ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

Новости за 01.06.2022

په نورستان کې د ځنګلونو اور؛ د خلکو شتمني سوځي

Pa.azadiradio.com 

په نورستان ځنګلونو کې د تیرې یوې اونۍ راهېسې اور لګیدلی دی خو چارواکي او ولس یې لا هم په کابو کولو نه دي توانیدلي. د سېمې اوسیدونکي وايي تر اوسه په سلګونه جریبه ځمکه ولاړ ځنګل سوزیدلی او که لګیدلی اور کنټرول نه شي، نو د اور لمبې به د نورستان دواب او د لغمان د دولت شاه د ولسوالیو ځنګلونو ته پراخې شي. د نورستان چارواکو د اور لګیدو وروسته دوه ځلې ازادۍ راډیو ته وویل چې اور يې د ولس او طالبانو پر ګډو هڅو کنترول کړی، خو په سېمه کې وچه هوا، توند بادونه او د اور وژنې د وسایلو نشتون ددې اور د بیا تازه کیدو سبب شوي دي.

د "احمدشا بابا" کور د ویجاړېدو په حال کې دی

Pa.azadiradio.com 

د اوسني افغانستان د بنسټ ایښودونکي او د دوراني امپراطورۍ د سرلاري احمدشا دراني " احمدشا بابا" کور بیړنۍ بیارغونې ته اړتیا لري. دا کور شاوخوا درې سوه کاله مخکې په کندهار کې جوړ شوی دی.

په افغانستان کې د قلم لار ګرځنده ښوونځي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو په ښوونځيو بندیز لګولی دی. خو غیرسرکاري اداره، قلم لار کوښښ کوي چې د ګرځنده ښوونځيو له لارې ليرې پرتو سیمو کې ماشومانو ته تعليم برابرې کړي. دوی په سپين بولدک کې شاوخوا ۱۵۰ زده کوونکي لري. دا ښوونځي څنګه کار کوي؟ په اړه یې دا ويډيو رابور وګورئ

د پاکستان او سريلانکا د ښځينه کرېکټ لوبډلو ترمنځ سيالي پاکستان وګټله

Pa.azadiradio.com 

دا لوبه چې نن د کراچۍ په ښار کې وشوه، پچه یې د سریلانکا لوبډلې وګټله او خپله یې د توپوهنې پرېکړه کړه چې په ۴۸ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۶۹ منډې وکړې. د سریلانکا لپاره تر ټولې ډېرې یعنې ۴۹ منډې کاویشا دلهاري وکړې او د پاکستان لپاره غلام فاطمې څلور لوبغاړي او سعدیه اقبال او فاطمې ثنا دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول. د پاکستان ښځینه لوبډلې په ۴۲ اور کې د سریلانکا ورکړی هدف پوره کړ او لوبه یې وګټله. د پاکستان ښځینه لوبډلې لپاره سدرا امین ۷۶ او کېپتان بسیمې معروف ۶۲ منډې وکړې. د یادونې ده چې... Читать дальше...

هرات: د هاکي لوبغاړو لپاره روزنيز سيمينار جوړ شو

Pa.azadiradio.com 

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ادارې ویلي دي، چې دا سیمینار د دوو ورځو لپاره جوړ شوی و چې د ۶ کلبونو ۳۶ لوبغاړو برخه په‌کې اخیستې وه. د هرات د هاکي فدراسیون مسول محمد شفیع صادق یار د دې سیمینار د جوړېدو هدف د هاکي لوبغاړو د مهارتونو لوړول ښودلي. د یادونې ده چې په راتلونکې میاشت کې به د هرات د کلبونو ترمنځ د هاکي سیالۍ هم پيل شي.

د عبدالغفور رغبت جام بوکسېنګ سیالۍ پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

د بوکسېنګ فدراسیون د رسنیزې برخې مسول ویس الدین غیاثي، نن ازادي راډيو ته وویل، په دې سیالیو کې ۲۷ غوره لوبغاړي چې پایلوبو ته وتلي وو، اتلان شول. نوموړي زیاته کړه چې دا سیالۍ د یکشنبې په ورځ د ۱۱۰ لوبغاړو تر منځ چې عمرونه یې له ۱۰، ۱۱، ۱۲ او ۱۳ کلنو پورې ول په ۱۳ وزني کټګوریو کې د کابل په ورزشي جمنازیوم کې وشوې. دا سیالۍ د ارواښاد عبدالغفور رغبت د بوکسرانو ټولنې او د افغانستان د بوکسېنګ فدراسیون په همکاري ترسره شوې.

