د ینس سټولټنبرګ خبرداری؛ که روسیه اوکراین اشغال کړي درنه بیه به وګالي
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ نن یو ځل بیا مسکو ته خبرداری ورکړ چې که اوکراین اشغال کړي نو درنه بیه به وګالي. خو هغه زیاته کړه چې په جینوا کې د امریکا او روسیې امنیتي مذاکرات به چې نن پیل شول د دې کړکېچ د حل لپاره یوه لاره ومومي. ښاغلي سټولټنبرګ دا څرګندونې نن په بروکسل کې د اوکراین د اروپا او یورو اتلانتیک د چارو له مرستیال وزیرې اولها ستیفا نیشینا سره د کتنې پر مهال وکړې. مېرمن ستیفانیشینا وویل چې اوکراین قزاقستان نه دی. نوموړې وایي:" اوکراین قطعاً قزاقستان نه دی. د اوکراین تر ټولو... Читать дальше...