ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

Новости за 12.01.2022

کوټه کې د روغتیاپالانو لاریون پرمهال تاوتریخوالی او ګرفتارۍ

Mashaalradio.com 

د ځوانو ډاکترانو سازمان وايي، د جنورۍ پر ۱۲مه یې د احتجاجي لاریون پر مهال پولیسو لسګونه ډاکتران او روغتیاپالان نیولي دي. سازمان وايي، د تاوتریخوالي او اخ و ډب په پېښو کې شاوخوا ۱۰ روغتیاپالان ژوبل هم شول. د سازمان په خبره، احتجاج یې سوله ییز وو او روغتیاپالان د اعلا وزیر دفتر پر لوري روان ول چې پولیسو ووهل. خو پولیس وايي، مظاهرچیانو د قانون سرغړونه کړې وه نو ځکه یې ګرفتار کړل. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.

د بریتانیا د سوداګرۍ وزیره هند ته رسیدلې 

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا د سوداګرۍ وزیره ان مري تري ویلیان نن هند ته رسیدلې ده څو له هندي چارواکو سره د هغو سوداګریزو هوکړو په اړه خبرې پیل کړي چې له اروپايي ټولنې څخه تر وتلو وروسته د بریتانیا د هڅو برخه ده. د میرمن ویلیان دفتر ویلي، نوموړې به له خپل هندي سیال پیوش ګویل سره د پنجشنبې د رسمې خبرو تر پیل مخکې  په نوي ډیلي کې له چارواکو سره وګوري. هند او بریتانیا تر دې مخکې پیاوړي سوداګریزې اړیکې لرلې او تر یو میلون زیات هندي وګړي څو لسېزي مخکې بریتانیا ته کډوال شوي دي. یوې کس چې د دې خبرو له جزئیاتو خبر... Читать дальше...

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: طالبان دې فیصل مدرس او د هغه همکاران ازاد کړي

Pa.azadiradio.com 

که څه هم اووه ورځې کېږي چې د طالبانو له لوري افغان یوټیوبر فیصل مدرس او د هغه دوه همکاران نیول شوي، خو کورنۍ يې تراوسه د هغوی په اړه معلومات نه لري. د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې ویلي، یوټیوبر فیصل مدرس، د کابل لورز یوټیوب چینل مدیر میلاد عزیزي او د یک په نوم د خبري کانال تصویر اخیستونکی ادریس رحیمي تېره اوونۍ د طالبانو له لوري نیول شوي دي. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې چې مرکز یې د امریکا په نیویارک کې دی، د طالبانو له بنده د دې درېیو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. دې کمېټې اسیا... Читать дальше...

خوست کې خلک د پاسپورټ اخېستلو لپاره په میاشتو انتظار باسي

Mashaalradio.com 

د خوست ولایت اوسېدونکي غوښتنه کوي، چې د بایو میټریک او پاسپورټ ورکولو بهیر دې ورته چټک کړل شي. په افغانستان کې تر هغه وروسته د خلکو لخوا د پاسپورټ اخېستلو بهیر ډېر شو، چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې طالبانو حکومت ونیو او ډېری خلک بې کاره شول. نور حال په دې ويډیويي راپور کې.

د ریال ماډریډ و بارسالونا سیالۍ؛ ملیونونه خلک به نن شپه دا لوبه ننداره کړي

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال ملیونونه مینه وال به نن شپه د اسپانیا د ریال ماډریډ او بارسالونا د ټیمونو تر منځ راښکوونکې لوبه ننداره کړي.  دا دوه سر سخت سیالان د اسپانیا د سوپر کپ په نیمه وروستي پړاو کې د یو بل سره مخ کېږي.  د دې لوبې کوربه د سعودي عربستان د ریاض ښار دی.  د بارسالونا او ریال ماډریډ مخامخ کیدل په الاکلاسیکو مشهور دي.  په تېرو څلور الکلاسیکو کې ریال ماډریډ بریا خپله کړې او ددې ټیم پلویان د پنځمې بریا په تمه هم دي.  د نن شپې لوبه به د بارسالونا د ټیم د روزونکي ژاوي هرناندیز لومړنی الکلاسیکو وي. Читать дальше...

