ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

Новости за 04.01.2022

طالبان: بېلابېلو ولایتونو کې سختو واورو او بارانونو ۷ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو په حکومت کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي چې په بېلابېلو ولایتونو کې سختو واورو او بارانونو لږ تر لږه ۷ کسان وژلي دي. د دې وزارت یوه چارواکي محمدامین وزیر ازادي راډیو ته وویل، څلور تنه نور هم د تېرو څلورویشت ساعتونو په طبیعي پېښو کې ټپیان شوي دي: "د بدخشان په ولایت کې د واورې د یو راشي 'برفکوچ ' د راښوئیدو په پېښه کې ۵ تنه وژل شوي او دوه تنه ټپیان شوي دي. په نیمروز ولایت کې سیلاب یو کس وژلی دی. په فراه کې هم یو کس سیلاب کې مړ شوی دی او یو بل ټپي دی." ښاغلي وزیر همدارنګه وویل،... Читать дальше...

ترکیه کې پولي انفلاسیون یا 'د پیسو پړسوب' تر ټولو لوړ حد ته رسیدلی

Pa.azadiradio.com 

په ترکیه کې پولي انفلاسیون 'د پیسو پړسوب' په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو لوړ حد ته رسیدلی دی. د ترکیې د احصایې د انسټیټیوټ د راپور پر بنسټ  یوازې په ډسمبر میاشت کې  د لومړنیو موادو بیې په سلو کې ۳۶ لوړې شوي دي. تردې مخکې اقتصادي پوهانو په ترکیه کې په سلو کې ۲۷ د بیو د لوړوالي وړاندوینه کړې وه. د ۲۰۰۲م زیږدیز کال د سېپټمبر میاشتې راهېسې تراوسه چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ګوند واکمن دی اوس د پیسو پړسوب تر ټولو لوړ حد ته رسیدلی دی. ترکیه راتلونکی کال د ولسمشرۍ انتخابات کوي، خو له اوس څخه د دې هېواد پر حکومت اقتصادي فشارونه زیات شوي دي.

د قزاقستان پولیسو هلته د ازادي راډیو د بېرو سرپرست نیولی و

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان پولیسو په دې هېواد کې د ازادي راډیو د بېرو سرپرست مشر قسیم امانژول پرته له کوم سپیناوي د کم وخت لپاره نیولی و. امانژول د هغو ولسي اعتراضونو عکاسي کوله چې د جنورۍ په څلورمه نېټه د انرژۍ د بیو د لوړېدو پرضد راپورته شوي وو. د راپورونو له مخې دا خبریال د پولیسو له خوا په زور یو موټر کې واچول شو او د لږ وخت له تېرولو وروسته نوموړی بېرته خوشې شو. په قزاقستان کې دا اعتراضونو درې ورځې مخکې د طبیعي ګازو د بیو د لوړېدو وروسته د دې هېواد په لویدیځ کې پیل شول او وروسته د دې هېواد ډېرو ښارونو ته پراخ شول.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر اوکراین ته سفر پیلوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بورېل نن 'جنوري ۴مه' اوکراین ته سفر پیل کړي. د اوکراین څخه د اروپايي ټولنې د ملاتړ ښودلو په خاطر دا درې ورځنی سفر په داسې مهال کېږي چې روسیې د اوکراین پولو ته زیات پوځي ځواک ورټول کړی دی. بورېل به د دې سفر په ترڅ کې د اوکراین ختیځ ته هم ولاړ شي چېرې چې د دې هېواد ځواکونه له روس پلوو بیلتونپالو سره په جګړه بوخت دي. اروپايي کمېسیون د دوشنبې په ورځ وویل، جورېپ بورېل به د اوکراین ختیځ ته له سفر وروسته د دې هېواد له چارواکو سره په پلازمېنه کیېف کې وګوري. Читать дальше...

په پوهنتونونو کې د تشدد تازه پېښو تر شا څه دي؟

Mashaalradio.com 

د جنورۍ پر درېیمه نیټه د اسلام اباد په نړیوال اسلاميک پوهنتون کې د طالبعلمانو د دوو ډلو ترمینځ په نښته کې یو شمېر زده کوونکي ټپیان شو. تر دې وړاندی د پنجاب او خیبر پښتونخوا په پوهنتونونو کې د تشدد پېښې شوې وې. په پوهنتونونو کې د داسې پېښو تر شا څه دي؟ د کرښې پر غاړه خپرونه کې د زده کوونکو او استادانو له استازو سره بحث شوی دی. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

