ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

Новости за 01.01.2022

خوست کې زرګونه کیلو نشه يي توکي او الکولي مشروبات وسوځول شول

Pa.azadiradio.com 

د جنوري په لومړۍ نېټه ناوخته مازدېګر په خوست کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د منسوبینو له خوا نیول شوي زرګونه کیلو نشه يي توکي او الکولي مشروبات په عام محضر کې وسوځول شول. د طالب چارواکو په وینا، یاد نشه يي توکي د درېیو میاشتو په موده کې په بېلابېلو عملیاتو کې د امنیتي موظفینو لاسته لوېدلي او په تور يې شااوخوا څلوېښت کسان هم نیول شوي دي. د خوست امنیه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت ازادي راډیو ته وویل، د دوی د منسوبینو د هڅو په پایله کې اتیا سلنه د نشه يي توکو کاروبار لږ شوی دی: "۵۴۴ کیلو چرس دي،... Читать дальше...

د نورستان قومي مشران: بې روزګارۍ شخړې زیاتې کړي په جرګو یې بوخت ساتلي یو

Pa.azadiradio.com 

د نورستان یو شمېر قومي مشران وایي، په هېواد کې د بې روزګارۍ او روان اقتصادي حالت له امله يې په سيمه کې د خلکو ترمنځ د پولې او پټي پر سر شخړې زیاتې شوي دي. د مشرانو په خبره چې هره ورځ يې دوی د هواري لپاره په جرګو بوخت وي. د دواب ولسوالۍ قومي مشر او د ولسي جرګې پخوانی وکیل داد محمد خان وايي، پخوا د سیمې زیاتو کسانو دولت کې بېلابېلې دندې درلودې او په خبره یې ډېری يې په ښارونو کې اوسېدل، نو د پولې پټې ګټې ته يې دومره اړتیا نه پیدا کېده. نوموړی وايي، روان خراب اقتصادي حالت خلک بې روزګاره کړي او... Читать дальше...

طالبانو کابل ښار کې د ۱۵ ښارګوټونو د اسنادو ارزونه پیل کړې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت وايي، په کابل ښار کې یې د یو شمېر استوګنیزو ښارګوټو د اسنادو څېړل پیل کړي دي. د دغه وزارت ویاند ازادي راډیو ته ویلي چې دوی د ځمکو او ښار جوړونې وزارت سره په همغږۍ له نږدې یوه نیمې میاشتې راهیسې د کابل ښار په، پنځمې، شپږمې، اتمې، لسمې، ۱۲مې،۱۷مې ناحیو کې، همدا راز په بګرامیو، ده سبز، پغمان او شکر درې ولسوالیو کې د ښارګوټو او ځمکو په تړاو خپلې ارزونې پیل کړي دي. محمد بشار ازادي راډیو ته وویل، تردې مهاله دغه وزارت ۲۷ ښارګوټي بر رسي کړي چې له دې ډلې د ۱۵ ښارګوټونو د اسنادو څېړنه پیل شوي دي. Читать дальше...

د انګلستان غوره لیګ سیالۍ؛ مانچستر یونایټېډ برنلي ته ماته ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان د غوره لیګ سیالیو په اړ کې مانچسټر یونایټېډ برنلي ته ماته ورکړه. د ورزشي راپورونو له مخې د دې لوبو د شلمې اوونۍ په وروستۍ لوبه کې چې تېره شپه وشوه، مانچسټر یونایټېډ په (اولډ ترافور) لوبغالی کې د برنلي کوربه و چې په خپل کور کې برنلي یې ته ۳-۱ ماتې ورکړه. د مانچسټر لوبډلې لپاره (سکات) په ۸مه دقیقه کې، (بن مي ) په ۲۷مه دقیقه کې او کریسټیانو رونالډو په ۳۵مه دقیقه کې ګولونه ووهل.

کابل کې پېشګام لوبډلې د تکواندو د سولې کپ اتلولۍ خپله کړه

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې پېشګام لوبډلې د تکواندو د سولې کپ سیالیو اتلولي خپله کړه. د افغانستان د ملي المپیک کمېټې د رسنیو برخې غړي مجیب قاري زاده نن شنبه (د مرغومې په ۱۱مه) ازادي راډيو ته وویل، دغه سيالۍ د اسدي ورزشي کلپ په کوربتوب د پنځو ټيمونو او ٣٧ ورزشکارانو په ګډون اوونۍ وړاندې پیل شوې وې چې تېره ورځ پای ته ورسېدې. د نوموړي په خبره، د دغو سياليو اتلولي پیشګام لوبدلې په خپل نوم کړه، منير احمد لوبدلې دوهم او دینارخېلو لوبډلې په ترتيب سره دوهم او درېيم ځایونه خپل کړل. د یادونې وړ ده چې د پیشګام لوبډلې... Читать дальше...