يوناما: طالبان دې نيول شوي خبريالان بې شرطه خوشې کړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) له طالبانو غوښتي چې ټول نیول شوي رسنیز کارکونکي خوشې کړي او دغه شان د خبریالانو ګواښولو او په خپل سر نیول هم بس کړي. سیمه‌يیز خبریال رومان کریمي د طالبانو لخوا د خپلې بندي کېدو او وهلو ټګولو کیسه کوي او وایي: "زه هغه مهال د طالبانو له خوا پوښتنو ته را ایسارشوم، چې په نهم د «مې» مې د کابل په شهر نو سیمه کې په حاجي یعقوب څلور لارې کې د مېرمنو له اعتراض څخه راپور چمتو کاوه". ښاغلی کریمي وايي، ټلیفون یې رانه واخیست او زما ټول شخصي اطلاعات یې وکتل شول. Читать дальше...

پشتین: طالبانو سره دې پوځ نه بلکې قامي مشران خبرې وکړي

Mashaalradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر دعوه کړې چې له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د مذاکراتو لپاره جرګې د "پوځ په خواهش" جوړې شوي دي چې پکې د ولس اصلي استازي نه شته. منظور پشتین د جون پر لومړۍ نېټه له مشال راډیو سره په خبرو کې پوښتنه وکړه چې له ټي ټي پي سره مذاکرات ولې کېږي؟ پشتین وویل، ایا دا خبرې یو ځل بیا قبایلي سیمو ته طالبانو د ورتګ لپاره کېږي؟ ده زیاته کړه چې د سولې مخالف نه دی خو دا پوښتنې ځکه کوي چې په سیمه کې د یوې بلې جګړې د پیلېدو اندېښنې لري. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر دا څرګندونې پر داسې وخت... Читать дальше...



طالبانو له پاکستانه د افغانستان هوايي حريم د کنټرولېدو راپورونه رد کړل

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې د افغانستان د رادار سیستم د خرابوالي له امله د دې هېواد هوايي ترانسپورت له پاکستانه کنترولیږي. د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي اوس مهال د دې هېواد د رادار سیستم په بشپړ ډول رغول شوی او د ملکي الوتنو ټول خدمتونه د دوی له لوري تر سره کېږي. د دې وزارت ویاند امام الدین احمدي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل هغه راپورونه ناسم دي چې ګواکې د افغانستان د رادار سیستم د خرابوالي له امله پاکستان... Читать дальше...

ازادو امېدوارانو ولې د بلوچستان بلدیاتي ټاکنو کې تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلي؟

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په ۳۲ ضلعو کې د مې ۲۹مې نېټې د بلدياتي انتخاباتو نارسمي نتيجې ښيي چې ازادو امېدوارانو تر ټولو زياتې یعنې شاوخوا ۱،۸۹۰ څوکۍ ګټلې دي. په هغه صوبه کې نهه کاله وروسته بلدياتې ټاکنې شوې چې پکې د سياسي ګوندونو پرتله د خپلواکه نوماندانو بریاوو شننونکي حیرانه کړي دي. پوښتنه دا ده چې ازادو امېدوارانو ولې دومره لویه بریا ترلاسه کړې ده؟ دا او نورې پوښتنې په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې څېړل شوې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

د پاکستان د قبايلي سيمو د مشرانو پلاوی کابل ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان یوې سفارتي سرچینې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې دغه پلاوي ته په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان هوایي ډګر کې ښه راغلاست ویلی. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې په دې پلاوي کې د وزیرستانونو، ورکزیو، کرمې، خېبر، مومند، باجوړ او ملکنډ په ګډون د بېلابېلو سیمو مخور شامل دي او د مشرانو جرګې یو پخوانی غړی مولانا صالح شاه یې مشري کوي. د دوی هدف له پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي سره خبرې کول دي. د افغانستان طالبان د دغو خبرو منځګړیتوب کوي.

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې يوې مېرمنې د لاسي صنعت د توليد مرکز جوړ کړی

Pa.azadiradio.com 

دا مرکز چې لسګونه بېوزله مېرمنې په‌کې کار کوي وايي، د بازار موندنې لپاره دې ورسره مرستې وشي. د کندهارۍ مېرمنو په لاس جوړې شوې خامکي غاړې او افغاني کالي د هېواد په کچه ځانګړی شهرت لري، خو د اقتصادي ناتوانيو له امله د پخوا په شان بازار نه لري. نور تفصیل د صادق رښتینی په راپور کې:

کييف سره د مرستو دوام؛ امريکا اوکراين ته د توغنديو پرمختللي سيستمونه ورکوي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې ده چې د اوکراین په ختیځ دونباس سیمه کې د روسي ځواکونو پرمختګ دوام لري، متحده ایالاتو اعلان وکړ چې اوکراین ته د توغندیو پرمختللي سیسټمونه ورکوي چې تر اتیا کیلو مترو پورې اهداف په دقت ویشتلی شي. د لوهانسک د سیمې د پوځي ادارې مشر ویلي چې په سیورو دونیڅک ښار کې چې ډېره برخه یې د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلې، دواړو لورو ته په جګړو کې ډېر تلفات اوښتي دي. سیرهې هایډې نن وختي په ټلګرام لیکلي، په داسې حال کې چې روسي ځواکونه پر سیورو دونیڅک یرغل ته دوام ورکوي او پر مرکز یې ولکه ټینګوي،... Читать дальше...

