ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

Новости за 09.01.2022

امیر خان متقي: تهران کې مو له ایراني چارواکو سره خبرې رغنده وې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر وايي په تهران کې یې له ایراني چارواکو سره خبرې رغنده وې.  له ښاغلي متقي سره د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیران، د افغانستان بانک لوی رئیس او د څو وزارتونو معینان په دې سفر کې ملګري دي.  امیرخان متقي چې له یوه جګپوړي دولتي پلاوي سره یوځای پرون تهران ته ولاړ په یوه بیان کې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خپور کړی ویلي چې هیله لري د دې سفر پایلې هم مثبتې وي. متقي ویلي:" مجلسونه مو د ایران د بهرنیو چارو له وزیر، د افغانستان لپاره له ځانګړي استازي او... Читать дальше...

ایران وایي، په تهران کې یې د افغانستان سفارت طالبانو ته نه دی ورکړی​​

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړي چې ګنې په تهران کې د افغانستان سفارت به طالبانو ته ورکړل شي.  د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې ایران ته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د پلاوي له رسېدو سره سم ځینو رسنیو د نامعلومو سرچینو په حواله راپور ورکړ چې ګنې د ایران حکومت غواړي د طالبانو د حکومت له رسمیت پېژندنې پرته د تهران سفارت د طالبانو حکومت ته ورکړي.  د راپور له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعیدخطیب زاده نن یکشنبې(د مرغومي په ۱۹مه) وویل چې د افغان... Читать дальше...

په کابل کې یو شمېر ښځې: د استاد جلال تر خوشې کېدو خپلو لاریونونو ته دوام ورکوو

Pa.azadiradio.com 

نن د کابل ښار په شهید څلور لارې کې یو شمیر ښځو د فیض الله جلال د نیونې په تړاو خپل غږ پورته کړ. دیبا فرهمند د دې اعتراض له ګډونواله ده. نوموړې ازادي راډیو ته وویل:"نن د استاد جلال د خوشې کېدو لپاره راټول شوي یو، څلور ټیمه یو، تر کومه چې هغه خوشې نه کړې موږ به خپل اعتراض ته دوام ورکوو، د استاد جلال ازادول زموږ هیله ده." دا ښځې چې شمېر یې په تصویرونو کې له شلو زیات نه دی ځانونه د مبارزو ښځو د خودجوشه حرکت،عدالت جو، د یووالي، همبستګۍ او د مبارزو ښځو خودجوشه خوځښت، د بنسټونو غړې معرفې کوي. ... Читать дальше...

متقي: هڅه کوو د افغانستان له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره متوازنې اړیکې ولرو

Pa.azadiradio.com 

ایران ته د امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو د حکومت تللي پلاوي له بېلابېلو ایراني چارواکو سره کتلي.  د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، په دې خبرو کې په سیاسي، اقتصادي، سوداګرۍ، ټرانزیټي او امنیتي مسایلو او د نفتي توکو په صادراتو خبرې شوي.  د طالبانو د حکومت له‌خوا رسنیو ته د ښاغلي متقي په استول شوي غږیز کلیپ کې هغه دا لیدنې ګټورې بولي او پایلو ته یې هیله مندي ښيي.  د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، هڅه کوي د افغانستان له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره متوازنې اړیکې ولري. Читать дальше...

روسیه وایي د ژنیو خبرو په لړ کې د امریکا او اروپا  له ځینو اشارو نهیلې ده

Pa.azadiradio.com 

له متحدوایالاتونو سره په خبرو کې د روسیې د پلاوي مشر وايي چې کرېملېن په ژنیو کې د دواړو خواوو د خبرو په درشل کې د امریکايي او اروپايي چارواکو له ځینو اشارو ناهیلی شوی دی.  د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف نن یکشنبې( د مرغومې په ۱۹مه) انټرفکس او ریا خبري اژانسونو ته وویل، مسکو دې خبرو ته ډېر هیله مند نه دی ځکه د ده په وینا متحدایالات د روسیې له لوري د یو اړخیزو امتیازونو پر ورکړه ټینګار کوي.  په عین حال کې واشنګټن ویلي چې د امریکا او روسیې د پلاوو ترمنځ له اصلي غونډې مخکې به نن... Читать дальше...

ایران: موږ تل له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا غوښتې

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو د حکومت پلاوی په رسمي سفر تهران ته تللی ایراني چارواکي وايي، دوی تل له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا غوښتې. د ایران د بهرنیو چارو وزارت تهران ته د افغان پلاوي له رسېدو سره سم په یوه بیان کې یوازې همدا لیکلي او نور جزئیات‌یې نه‌دي ورکړي. په افغان پلاوي کې د صنعت او سوداګرۍ او اقتصاد سرپرست وزیران، د افغانستان بانک لوی رئیس او د څو وزارتونو معینان غړيتوب لري. د طالبانو د حکومت مرستیال... Читать дальше...