د اوکراین په شرق کې د وضعیت په اړه د ناټو هېوادونو او روسیې خبرې پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

د روسیې چارواکو د ناټو د ۳۰ غړیو هېوادونو د استازو ترمنځ خبرې نن په بروکسل کې د ناټو په مقر کې پیل شوې، خو په دې خبرو کې د کوم ممکن پرمختګ کمه تمه کېږي.  د اوکراین پر پولو د روسي ځواکونو پنډېدل او په دې اړه اندېښنې چې ممکن روسیه پر اوکراین یرغل وکړي، د خبرو د اجنډا په سر کې دي.  مسکو شااوخوا ۱۰۰ زره سرتیري د اوکراین په پولو او له اوکراین څخه په جلا کړې کریمیا ټاپووزمه کې ځای پر ځای کړي دي.  د روسیې حکومت په ۲۰۱۴ م کال کې له اوکراین څخه کریمیا ټاپووزمه ونیوله او له روسیې سره یې یو ځای کړه.

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د ۴،۴ میلیارد ډالرو مرستې د غوښتنې هرکلی کړی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت پر نړیوالې ټولنې او مرستندویه ادارو غږکړی چې د بشري مرستو د همغږي کولو له عالي کمیټې سره په همکارۍ د دغه مرستو د وېش او رسولو لپاره له شته دولتي ظرفیت څخه کار واخلي. د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د چهار شنبې په ورځ د دغې کمیټې په ناسته کې د ملګرو ملتونو له خوا له افغان ولس سره د ۴،۴ میلیارد ډالرو مرستې د غوښتنې د هرکلي تر څنګ د مرستو پر عادلانه وېش ټینګار وکړ. حنفي وویل:" موږ له تبعیض پرته د عادلانه وېش، د عمل د ازادۍ او اړو کسانو ته د مرستو د رسولو په اغیزمنو... Читать дальше...

ډاکټر شکیل وايي ځوانان باید د اوبو سمبالولو علم وکړي

Mashaalradio.com 

د مشال مرکه کې مو د صوابۍ یو ځوان ډاکټر شکيل ميلمه دی چې له هالينډه یې د اوبو پر سياست پي ايچ ډي زده کړې ترلاسه کړي دي. ډاکټر شکیل د اوبو لپاره د ملي کونسل کې د خيبر پښتونخوا استازی دی. نوموړي وايي، په موجوده وخت کې د اوبو په اړه په سيمه کې لانجې هوارول ډير زيات ضروري دي. ده وويل چې پاکستان بايد له ګاونډيو هېوادونو سره د اوبو پر سر مسلې پر وخت حل کړي. د خپرونې کوربه ګل اياز دی.



د ملکي خدمتونو ښځینه کارکوونکې وايي، طالبانو یې بستونه له‌منځه وړي

Pa.azadiradio.com 

د ملکي خدمتونو اداري ښځینه کارکوونکو د چهار شنبې په ورځ 'د افغانستان په ادارو کې د ملکي خدمتونو اداري ښځینه کارکونکو اجماع' په نوم په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د طالبانو له حکومته د کار د حق غوښتنه وکړه. د دغه ناستې تنظیموونکي وایي د دوی د معلوماتو له مخې طالبان په خدماتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو بستونه له منځه وړي دي. خجسته الهام چې د دغې ناستې له تنظموونکو ده له نړیوالې ټولنې غواړي چې له دوی ملاتړ وکړي. هغې ازادي راډیو ته وویل:"هغه ښځو چې د ملکي خدمتونو اداري برخو کې یې کار کاوه... Читать дальше...

د خيبرپښتونخوا سېلاني سيمو کې د مري غوندې پېښې مخنيوی څنګه کېدای شي؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان په مري ښار کې د جنورۍ پر اوومه نېټه په وارو او سخته يخنۍ کې د بندېدو له کبله ۲۷ سېلانيان وژل شوي ول. د ورته پېښو مخنيوي لپاره حکومت مري ته د خلکو پر ورتګ بنديز لګولی دی. د خيبر پښتونخوا د سېلګرۍ ادارې هم په دې اړه اقدامات کړي دي. د مري غوندې پېښو د مخنيوي لپاره څه کېدای شي؟ د مشال تر رڼا لاندې بحث کې دا او نورې پوښتنې څېړل شوې دي.

