ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

Новости за 11.09.2021

فوزیه وحدت: راتلونکې ته هیله لرم خو خوشبینه نه یم

Pa.azadiradio.com 

د سپټمبر ۱۱مه پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د تروریستي حملو شلمه کلیزه وه. دا ورځ هومره چې امریکایانو او د دې هېواد د تاریخ لپاره اهمیت لري، هومره د افغانستان او نړۍ لپاره مهمه ده. ډېری مورخان په دې باور دي چې پر امریکا د القاعده شبکې دې حملې نړۍ له بنیاده بدله کړې ده خو په افغانستان کې، په تېره د هغه نسل لپاره چې شل کاله مخکې ماشومان و، دا تاریخي پېښه څه معنا لري. احمدتکل د آریانا ټلویزیون له یوې ویاندې او د ښځو د حقونو له فعالې فوزیې وحدت سره په دې اړه مرکه کړې. دا مرکه دلته وګورئ

د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر پیښې ته لنډه کتنه

Pa.azadiradio.com 

په امریکا باندې دالقاعده شبکې د سپتمبر دیوولسمې د تروریستي بریدونو شل کاله تیر شول. ګڼ خلک ددغې ورځې ترخه یادونه اوس هم په ذهن او خاطراتو کې لري. په یادو بریدونو کې تقریبا ۳۰۰۰ کسان ووژل شول. په دغه رپوټ کې د سپتمبر بریدونو او ترهغو وروسته پیښو ته یوه لنډه کتنه لرو.

اذربایجان: ترکیې او پاکستان سره به د ګډو پوځي تطبیقاتو کوربه یم

Pa.azadiradio.com 

اذربایجان وايي، په را روانو څو ورځو کې به له ترکیې او پاکستان سره د ګډو پوځي تطبیقاتو کوربه وي.  دا لومړی ځل دی چې د دې درېیو هېوادونو ځواکونه ګډ پوځي تمرینات کوي. دا نهه ورځني تمرینات سبا د سېپټمبر په ۱۲مه پیلېږي.  د اذربایجان دفاع وزارت په یوه بیان کې چې نن خپور شو وویل چې د ۳ وروڼو- ۲۰۲۱ په نوم د دې پوځي تمریناتو هدف د سولې او جګړې پر مهال جګړې ته د تیاریو نیول دي. په بیان کې راغلي دي چې د پوهې او تجربې شریکول د دې پوځي تمریناتو یوبل هدف دی.

د پېښور موزېم لپاره مو په پښتو اپلیکېشن جوړ کړي: شفق ګګياڼي

Mashaalradio.com 

د مشال مرکه کې مو شفيق ګګياڼي مېلمه دی. نوموړی د پېښور اوسېدونکی دی او د سمارټ موبايل ايپ يا اپلیکېشن جوړوي. شفيق له خپلو ملګرو سره په مرسته د پېښور عجايب ګر لپاره يو ايپ جوړ کړی دی چې په پښتو ژبه کې هم کار کوي. تر دې مخکې نوموړی د خيبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ غړو کارکردګۍ په اړه يو ايپ هم جوړ کړي وو. د مشال مرکې کوربه ګل اياز دی.

هغه ویډیو چې په مظاهرو کې د طالبانو شاتګ ښيي

Pa.azadiradio.com 

هغه ویډیو چې په ټولنیزو شبکو کې زیاته خپره شوې، هغه شېبې ښيي چې وسله وال طالبان په کابل کې د مظاهره چیانو د یوې ډلې په وړاندې شاتګ کوي. دقیقاً معلومه نه ده چې دا ویډیو کله ثبت شوې، خو لومړني کس چې هغه پر ټولنیزو شبکو خپره کړې، د هغې د ثبت نېټه تېره چهارشنبه د سېپټمبر اتمه یاده کړې. طالبانو په هغو ورځو کې پر مظاهرو بندیز ولګاوه. په کابل او نورو ولایتونو کې پراخې مظاهرې شوې دي. طالبانو تردغو مظاهرو وروسته وویل، تردې مخکې باید یوه ورځ مخکې اجازه واخیستل شي، که نه له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي. Читать дальше...

کابل کې ځینو ښځو د طالبانو په ملاتړ لاریون وکړ

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې یو شمېر ښځو په داسې حال کې چې پوره حجابونه یې اغوستي وو، نن د کابل پوهنتون د یوې لکچر خونې مخې ته د طالبانو په ملاتړ لاریون وکړ.  شااوخوا درې سوه نجونو چې له سره تر پښو په تورو حجابونو کې پوښلې وې او د طالبانو سپین بیرغونه یې رپول، د لویدیځ ضد ویناوې وکړې او د طالبانو د اسلامي امارت له پالیسیو څخه یې ملاتړ اعلان کړ.  پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پلازمېنه کابل او ځینو ولایتونو کې یو شمېر معترضانو چې اکثره ښځې وې د هغه څه پر ضد مظاهرې وکړې چې دوی په افغانستان کې د پاکستان لاس وهنه بلله او د آزادۍ شعارونه یې ورکړل. Читать дальше...

