افغانستان له زمبابوې د کرکټ بله لوبه وګټله
د افغانستان کرکټ مليلوبډلې د ۳ پنځوس اووریزو لوبو د لړۍ په دوهمه سیالۍ کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړه. د جون په شپږمه په هرارې کې شوې دې سیالۍ کې لومړی بېټينګ زمبابوې وکړ او د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو یې ۲۲۸ رنزونه جوړ کړل. د افغانستان لخوا فرید احمد ۳، فضل حق فاروقي، راشد خان او محمد نبي دوه دوه ويکټې واخیستې. افغان لوبډلې دا هدف په ۴۵م اوور کې د ۲ لوبغاړو په اوټ کېدو پوره کړ. د افغانستان لخوا ځوان لوبغاړي، ابراهيم ځدراڼ تر ټولو ډېر ۱۲۰ رنزونه وکړل او د لوبې غوره لوبغاړی شو. دا په پنځوس اووریزو کرکټ سیاليو کې د نوموړي لومړۍ سلیزه ده. Читать дальше...