بامیانو کې د فوټبال ژمني جام سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

په بامیان ولایت کې د فوټبال ژمني جام سیالۍ نن شنبه (د مرغومي ۱۱مه) پیل شوې. د افغانستان بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغه سیالۍ به د شپږو لوبډلو په ګډون د ۱۵ ورځو لپاره دوام وکړي. د دې ریاست د معلوماتو له مخې یادې سیالۍ د بامیانو فوټبال فدارسیون له خوا د دې ولایت د ښاروالۍ په ملاتړ پیل شوي دي. د افغانستان بدني روزنې او ورزش ریاست د معلوماتو پر بنسټ، د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبې پراختیا، او ورزش ته د ځوانانو هڅونه ده.

د کندهار مېروېس روغتون: ۲ میاشتو کې ۴۸۲ خوارځواکه ماشومان راوړل شوي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار ولایت کې په خوارځواکی د اخته ماشومانو شمېر زيات شوی. د کندهار د میرویس روغتون د ماشومانو په وارډ کې یوه مور چې رحمانیه نومېږي او د تېر یوه کال راهیسې یې ماشومه په خوارځواکۍ اخته شوې او نوموړې یې په پالنه بوخته ده. نوموړې وايي: "یو کال کېږي چې مریضه ده، اسهال او استفراقونه یې کېدل، کله چې مو ډاکټرانو ته راوست، هغوی ویل چې کولمې یې ورستې شوي، بیا مو ایکسرې ورته وکړه ډاکټران وايي، د کمزورۍ څخه داسې شوې ده." د کندهار د میریس روغتون د ماشومانو وارډ ته هره ورځ په اوسط ډول له لسو څخه تر ۱۵ په خوارځواکۍ اخته ماشومان راوړل کېږي. Читать дальше...

پاکستان کې د کورونا وايرس پېښې يو ځل بيا مخ په زیاتېدو دي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې یو ځل بیا د کورونا د ناروغانو شمېره په ډېرېدو ده او دې وایرس د ډېسېمبر د ۳۰مې او ۳۱مې ترمینځ په یو شواروز کې نور ۵۱۵ کسان ځپلي دي. د پاکستان د روغتیا قامي ادارې په یو بیان کې ویلي چې د ډیسېمبر پر ۳۱مه، په اسلام اباد کې د یوې کورنۍ ۱۵ غړي او بیا په کراچۍ کې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي د کورونا وايرس نوې بڼې اومیکرون ځپلي دي. یاده اداره وايي، هڅه کوي چې وایرس نور خپور نشي او پر ولس یې غږ کړئ چې ماسکونه وکاروي او د روغتیا اصول عملي کړي. په عین حال کې د راولپېنډۍ د روغتیا چارواکو د اومیکرون... Читать дальше...



د هلمند بزګر: د موسمي بارانونو نه ورښت او جګړو ځمکې شاړې کړې

Pa.azadiradio.com 

شدیدې وچکالۍ او د کرنیزو حاصلاتو کموالي افغانستان له بې‌وزلۍ، لوږې او سخت بشري کړکېچ سره مخ کړی دی. د افغانستان په جنوبې ولایت هلمند کې بزګران وايي، په تېر کال کې موسمي بارانونه ونه ورېدل، جګړو هم هلمند وځاپه چې ورسره ځمکې شاړې او حاصلات کم شول. د سنګین ولسوالۍ اوسیدونکی ۴۷ کلن شېراغا وایي، ۳۰ جریبه ځمکه لري چې ټوله شاړه ده او یوازې په یو جریب ځمکه یې غنم کرلي. کله چې شااوخوا څلور نیم میاشتې مخکې طالبانو کابل ونیو او له افغانستانه سره نړیوالې مرستې بندې شوې او د خلکو کاروبارونه ټکني شول په ټول هېواد کې بې وزلي پراخه شوه. Читать дальше...