امریکا: که طالبان خپل ځان په رسمیت پېژندل غواړي نو شرایط دې ومني

Mashaalradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د جنورۍ پر ۱۱مه ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې له دې شرایطو یو هم د یوه داسې ټول‌ګډونه حکومت جوړول بولي چې په خبره یې، د ټولو افغانانو استازولي وکړي.

سېو دي چلډرن: له هرو ۳ افغان ماشومانو ۲ یې د ژوندي پاتېدو لپاره مرستو ته اړ دي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او لوږې روایتونه پای نه‌لري. غربت ځپلي احسان‌الله خپل کوچنی زوی چې په خوارځواکۍ اخته دی، د ننګرهار حوزوي روغتون کې بستر کړی. وايي، تر خپله توانه یې هڅه وکړه چې په شخصي امکاناتو د خپل بچي درملنه وکړي، خو نور یې له وس پورته ده: "نور اقتصادي ګنجایش نه و، اقتصادي ستونزې ډېرې دي. یوه لاره مې ورته جوړه کړه او دلته مې راوست. وس مې نه و چې د ډاکټر غوښتنې سره په خپل وخت هلته یوسم. که په خپل وخت مې وړی وای، شاید داسې نه وای شوی." بې‌وزلي او لوږه د طالبانو د واکمنۍ له پیلېدو وروسته چې نږدې پنځه میاشتې یې کېږي، زیاته شوې ده. Читать дальше...

له اسټرالیا څخه د نوواک جاکوېچ د ایستلو احتمال

Pa.azadiradio.com 

له اسټرالیا څخه دد ټېنس د مشهور لوبغاړي نوواک جاکوېچ د ایستلو احتمال شته. د اسټرالیا حکومت د ټېنس د مشهور لوبغاړي نوواک جاکوېچ هغه ادعا څېړي چې ویلي یې و، ۱۴ ورځې مخکې دې هېواد ته د ورتللو پر مهال یې بل هېواد ته سفر نه دی کړی، خو په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه ښيي چې نوموړي کرسمس د سربیا په پلازمېنه بلګراد کې نمانځلی او بیا د جنوري په ۴مه نېټه په هسپانیا کې لیدل شوی چې له خپل ورور سره یې فوټبال کاوه.   جاکوېچ وايي، ده دروغ نه دي ویلي، بلکې د پروګرامونو مدیر یې د فورمونو په ډکولو کې تېروتی دی. Читать дальше...

د اتیلا د فوټسال لوبډله د سمنګان د سولې او همدلۍ جام ګټونکې شوه

Pa.azadiradio.com 

د اتیلا د فوټسال لوبډله د سمنګان د سولې او همدلۍ جام ګټونکې شوه. د فوټسال دا سیالۍ چې یوه میاشت مخکې د ۱۶ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، په پایلوبه کې یې اتیلا او لرغان لوبډلې سره مخامخ شوې چې اتیلا ۴-۰ لرغان لوبډلې ته ماته ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ. په سمنګانو کې د فوټسال سیالۍ چې د دې ولایت د فوټسال امریت په هڅو پیل شوې وې، د امریت مسولان یې د جوړولو هدف د ځوانانو ترمنځ د سولې او یووالي روحیې پیاوړي کول بولي.

د ۱۹ کلنو افغان ملي لوبډله وېسټ انډیز ته لاړل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې د ګډون لپاره وېسټ انډیز ته لاړل. افغان لوبډله له تېرو څو ورځو راهیسې په متحده عربو اماراتو کې ویزو ته په تمه ځنډېدلې وه چې د ناوخته تګ له امله له تمریني لوبو هم پاتې شوه. تردې مخکې داسې اوازې وې چې احتمال شته، د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله په نړیوال جام کې له ګډونه پاتې شي، خو اوس د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د افغان لوبډلې د ویزو ستونزه حل شوې او یاده لوبډله به د جنوري په ۱۲مه نېټه انګلستان او له هغه هېواده به بیا وېسټ انډیز ته لاړه شي. Читать дальше...