د خوړو نړیوال سازمان: افغانستان کې ۴میلیونه ماشومان خوارځواکۍ سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

د اسیا لپاره د خوړو نړیوال سازمان یا 'WFP' تازه اعلان کړی چې په افغانستان کې شااوخوا ۴ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. خو دغه سازمان په ۲۰۲۱ کال کې اعلان کړی و چې په افغانستان کې شااوخوا یو میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي. دغه سازمان ویلي و، یاد شمېر د زیاتیدو په حال کې دی او اړتیا ده چې بیړنۍ مرستې زیاتې شي. دغه سازمان د طالبانو حکومت په لومړیو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر یو میلیون ښودلی وو. همدا راز د ژغورنې نړیوالې کمېټې یا... Читать дальше...

طالب چارواکي: لغمان کې ترافیکو پېښو ۵ تنه وژلي او ۸ نور یې ژوبل کړي

Pa.azadiradio.com 

لغمان ولایت کې طالب چارواکي د کابل-جلال اباد پر لویه لار په ترافیکي پېښو کې د ۵ تنو د مړینې او ۸ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي. د لغمان د ترافیکو مدیر مولوي حبیب الله نن سې شنبه (د مرغومې په ۱۴مه) نېټه ازادي راډیو ته وویل، یادې ترافیکي پېښې تېره ورځ ناوخته د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د زیات ورښت او موټرو د ښوئېدو له امله رامنځته شوي دي. نوموړي زیاته کړه، لومړۍ پېښه د مشالې کمر سیمې د استحکام پله سره نېږدې شوې چې یو کس په کې مړ او ۸ نور ټپيان دي، دوهمه ترافیکي پېښه د لویې لارې ترازو سره نېږدې شوې... Читать дальше...

۲۰۲۱کال کې د ټېنس د ۱۰ غوره لوبغاړو نوملړ اعلان شول 

Pa.azadiradio.com 

نړیوالې ټولنې په ۲۰۲۱م زیږدیز کال کې د ټېنس د لسو غوره لوبغاړو نوملړ اعلان کړل.  د نارینه وو د مسلکي ټېنس نړیوالې ټولنې په ۲۰۲۱م زیږدیز کال کې د غوره ټېنس لوبغاړو نومونه اعلان کړل چې له مخې یې د سربیا نواک جاوکووېچ تر ټولو ډېرې نومرې ګټلي او لومړی ځای یې خپل کړی دی.   د ټېنس نړیوالې ټولنې له لوري په خپره شوې درجه بندۍ کې روسي دانیل مدودف دوهم او جرمني الکساندر زورف درېیم ځای خپل کړی دی.   په یاده درجه بندۍ کې په ترتیب سره یوناني استفانوس، روسي اندره روبلف، اسپانیایي رفایل ناډال، ايټالوي ماتو... Читать дальше...



الماس لوبډله د فاریاب د فوټسال اتله شوه

Pa.azadiradio.com 

الماس لوبډله د فاریاب ولایت د فوټسال سیالیو اتله شوه.  د المپیک ملي کمېټې ویاند داد محمد ناوک نن سې شنبه (د مرغومي ۱۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې په فاریاب ولایت کې د فوټسال ژمنۍ جام سیالۍ چې ۱۳ ورځې وړاندې پیل شوې وې، د الماس لوبډلۍ په اتلولۍ پای ته ورسېدې.   په دې سیالیو کې چې د فاریاب په اتفاق جمنازیوم کې وشوې، د فاریاب ولایت د مرکز او ولسوالیو د فوټسال ۱۶ لوبډلو ګډون کړی وو.  د یادو سیالیو په پایلوبه کې الماس او صدخانه لوبډلې سره مخ شوې چې الماس لوبډلې د یادو سیالیو اتلولي او صدخانې دوهم مقام خپل کړ. Читать дальше...

بلخ کې عمومي حمامونو ته د ښځو په ورتګ بندیز، غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

په بلخ ولایت کې عمومي حمامونو ته د مېرمنو د نه تګ پرېکړې غبرګونونه راپارولي. یو شمېر عام وګړي، د حمامونو ځینې خاوندان او د ښځو د حقونو فعالینې د طالبانو دا اقدام ډېر ضروري نه بولي وایي چې دا کار به د دوی پر وړاندې د خلکو د غوسې او بد بینۍ لامل وګرځي. یوه نجلۍ چې بلخ ولایت کې د یو ښځینه حمام خاونده ده، د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته ومنله چې دغه ولایت کې د ښځو پر حمامونو ځینې بندیزونه لګېدلي دي. د ښځینه حمام دا څښتنه وایي، د طالبان دا اقدام غیر ضروري... Читать дальше...