د افغانستان کرکټ بورډ: افغانې ښځې اوس هم کرکټ کولای شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي وايي، افغانانې ښځې اوس هم کرکټ کولای شي.  ښاغلي فضلې دا څرګندونې تېره شپه ناوخته له SBS پښتو راډیو سره په مرکه کې وکړې.  د اسټرالیا د کرکټ ادارې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د فرهنګي کمېسیون د مرستیال احمدالله وثیق یوې وروستۍ مرکې ته د اشارې په ترڅ کې اعلان وکړ چې که د طالبانو په مشرۍ حکومت د ښځو سپورت ته اجازه ورنه کړي، نو له افغان ملي لوبډلې سره د کرکټ راتلونکې مهمه لوبه به لغوه کړي.  خو ښاغلي وثیق تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې طالبان په سپورتي لوبو... Читать дальше...



طالبانو هغه ادعا رد کړې چې ګنې د امرالله صالح ورور یې اعدام کړی

Pa.azadiradio.com 

طالبانو هغه ادعا رد کړې چې ګنې د پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح ورور دوی اعدام کړی دی.  رویټرز خبري اژانس د طالبانو د الاماره وېب پاڼې د اردو څانګې د پروني راپور په اساس خبر ورکوي چې طالبان وايي، د صالح ورور روح الله عزیزي په پنجشېر کې د جګړې پر مهال وژل شوی دی.  تر دې مخکې د ښاغلي صالح زوی عبادالله صالح رویټرز ته ویلي و چې طالبانو د ده تره د پنجشنبې په ورځ اعدام کړ.  د طالبانو د تېرې دوشنبې په ورځ پر پنجشېر د بشپړې ولکې ادعا وکړه خو د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې ویلي چې د دوی ځواکونه... Читать дальше...

په هرات کې د نیول شوي عکاس کورنۍ: نه پوهېږو چې صمدي چېرته دی؟

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د طالبانو له خوا د عکاس خبریال له نیول کېدو څلور ورځې وروسته هم، د هغه په اړه معلومات نشته. د مرتضی صمدي کورنۍ وايي، د هغه د برخلیک په اړه بې خبره دي. صمدي د طالبانو له خوا په هرات کې د معترضینو د عکس اخیستو پر مهال نیول شوی او داسې ویل کیږي چې د طالبانو د ملي امنیت په اداره کې دی. په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې ښيي چې صمدي د اعتراض کوونکو له منځه نیول کېږي او د ولایت مقام ته وړل کېږي. کورنۍ یې وايي، د صمدي له نیول کیدو څلور ورځې تیریږي خو په اړه یې هېڅ معلومات نه لري. Читать дальше...

د کابل نړېوال هوايي ډګر د نړېوالو پروازونو لپاره د چمتو کېدو په حال کې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپلو تازه ټویټونو کې د طالبانو له هغه اقدام څخه هرکلي کړی چې دوه ورځې وړاندې یې شااوخوا ۲۵۰ بهرنیانو ته له افغانستان د وتلو اجازه ورکړه. ښاغلي خلیلزاد لیکلي، امریکا وتوانېده چې په تېرو درې ورځو کې له افغانستانه شااوخوا ۲۵۰ بهرنیان چې په کې امریکایان هم وو له افغانستانه وباسي. نوموړي لیکلي، امریکا هڅه کوي څو هغه بهرنیان چې په افغانستان کې پاتې او هغه کسان چې غواړي افغانستان پریږدي له دغه هېواده وباسي. بل خوا بیا د قطر د بهرنیو... Читать дальше...

خلیلزاد: تېرو ۳ ورځو کې له ۲۵۰ زیات کسان له کابله ایستل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي په تېرو درېیو ورځو کې د لسګونه امریکايي وګړو او د متحدو ایالاتونو د دایمي ویزو د لرونکو په ګډون له ۲۵۰ زیات کسان له کابله ایستل شوي دي.   ښاغلي خلیلزاد پر ټویټر لیکلي چې دا کسان د قطر د هوايي شرکت په الوتنو کې وتلي دي. خلیلزاد دا یو مثبت پرمختګ بللی دی. هغه له طالبانو څخه په دې مهمه چاره کې د همکارۍ په خاطر مننه کړې.  ښاغلي خلیلزاد ویلي دي چې له قطر، طالبانو او نورو اړخونو سره تماسونه به دوام وکړي، څو له افغانستانه د امریکايانو،... Читать дальше...

