ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

Новости за 17.09.2021

طالبانو د ګرشک کلا ورانول درولي دي

Pa.azadiradio.com 

په وروستیو کې د هلمند د ګرشک د تاریخي کلا د ورانولو د بهیر تصویرونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول. ددې تصویرونو سره ویل شوي چې طالبان غوښتل دلته مدرسه جوړه کړي. خو هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو فرهنګ ریاست یو مسول وايي، د اوس لپاره ددې تاریخي ودانۍ د ورانولو چارې درول شوي دي. په هلمند کې څیړونکو ویلي دا کلا چې په زاړه محبس یا بالاحصار مشهوره ده، شا او خوا ۱۷۰ کلونه مخکې جوړه شوې.

د شانګهای د همکارۍ سازمان: له افغانستان سره تماس دی وساتل شي

Pa.azadiradio.com 

د شانګهای په سرمشریزه کې کال مخکې دا تمه وه چې دا پلا به افغانستان غړیتوب ترلاسه کوي، خو پر کابل د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغان پلاوي ته په دې غونډه کې د ګډون برخه ورنه کړل شوه. په دې غونډه کې غړیو هیوادو ټینګار وکړ چې له طالبانو سره تماس ونیول شي. نور په دې ویډیویي راپور کې

چین: شانګهای سازمان دې افغانستان داسې لارې ته سیخ کړي چې نظام یې ټولشموله وي

Pa.azadiradio.com 

د چین ولسمشر شي جین پینګ وایي، د شانګهای د همکاری د سازمان غړي باید له افغانستان سره مرسته وکړي چې په دې هېواد کې انتقالي بهیر پر اساني پر مخ یوړل شي. د چینایي رسنیو د راپورونو له مخې شي جین پینګ دغه څرګندونې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان سرمشریزې ته په یوه ویډیويي وینا کې وکړې. هغه وویل، د دې سازمان غړیو ته په کار ده چې افغانستان یوې داسې لارې ته سیخ کړي چې سیاسي نظام یې ټول شموله وي او په کور دننه او بهر یوه معتدله پالیسي ولري. د هند صدراعظم نارندرا مودي... Читать дальше...

ملګري ملتونه: غلام اسحق زی دې خپلې دندې ته دوام ورکړي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وایي چې په دې سازمان کې د افغانستان د پخواني حکومت استازي غلام اسحق زي غوښتنه کړې چې خپلې دندې ته دوام ورکړي.  د ملګرو ملتونو ویاند فرهان حق وویل چې اسحق زي د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرېش ته یو لیک لاسلیک کړی چې په هغه کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د افغانستان د پلاوي نومونه شامل دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دا نه ده څرګنده چې ایا طالبان به چې د اګسټ په ۱۵مه نېټه په کابل کې واک ته رسیدلي، له خپله اړخه ملګرو ملتونو ته خپل پلاوی واستوي او که نه؟  ټاکل... Читать дальше...

پوهنې وزارت: ټول منځي ښوونځي، لېسې او رسمي مدرسې سبا پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، د نارینه وو ټول منځي ښوونځي، لېسې او رسمي مدرسې به سبا شنبې بېرته پیل شي. د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت نن په دې اړه په یوه خبرتیا کې ویلي چې تر دې مخکې تر شپږم ټولګي پورې د زده کړې د بهیر پیل ته اجازه ورکړل شوې وه، خو اوس له ټولو زده کوونکو او ښوونکو غواړي چې سبا شنبې بېرته تعلیمو موسسو ته حاضر شي. د پوهنې وزارت نه دي ویلي چې د نجونو زده کوونکو زده کړې به کله پیلېږي. طالب چارواکو ژمنه کړې چې نجونو او ښځو ته به اجازه ورکړي چې د اسلامي اصولو په رڼا کې زده کړې وکړي او کارونه مخ ته یوسي. Читать дальше...

په روسیه کې پارلماني انتخابات پیل شول

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې پارلماني انتخابات چې په درې ورځو کې ترسره کېږي، نن پیل شول. په دغو انتخاباتو کې به د کرملین پلوي، د متحدې روسیې د ګوند کاندیدان برلاسي وي. روسي چارواکو تر دې انتخاباتو مخکې اپوزیسیون دومره ځپلی چې په دې انتخاباتو کې یې کاندیدان ډېر نه ترسترګو کیږي.  د روسیې دوما یا د استازیو جرګې د ټولو ۴۵۰ چوکیو لپاره دغه انتخابات ترسره کېږي.   د متحدې روسیې ګوند چې کلونه کلونه یې پر دوما زیات نفوذ لرلی، په دې وروستیو کې یې محبوبیت دومره کم شوی چې په دوو لسیزو کې یې ساری نه لیدل کېږي.