خېبر پښتونخوا کې د دولتي ملېشو يوه افسر خپل ۳ ملګري او ځان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د خېبرپښتونخوا ایالت چارواکي وايي چې د پاکستان د دولتي ملېشو یوه افسر نن خپل ۳ ملګري په ډزو ووژل او بیا یې ځان هم وواژه.  یوه سیمه ییز چارواکي چې نه غواړې نوم یې یاد شي ځکه د خبرو اجازه نه لري ازادۍ راډیو ته وویل دې افسر له ځان وژنې مخکې خپل ملګري په یوه پوځي مرکز کې وویشتل.  یوه روغتیايي چارواکي ازادي راډیو ته وویل چې لږترلږه د څلورو کسانو مړي د پېښور ګډ پوځي روغتون ته راوړل شوي دي.  د دې برید علت تراوسه نه دی روښانه شوی.



په مري کې د واورو توپانونه؛ د بندو سلګونه سیلانیانو د ژغورنې عملیات روان دي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د پنجاب ایالت په اړونده مري سیمه کې د درنې واورې او توپان له کبله د بندو سلګونه سیلانیانو د ژغورنې لپاره عملیات روان دي.  دا سیلانیان په مري کې د سختې یخنۍ له کبله بند پاته دي او درانه تلفات هم لري. د راپورونو له مخې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ د اتو غړو په ګډون ټول ۲۲ کسان مړه شوي دي.  د پنجاب اعلی وزیر عثمان بزدار پرون پر ټویټر لیکلي دي چې په مري کې بندې پاتې ټولې کورنۍ دولتي ودانیو او هوټلونو ته رسول شوې دي.  د پاکستان د ژغورنې ادارې پرون وویل چې په قربانیانو کې لس ماشومان، دوه مېرمنې او لس نارینه شامل دي. Читать дальше...

له افغانستانه سره مرستې؛ د سرې میاشتې ټولنه: تېر کال مو ۴۱۱ زره ټنه مرستې وېشلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان سرې میاشتې ټولنې په خپل کلني راپور کې ویلي دي چې تېر کال یې په ټول افغانستان کې ۴۱۱ زره تنو خوراکي او غیرخوراکي مرستې وېشلي دي.   په دې مرستو کې خوراکي توکي لکه اوړه، غوړي، وریژې او همدا ډول غیرخوراکي توکي لکه د کور وسایل، ژمنۍ جامې او په ځینو مواردو کې نغدې پيسې وې چې په تېر یوه کال کې په اړمنو کسانو وېشل شوې دي.    دا اداره همدا ډول وايي چې ۳ ملیونه کسانو ته یې روغتیايي خدمتونه هم وړاندې کړې دي.   د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند نوراغا صاحبزاده ازادي راډيو ته وویل، تازه یوه اندازه... Читать дальше...

د ۴۰ کلنې جګړې د قربانیانو تصویرونه؛ عاملین یې محاکمه کړئ

Pa.azadiradio.com 

د افغانانو لپاره د عدالت غوښتنې ټولنې د بامیانو د یکاولنګ د پېښې په مناسبت د کابل په شهرنو سیمه کې د ۴۰ کلنې جګړې د قربانیانو تصویرونه نندارې ته اېښي وو. په دغه تصویرونو کې د بامیان ولایت د یګاولنګ د قربانیانو تصویرونه هم اېښودل شوي دي.  بامیان په یکاولنګ کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال ۳۰۰ تنه په ډله‌ییز ډول ووژل شول. د دې ټولنې رئیسې ویدا ازادي راډیو ته وویل، دوی د تېرې ۴۰ کلنې جګړې د قاتلانو محاکمه او ورته د سزا غوښتونکي دي. ویدا وایي:"دا تصویرونه چې تاسې دلته ګورئ، د تېرو ۴۰ کلونو د جګړې د قربانیانو دي. Читать дальше...