بې ځایه شوي کډوال: کوچنیان مو یخنۍ وهلي؛ طالبان: واورو او سیلابونو ۷ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

که د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو که له یوې خوا د واورې او ورښتونو زیاتېدل د ځمکې ابادي ګڼل کېږي او د وچکالۍ د له منځه تلو زیری دی، خو له بلې خوا يې د هغه کورني بې ځایه شوېو او بې وزله افغانانو ژوند له کړاو سره مخ کړی چې نه په سر سیورۍ لري او نه هم د خونو د ګرمېدو لپاره د سونګ توکي. شعیب په کابل کې د کورني بې ځایه شوېو کډوالو په یو کمپ کې استوګن دی. نوموړی وايي، له تېرو دوو شپو راهیسې یې د واورې د ورښت او هوا د سړېدو له امله کوچنیان یخنۍ وهلي او ناروغان شوي دي. شعیب زیاتوي، د نس او د کوچنیانو د درملو غم ترې د ژوند لوری ورک کړی دی... Читать дальше...

د کندهار مشهور ممثل نعمت‌الله غمزوری ومړ

Pa.azadiradio.com 

د کندهار ولایت مشهور ممثل نعمت الله غمزوری ومړ. نعمت الله غمزوري د تېرو لسو کلونو راهیسې طنزیه شعرونه او سندرې ویلې. د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو او د نعمت الله غمزوري مینه والو د هغه د مړینې له امله خواشینې ښودلې ده. نعمت الله غمزوری د تېرو دوو میاشتو راهیسې د پښتورګو له ناروغیه کړېده. هغه د اقتصادي ستونزو له امله توان نه درلود چې خپله درمنله وکړي.

د کابل انتیک توکو او جامو پلورونکي: صارات نه لرو، بازارونه ساړه شوي

Pa.azadiradio.com 

په کابل ښار کې د انتیک توکو او افغاني جامو پلورونکي د بازار له نشتوالي او بهر ته د یادو توکو د صادراتو له کمېدو شکایت کوي.   د کابل په شهرنو سیمه کې د یادو توکو د خرڅلاو دوو هټیوالو وحیدالله او حلیم نن ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې له وروستیو سیاسي بدلونونو را وروسته د دوی کارو بار په ټپه دریدلی او په کور دننه یې هم د قیمتي زیوراتو او ګاڼو خرڅلاو نه کېږي.   وحیدالله وایي چې وړاندې له دې یې په اوونۍ کې ۱۰۰ جوړې افغاني جامې او وطني د څرمن دستکولونه پلورل، خو اوس یې بازار سوړ دی.  د حلیم... Читать дальше...

طالبان: هره ورځ د کابل له هوایي ډګره  ۲۰ الوتنې کېږي،۳ یې کورني دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د ملکي هوایي چلند اداره وایي، هره ورځ د کابل له هوایي ډګره  ۲۰ الوتنې ترسره کېږي چې له دې شمېر درې هغه یې کورني او پاتې نور یې بهرنۍ الوتنې دي.   د ملکي هوایي چلند د ادارې ویاند امام الدین احمدي ازادي راډیو ته وویل چې په دې وروستیو کې بهر ته الوتنې عادي حالت ته ګرځیدلي او ډېرې الوتنې چین، پاکستان، ترکیې او دوبۍ ته کېږي چې له هرې بهرنۍ الوتنې څخه له ۶ تر ۷ زرو امریکایي ډالر عاید ترلاسه کېږي.   که څه هم چې ښاغلی احمدي د دغو عوایدو ټولیزه کچه نه یادوي، خو ټینګار کوي چې په راتلونکو... Читать дальше...

د هلمند په ګرمسیر او واشېر ولسوالیو کې سیلابونو زیانونه اړولي 

Pa.azadiradio.com 

د هلمند ولایت په ګرمسیر او واشېر ولسوالیو کې سیلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.  د هلمند ولایت د واشېر ولسوالۍ یوه اوسیدونکي او قومي مخور ازادي راډيو ته د نوم نه ښودو په شرط وویل چې تېره شپه یې په ولسوالۍ کې سیلابونو څلور کسان له ځانه سره وړي دي چې په وینا یې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.  نوموړی وايي، د یادو کسانو په اړه د سیمو خلکو خپلې پلټنې پیل کړي، خو تر اوسه یې لاد مړي او ژوندي درک نشته.  دغه راز په هلمند کې مشیت خبریال حضرت محمد روحاني ازادي راډيو ته هم دا مساله تائید... Читать дальше...