ځینې خبریالان او رسنیز فعالان: مرتضی صمدي را خوشې کړئ

Pa.azadiradio.com 

‎د مرتضی صمدي د کورنۍ غړي لاهم د طالبانو له لوري د هغه د خوشې کېدو په تمه ناست دي.‎د مرتضی صمدي ورور مصطفی وایي، مور یې د دغه نیول شوي زوی لپاره هره ورځ اوښکې تویوي. ‎د مرتضی کورنۍ لس ورځې کېږي چې له هغه هېڅ حال او احوال نه لري. ‎د مرتضی د ورور په خبره، طالبانو ورته ویلي چې ورور یې ښه دی او ژر به له بنده خوشې شي: "مرتضی لا هم بندی دی، موږ ان ونه شو کړای هغه وګورو، یعنې د لیدنې امکان یې نه و، خو موږ سره ژمنه شوې چې هغه ښه دی او ژر به ازاد شي خو دا چې څومره د باور وړ خبره ده نه پوهېږم؟" ‎مرتضی... Читать дальше...

څېړنه: سختې وچکالۍ افغانستان کې د کرنیزو خوراکي توکو تولید ځپلی

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب او د سرې میاشتې د ټولنو نړیوال فدراسیون او د دغو ټولنو د اقلیم مرکز په وروستۍ څېړنه کې په افغانستان کې پر کرنې د جګړو او کرونا وبا ترڅنګ د سختې وچکالۍ د ناوړه اغېزو خبره کوي.  د دغې څېړنې له مخې چې پرون پنجشنبې خپره شوې ویل شوي چې سختې وچکالۍ په افغانستان کې د کرنیزو خوراکي توکو تولید سخت ځپلی، څاروي کم شوي او په میلیونونو کسان له لوږې او خوار ځواکۍ سره مخامخ شوي دي. ویل شوي چې د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې اړو کسانو ته د خوراکي موادو او نغدو پیسو ورکولو په ګډون چې پرې د ځانونو لپاره خوراکي مواد وپیري، مرستې زیاتې کړي. Читать дальше...



'IFJ': افغانستان کې پر رسنیو د طالبانو فشارونو زیات شوي

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو نړیوال فدراسیون 'IFJ' په افغانستان کې پر رسنیو د طالبانو د فشارونو د زیاتوالي خبر ورکوي.  دغه فدراسیون په هغه راپور کې چې نن جمعه (د وږي ۲۶مه) یې خپور کړی ویلي، په داسې حال کې چې د طالبانو نوی رژیم خپلې ستنې ټینګوي، لږ تر لږه ۱۵۳ رسنۍ مجبوره شوي چې خپل فعالیتونه ودروي، ښځینه خبریالان له کار کولو منع کړای شوي، مخابراتي شبکې بندې کړای شوي او د رسنیو د کار کوونکو پر وړاندې ګواښونه او تشدد زیات شوی دی. د خبریالانو نړیوال فدراسیون هغه څه چې د ازادۍ د زیندۍ کولو لپاره د طالبانو مخ په زیاتیدونکي فشارونه بللي، غندلي دي. Читать дальше...

چین: د شانګهای د همکاری سازمان دې افغانستان سره مرسته وکړي

Pa.azadiradio.com 

د چین ولسمشر شي جین پینګ وایي، د شانګهای د همکاری د سازمان غړي باید له افغانستان سره مرسته وکړي چې په دې هېواد کې انتقالي بهیر پر اساني پر مخ یوړل شي. د چنیایي رسنیو د راپورونو له مخې شي جین پینګ وویل، د دې سازمان غړیو ته پکار ده چې افغانستان یوې داسې لارې ته سیخ کړي چې سیاسي نظام یې ټول شموله وي او په کور دننه او بهر یوه معتدله پالیسۍ ولري.  د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د چین ولسمشر دغه څرګندونې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان سرمشریزې ته په یوه ویډیويي وینا کې وکړې. Читать дальше...

د شانګهای د همکاری د سازمان غړي پر افغانستان غږیږي

Pa.azadiradio.com 

د شانګهای د همکاری د سازمان د غړیو هېوادونو مشران نن د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د افغانستان په اړه خبرې کوي. روسیه او چین د دې سازمان مهم غړي او افغانستان یې هم څارونکی غړی دی، خو په دې سرمشریزه کې چې تر اوسه روانه ده، له افغانستانه څوک استازیتوب نه کوي. قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبېکستان، هند او پاکستان د دې سازمان چې په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شوی، نور غړي دي. تر دې یوه ورځ مخکې هم په تاجکستان کې د ډله ییز امنیت د تړون سازمان غړیو د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړې.