د قزاقستان ولسمشر د یو لړ اقداماتو د عملي کولو له لارې خپل واک بیا ټینګ کړی

Pa.azadiradio.com 

په قزاقستان کې له څو ورځو پرله پسې اعتراضونو وروسته داسې ښکارې چې ولسمشر قاسم ژومارت توقایف خپل واک د یو لړ اقداماتو د عملي کولو له لارې بیا ټینګ کړی دی.  د دې اقداماتو په پایله کې دا له تشدد ډک اعتراضونه تر ډېره غلي شوي.  د ملي امنیت کمېټه چې د شوروي اتحاد د مهال له کې جې بي سره انډول اداره ده، پرون اعلان وکړ چې د کورنیو استخباراتو ځواکمن مشر کریم ماسیموف د ملي خیانت په تور نیول شوی دی. د ملي امنیت کمېټې په یو بیان کې ویلي چې یو شمېر نور چارواکي هم نیول شوي خو جزئیات یې نه دي ورکړي.  ۵۶... Читать дальше...

د امر بالمعروف وزارت: کابل کې مو د شرعي حجاب پوسټرونه د ښځو د هڅونې لپاره لګولي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د امربالمعروف و نهی عن المنکر وزارت وایي،کابل کې د شرعي حجاب مراعتولو سپارښتنو پوسټرونه د ښځو د هڅونې لپاره لګول شوي دي. جمیله د ننګرهار ولایت اوسېدونکې ده. نوموړې د هغه څه په اړه وايي چې له پخوا راهیسې د افغان ښځو او نجونو د ستر لپاره کارول شوي دي. جمیله وایي:"زموږ د وطن دغه رواج دی، ځونډي دار ټیکرې جوړه وو او په خپله یې جوړه وو؛ تور او شنه ځونډي ورته اچوو. څوګ چې زموږ مخې ته راشې په همدغه باندې خپل مخ پټوو؛ چادري او حجاب موږ نه کوو، دغه زموږ د وطن رواج دی" امنه مایار د وردګو ولایت اوسېدونکې ده. Читать дальше...

په مري کې د ژغورنې او مرستندویه عملیات روان دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت وايي، په مري او ګلیاتو کې تر توپاني واورې وروسته مرستندویه چارې دوام لري او شاوخوا ټولې لارې یې له واورو پاکې کړې دي. خو د پنجاب پولیسو په یوه بیان کې ویلي چې د جنورۍ پر نهمه به هم مري ته تلونکې ټولې لارې تړلې وي. دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر شپږمه او اوومه مري ته د واورې لیدو لپاره په چکر تللي ګڼ کسان په خپلو ګاډو کې بند پاتې شول چې ورڅخه یې شنبې یا خالي پر ورځ د ۲۲ کسانو د مړینو خبر خپور شو. موږ له مري څخه له یوشمېر ستنېدونکو کسانو سره خبرې کړې دي او دا رپورټ مو جوړ کړی.

امریکا له روسیې سره د خپلو او ناټو د نظامي تمرینونو د محدودیت په اړه خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

امریکا چمتو ده چې په اوکراین کې د احتمالي حمله کوونکو توغندیو د ځای پر ځای کولو او په ختيځه اروپا کې د خپلو او ناټو د تمرینونو د محدودیت په اړه له روسیې سره خبرې وکړي. دا خبره د سپينې ماڼۍ یوه چارواکي د جنورۍ په اتمه وکړه. د امریکا او روسیې د مذاکره کوونکو راتلونکې غونډه به د جنورۍ په ۱۰مه اوکراین ته نږدې د روسیې د نظامي تاًسیساتو په اړه د کړکیچ کمولو پر موضوع وي. خو د سپینې ماڼۍ یوه جګپوړي چارواکي چې د دې موضوع په اړه يې خبریالانو ته معلومات ورکول، ټینګار وکړ چې هر ډول تړون باید متقابل وي... Читать дальше...

له امنیتي ستونزو او د سوداګرۍ برخه کې د خدماتو له نشتوالي د بلخ د سوداګرو شکایت

Pa.azadiradio.com 

د بلخ ولایت ځیني سوداګر او پانګه وال په دغه ولایت کې له امنیتي ستونزو او د سوداګرۍ د ودې لپاره د خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي. په دې اړه د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې د بلخ ولایت سوداګرو او پانګه والو دا ستونزې د سوداګرۍ او پانګونې د خونې له مسؤلانو سره په بلخ کې د لیدنې پر مهال شریکې کړې دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ځمکو خړوبولو او د کرنې د ودې لپاره له امو سینده د دې ولایت شمال ته د اوبو رسول، په سرپل ولایت کې د عشقري سیمې د تېلو کان راویستو لپاره د یو... Читать дальше...

