره همغږې شي.   طالبانو پرون په یوه اعلامیه کې ګواښ کړی چې څوک د مظاهرو حق نه لري.  د نننیو مظاهره چیانو له ډلې سمیه فاروق ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو خلک سره بېل کړي او د خبریالانو په شمول یې ۱۳ کسان بندیان کړي.

طالب مسوولین: ۵ تنه مخکیني افغان پولیس تېره ورځ وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو مسوولین تاییدوي چې پنځه تنه مخکیني افغان پولیس تېره ورځ وژل شوي دي.   د راپورونو له مخې دا کسان تېره ورځ د ښار په پنځمه او نهمه ناحیه کې له خپلو کورونو ایستل شوي او بیا وژل شوي دي.  په لومړۍ پېښه کې چې د ښار په نهمه حوزه کې شوې د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ د دهلې د پوستې  قوماندان توریالی او د هغه درې وروڼه وژل شوي.  دوهمه پېښه د کندهار ښار د پنځمي حوزې د نساجي له پله سره شوې چې په کې د امنیه قوماندانۍ د جنایي څانګې کار کوونکی فدا محمد له کوره ایستل شوی او وژل شوی دی.  په کندهار... Читать дальше...

لاریونونه؛ ترنم: طالبانو د ټوپک په ميل داسې ووهلم چې لا مې هډوکي درد کوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له منځته راتګ سره سم يو شمېر مېرمنو د خپلو حقونو د غوښتنې په اړه د لاريونونه په کولو لاس پورې کړی. خو د دې مېرمنو ګڼې هغه يې د طالبانو له لوري له تاوتريخوالي سره مخ شوي دي. ازادي راډيو له يو شمېر هغه مېرمنو سره غږیدلې چې په دې لاريونونو کې ټپيانې شوي دي. په ترنم څه تیر شول؟ ۳۴ کلنه ترنم د هغې پېښې کيسه کوي چې د لاریون پر مهال ورسره مخ شوې وه وايي، دوی د لاريون له لارې غوښتل چې د خپل حق غوښتنه وکړي، خو طالبانو يې لاريون ته په وهلو ډبولو او هوايي ډزو ځواب ورکړ. Читать дальше...

امریکا: نړۍ په تمه ده چې طالبان کړې ژمنې عملي کړي، خو طالبان ځان ژمن بولي

Pa.azadiradio.com 

له هغې وروسته چې طالبانو د نوي حکومت لپاره خپل کابینه اعلان کړه دې عمل ته ګڼو هېوادونو بېلابېل غبرګونونه وښودل. که څه هم امریکا په دې تړاو ښکاره څه نه دي ویلي، خو تېره ورځ د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د شااوخوا شلو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره د افغانستان په اړه یوې ناسته کې ویلي چې طالبان باید خپلې ژمنې عملي کړي. نوموړي تېره شپه ناوخته په خپل ټویټر لیکلي چې له شلو هېوادونو سره د افغانستان په اړه ګټوره ناسته درلوده. ښاغلي بلېنکن لیکلي، ټول دې ته په تمه دي چې طالبان څه... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه کوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه جوړوي. په دې غونډه کې به د یوناما مشره دیبرا لاینز په افغانستان کې د تېرو څو اوونیو په تحولاتو باندې د یوه راپور جزئیات شریک کړي. دا راپور وار دمخه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما خپور کړی چې په کې د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته د افغانستان وضعیت خورا مبهم ګڼل شوی دی. په راپور کې که څه هم د جون له پنځلسمې ټولې پېښې ثبت او جزئیات یې شریک شوي، خو لومړی سر ډېر تمرکز د طالبانو په واکمنېدو دی او دا چې څنګه دې ډلې... Читать дальше...

باخ: له هېواده وتلو افغان لوبغاړو المپیکي لوبو کې ګډون درلود

Pa.azadiradio.com 

د المپيک نړیوالې کمېټې ویلي، ګڼ هغه افغان لوبغاړي له هېواد بهر وتلي چې په المپيکي لوبو کې یې ګډون کړی و. دا خبره د دې کمېټې رئیس توماس باخ پرون وکړه. هغه وویل، د توکیو د ۲۰۲۰ میلادي کال د المپیکي لوبو او پارا المپيکي لوبو ټولو ګډونوالو افغان لوبغاړو ته بشري ویزې ورکړل شوي او ګڼو یې هېواد پرېښی دی. باخ ویلي، د توکیو د المپیکي لوبو په پای کې د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د افغان لوبغاړو د برخلیک په اړه خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړې وې. د هغو افغان لوبغاړو له ډلې چې تر ټولو تازه یې هېواد ته... Читать дальше...

