ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

Новости за 08.01.2022

د رزمي سیالیو افغان اتل 'اخندزاده' به خپل روسي سیال سره ولوبېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د رزمي سیالیو افغان اتل نصرت الله اخُندزاده له روسي سیال سره لوبه ترسره کړي. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکي چې نصرت الله اخُندزاده د همدې میلادي میاشتې په پای کې له خپل روسي سیال سره په روسیه کې د لوبې ډګر ته ننوځي. د دې ریاست د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د EFC سازمان له خوا د همدې میاشتې په ۲۹ مه نېټه ترسره کېږي. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست د معلوماتو پر بنسټ، اخُندزاده په خپل مسلکي ریکارډ کې ۴ بریاوې او ۲ ماتې لري او د هغه سیال چې د... Читать дальше...

سیاره دشتي: د خپل میړه د قتل په اړه کره معلومات لرم

Pa.azadiradio.com 

د مقاومت د جبهې د پخواني ویاند فهیم دشتي میرمن وایی چی د خپل میړه د قتل د څرنګوالي په اړه کره معلومات لري، خو وروسته به یی له رسنیو سره شریک کړي. میرمن دشتي چې له خپلو درې بچیانو سره دا مهال په البانیا کې ژوند کوي ټاکل شوې چې په کاناډا کې پناه واخلي. خبریال او د سیاسی مسایلو تحلیلګر، فهیم دشتي، چې د اګست په میاشت کې د طالبانو په بیا واکمنیدو سره د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت له جبهې سره یوځاي شو، پر پنجشیر د طالبانو د یرغل په لومړنیو ورځو کې په قتل ورسید. حسیبې اټکپال په دې راپور کې له سیاره دشتي... Читать дальше...

د نسکورې شوې اوکراینۍ الوتکې د قربانیانو کورنۍ یوځل بیا د عدالت تأمین وغوښت

Pa.azadiradio.com 

د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک له خوا د یوې اوکراینۍ مسافر وړونکې الوتکې د نسکورولو د دوهمې کالیزې په مناسبت د دې پېښې د قربانیانو کورنیو یو ځل بیا د عدالت د تامین غوښتنه کړې. د اوکراین 'پي.اېس.۷۵۲' ډوله الوتکه دوه کاله مخکې د مرغومې په اتلسمه نېټه د تهران له نړیوال هوايي ډګره تر پورته کېدو لږه شېبه وروسته د ایران د سپاه پاسدارن ځواک په دوو توغندیو رانسکوره شوه او په کې ټول ۱۷۶ سپاره کسان ووژل شول. د ایران حکومت درې ورځې د الوتکې په نسکورولو خوله پټه کړې وه، خو وروسته یې ومنله چې دا مسافر وړونکې... Читать дальше...

د افریقا د فوټبال جام به ۶۰ سلنه نندارچیان ولري

Pa.azadiradio.com 

د ورزشي اژانسونو د راپورونو له مخې د افریقا د فوټبال جام چې راتلونکې اوونۍ پیلېږي، شااوخوا ۶۰ سلنه نندارچیان به ولري. د کامرون هېواد د فوټبال فدراسیون او د افريقا فوټبال کنفډرېشن له یوې هوکړې وروسته پرېکړه وکړه چې د افریقایي ملتونو کپ به د کوربه ټیمونو په استثنا چې اتیا سلنه نندارچیان به ولري نور لوبو ته به د نندارچیانو کچه له ۶۰ سلنو زیاته نه وي. دغه فدراسیونونو دا پرېکړه د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره کړې ده. د دې جام لومړۍ لوبه به د بورکینا فاسو او کوربه هېواد کامرون ترمنځ د راتلونکي اوونۍ د یکشنبې په ورځ وشي.

طالبان: په نږدې راتلونکي کې به د ټاپي پروژې د پلي کېدو چارې پیل شي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو له ترکمنستاني پلاوي سره تر خبرو اترو وروسته د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۸مه) په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال په نږدې راتلونکي کې د ټاپي پروژې د پلي کېدو د چارو د پیل خبر وکړ. د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وايي، دا مهال په افغانستان کې امنیتي ستونزې نشته او د ټاپي پروژې د عملي کېدو لپاره شرایط برابر دي. د نوموړي په خبره، د شنبې په ورځ یې د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال وفا حاجي ياف او مل پلاوي... Читать дальше...