هرات کې د سوداګرو او پانګه والو د اختطاف په اړه اندېښنې زیاتې شوي

Pa.azadiradio.com 

د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونه په دې ولایت کې د سوداګرو او پانګه والو د اختطاف په اړه اندېښنه ښيي. د دې خونې مرستیال توریالي غوثي نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو څلورو ورځو کې درې سوداګر په هرات ولایت کې تښتول شوي دي چې د یوه جسد تېره ورځ پیدا شو. د نوموړي په خبره، په تېر نظام کې هم په هرات کې د سوداګرو تښتونه ډېره وه او د طالبانو له واکمنېدو سره وضعیت بدلون نه دی کړی. نوموړی وايي‏، د نظام د بدلون پر مهال د ډېرو زندانیانو د ازادېدلو له امله په دې ولایت کې د تښتونې پېښې ډېرې شوي. Читать дальше...

د خوست خلک: پاسپورټ ته په میاشتو انتظار یو؛ طالبان: ورځ کې د ۸۰ تنو اسناد اخلو

Pa.azadiradio.com 

د خوست اوسیدونکي شکایت کوي چې دوی د پاسپورټ اخیستلو  په خاطر په میاشتو-میاشتو انتظار باسي او غوښتنه کوي چې په دې ولایت کې دې د بایومیټریک کولو او پاسپورټ ورکولو  بهیر چټک شي. په افغانستان کې تر هغه وروسته د خلکو له خوا د پاسپورټ اخیستلو بهیر ډېر شو چې د ۲۰۲۱م زیږدیز کال د اګسټ په نیمايي کې طالبانو حکومت ونیو او ډېری خلک بې کاره شول. په خوست کې د پاسپورټ اخیستلو لپاره د یادې ادارې مخې ته هره ورځ سلګونه کسان راټولیږي، خو د یادو کسانو ډېره لږه برخه د ورځې په جریان کې بایومیټریک کېږي او پاتې خلک... Читать дальше...

د روسیې او اوکراین کړکېچ؛ د حل لپاره یې بروکسل امنیتي خبرې کېږي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو د ۳۰ غړو هېوادونو او روسیې استازي به روانه اوونۍ دوهم ځل د ناټو او روسیې د شورا دویمې غونډې ته د اوکراین پر پوله د تاوتریخوالي د کمولو په هدف ګډون وکړي.   ویل کېږي په دغو خبرو کې به د ناټو هېوادونو او روسي چارواکو ترمنځ د پام وړ پرمختګ ونه لیدل شي.   دا غونډه د جنورۍ په لسمه په جنیوا کې د امریکا او روسیې د خبرو له لومړي پړاو  وروسته ده چې بې نتیجې پاتې شوې.  د اجنډا په سر کې اوکراین ته نږدې د کرملین د سرتیرو ځای پرځای کولو موضوع ده چې اندېښنې يې رامنځته کړي چې روسیه ممکن د اوکراین پر خاوره د نوي یرغل پیلولو ته چمتووالی نیسي. Читать дальше...

قادري: کارګرو د ۶ میاشتو معاشونه نه دي اخیستي، باید ورکړل شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کارګرو ټولنه وايي، په تېرو څو میاشتو کې د معاشونو د نه ورکولو له امله افغان کارګران له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د دې ټولنې مشر معروف قادري نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۲مه) ازادي راډيو ته وویل کارګرو له تېرو ۶ میاشتو راهیسې خپل معاشونه نه دي اخیستي چې باید ورکړل شي.   د قادري په وینا، که د دې کارګرانو معاش ور نه کړل شي، ډېر به یې مجبور شي چې د کار لپاره ګاونډيو هېوادونو ته لاړ شي. ښاغلی قادري وايي، په تېر جمهوري نظام کې ۴۰۰ زره کارګر په دولتي ادارو لکه تولیدي کارخونو، د ذغالو په کانونو،... Читать дальше...

Новости России
Москва

Как поучаствовать в продаже иностранных ценных бумаг по указу №844


امریکا: طالبانو لپاره شرایط روښانه دي که په رسمیت پېژندل غواړي شرایط دې ومني

Pa.azadiradio.com 

ښکاري چې د یوه ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو اړوند، لا هم طالبانو د امریکا او نړیوالې ټولنې رضایت نه دی تر لاسه کړی. له همدې امله د امریکا متحده‌ایالات یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوي، که غواړي حکومت یې نړیوال مشروعیت پیدا کړي او په رسمیت وپېژندل شي، د امریکا او نړیوالې ټولنې وړاندیز شوي شرایط باید ومني. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون سې شنبه(د مرغومي ۲۱مه) ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې له دې شرایطو یو هم د یوه داسې ټول‌ګډونه حکومت جوړول بولي چې په خبره یې، د ټولو افغانانو استازولي وکړي. Читать дальше...