د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې استازو پر يوې ګډې تګلارې خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازو او د منځنۍ اسیا د هېوادونو چارواکو پرون د دې هېواد په چارو کې د یوې ګډې تګ‌لارې په اړه خبرې کړي. په دې اړه غونډه پرون په الماتي کې شوې ده. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازي توماس نیکلاسن چې دې غونډه کې یې ګډون کړی وايي، دوی د افغانستان د هر اړخیز وضعیت او په دې اړه یوې ګډې تګ‌لارې ته د رسېدو په اړه بحثونه کړي. د ښاغلي نیکلاسن په ګډون، د منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړې استازې ترهي هکالا، په نړیوالو همکاریو کې د قزاقستان د جمهور رییس... Читать дальше...

د لويې جرګې په خېمه کې د ښځينه سوداګرو لخوا نندارتون جوړيږي

Pa.azadiradio.com 

د افغان د ښځو شبکه وايي، د ښځو د سوداګرۍ د ودې لپاره په نېږدې ورځو کې د لویې جرګې په خیمه کې یو لوی نندارتون جوړېږي. د دې شبکې مشرې ممتاز یوسفزۍ نن ازادي راډيو ته وویل، چې دا نندارتون د غبرګولي میاشتې په ۱۵مه د افغان سوداګرو د ټولنې لخوا جوړېږي. نوموړې زیاته کړه چې د دې نندارتون د جوړېدو هدف د افغان ښځینه سوداګرو تولیداتو او محصولاتو ته بازارموندنه ده چې ډېرې سوداګرې مېرمنې به په‌کې ګډون وکړي. د یادونې ده چې تر دې مخکې د افغان ښځو شبکې ویلي وو، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د ښځینه سوداګرو... Читать дальше...

سوات: د سکول ماشومان په خیمو کې زده کړو ته مجبوره شوي

Mashaalradio.com 

د سوات د چارباغ تحصیل په چونګۍ کلي کې د یو ابتدايي ښوونځي وداني له شاوخوا پینځو کلونو راهیسې نیمګړې ده چې له وجې یې ماشومان په خیمو کې زده کړو ته اړ شوي دي. ځینې ماشومان د سکول په کوټو کې پر ځمکه ناست وي او ټغر یا مېز او څوکۍ نه لري. ښوونځی نورې اسانتیاوې هم نه لري او ماشومان وايي، د بهرني دېوال نه شتوالي له وجې ورته څاروي او سپي هم ورځي. چارواکي د دې ستونزو د هواري ژمنه کوي. ویډیويي رپورټ.

د قوش تپې کانال د جوړېدو چارو د ژر بشپړېدو خبر ورکړل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي پراختیا شرکت وايي، د قوش تپې کانال د جوړېدو چارې به له ټاکل شوي وخت مخکې پای ته ورسېږي. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني نن پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي، د ملي پراختیا شرکت مشر عبدالرحمان عطاش د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي دي، چې د قوش تپې کانال د جوړېدو چارې په سم ډول روانې دي او له ټاکل شوي وخت مخکې به پای ته ورسېږي. ښاغلي عطاش د قوش تپې کانال د افغانستان مهمه ملي پروژه ګڼلې ده او ویلې یې دي چې د دې ترڅنګ په ځینو نورو پروژو هم کار کوي. Читать дальше...

جوبايډن اوکراين ته د نويو راکټي سيستمونو پر چمتو کولو موافقه کړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جوبایډن، اوکراین ته د داسې پرمختللو راکټي سیسټمونو له چمتو کولو سره موافقه کړې ده چې تر اتیا کیلو مترو پورې لېرې اهداف په ډېر دقت سره ویشتلای شي. ښاغلي بایډن په یوه لیکنه چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون خپره کړه لیکلي، موږ به اوکراین ته د توغندیو دا پرمختللي سیسټمونه او د هغو مهمات ورکړو څو وکولای شي د جګړې په ډګر کې مهم اهداف په دقت سره وولي. دا په داسې حال کې ده چې په اوکراین کې د روسي ځواکونو پرمختګ دوام لري او هڅه کوي د دنباس د سیمې هغه ساحې لاندې کړي چې د روس پلوو بېلتونپالو تر ولکې لاندې نه دي.