د هرات د صنایعو او کانونو خونه: ۷۰ سلنه تولیدي کارخونې له سقوط سره مخ شوي

Pa.azadiradio.com 

د هرات د صنایعو او کانونو خونه وايي، په هېواد کې له وروستیو سیاسي بدلونونو را وروسته د دې ولایت ۷۰ سلنه تولیدي کارخونې له سقوط سره مخ شوي. د هرات د صنایعو او کانونو خوني رئیس حمیدالله خادم نن یکشنبې( د مرغومې په ۱۹مه) ازادي راډیو ته وویل، د بانکونو په فعالیتونو کې ستونزې او د اومه موادو نشتوالی د دغو کارخونو د فعالیتونو د درېدو لاملونه دي. د ښاغلي خادم په خبره، د کارخونو مالکان نه شي کولای چې له بانکه ډیرې پیسې راوباسي ترڅو له هېواده بهر اومه مواد وپیري او خپلې کارخونې پرې فعاله وساتي. ښاغلی... Читать дальше...

د اوکراییني الوتکې د یاد مراسم؛تروډو: د روڼتیا او عدالت مبارزې ته دوام ورکوو

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا صدراعظم جسټن تروډو د اوکراییني الوتکې د نسکورېدو د دویم کال د یادښت په مراسمو کې وویل چې حکومت به یې د روڼتیا او عدالت لپاره مبارزې ته دوام ورکوي.  دوه کاله مخکې د مرغومي په ۱۸مه د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو یوه الوتکه په دوو توغندیو ووېشته او نسکوره یې کړه.  ټوله ۱۷۶ سورلۍ یې ووژل شوې، په کې ګڼ ایراني، کاناډایان او د نورو هېوادونو اتباع وو. د کاناډا صدراعظم بېګا د یادې پېښې د قربانیانو د یادښت مراسمو کې وویل چې الوتکه د ایراني چارواکو د غفلت او د انسانانو ژوند ته د بشپړۍ بې پامۍ له امله وېشتل شوې. Читать дальше...

په اندونیزیا کې د پناه غوښتونکو په ملاتړ کمپاین پیل شوی

Pa.azadiradio.com 

په اندونیزیا کې ایسارو افغان پناه غوښتونکو او زرګونو نورو کسانو نن له کډوالو د ملاتړ په نوم یو کمپاین پیل کړی دی.  په زرګونو پناه غوښتونکي چې څه باندې نیمايي یې افغانان دي، په اندونیزیا کې له بې برخلیک حالت سره ژوند کوي او په تمه دي چې په درېیم هېواد کې مېشت کړای شي، ځکه د اندونیزیا حکومت دوی ته د کار جواز نه ورکوي.  نن دکډوالو په ملاتړ په پیل شوي ټویټري کمپاین کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ په لویې کمیشنرۍ یو ان اچ سي ار او د کډوالو په سازمان ای او ام غږ شوی چې د کډوالو له کړاو ډک ژوند ته پام وکړي. Читать дальше...

Новости России
Москва

Владимир Брилёв: «Благотворительный базар в Lotte Hotel для дружеских делегаций из 44 стран – это круто!»


جرمني کې خلکو د 'کووېډ-۱۹' برخه کې د حکومت پر پالېسيو اعتراض وکړ

Pa.azadiradio.com 

د جرمني په یو شمېر ښارونو کې پرون خلکو د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې د حکومت پر پالېسيو اعتراض وکړ. د جرمني پولیس وايي، په شمال ختیځ شویرین ښار کې شااوخوا ۱۶ سوه کسانو غونډه وکړه او د ماشومانو د واکسین پرضد یې اعتراض وکړ. پولیس همداراز وايي په هامبورګ ښار کې هم په همدې شمېر کسانو لاریون وکړ او په پلازمېنه برلین کې شااوخوا یونیم سل کسانو د روغتیايي تدابیرو په برخه کې د حکومت د پلانونو پرضد اعتراض وکړ. د جرمني د روغتیا وزیر کارل لاوټر باښ وویل چې د واکسین د مخالفانو او له کرونا وایروسه د منکرو معترضانو استدلال هېڅ اعتبار نه لري. Читать дальше...

د طالبانو له‌خوا د فیض‌الله جلال نیول کېدو کورني او بهرني تُند غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان ایمنېسټي انټرنېشنل او د بشري حقونو د څار سازمان هیومن رایټس واچ د طالبانو له خوا د کابل پوهنتون د استاد فیض الله جلال نیول غندلي دي. د بشري حقونو دغو دواړه سازمانونو غوښتي چې ښاغلی جلال باید ژر تر ژره خوشې شي. د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې بېګا په یوه ټوېټ کې لیکلي:"امنیسټي انټرنېشنل په یوه ټلوېزیوني پروګرام کې د خپلې وینا د ازادۍ او پر طالبانو د نیوکو له کبله د کابل پوهنتون د استاد پروفیسر جلال د نیولو غندنه کوي". فیض الله جلال د کابل پوهنتون استاد او سیاسي... Читать дальше...