دروېش روښان ولې خپله شعري ټولګه نه خپروي؟

Mashaalradio.com 

دروېش روښان د معاصر پښتو ادب یو ځلنده نوم دی او د خپلې شاعرۍ له برکته یې زړونو ته لاره پیدا کړې ده. د نوموړي شعرونه د اوس مهال ګڼو سندرغاړو سندریز کړې دي خو کتاب یې لا تر اوسه نه دی چاپ کړی. په دې بنډار کې چې موږ ورسره د مشال راډیويي مجلې لپاره کړی، د نورو خبرو تر څنګ دا ځواب به هم واورئ چې دا خوږ ژبی شاعر ولې تر اوسه خپله شعري ټولګه نه خپروي؟

'CPJ': طالبان دې خبریالان 'مدرس، رحیمي او عزیزي' سمدستي خوشې کړي

Pa.azadiradio.com 

د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې یا 'CPJ' د هغو درېیو افغان ژورنالیستانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې چې ویل کېږي طالبانو نیولي دي.  'CPJ' په یوه بیان کې چې بېګا ناوخته خپور شو ویلي دي چې د طالبانو چارواکي باید فیصل مدرس، ادریس رحیمي او میلاد عزیزي سمدستي او بې شرطه خوشې کړي او د کار پر مهال د رسنیو د کار کوونکو نیول بند کړي. په بیان کې یادونه شوې چې مدرس د کابل د مینه والو په نوم د یوټیوب چینل ویندوی، رحیمي یې کمره مین او عزیزي د دې چینل مالک دی.  'CPJ' د خپلو سرچینو په حواله وایي چې دا درې ژورنالېستان... Читать дальше...

پاکستاني طالبان: د خالد بلتې د وژل کېدو په اړه تحقیقات کوو

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني طالبان وايي چې د دې ډلې د پخواني ویاند مفتي خالد بلتې د وژل کېدو په اړه تحقیقات کوي.  بلتي مخکې د پاکستاني طالبانو د تحریک TTP د مهمو مشرانو له ډلې و.  TTP په یوه بیان کې ویلي، دوی د محمدعلي بلتي چې بل نوم یې مفتي خالد بالتي و، د وژل کېدو د ادعاوو په اړه تحقیقات پیل کړي. په بیان کې د پاکستان د استخباراتي چارواکو هغه ادعا هم رد شوې چې ويلي یې و، بلتي د پاکستاني طالبانو د ډلې اوسنی ویاند محمد خراساني دی.  مفتي خالد بلتي نژدې درې کاله مخکې د افغانستان د پخواني حکومت له خوا نیول شوی... Читать дальше...

'WHO': ښايي له نیمايي زیات اروپا میشتي په اومېکرون اخته شي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'WHO' وايي، ښايي د کب میاشتې تر پایه د اروپا له نیمايي زیات وګړي د کرونا ویروس په نوې بڼه- اومېکرون اخته شي.  دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اومېکرون څپه د اروپا د لویې وچې له لویدیځ څخه تر ختیځه پورې د خوځېدو په حال کې ده.  د اروپا لپاره د 'WHO' سیمه ییز مشر هانس کلوګي Hans Kluge پرون د یوه خبرداري په خپرولو سره د یوه څېړنیز انسټیټیوټ د وروستي راپور هغه اټکل نقل کړ چې وايي، د اروپا په سلو کې له ۵۰ زیات وګړي به د را روانو شپږو- اتو میاشتو په اوږدو کې په اومېکرون ډوله کرونا اخته شي. Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Арина Соболенко

Бадоса из-за травмы снялась с матча против Соболенко и заплакала у сетки






Медицинские уроки прошли в школе № 9 в Лобне

Департамент культурного наследия подготовил пешеходные маршруты по столице

Парки Москвы временно закрыли из-за непогоды

Появилось видео допроса подозреваемого в убийстве байкера в Москве