Новости России
Москва

Пассажир рейса Москва — Пермь попал в реанимацию


ترکيې افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ترکیې سفیر وایي چې هېواد یې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي. د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې چیهاد ایرګینای دا ژمنه پرون د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د کتنې پر مهال وکړه. د ترکیې سفیر دا ژمنه هم وکړه چې هېواد به یې له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته ادامه ورکړي. امیرخان متقي وایي چې د دوی حکومت د ترکي سوداګرو د پانګونې لپاره په افغانستان کې هر راز زمینه برابرولی شي.

د خوړو نړيوال پروګرام: روان ميلادي کال کې له يو ميليون افغانانو سره مرستې شوي

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام د دوه زره دوه وویشتم کال په ترڅ کې د افغانستان په دریو ولایتونو کې له نژدې یو میلیون کسانو سره د مرستې خبرورکړی دی. د دې پروګرام له لورې په یو لړ ټویټونو کې چې پرون خپاره شول، راغلې دي چې له زرګونو کورنیو سره په میدان وردک، رزګان او سمنګان کې دا مرستې شوې دي او تر ټولو ډېره مرسته د میدان وردک استوګنو ترلاسه کړې ده چې هلته دا کومکونه له پنځه لکه ټنه اوړي. د ملګرو ملتو موسسې خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې نژدې نولس میلیونه کسان د سږکال د لړم تر میاشتې له سختې لوږې سره مخامخېدای شي.

هره اوونۍ ۲۰۰ افغانان د پاکستان له لارې جرمني ته لېږدول کېږي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې افغانان په ځانګړیو چارتر الوتکو کې له اسلام اباده جرمني ته انتقالیږي. دا خبرپاڼه چې پرون خپره شوه پکې راغلې دي چې یو شمېر افغانان بیا له ایرانه جرمني ته لیږدول کېږي. د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، د طالبانو له دوهم ځلې واکمنۍ را وروسته یې تر اتلس زره او شپږ سوه ډېرو افغانانو ته چې له خطر سره مخامخ وو، ویزې ورکړې دي.

دميترو کوليبا: روسيه د خوراکي موادو د صادراتو په مخنيوي نړۍ له لوږې سره مخ کوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر روسیه تورنه کړه چې د اوکراین د خوراکي موادو د صادراتو مخه نیسي او په دې ډول نړۍ له لوږې سره مخامخوي. دمیترو کولیبا پرون په ټویټر کې ولیکل چې روسیه قصدا داسې هڅې کوي چې اوکراین ملامته ښکاره کړي. تر دې یوه ورځ مخکې د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي ویلي و چې روسیې د اوکراین بندرونه بند کړې دي او د کییف مخه یې نیولې ده چې دوه ویشت میلیونه ټنه غله دانه نورې نړۍ ته صادره کړي.

ايران د اټومي انرژۍ په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

Pa.azadiradio.com 

ایران د ملګرو ملتو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې هغه راپور رد کړ چې پکې ویل شوې دي چې د ایران په دریو داسې مرکزونو کې اټومي مواد کشف شوې دي چې دغه هېواد د دې مرکزونو په اړه مخکې اطلاعات نه و ورکړي. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده پرون خبریالانو ته وویل چې متاسفانه دا راپور د ایران او نړیوالې اټومي انرژۍ ترمنځ د خبرو واقعیت نه څرګندوي. تر دې یوه ورځ مخکې د ملګرو ملتو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې تور پورې کړی و چې ایران په دریو مرکزونو کې چې مخکې یې په اړه نړیوالو ته معلومات نه... Читать дальше...

پاکستان په افغانستان کې څرنګه حکومت غواړي؟

Pa.azadiradio.com 

انډیا ټوډې: د هند چاپ انډیا ټوډې ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي، د افغانستان ګڼ روغتونونه په خوارځواکۍ په اخته ماشومانو ډک دي. د مطلب په دوام لولو، چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان دا مهال د لوږې له سخت بحران سره مخامخ دی. انډیا ټوډې ورځپاڼې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو عکسونه هم خپاره کړي، چې د ورځپاڼې په لیکنه، د ناروغۍ پر بستر پراته دي، میندې او پلرونه یې د مرستې ترلاسه کولو او لاسنیوي غوښتنه لري. د مطلب په دوام، د ملګرو ملتونو تازه راپور ته هم اشاره شوې، چې په کې راغلي، اټکل کېږي، چې... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Екатерина Александрова

Александрова впервые войдет в топ-15 мирового рейтинга






Захарова: главы СЕ опозорились, оставив без реакции теракт в «Крокусе»

Примерно 21% всех НПЗ в мире находятся под угрозой закрытия

«Это сигнал — мы знаем не всё». Из-за потепления Земля замедляет вращение

Возмездие за "Крокус" для Турции. Готов ли Эрдоган выдать русским западную агентуру в Стамбуле?