کندز میشتي وايي جګړو یې کورونه او دوکانونه سوځولي، مرستې غواړي

Pa.azadiradio.com 

تېرو جګړو په کندز کې ورانۍ، ویجاړۍ او بې وزلۍ تر شا پرېښي دي. د دې ولایت د مرکز او یو شمېر ولسوالیو اوسيدونکي وايي، د استوګنې کورونه، دوکانونه او باغونه یې ویجاړ شوي او کروندې یې شاړې شوي دي. دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې ورسره مالي مرستې وکړي، څو وکولی شي بېرته له اقتصادي پلوه په پښو ودریږي. د اقتاش ولسوالۍ د باسوس کلي یو اوسېدونکی ۲۸ کلن رحیم الله ازادي راډیو ته وویل: "دوه میاشتې کېږي چې راغلي یو، کابو ۷ کاله دا سیمه د جګړې لومړۍ کرښه وه. دلته الوتکو پر کورونو بمبارد کړی، په ډي سي توپونو... Читать дальше...

د خبریالانو نړیوال فدراسیون: ۲۰۲۱ کې زیات خبریالان په افغانستان کې وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې ۲۰۲۱ زېږدیز کال د افغان خبریالانو لپاره خونړۍ کال بلل شوی د ۲۰۲۲ زېږدیز لپاره هم افغانستان کې د مېشتو خبریالانو اندېښنې د دوی د خوندیتوب په اړه پرخپل ځای دي. یو شمېر افغان خبریالانو چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نومونه یې په راپور کې واخېستل شي او له بېلابېلو رسنیو سره په خبریالۍ بوخت دي، ازادي راډیو ته خپلې اندېښنې رالېږلي. د دوی له ډلې یو تن خبریال وایي: "له بده مرغه افغانستان کې سیاسي بدلونونه پر خبریالانو هم اغېز کوي، د تېر حکومت پرمهال هم ستونزې وې او د اوسني... Читать дальше...

د کورونا نوې څپې خپرېدو سربېره په زياترو هېوادونو کې د نوي کال جشنونه ولمانځل شول

Mashaalradio.com 

د ۲۰۲۲م کال د پیل جشنونه د نړۍ په ځینو ښارونو کې ولمانځل شول، خو بیا هم محدودیتونه زیات ول. اسټرالیا او نیوزیلېنډ د اسټرالیا سیډني او د نیوزیلېنډ اکلېنډ ښارونه تل تر نورو ښارونو د نوي کال پیل مخکې لمانځي چې سږ کال یې هم تر زیاتو محدودیتونو لاندې دغه جشن ولمانځه. په سیډني ښار کې د نوي کال د پیل د مراسمو په درشل کې اسټرالیا د ډېسېمبر پر ۳۱مه، په کورونا وایرس د ډېرو کسانو د اخته کېدو پېښې ثبت کړې چې په ۲۴ ساعتونو کې تر ۳۲زره زیاتې وې. هانک کانګ هانګ کانګ په ځانګړو مراسمو او موسيقۍ د نوي میلادي کال پیل ولمانځه. Читать дальше...

د بلېنکن د خوښې ۳۶ سندرو ترمنځ د اریانا سعید سندره هم شامله ده

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن د خوښې د هغو سندرو په لېست کې چې ۲۰۲۱م کال کې تولید شوې، د افغان سندرغاړې اریانا سعید یوه سندره "نفسم" هم شامله ده. د بلېنکن د خوښې د ۳۶ سندرو لېست پرون خپور شو. د امریکا د بهرنیو چارو وزات د نوموړي له خولې ویلي چې موسیقي خلک له یو بل سره نژدې کوي. اریانا سعید امریکا غږ ته په یو ویډیويي پیغام کې په دې اړه چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د خوښې په لېست کې سندره شامله ده خوښي ښودلې. په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره په رسنیو کې د موسیقۍ خپرول محدود شوي او ګڼ سندرغاړي له هېواده وتلي دي. Читать дальше...

د احصایې ملي ادارې ۴ میاشتو کې ۳۴۰ زره برېښنايي تذکرې ویشلي

Pa.azadiradio.com 

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د تېر په څېر خپل فعالیتونه په عادي ډول پیل کړي او د تېرو څلورو میاشتو په لړ کې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې شااوخوا ۳۴۰ زره برښنایي تذکرې پر غوښتونکو وېشلې دي. اوس‌مهال په ټول هېواد کې د پخوانیو چاپ شوېو تذکرو د وېش لړۍ روانه ده او په ۲۰ نورو ولایتونو 'کابل، ننګرهار، کنړ، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کندهار، زابل، بلخ، هرات، جوزجان، بغلان، غزني، بدخشان، کندز، فراه، نورستان، سمنګان او تخار' کې د نوېو تذکرو د چاپ او وېش بهېر هم په عادي ډول پرمخ ځي. په یادو ولایتونو... Читать дальше...