طالبان: پخوانیو لوړ پوړو چارواکو ته خپل حکومت کې ونډه نه ورکوو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا لومړی مرستیال وايي، دوی پرېکړه کړې چې پخوانیو لوړ پوړو چارواکو ته به خپل حکومت کې ونډه نه ورکوي. عبدالغني برادر له ملي ټلویزیون سره مرکه کې چې تېره شپه خپره شوه پخواني چارواکي، په فساد، غلا او قتل تورن کړل او ویې ویل، نه غواړي خپل حکومت دې کسانو ته په ځای ورکولو سره بدنام کړي. نوموړی وايي: "دا که یو پنځه کس هم وي، ټول نظام پرې بدنامېږي، ځکه دوی له خپل عادت نه تېرېږي. دوی چې کوم عادت درلود، هغه که د فساد و، غلا و یا هم قتل، هغه به بیا هم کوي. " دا لوړ پوړی طالب... Читать дальше...

پېښور کې د جوډو او کراټو سیالۍ شوي

Mashaalradio.com 

د پېښور په قیوم سپورټس کمپلېکس کې د پاکستان د جوډو او کراټو درې ورځنۍ سیالې شوې دي چې ورته له ټول هېواده ۲۵۰ لوبغاړي ورغلي ول چې پکې ۱۳۰ نجونه وې. ښځینه لوبغاړو مشال راډیو ته وویل چې جوډو او کراټې لومړی د ځان د دفاع او دویم د سپورټ په توګه کاروي. ویډیويي رپورټ.

غورځېدلې الوتکه؛ کاناډا: ایران دې اوکرایني قربانیانو ته تاوان ورکړي

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا یوې محکمې، ایران د اوکرایني الوتکې د نسکورولو د پېښې لپاره د قربانیانو ځینو کورنیو ته د ۱۰۷ میلیونه کاناډايي ډالرو 'شااوخوا ۸۴ میلیونه امریکايي ډالرو" غرامت/تاوان په ورکړې محکوم کړ.  د اونتاریو ایالت د عالي محکمې مشر ادوارد بلوبابا پرون اعلان وکړ چې د دې الوتکې سقوط یو عمدي او ترهګریز اقدام وو.  محاکمه د پي اېس ۷۵۲ نسکورې شوې الوتکې د قربانیانو د شپږو خپلوانو د شکایت په اساس ترسره شوه او د ایران اسلامي جمهوریت یې دغو کسانو ته د ۱۰۷ میلیونه ډالرو د تاوان په ورکړې محکوم کړ.  د ۱۳۹۸ کال... Читать дальше...

ملا برادر د پخواني ولسمشر غني ادعا رد کړه چې که کابل کې پاتې وای وژل کېده

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر د پخواني ولسمشر اشرف غني هغه ادعا رد کړه چې که کابل کې پاتې وای وژل کېده.  ملا برادر بېګا له ملي ټلوېزیون سره په یوه مفصله مرکه کې دا خبره وکړه. نوموړي وویل: "که هغه باچا و که ګدا وو که هر څوک په دغې اداره کې زموږ له طرفه ورته عفوه وه. نو موږ به څنګه یا اشرف غني وژلی یا به مو بل وژلی؟ موږ عفوې ته ژمن یو. موږ د خپل مشرتابه چې کوم هدایت موږ ته شوی وو هغه ته ټول مجاهدین ژمن وو." پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې مخکې د بریتانیا د پوځ له پخواني... Читать дальше...

Новости России
Москва

Директор Благотворительного Фонда «Провидение» Елена Осипова стала финалистом премии «Россия - страна возможностей»


په کندز ولایت کې د نیالګیو کېنولو خزاني کمپاین پیل شو

Pa.azadiradio.com 

د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، دوی د نیالګیو کېنولو په خزاني کمپاین کې د دې ولایت په کچه په څه باندې ۵۰۰ جریبه ځمکه کې د مېوه لرونکو ونو نوې باغونه جوړوي. چارواکي وايي، دا کمپاین یې د سولې بنسټ دفتر په مرسته پیل کړی. د دغې ادارې رئیس مولوي امان الله حسن ازادي راډیو ته وویل: "موږ سږني خزانې کمپاین کې څه باندې ۵۰ زره نیالګي د دې ولایت په خان اباد، چهاردرې،علي اباد او امام صاحب ولسوالیو کې پر ۵۱۵ کروندګرو باندې وېشو. د دې نیالګیو۸۵ سلنه لګښت د کرنې ریاست ورکوي او ۲۵ سلنه پیسې یې دهقان ورکوي. Читать дальше...