را روانه اوونۍ د کابل-اسلام اباد ترمنځ د 'پي.ای. اې' الوتنې پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د اسلام اباد او کابل ترمنځ د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت پي ای اې الوتنې په را روانه اوونۍ کې پیلېږي.  د PIA ویاند عبدالله حفیظ خان نن- شنبې فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل چې د دوشنبې له ورځې به د کابل او اسلام آباد ترمنځ ملکي الوتنې بیا پیل شي.  ویاند زیاته کړه چې د پي ای اې یوه ایربس ۳۲۰ الوتکه به د دوشنبې په ورځ له اسلام اباد څخه کابل والوزي.  که دا الوتنې پیل شي نو پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته به PIA لومړنی نړیوال شرکت وي چې افغانستان ته الوتنې پیلوي.

له افغانستانه د نورې نړۍ د امنیت ګواښلو په اړه اندېښنې په خپل ځای دي؟

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم د امریکا له شل کلنې جګړې وروسته، یو ځل بیا هغه ډله په دې هېواد واکمنه ده چې متحده ایالاتو يې رژیم ړنګ کړ. له طالبانو سره د امریکا د جګړې یوه لویه موخه له ترهګرو په ځانګړې ډول القاعده شبکې سره د‌ دې ډلې ټینګې اړیکې وې. که څه هم د امریکا جمهور رییس جو بایډن په افغانستان کې د خپل ماموریت له پای وروسته وویل، هغه موخه یې په لاس راوړې چې دوی پسې افغانستان ته راغلي وو، خو ښکاري چې امریکا او لویدیځ ملګري یې لا هم په دې اړه اندېښمن دي. تازه د متحده ایالاتو... Читать дальше...

په پاکستان کې رښتیا هم د کورونا واکسین جعلي اسناد جوړ شوي؟

Mashaalradio.com 

په داسې حال کې چې د پاکستان منصوبه بندۍ او د ترقۍ وفاقي وزیر اسد عمر ویلي په هېواد کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ خلاف واکسینو په مهم کې تر ۲۰ میلیون زیات کسان په مکمل ډول واکسین شوي دي او حکومت هدف لري چې د روان کال تر اخیره ۷۰ میلیون کسان په مکمل ډول واکسین شي.

مالیې وزارت: له ښځو پرته دې ټول کارکونکي خپلو دندو ته ستانه شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ماليې وزارت په يوې خپره کړې خبر پاڼه کې د دې وزارت ټولو کارکونکو ته خبر ورکړی چې د روانې اوونۍ د شنبې (د وږې په ۲۰مه)په ورځ دې ټول خپلو دندو ته حاضر شي. په دې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ښځینه کار کوونکي له دې خبرتیا تر هغه مستثنی دي چې مناسب کاري چاپیریال ورته برابریږي. په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، د وزارت اړوند ټولې ځانګې ګمرکونه او د عوايدو معينيتونه بايد په ټاکلي ورځ فعاله او د خلکو لپاره خدمات وړاندې کړي. خبرپاڼه زیاتوي چې د دغه وزارت کارکوونکو ته د لنډې مودې لپاره کاري وخت د سهار له اتو بجو د غرمې تر دولسو پورې ټاکل شوی دی. Читать дальше...

بغلان کې د خټکیو او هندواڼو د زیات حاصل اټکل شوی

Pa.azadiradio.com 

سږکال په بغلان ولایت کې د خټکيو او هندواڼو د زيات حاصل اټکل شوی دی. د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې سږکال به ۱۵۰ زره او ۴۰۰ مټريکه ټنه حاصلات ترلاسه شي. د دې وزارت له لوري په خپور شوي راپور کې ويل شوي چې يوازې سږ کال اووه نیم زره هکټاره ځمکه کې خټکي او هندواڼې کرل شوي چې د دغو کروندو حاصلات ۱۵۷ زره او ۹۲۹ ټنو ته رسېږي. د وزارت د‌ معلوماتو له مخې تېرکال دغه ولایت کې د شااوخوا ۷ زره هکتاره ځمکې څخه ۱۴۰ زره مټريکه ټنه د خټکېو او هندواڼو حاصلات ترلاسه شوي وو. Читать дальше...

پاکستاني مذهبي ګوندونه د طالبانو ملاتړ ولې کوي؟

Mashaalradio.com 

د جمیعت علما اسلام  مشر مولانا فضل الرحمان د اګست پر ۲۹مه په کراچۍ کې د پاکستان جمهوري غورځنګ جلسې ته په وینا، کې وویل چې د طالبانو په واک کې راتلل به د افغانستان او سیمې لپاره یو ښه ګام ثابت شي.