طالبان: روغتیايي سکټور کې اوسنی وضعیت بېړنی او ناورین سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په روغتیايي سکټور کې اوسنی وضعیت بېړنی بولي او وايي، له بهرنیو مرستو بندېدو وروسته، ناورین سره مخ دي. د دې وزارت د خدمتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالباري عمر نن شنبه (د مرغومي ۱۱مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، امکان نه لري چې د بهرنیانو له مرستو پرته ټول روغتونونه پرانیستي پاتې شي. عمر زیاتوي: "موږ پر نړیوالو غږ کوو، که تاسې په رښتیا بشریت ته ژمن وئ، ستاسې شعارونه که رښتیا هم ریښتني وي، ولې مو د روغتیا برخه سیاسي کړې ده. یو ناروغ څه ګناه کړې، یو ډاکټر له تاسې... Читать дальше...

پاکستان کې د تيلو نرخونه بيا پورته شول

Mashaalradio.com 

د پاکستان وفاقي حکومت یو ځل بیا د تیلو په قیمتونو کې د لیټر پر سر د څلورو روپو اضافه کړې ده. د خزانې وزارت پرون (د ډېسېمبر پر ۳۱مه) په دغه اړه په یو بیان کې وویل چې د پیټرولیم او هايي سپیډ ډیزلو په قیمتونو کې د څلورو روپو د اضافې فیصله به سر له ننه (جنورۍ ۱) عملي کیږي. په بیان کې راغلي دي چې وزیراعظم عمران خان په دغه اړه په یوه غونډه کې د تیلو او ګیسو د انتظام ادارې (اوګرا) دا تجویز مسترد کړی چې د پټرولیم مصنوعاتو نرخونه دې لوړ کړل شي او د دغه پر ځای، د لیټر پر سر د څلورو روپو د اضافې پرېکړه وشوه. Читать дальше...

د هند تر واک لاندې کشمیر کې په یوه معبد کې ټیل ماټیل ۱۲ کسان ووژل

Pa.azadiradio.com 

د هند تر واک لاندې کشمیر کې په یوه معبد کې نن سهار د ګڼې ګوڼې له امله په ټیل ماټيل کې لږ تر لږه دولس کسان وژل شوي دي. چارواکو خبر ورکړ چې د ویشنو دیوي په نوم د هندوانو په مشهور عبادت ځای کې د دې پېښې پر مهال ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي. د ځینو ټپيانو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی. عیني شاهدان وایي، کله چې خلکو د نوي کال د عبادت لپاره بېړه وکړه، یو بل پسې ولوېدل. د ویشنو ډیوي معبد د جمو له ښاره نژدې شپېه کیلومتره لېرې دی.

کاناډا په یونان کې مېشتو افغانو ښځینه قاضیانو ته پناه ورکوي

Pa.azadiradio.com 

کاناډا غواړي چې هغو ښځینه افغان قاضیانو ته پناه ورکړي چې د طالبانو له لوري د اګسټ په نیمایي کې د کابل تر نیولو وروسته له افغانستانه ووتلې او د اکتوبر په میاشت کې یونان ته ورسېدې. د کاناډا د کډوالو چارو د وزارت یوه ویاند پرون وویل چې کاناډا به د دغو ښځینه قاضیانو کورنیو نور غړي هم د مهاجرو په توګه ومني. ټاکل شوې ده چې دا قاضیانې چې شمېر یې لا نه دی معلوم روان ۲۰۲۲ کال کاناډا ته له خپلو کورنیو سره ولاړې شي، خو تر اوسه یې د تګ دقیقه نېته نه ده ټاکل شوې. وروسته تردې چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه کابل... Читать дальше...

ناسا: د بایډن اداره فضایي تمځای کې تر ۲۰۳۰م د عملیاتو ملاتړ کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د فضایي تحقیقاتي ادارې ( ناسا) مشر بېل وایي، د ولسمشر بایډن اداره په نړیوال فضایي تم ځای کې تر ۲۰۳۰م زیږدیز کاله پورې د عملیاتو د ادامې ملاتړ کوي. بېل نېلسون پرون په یوه بیان کې وویل، د بایډن اداره ژمنه ده چې دې برخه کې له نړیوالو شریکانو سره د روسیې په ګډون کار وکړي، څو د دې لسیزې تر پایه د مدار په لابراتوار کې څېړنې ترسره شي. له ۱۹۹۸م کال راهیسې چې په فضا کې د نړیوال تم ځای لومړی مرکز ودان شو، روسیه او متحد ایالاتونه د دې مرکز بهر له نژدې همکاره پاتې شوي دي. کانګرس د نړیوال فضایي... Читать дальше...