له پاکستان سره اړیکو ته د بیا-کتنې امریکايي پرېکړه اسلام اباد "حیرانوونکې" بللې

Mashaalradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په افغانستان کې د طالبانو بریا په اړه روانه اوونۍ کانګرس ته د وینا پر مهال ویلي ول چې امریکا به په راروانو اوونیو کې له پاکستان سره خپلو اړیکو ته کتنه کوي.

چین: امریکا دې افغانستان سره بشري مرستې بېرته پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د چین د بهرنیو چارو وزیر وایي، د امریکا متحده ایالات باید خپل مسولیت ومني او په افغانستان کې بیا رغونه، له دې هېواد سره اقتصادي او بشري مرستې بېرته پیل کړي. د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې وانګ ای د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د روسیې، ایران او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره د څلور اړخیزې غونډې په پای کې دا خبره وکړه.  د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، له افغانستانه په بېړه د امریکایي ځواکونو او د متحدانو وتلو یې په دې هېواد کې نوې ستونزې رامنځ ته کړي. د هغه په وینا په دې هېواد... Читать дальше...

پاکستان: عمران خان د ایران له ولسمشر سره پر افغانستان غږیدلی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دې هېواد صدراعظم عمران خان د ایران له ولسمشر ابراهیم ریسي سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.  دې وزارت نن په یوه بیان کې وویل چې دواړو مشرانو د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان د سرمشریزې په څنګ سره وکتل او د افغانستان او دوه اړخیزو اړیکو په اړه یې خبرې وکړې. د بیان له مخې عمران خان ټینګار وکړ چې په یوه سوله ییز، باثباته او سوکاله افغانستان یې د هېواد حیاتي ګټې نغښتې دي. عمران خان او ابراهیم ریسي د شانګهای د همکارۍ د سازمان د... Читать дальше...

ایټالیا: په 'جي شل' غونډه پر افغانستان خبرې کیږي

Pa.azadiradio.com 

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر وایي، د نړۍ شل ستر اقتصاد لرونکي هېوادونه به چې د جي شل په نوم یادیږي، په یوه ځانګړې غونډه کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې وکړي. لویجي ډي میو  Luigi Di Maio له ډیلي لاریپبلیکه ورځپاڼې سره په مرکه کې چې نن خپره شوې ویلي چې دغه غونډه به د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ تر پای ته رسېدو وروسته وروسته جوړه شي. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د روانې سېپټمبر میاشتې په دیرشمه پای ته رسېږي. د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دغه غونډه به په نیویارک کې چې راتلونکې اوونۍ... Читать дальше...

د پیسو نړیوال صندوق له افغانستان سره اړیکې وځنډولې

Pa.azadiradio.com 

د پیسو نړیوال صندوق وایي، تر هغې پورې به له افغانستان سره خپلې اړیکې وځنډوي چې د طالبانو په مشرۍ د حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه نړیوالې ټولنې خپل دریځ روښانه کړی نه وي.  ‎نړیوال وجهي صندوق ویلي چې په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لري او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په دې هېواد کې د "روان بشري کړکېچ" د مخنیوي لپاره دې بیړني ګامونه پورته کړي. ‎د نړیوال وجهي صندوق ویاند ګیري رایس د پنجشنبې ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل: "موږ په افغانستان کې د حکومت په رسمیت... Читать дальше...

په سوات کې د ښځو تاڼه فعاله شوې

Mashaalradio.com 

په سوات کې د ښځو لپاره ځانګړې تاڼې کار پیل کړی چې پکې یوازې ښځې پولیسانې دي. چارواکي وايي، په تاڼه کې به د ښځو مسلې هواروي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.

Новости России
Москва

РМОУ презентовал издательский проект «Притяжение Сочи» на форуме «Мы вместе. Спорт»


د پیسو نړیوال صندوق افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت ته اندېښنه لري

Pa.azadiradio.com 

د پیسو نړیوال صندوق وايي، په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت ته سخته اندېښنه لري. پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو څه باندې میاشت وروسته د پیسو نړیوال صندوق په افغانستان کې د سختېدونکي بشري بحران په باب هم خبرداری ورکړ. د پیسو نړیوال صندوق ویاند جري رایس (Gerry Rice) وویل، افغانستان ته د نړیوالو مرستندویانو تعامل ځنډول شوی، په دې معنی چې د پیسو نړیوال صندوق مالي مرستې هم ځنډول شوي دي. ټاکل شوې وه چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق ۴۴۴ میلیونه ډالره د تېرې اګسټ میاشتې په دوهمه نیمايي کې د افغانستان... Читать дальше...

