په پکتیکا کې د ډبرو سکرو بخارۍ څلور تنه وژلي
د پکتیکا د یحی خېلو ولسوالۍ په غیبي خېلو کلي کې د ډبرو سکرو بخارۍ د ګازو له امله څلور تنه وژل شوي دي. په وژل شوېو کې ظاهرخان او د هغه درې تنه ملګري چې مېلمانه وو شامل دي. د ظاهرخان د کورنۍ یوه غړي محمدخان د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه د چهارشنبې او پنجشنبې په منځنۍ شپه رامنځته شوې ده. محمدخان وايي، ۳ میاشتې کېږي چې ظاهرخان له شل کلنۍ مسافرۍ وروسته کلي ته راستون شوی وو. نوموړی زیاتوي:" بخارۍ د ذغالو وه، څلور واړه د شپې د دوی د میلمنو خونې ته راغلي دي، په خونه... Читать дальше...