Новости России
Москва

«Где ваши манеры?»: интервью со звездным экспертом по этикету Дианой Булатовой


فرانسه د اروپایي ټولنې۶ میاشتنۍ مهالنۍ مشري په غاړه اخلي

Pa.azadiradio.com 

فرانسه سر له نننه د اروپایي ټولنې شپږ میاشتنۍ مهالنۍ مشري په غاړه اخلي. د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د یوې پياوړې، خپلواکې او یو موټې اروپا هیله لري. مکرون له اوږدې مودې راهیسې هڅه کړې ده چې اروپایي ټولنه نوره هم په نړۍ کې په یوه پياوړي ځواک بدله شي او د دې ټولنې د ۲۷ غړیو هېوادونو ترمنځ اړیکې پسې نور هم ټېنګ شي. د فرانسې ولسمشر د ډسمبر په لومړیو کې د فرانسې د مهالنۍ مشري په اړه ویلي و چې له هغې اروپا چې په خپلو پولو کې همکاري سره کوي یوې داسې اروپا ته باید حرکت وکړو چې په نړۍ کې ډېره پیاوړې... Читать дальше...

نوی ۲۰۲۲ کال؛ عام افغانان روان وضعیت ته په پام ورته څه هیلې لري؟ 

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۲۲ زېږدیز کال لومړۍ ورځ، عام افغانان روان وضعیت ته په پام ورته څه هیلې لري؟  څلوېښت کلن عبدالودود د غزني ولایت اوسېدونکی دی وايي: "انشاًالله کال به ښه وي که ځینې کارونه وشي، لکه د انکشافي پروژو بیا پیل، د ښونځیو خلاصېدل، له نړیوالو سره د اړیکو جوړېدل او نور کارونه، خو که دا کارونه ونه شي بیا به یو بد کال وي، ځکه اقتصادي ستونزې دي او خلک له فقر سره مخ دي، بد حالت روان دی چې ډېر دردونکی دی."  شېبا بیا د کابل ولایت اوسېدونکی او په یو خصوصي پوهنتون  کې استاده ده. نوموړې وايي: "۲۰۲۲ کال کې له... Читать дальше...

ککړه هوا؛ کابل لوګيو پر اخيستی

Mashaalradio.com 

په کابل کې د ژمي له راتګ سره سم د سوند بېلا بېلو موادو سوځولو له کبله هوا ډېره زياته ککړه شي. د کابل ښاريان له سختي يخنۍ څخه د ځان ژغورلو لپاره ربړ او پلاسټيک هم سوځوي. دوی وايي، د بېوزلۍ له کبله بله لاره نه لري. د روغتيا نړيوال سازمان له شمېرو سره سم په افغانستان کې ۲۶ فيصده خلک د هوا له ککړتيا څخه مري.

ملګري ملتونه: له یو میلیون او یولک بې ځایه شوېو افغانانو سره مرسته شوې

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، د ګڼو هېوادونو په مرسته توانېدلي په ۲۰۲۱میلادي کال کې په افغانستان کې له یو میلیون او یو لک بې ځایه شوېو او زیانګالو کسانو سره بشري مرسته وکړي. دغې ادارې پرون په یوه ټویټ کې د اروپايي ټولنې تر څنګ د جرمني، د امریکا متحدو ایالاتونو، بریتانیا او نورو هېوادونو مننه کړې چې د دوی په همکارۍ له دغو کسانو سره مرسته شوې ده.  د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني له ازادي راډیو سره په خبرو کې په هېواد کې د بې ځایه... Читать дальше...

روسیه: د طالبانو د رسمیت پېژندلو موضوع لا تر وخت مخکې خبره ده

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو موضوع لا تر وخت مخکې خبره ده.  سرګي لاوروف د روسیې له تاس خبري اژانس سره په خپله پرونۍ مرکه کې ویلي، تر هغو چې طالبانو ټولګډونه حکومت جوړ کړی نه وي، دوی په دې اړه پرېکړه نه شي کولی.  په همدې حال کې د ایران ولسمشر ابراهيم رئیسي په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړولو غوښتنه وکړه.   د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران ولسمشر پرون جمعه ویلي، ایران په افغانستان کې داسې ټولګډونه حکومت غواړي چې ټول اقوام په کې برخه ولري.  د... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Россиянин Сафиуллин потерял четыре места в рейтинге ATP






Юран в штопоре, «Локомотив» и «Динамо» в погоне за бронзой! Яркий старт перенесенного тура РПЛ

Тутанхамон оживает: Sila Sveta представит иммерсивное путешествие в вечность

Москвичей призвали быть внимательными на улице из-за непогоды 25 и 26 апреля

Психолог Канищева рассказала, как пережить расставание