ناروغان: خوست کې د 'کووېډ-۱۹' د درملنې روغتون درمل، اکسیجن او تجهیزات نهلري
په خوست کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د درملنې روغتون ګڼې ستونزې لري. دوی وايي، په یاد کې روغتون نه د کرونا د نوې څپې د تشخیص ټکنالوژي شته او نه هم د اړتیا وړ اکسیجن او درمل موجود دي. مولوي محمدامین چې له څو ورځو راهیسې خپل ناروغ سره د کرونا د درملنې په روغتون کې دی ازادي راډیو ته وویل، په دې ځای کې لازم لابراتواري معاینات نه کیږي او اکسیجن هم کله نا کله لږ وي. نوموړی زیاتوي: "په شفاخانه کې مشکلات دا دي، یو خو که همدلته روغتون کې لابراتواري معاینات وشي، ځکه خلک بې وزله دي او په بیدیا کې د ټیسټونو... Читать дальше...