امریکا ترکیه کې د القاعده شبکې ۵ تمویلوونکي تور لېست کې شامل کړل

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالاتونو په ترکیه کې دېره د القاعده شبکې پنځه تمویلوونکي او د سفرونو اسانتیا برابروونکي د بندیزونو په تور لېست کې شامل کړل.  د امریکا خزانې وزارت پرون پنجشنبه وویل، دغه پنځه کسان چې د ترکیې او مصر وګړي دي، په ترکیه کې یې د القاعده عملیاتو ته بېلابېل ملاتړ برابر کړی دی.   ترکیه په ګاونډي هېواد سوریه کې د القاعده د عملیاتو لپاره د عمده دهلېز حیثیت لري.   دغه تروریستي ډله د سوریې په شمال لویدیځ کې د حیات تحریر الشام په نوم د یاغیانو له ډلې سره ارتباطات لري.   د امریکا د خزانې... Читать дальше...

ارزګان کې مشاعره ترسره شوه

Pa.azadiradio.com 

ارزګان ولایت کې مشاعره ترسره شوه، دا مشاعره ددې په مرکز ترینکوټ ښار کې جوړه شوې وه چې زرګونه کسانو په کې ګډون کړی وو.  په دغه مشاعره د ارزګان ولایت د شاعرانو او لیکولانو ترڅنګ د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو شاعران او لیکولانو هم ګډون کړی وو.  بشپړ راپور یې د لاندې تړوني په کېکاږلو سره واورئ:

چین د امریکا، بریتانیا او اسټرالیا ترمنځ نوی امنیتي تړون وغانده

Pa.azadiradio.com 

چین د امریکا د متحدو ایالاتونو، بریتانیا او اسټرالیا ترمنځ نوی امنیتي تړون وغانده او ویې ویل چې دا به په سیمه کې د تسلیحاتي رقابت د سختېدو سبب شي.   د دغه تړون له مخې به امریکا او بریتانیا د داسې اوبتلونو چې په محرک اټمي ځواک سمبال وي، د جوړولو ټکنالوژي  له اسټرالیا سره شریکوي.  د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون وویل، دغه درې هېوادونه د سیمې سولې او ثبات ته زیان اړوي، تسلیحاتي سیالي زیاتوي او د اټمي وسلو د نه پراختیا هڅې زیانمنوي.  رویټرز خبري اژانس لیکي، امریکا او متحدان یې په ځانګړي ډول... Читать дальше...

نېشن: د امریکا ملي امنیت بنسټونه په جګړو کې د بریالیتوب لپاره ښه استعداد نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ واشنګتن پوسټ تر دې سرلیک لاندې مقاله خپره کړې، «د نړۍ قدرتونه پرته له دې چې افغانستان درک کړي هلته په دولت جوړونه کې پاتې راځي». د دې مقالې لیکوال لیکي، په افغانستان کې تر ۲۰ کاله جګړې وروسته بیا طالبان واکمنان شوي دي. په دې جګړه کې لږ تر لږه ۶۶ زره افغان ځواکونه، تر ۴۷ زره ډېر ملکیان او ۲،۴۴۳ امریکایي پوځیان ووژل شول، په میلیاردونو دالر لګښت راغی او بیا د امریکا متحده ایالاتو پوځیان له دې هېواده ووتل. د مقالې د لیکوال په باور، څېړونکي، کارپوهان او تاریخ لیکونکي دې پېښې ته د... Читать дальше...

پاکستان وايي، افغانستان ته یې صادرات کم شوي

Pa.azadiradio.com 

پاکستان وايي، د روان مالي کال په لومړۍ میاشت کې یې افغانستان ته صادرات کم شوي دي.  د پاکستان مرکزي بانک پرون پنجشنبه(د وږي ۲۵مه) وویل، د تېرکال د ورته مودې پرتله افغانستان ته د پاکستان د تجارتي مالونو او خدماتو صادرات نژدې ۴۰ سلنه کم شوي دي.  د دغه بانک پر اساس د روان مالي کال په لومړۍ میاشت یعنې جولای کې پاکستان د ۳۸ میلیونه او ۵۵۷ لکه ډالرو صادرات لرل، حال دا چې تېرکال په ورته موده کې یې افغانستان ته د ۶۲ میلیونه او ۷۷۴ لکه ډالرو صادرات کړي وو چې دا په سلو کې ۳۸ اعشاره ۵۷ کموالی ښيي.  تر... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Вероника Кудерметова

Россиянка Вероника Кудерметова вышла во второй круг турнира в Штутгарте






Очевидец убийства москвича на парковке рассказал, как начался конфликт

Собянин рассказал о зеленых облигациях

"Старт–1М"

Американский журналист рассказал, сколько раз покушались на Буданова