Новости России
Москва

Архитектурные доминанты округов Москвы


له کابل او کندهار وروسته د پاکستان مرسته خوست ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

نن شنبه د سپټمبر په ۱۱مه د پاکستان څخه په یوه پوځي الوتکه کې د خوراکي توکو او درملو مرسته خوست ته ورسېده. د کابل او کندهار وروسته خوست درېیم ولایت دی چې د پاکستان له خوا ورته مرستې رالېږل کېږي او مسوولین تمه څرګندوي چې د مرستو دا بهېر به روان وساتل شي. په خوست کې طالب چارواکو یاده مرسته وستایله او له نورې نړۍ یې هم وغوښتل چې د افغانستان کمزوري اقتصادي حالت ته په کتو د افغانانو سره بشري مرستې وکړي. د یادو مرستو د هرکلي په خاطر د خوست هوايي ډګر ته یو شمېر طالب چارواکي او د بېلابېلو ادارو مامورین ورغلي وو. Читать дальше...

د غزني روغتیایي چارواکي: د خوارځواکو ماشومانو شمېر مخ په زیاتېدو دی

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی. د غزني ولایت د روغتیا چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ډیریو ستونزو له امله په ماشومانو کې د خوار ځواکۍ کچه په تیزۍ سره مخ په لوړېدو ده. د عامې روغتیا رئيس ډاکټر ظاهرشاه نېکمل ازادي راډیو ته وویل، جګړې، فقر، بې وزلۍ او داسې نور هغه څه دي چې د دغه ماشومانو په شمېر کې یې زیاتوالی راوستی دی. ښاغلی نېکمل زیاتوي: "د خوارځواکۍ پېښې په غزني کې ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي، قهطي، ناامنۍ، بې کارۍ، وچکالۍ، ټولنیزې ستونزې، د سواد ټېټه کچه او داسې... Читать дальше...

امریکا کې د تروریستي پېښې کلیزه؛ بایډن له خپلو خلکو ملي یووالی وغوښت

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن د سېپټمبر د ۱۱مې د تروریستي حملو د شلمې کلیزې په مناسبت، له خپلو خلکو د ملي یووالي غوښتنه وکړه.   هغه پرون په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "د مبارزې لپاره د امریکا په روح کې یووالی، زموږ د ځواک تر ټولو غټ ټکی دی."  ولسمشر بایډن وویل چې شل کاله مخکې پر امریکا په تروریستي حملو کې څه کم درې زره کسان ووژل شول.  نن شنبه به لومړۍ مېرمن جېل بایډن د ۲۰۰۱میلادي کال د سېپټمبر د یوولسمې د حملو درېیو سیمو ته لاړه شي: نیویارک، پنټاګون او په پنسلوانیا کې یوه ساحه. Читать дальше...

غزني کې ۴۹ کورنیو باندې خوراکي او غیر خوراکي وویشل شول 

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې پر ۴۹ وچکالۍ ځپلو بې ځایه شوېو کورنیو، د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې. د IOM یا ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان د ساحوي دفتر مسوول انعام الله ګوهر وايي، د تیرې پنجشنبې په ورځ د یاد سازمان له لوري د غزني ولایت په ګېلان ولسوالۍ کې له هغه ۴۹ کورنیو سره مرستې وشوې چې د وچکالۍ له امله دلته رابې ځایه شوي دي. نوموړي ازادي راډیو ته يې وویل، د دغه کډوالو سروې د غزني تر سقوط وړاندې ترسره شوې وه. ښاغلی ګوهر زیاتوي، د ځینو نورو موسسو له لوري د خوراکي توکو مرستې هم ورسره وشوې. Читать дальше...

امریکا تر ۴۰ زیات ایستل شوي افغانان ځانته بالقوه ګواښ بللي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د کورني امنیت وزارت، تر ۴۰ زیات افغانان چې له افغانستانه ایستل شوي، د امریکا ملي امنیت ته بالقوه ګواښ بللي دي.   د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه وزارت د اسنادو ارزونه ښيي چې امریکا ته له اګسټ میاشتې راهیسې د شپېته زره لېږدول شوېو افغانانو له ډلې ۴۴ تنه یې خطرناک بلل شوي دي.  د ورځپاڼې په لیکنه، ۱۳ افغانان د ارزونې او نورې څېړنې د پړاوونو تر بشپړېدو او د امریکا د تحقیقاتو د فډرال ادارې دغه راز د ټرورېزم ضد ډلو د پوښتنو د ځواب لپاره د امریکا د ګمرک او سرحدي خوندیتوب په توقیف کې دي. Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Рыбакина, наряду со Свёнтек, имеет 70% побед на WTA-1000 против соперниц из топ-10






В Улан-Удэ по мастер-плану проектируют 2 из 9 путепроводов

Новосибирск занял 31 место по уровню зарплат в России

Вечерние рейсы из Томска в Москву летом 2024г станут ежедневными

В Бурятии в 2024 году обновят лесопожарную технику на 126 миллионов рублей