هرات کې د جوجیټسو سیالۍ؛ کوربه ولایت لومړی مقام خپل کړ

Pa.azadiradio.com 

د هرات ولایت د جوجیټسو فدراسیون ولایتي اوپن (خلاص) ټورنمنټ په میرویس صادق جمنازیوم کې ترسره شو.  د دې ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د عامه اړیکو مسوول وحید ازاد نن شنبه (د مرغومي ۱۸مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه سیالۍ د هرات ولایت په کوربه توب، د هرات، فراه، بادغیس او غور ولایتونو ترمنځ د۸۰ ورزشکارانو په ګډون تېره ورځ سهار پیل او ماښام ناوخته پای ته ورسېد. د ښاغلي ازاد په خبره، د سیالیو په پای کې هرات ولایت لومړی، فراه دوهم او بادغیس او غور ولایتونو په ترتیب سره درېیم او څلورم مقامونه خپل کړل. Читать дальше...

پاکستانۍ خبریالانې وايي، د کار په تړاو د "انلاین تشدد" ښکار شوې دي

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتونو د تعلیم، ساینس او کلتور ادارې (یونیسکو) د جنورۍ پر شپږمه د خبریالانو په اړه په یو جاري کړي رپورټ کې ویلي چې د یوې سروې پر اساس په نړۍ کې د ښځینه خبریالانو په څلورو کې درې برخې د خپل کار په تړاو د انلاین تشدد ښکار شوي دي.



طالبان: کابل کې ۳روغتونونه،۹۶درملتونونه او ۵۷ لابراتوارونه جوازونه نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکو د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۸مه) کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د دې وزارت د ارزونې ملي کمېټې ۱۲ ټیمونو د کابل په ۱۸ ناحیو کې ۱۶۰۷ روغتیايي مرکزونه ارزولي دي.  د دې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په کابل کې ۱۱۶ کتن ځایونه له جواز او له کوم معیار پرته فعالیت کوي.  دغه شان ۱۱۰ خصوصي درملتونونه او ۳ روغتونونه د فعالیت جواز نه لري. له ۵۷۶  درملتونونو څخه د دغه وزارت له خوا ارزول شوي ۹۶ درملتونونه جواز نه لري. په همدې ډول ۶ تشخصیه لابراتوارونه هم له کوم معیار پرته فعالیت کوي. Читать дальше...

طالب چارواکي شاعرانو ته: افغانان یووالي او ورورۍ ته راوبلئ

Mashaalradio.com 

په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تر انتظام لاندې مشاعره جوړه شوې وه چې د فرهنګیانو او شاعرانو په ګډون ځينو طالب چارواکو هم برخه پکې اخيستې وه. په مشاعره کې طالب چارواکو له فرهنګیانو وغوښتل چې په خپلو شعرونو او لیکنو کې افغانانو ته د یووالي او ورورۍ پیغامونه ورکړي. نور حال د نجیب الله الوخېل په ویډيويي راپور کې وګورئ.

افغان کرکټر مزمل شېرزاد د ایرلنډ په استازیتوب نړیوال جام کې لوبېږي

Pa.azadiradio.com 

یو ځوان افغان کرکټر مزمل شېرزاد به راتلونکې اوونۍ د ایرلنډ په استازیتوب نړیوال جام کې ولوبېږي. د ایرلنډ کرکټ تازه په نړیوال جام کې خپل لوبېدونکي لوبغاړي اعلان کړي چې د تیز بالر مزمل شیرزاد نوم هم په کې راغلی. د نولس کلنو نه کم عمره نړیوال جام کې د ایرلنډ اوله لوبه راتلونکې شنبه د یوګاناډا په وړاندې ده. مزمل شېرزاد چې د جلال اباد اوسیدونکی و، په څوارلس کلنۍ کې له ډېرو سختیو وروسته ایرلنډ ته ورسېد. د ایرلند کرکټ چارواکو هغه ستایلی چې له سختیو سره-سره یې ښه کرکټ نندارې ته وړاندې کړ او په خپلې وړتیا تر نړیوال جام ورسېد. Читать дальше...

پاکستان: د سپريم کورټ لپاره لومړۍ ښځينه قاضي نومول شوې

Mashaalradio.com 

عایشه ملک تر دې وړاندې د لاهور های کورټ ججه وه خو بل پلو بیا د وکیلانو ځینې تنطیمونه وايي، او په دې خبره انتقاد کوي ګني چې عایشه ملک د های کورټ په هغه درېیو سېنېر ججانو کې نه وه شامله چې د سپریم کورټ قاضي جوړه کړل شي.

