طالبان: لغمان کې یوه طالب ساتونکي په خطایي ډزو ۲ تنه ټپیان کړي
لغمان کې طالب چارواکي د دغه ولایت د پاسپورټ امریت د یوه طالب ساتونکي په خطایي ډزو د دوو تنو د ټپي کېدو خبر ورکوي. د لغمان لپاره د طالبانو د والي ویاند صلاح الدین ذاهد نن شنبه د مرغومې په ۲۵مه ازادي راډیو ته وویل: "نن ماسپښین د دغه ولایت د پاسپورټ امریت د یوه ساتونکي له خوا د خلکو د ګڼې ګوڼې د نظم کولو پر مهال خطایي ډزې شوي چې په ترڅ کې یې یوه مېرمن او یوه ماشومه نجلۍ لګېدلي او ټپیانې شوي دي." د والي د ویاند په خبره، دواړه ټپیانې روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته رخصت شوي دي.