افغان خبریال فیصل مدرس او دوه ملګري یې د طالبانو له بنده خوشې شول
افغان خبریال فیصل مدرس او دوه ملګري یې د طالبانو له بنده خوشې شول. د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې یا CPJ تېره اوونۍ د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړ چې مدرس نږدې دوه اوونۍ مخکې له خپلو همکارانو ادریس رحیمي او میلاد عزیزي سره د کابل په نوي ښار کې په یو رسټورانټ کې ونیول شول. یوټیوبر مدرس پرون کابل لوورز په نوم پر خپل یوټیوب چینل راڅرګند شو او د طالبانو له زندان څخه خپلې خاطرې یې بیان کړې. مدرس وویل:" د یوه ټکي یادونه باید وکړم چې تحقیقات په ډېر ښه شکل ترسره شول، نه د زور مسئله وه نه د ځورولو. Читать дальше...