د پاکستان نړیوال هوايي شرکت یوه الوتکه نن سهار د کابل هوايي ډګر کې کېناسته
د پاکستان نړیوال هوايي شرکت (PIA) یوه الوتکه چې نړیوال بانک چارتر کړې وه، له افغانستانه د خلکو د ایستلو په هدف نن سهار د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې کېناسته. یوې سرچینې چې نومیې نهدی یاد شوی ویلي په دې الوتکه کې له اسلاماباده ۳۹ مسافر چې ډېری ژورنالېستان وو، کابل ته ورسول شول. د جرمني «DPA» خبري اژانس د «PIA» د ویاند عبدالله حفیظ خان په حواله راپور ورکړ چې وايي د دې شرکت یوې بوئینګ ۷۷۷ الوتکې د ستنېدو پر مهال د سفر د قانوني اسنادو لرونکي شااوخوا ۸۰ کسان اسلاماباد ته ولېږدول. د «PIA» ویاند... Читать дальше...