د قزاقستان د استخباراتو پخوانی رئیس د ملي خیانت په تور ونیول شو

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان د استخباراتو پخوانی رئیس کریم ماسیموف پرون د ملي خیانت په تور ونیول شو.  نوموړی په دې هېواد کې د خونړیو اعتراضونو پر مهال له نیول کېدو دوه ورځې مخکې له دندې لیرې شوی و.  د قزاقستان د ملي امنیت کمیټې د ماسیموف د نیول کېدو په اړه د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي چې یو شمېر نور امنیتي چارواکي هم نیول شوي دي.  ۵۶ کلن ماسیموف چې دوه ځلې یې د صدراعظم په توګه هم دنده ترسره کړې د پخواني ولسمشر نورسلطان نظربایوف له نږدې کسانو ګڼل کېږي.  معترضان چې د سونګ د موادو د بیو د لوړېدو په غبرګون کې... Читать дальше...

د عفوې سازمان طالبانو ته: فیض الله جلال سمدستي خوشې کړئ

Pa.azadiradio.com 

د عفوې نړیوال سازمان د کابل پوهنتون د استاد فیض الله جلال د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه.  ښاغلی جلال چې د رسنیو له لارې د سپینو خبرو او انتقادي لهجې په خاطر نوم لري د راپورونو له مخې پرون طالبانو په کابل کې له خپل کوره ونیو.  د ښاغلي جلال لور حسینه جلال پر طالبانو غږ کوي چې پلار یې خوشې کړي. نوموړې ازادۍ راډیو ته وویل، پلار یې په نامعلوم دلیل نیول شوی او له نیول کېدو څو ساعته وروسته هم دوی له هغه سره اړېکه نه لري.  ًحسینه وایي:" استاد په تېرو دوو لسېزو کې او مخکې د عدالت او د قانون د حاکمیت لپاره مبارزه کړې ده. Читать дальше...

په غزني کې د سکي ورزشي کلپ پرانیستل شو

Pa.azadiradio.com 

په غزني ولایت کې د سکي ورزشي کلپ پرانیستل شو. غزني له کابل، بامیان او پنجشېر وروسته د افغانستان څلورم ولایت دی چې د سکي کلپ په کې فعالېږي. د غزني د سکي د کلپ مسوول محمدعلي وايي، ده له بامیانو وروسته په غزني ولایت کې هم د سکي کلپ پرانیست چې اوس دولس غړي لري. محمدعلي زیاته کړه چې په غزني کې د سکي فدراسیون د ولایتي څانګې د پرانیستو لپاره به هم هڅه وکړي. نوموړی وایي:" لومړی ځل دی چې په غزني کې دا لوبه ترسره کېږي او ۱۲ لوبغاړو برخه په کې اخیستې وه. موږ تمه لرو چې په راتلونکي کې د دې لوبې ګډونوال زیات شي. Читать дальше...

صربیا کې يوې نړیوالې کمپنۍ ته د لیتیم کان د استخراج سپارلو ضد لاریونونه

Pa.azadiradio.com 

د صربیا په څو ښارونو کې معترضانو پرون یوې نړیوالې کمپنۍ ته د دې هېواد د لیتیم د یوه کان د استخراج د چارو د سپارلو د پلان پر ضد مظاهره وکړه. دا له څو اونیو راهیسې د پیل شویو هغو اعتراضونو دوام دی چې موخه یې له دې پلانه لاس اخیستلو ته د حکومت اړ اېستل دي. مظاهرې ماسپښېن مهال پیل شوې او یو ساعت یې دوام وکړ چې په ترڅ کې یې معترضانو د پلازمېنې بلګراد او نووي ساد ښار اصلي لویې لارې بندې کړې. همداراز په پیساک ښار کې هم شااوخوا ۱۰۰ کسان راټول شول، د ښار اصلي سړک یې بند کړ. د راپورونو له مخې په څو نورو ښارونو او ښارګوټو کې هم ورته مظاهرې وشوې. Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Новак Джокович

Что чаще всего едят на завтрак дети Елены и Новака Джокович?






Беларусь и Россия открывают новые туристические направления

Создателей песни к фильму "Москва слезам не верит" обвинили в помощи ВСУ

Более 1 трлн наличных рублей выдано через кассы и банкоматы в Новосибирской области

«Должны выиграть Кубок Стэнли»: заявление Панарина перед битвой с Овечкиным