قریشي: د ډیورند پر کرښه د اغزن سیم ستونزه طالبانو سره له ډپلوماټیکو لارو حلوو

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له افغانستان سره د ډیورند پر کرښه د اغزن سیم د نصبولو پر وړاندې د ځینو ستونزو یادونه وکړه او ادعا یې وکړه چې ځینې افراد چې نوموړي شر اچونکي وبلل، غواړي چې له دغه وضعیته ناوړه ګټه پورته کړي. قریشي زیاته کړه: "موږ بوخت یو او له ډپلوماټیکو لارو ځینې ستونزې چې پیدا شوي، هغه له منځه وړو. ځینې افراد شته چې غواړي دا مساله لویه کړي. دې برخه کې شر اچونه د پاکستان په ګټه نه ده، خو له هغه څه به چې زموږ ګټې په کې نغښتې وي، ساتنه وکړو." ښاغلي قریشي د هغې ویډیو... Читать дальше...

ایران: لا هم د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندلو مرحلې ته نه یو رسیدلي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې (د مرغومي ۱۳مه) په ورځ وویل، ایران تر اوسه هغې مرحلې ته نه دی رسېدلی چې په خپل ګاونډي هېواد افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.  د دې وزارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده په تهران کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، نن ورځ موږ اساساً د طالبانو د په رسمیت پېژندلو مرحلې ته نه یو رسیدلي.خطیب زاده وايي: "هغه چې د افغانستان په اړه پرې زیات تاکید کېږي، هم ایران او د افغانستان ګاونډیان پرې ټینګار کوي، د یوه ټول شموله حکومت جوړول دي چې د افغانستان د قومونو او وګړو د تنوع استازیتوب وکړي. Читать дальше...

له کله چې طالبان واک ته رسیدلي، پاکستان کې بریدونه زیات شوي

Pa.azadiradio.com 

له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، په پاکستان کې تروریستي بریدونه زیات شوي دي.  دا د هغه څیړنیز راپور موندنې دي چې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ له خوا پرون دوشنبه (د مرغومي ۱۳مه) خپور شوی دی.  په دې راپور کې ویل شوي چې د وړم کال په نسبت تېر۲۰۲۱ کال په پاکستان کې په ترورستي بریدونو او چاودنو کې ۵۶ سلنه زیاتوالی راغلی.  د راپور له مخې په دې کال پر امنیتي ځواکونو د بریدونو او نښتو لږ تر لږه ۲۹۴ ترویرستي بریدونه ثبت شوي چې په کې ځان وژونکې چاودنې، بم چاودنې او د ټوپکو په واسطه حملې شاملې دي. Читать дальше...

د هرات-تورغُنډۍ پر لویه لاره ترافیکې پېښې ۱۳ تنه ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

د هرات-تورغُنډۍ پر لویه لاره د یوه موټر د چپه کېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۳ تنه ټپیان شوي دي.  د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر محمد عارف جلالي ازادي راډیو ته وویل چې په ټپیانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي: "د تورغُنډۍ د کمرکلاغ په سیمه کې دغه ټرافیکې پېښه رامنځته شوې، اووه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي چې درې یې ښځې او درې یې ماشومان دي. دا یو فلاینګ کوچ موټر و چې چپه شوی. شپږ تنه نور برسیرن ټپیان دي."  خراب سړکونه او د ډریورانو بې پروایي په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.

په کندهار کې یوې 'MD'ډوله الوتکې سقوط کړی

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې یوې MD ډوله الوتکې سقوط کړی خو چاته یې زیان نه دی اړولی.  په کندهار کې د طالبانو یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې دغې الوتکې چې امریکا په تېر حکومت کې څو دانې د افغانستان وسله والو ځواکونو ته ورکړې وې، پرون دوشنبه د کندهار هوايي ډګر ته نژدې د تخنیکي ستونزو له امله سقوط کړی.  د سرچینې په وینا الوتکه تخریب شوې، خو ځاني زیان یې نه دی پېښ کړی.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Медведев остался лучшим среди россиян в обновлённом рейтинге ATP, Рублёв — восьмой






Певица Бабкина с ансамблем выпустила кавер «За гусли — да» на песню Инстасамки

«Много разных перетолков»: Песков о деле замминистра обороны РФ Иванова

Психолог Романив: мужчины выражают свою заинтересованность к женщине с помощью прикосновений

Холдинг S8 Capital стал лауреатом HR-премии Хрустальная пирамида» за достижения в области мотивации сотрудников