د کونړ ځینې شلتن مېشتي: له سیند او چینو اوبه راوړو، هغه هم صحي نه وي

Pa.azadiradio.com 

د کونړ شلتن ولسوالۍ اوسیدونکي په خپله سيمه کې د څښلو پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي. دوی وايي، ښځې او ماشومان يې له سیند او چینو څخه په ساعتونو مزلونو وروسته اوبه راوړي چې هغه هم صحي نه وي. دوی زیاتوي، تېرو شلو کالو کې ورته هېڅ پام نه دی شوی، نو ځکه يې د څښلو پاکو اوبو په ګډون ټولې ستونزې ناحل پاتې دي. د دې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی ۱۲ کلن محمد اسماعیل وايي: "دلته هره ورځ د ښځو او ماشومانو اوږده کتارونه جوړ وي، چا منګي پرسر ايښې وي او چا هم دیګچي او یا يې په لاسي کراچیو کې ټاپکې او بوشکې اچولې وې، خوړونو او یا هم سیند ته اوبو پسې روان وي. Читать дальше...

خيبرپښتونخوا بلدياتي انتخابات: ازاد کانديدانو تر ټولو زياتې څوکۍ ګټلي

Mashaalradio.com 

د انتخاباتو دغه پایلې د کمېشن پر وېبپاڼه خپرې شوې دي. په سرکاري ډول د دې نتیجو اعلان تر اوسه نه دی شوی. د انتخاباتي قانون له مخې، کله چې بلدیاتي ټاکنو کې بریالي شوي کسان، په خپلو انتخابي حلقو کې د مصرف شویو اخراجاتو تفصیل له کمېشن سره جمع کړي نو بیا هله یې اعلان په سرکاري ډول خپرېږي.

د ښځو خوځښت: د طالبانو پر وړاندې د نړیوالو او ملګروملتونو چوپتیا 'شرم' ده

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې طالبانو د ښځو پر وړاندې یو شمېر تازه محدودیتونه ولګول، د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۸مه) یو شمېر ښځې په کابل کې په یوه کور کې سره راټولې شوي او له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې خپل چوپتیا ماته کړي. د افغانستان د مقتدرو ښځو خوځښت وايي، د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو چوپتیا د شرم وړ خبره ده. دغه خوځښت د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره وایي، ژر تر ژره دې د پوهنتونونو او ښوونځیو برخلیک معلوم شي او افغان نجونو او ښځو ته دې، د زده کړو او کار اجازه ورکړل شي. Читать дальше...

ناورین سره مخ ماشومان؛مېرمن: د خوار ځواکي ماشوم د شېدو لپاره مې جامې پلورلي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په میرویس روغتون مېرمن پلوشه وايي، زوی یې د خوارځواکۍ له امله په بستر پروت دی. دوه میاشتې وړاندې یې بل زوی چې په خوارځواکۍ اخته و، ومړ.    پلوشه وايي، په روغتون کې یې د زوی درملنه له امکان لېرې ده او ډاکټرانو ترې غوښتي چې په خپلو شخصي امکاناتو یې غم وخوري. د دې په خبره، کوم درمل او خوراک چې ډاکټرانو یې زوی ته د ورکولو توصیه ورکړې، د پیرلو توان یې نه لري: "دا کوچنی چې پیدا شو، تر درې شپو یې د مور شېدې خوړې، وروسته شېدې وچې شوې. نور یې بیا ورته له بازار شېدې راوړې، وس مو نه درلود. کوچنی مې وپړسېد، دلته مې بستر کړ. Читать дальше...

لغمان کې د یوه کور چت پرېوتی، یوه ماشومه یې مړه کړې او ۵ یې ژوبل کړي

Pa.azadiradio.com 

د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د یوه کور د چت پرېوتو پېښه کې یوه ماشومه مړه او ۵ تنه ټپیان شوي دي. د لغمان د والي ویاند صلاح الدین ذاهد نن شنبه (د مرغومې په ۱۸مه نېټه) ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه دغه ولایت د مرکز مهترلام په ګلدار اباد سیمه کې د یوه کور د کوټې چت پریوتی چې له امله یې یوه ۵ کلنه نجلۍ مړه شوې او د کورنۍ ۵تنه نور غړي چې ښځې او نارینه په کې شامل دي، ټپیان شوي دي. صلاح الدین ذاهد د دې پېښې لامل موسمي بارانونه بولي، کوم چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې اوري او لا هم دوام لري. د لغمان... Читать дальше...

انټرنېټ او په وړاندې یې محدودیتونه

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو په دې اوونیز بحث کې د افغانستان،پاکستان او ایران پر انټرنيټ خبرې شوي دي. په دغو هېوادونو کې انټرنېټ څنګه کارول کېږي؟ ایا محدودیتونه یې په وړاندې شته که څنګه؟ په همدې او د انټرنېټ له کاروونې سره په څو نورو تړلیو مسلو دا بحث دلته کتلی شئ.