ملګرو ملتونه: ټوله نړۍ کې ماشومان له بریدونو سره مخ کېږي

Pa.azadiradio.com 

نن د سېپټمبر نهمه له بریدونو د تعلیم د خوندیتوب نړیواله ورځ ده. ملګرو ملتونو په دې تړاو په یوه مفصله اعلامیه کې لیکلي چې په ټوله نړۍ کې ماشومان له بریدونو سره مخ کېږي ځکه د جګړې ښکېلو خواوو د ماشومانو د خوندیتوب په څېر د جګړې یو مهم اصل هېر کړی دی. په دې اعلامیه کې راغلي چې د نړۍ په څه باندې ۳۵ هېوادونو یا جنګي سیمو کې له ۷۵ میلیونو زیات ماشومان له بریدونو او زور زیاتي سره مخ دي. ملګرو ملتونو همدا راز ویلي، څو چې د ماشومانو د ځان خوندیتوب نه وي تضمین شوی د هغوی لپاره د تعلیم زمینه هم ستونزمنه برېښي. Читать дальше...

Новости России
Москва

Пассажир рейса Москва — Пермь попал в реанимацию


لوبې خوداعتمادي، د وطن مینه او زغم پیدا کوي: ګلنار خټک

Mashaalradio.com 

په سروې خپرونه کې مو د خیبر پښتونخوا د مردان ضلعې د لوندخوړ اوسېدونکې ګلنار خټک مېلمنه ده. نوموړې د لوبو په میدان کې لاسته راوړنې لري او ترڅنګ یې ټولنیزه فعاله هم ده. خټکه په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د هاکي د ښځو د لوبډلې عمومي سېکرټره پاتې شوې ده او په یوشمېر نړیوالو لوبو کې یې د خپلې ډلې د تنظیموونکې په حیثیت برخه اخیستې ده. ګلنار خپله هم مختلفې لوبې کړې دي او پکې یې یوشمېر انعامونه او سکالرشېپونه یا وظیفې ګټلي دي. هغې د لوبو په برخه کې د پاکستان د حسن کارکردګۍ تمغه یا جایزه هم ګټلې. ګلنار خټکه په ټولنه کې د خیرښېګړې کارونه هم کوي. Читать дальше...

اشرف غني له هېواده د میلیونونو ډالرو د وړلو تور بې بنسټه بللی

Mashaalradio.com 

غني چې کله له هېواده ووت نو لومړی روسیو رسنیو رپورټ ورکړ او بیا په افغانستان کې دننه او بهر رپورټونه خپاره شول او ګنګوسې ګډې شوې چې پکې تور پورې شوی چې نوموړی له "لسګونه میلیونه ډالرو سره تښتېدلی."

چین: افغانستان سره به د ۳۱ میلیونه ډالرو په ارزښت مرسته کوو

Pa.azadiradio.com 

چین له افغانستان سره د ۳۱ میلیونه ډالرو په ارزښت د بېلابېلو توکو د مرستې ژمنه وکړه. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ اي له افغانستان سره د دې مرستې د اعلان پر مهال د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو هم غږ کړی چې له افغانستان سره مرستې وکړي. طالبانو چین د افغانستان مهم متحد بللی او هیله من دي چې چین به نه یوازې په افغانستان کې پانګونه وکړي بلکې د افغانستان په بیارغونه کې به هم مرسته وکړي. تردې وړاندې هم د بحرین په ګډون یو شمېر هېوادونو له افغانستان سره د مرستې کړې دي. په افغانستان کې د تېر حکومت... Читать дальше...

ملګري ملتونه: طالبان د ښځو حقونو ته درناوی نه کوي له محرم پرته د کوره نشي وتلی

Pa.azadiradio.com 

په ملګرو ملتونو کې د ښځو د برخې استازې الیسن ډېویډیان چې له کابله یې خبرې کولې ویلي، طالبانو په وار- وار ویلي وو چې د اسلام په چوکاټ کې به د ښځو د حقونو درناوی کوي، خو د هغې په خبره اوس هره ورځ داسې راپورونه را رسېږي چې طالبان د ښځو د حقونو درناوی نه کوي. هغې چې په نیویارک کې دېره خبریالانو ته د ویډیو کنفرانس له لارې له کابله څرګندونې کولې ویلي، اوس ښځې له محرم پرته له کوره له وتلو منع کړای شوي دي. د ملګرو ملتونو دغه چارواکي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په وروستیو ورځو کې د کابل تر څنګ په څو... Читать дальше...

د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان مېرمنو نامعلوم برخلیک

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو په راتګ د فراه ولایت په حکومتي ادارو او مدني فعالیتونو کې د مېرمنو حضور کمرنګه شوی او د اندېښنې وړ بلل کېږي. په فراه کې مېرمنو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. نور حال د ازادي راډیو په دې ویډیويي راپور کې


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Янник Синнер

Янник Синнер поделился впечатлениями от общения с игроками сборной Италии по футболу






Желудков поделился прогнозом на матч «Крылья Советов» - «Зенит»

Росгвардейцы поймали искавшего закладку москвича

В России определились с пилотными зонами 5G — связь нового поколения протестируют сразу в нескольких регионах

Полимеры — в приоритете: отраслевые лидеры представили решения в сфере коммунальной инфраструктуры