Новости России
Москва

Пассажир рейса Москва — Пермь попал в реанимацию


بلینکن: قازقستان د بهرنۍ مرستې پر ځای خپله د احتجاجونو مخه نیولای شوه

Mashaalradio.com 

انتوني بلېنکن د جنورۍ پر اوومه یو خبري کانفرانس ته وویل چې د قازقستان چارواکي دا صلاحیت لري چې له احتجاجونو سره داسې مناسب چلند وکړي چې د مظاهرچیانو د حق درناوی هم وشي او قانون او نظم هم پر ځای شي.

د کراچۍ عدالت د قادر خان اېډوکېټ زوی خوشې کړو

Mashaalradio.com 

د کراچۍ پولیسو تېره ورځ ویلي وو چې اسد خان د مخدره موادو په یوه قضیه کې نیول شوی دی. د کراچۍ دختیځې ضلعې د پوليسو یو مشر اېس اېس پي قمر رضا جسکاني د جنورۍ پر اوومه مشال راډیو ته وویل، نوموړی د ۲۰۱۸ز کال په يوه پخوانۍ مقدمه کې نیول شوی دی او پولیسو ترې ۱۲۰ ګرامه چرس ترلاسه کړي دي.

د ټاپي پروژې پر چټکتیا خبرې؛ د ترکمنستان یو پلاوی کابل ته راغی

Pa.azadiradio.com 

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ د ټاپي پروژې د بحث لپاره لومړی هرات او نن کابل ته راغلی. که څه هم په کابل کې د دغه پلاوي د لیدنو او خبرو جزییات تر اوسه نه دي خپاره شوي، خو د هرات د سوداګرۍ او صنایع خونې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاد پلاوي دوی سره د ټاپي پروژې د کار پر چټکتیا خبرې کړي دي. په دغه خبرپاڼه کې چې تېره ورځ ناوخته خپره شوې په کې ویل شوي چې راغلي پلاوي سره د یاد هېواد ټاپي پروژې مشر هم مل دی. د خبرځای په حواله، د ترکمنستان د بهرنیو چارو مرستیال... Читать дальше...

میدان وردګ کې پر بې وزله بزګرانو د اصلاح شوېو غنمو تخم ووېشل شو

Pa.azadiradio.com 

په میدان وردګو ولایت کې سلګونه بې وزله بزګرانو ته د اصلاح شوېو غنمو تخم ووېشل شو. د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند مسعین عمري رسنیو ته استول شوي خپرپاڼه کې ویلي چې یاد بهیر دوه ورځې وړاندې پیل شوی و او تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېده. د ښاغلي عمري د معلوماتو له مخې، دغه اصلاح شوي تخمونه د 'اېف.ای.او' او یو شمېر نور ملاتړو بنسټونه له خوا شااوخوا زر بې وزله بزګرانو ته ورکړل شول. نوموړي ویلي، هر بزګر ته يوه ۵۰ کیلو ګرامه بورۍ ورکړل شوې ده. د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، یاد بهیر به نور ولایتونو ته هم ډېر ژر وغځول شي.

ارزګان کې پر ۳ زرو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې د سرې میاشتې ولايتي دفتر له خوا په مرکز ترينکوټ کې له درې زرو هغه اړمنو کورنيو سره مرستې وشوې چې د تېرو جګړو او وچکالۍ پر مهال زیامن شوي وو.  په دغو مرستو کې ۷ قلمه بېلابېل خوراکي توکي شامل دي. د سرې مياشتې ټولنې ولايتي مسول صديق الله مفتون وايي، د مرستو د وېش پرمهال يې شفافيت ته پاملرنه کړې او په خبره يې اړمنې کورنۍ يې په نښه کړي دي.  مفتون زیاتوي، دغه ولایت کې سل فيصده بشري ناورين رامنځته شوی او له نړيوالو موسساتو  غوښتنه کوي چې  له خلکو سره مرستې وکړي او ژوند یې ور وژغوري. ... Читать дальше...

مري کې د یخنۍ له وجې لږ تر لږه ۲۱ سیلانیان مړه شوي

Mashaalradio.com 

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد د جنورۍ پر اتمه، خبریالانو ته ویلي چې په مري او اړونده غريیزو سیمو کې د ګاډو خويیدو او ودانیو د راپریوتو په پیښو کې شاوخوا ۱۹ کسانو ژوند بایللی دی او مري ته تلونکې لارې تړلې پرتې دي.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Дарья Касаткина

«Бомж» Дарья передает всем привет»: Касаткина ответила на слова Винер






Правительство России направило дополнительно 1 млрд рублей на программу промышленной ипотеки

Риелтор рассказала о деталях закона о посуточной аренде жилья

Путина удивило третье место Петербурга в туристическом рейтинге России

Фракция КПРФ в Мособлдуме за дополнительные меры поддержки для детей, потерявших родителей в результате теракта в «Крокус Сити Холле»