ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

Новости за 07.06.2022

سوات قامي جرګه: موټر وې دې د سيند پر غاړه جوړه شي ګنې پراخ احتجاجونه کوو

Mashaalradio.com 

د سوات قامي جرګه وايي، حکومت ته هيڅکله اجازه نه ورکوي چې له چکدرې تر فتح پوره دې د "سوات اېکسپرېس وې" په نوم لوی سړک د هغوی د ذرعي ځمکو په مينځ کې تېر شي. د جون پر شپږمه د يادې جرګې ګډونوالو وويل، که حکومت پر ۱۰ ورځو کې دننه د سيند پر غاړه د سړک جوړولو امر ور نکړ نو پراخ احتجاجونه به پيل کړي. نور حال د نياز احمد خان په ويډيويي راپور کې وګورئ.

د ډنمارک فوټبال لوبډلې سيالې اتريشي لوبډلې ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د اروپا ملتونو لیګ په الف ډله کې تېره شپه دنمارک وکړای شول په یوه په زړه پورې لوبه کې دوه د یو په وړاندې اتریش ته ماتې ورکړي. د ډنمارک لپاره د لوبې لومړی ګول پیر امیل په ۲۸ دقیقه او استریجر لارسن په ۸۴ دقیقه کې ترسره کړ او د اتریش په ګټه یواځینی ګول ژاور اشلاجر د لوبې په ۶۸ قیقه کې ترسره کړ. د تېرې شپې په بریا سره دنمارک شپږ امتیازونه ترلاسه کړل او د اروپا ملتونو لیګ د الف ګروپ په سر کې راغی. اتریش د دریو امتیازونو په ګټلو سره دویم ځای خپل کړ او په دې توګه فرانسه او کراوسیا په ترتیب سره په دریم او څلورم ځای کې راغلل.

پیښور ادبي میلې د سیمې ادبي او هنري زیار څرګند کړی

Mashaalradio.com 

په مې مياشت کې په پېښور پوهنتون کې د پشاور لیټریچر فیسټیول په نامه ادبي مېله وشوه. په دې مېله کې د پښتونخوا په ادب، هنر، کلتوري او تاریخي سفر بحثونه وشو چې د سیمې لیکوالانو او د ځوان کهول استازو پکې برخه واخسته. دا قسم مېلې څومه اهميت لري؟ نن پرې د کرښې په غاړه کې بحث کوو

څلور بايسکل چلونکي له هرات ايران ته روان شول

Pa.azadiradio.com 

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د هرات ولایت د بایسکل چلونې فدراسیون څلور ورزشکارانو نن ایران ته د سولې او امنیت د پیغام رسولو په هدف ورزشي - فرهنګي سفر پیل کړ. د هرات د بایسکل چلونې دا څلور ورزشکاران به له هرات ولایت څخه د ایران تر مشهد ښاره پر بایسکل ۳۷۰ کیلو متره مزل وکړي. د هرات د بدنې روزنې امریت وایي، هڅه کوي، چې نورو ګاونډیو هېوادونو ته هم د ورزشي سفرونو ورته زمینه برابره کړي، ترڅو افغان ورزشکاران وکړای شي هېواد ته مثبتې ورزشي تجربې راوړي.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله سبا له هانکانګ فوټبال لوبډلې سره مخامخ کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال فدراسیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، د اسیا ملتونو جام سیالیو ته د لار موندلو په درشل کې، ټاکل شوې سبا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د هانکانګ له لوبډلې سره سیالي وکړي. د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، د افغانستان د فوټبال ملی لوبډله به هڅه وکړي چې د ویتنام په تمریني کمپ کې له کړو تمرینونو او په هند کې له تیاریو څخه په استفادې افغان لوبغاړي ښه وځلیږي. دا سیالي د افغانستان په وخت سبا څلور بجې د هند په کلکتې ښار کې ترسره کېږي.

د خلکو ادعا: کابل کې د پاکستان پر ويزو محدوديت تور بازار کې د ويزو پلور ته لار خلاصه کړې

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر افغانان ادعا کوي، چې په کابل کې د پاکستان سفارت په سیاحتي او د ناروغۍ پر ویزو د محدویتونو د زیاتولو له امله، په تور بازار کې د ویزو پلور ته زمینه برابره کړې ده. په افغانستان د پاکستان د ویزې ترلاسه کول، په دې وروستیو کې تر بل هر وخت سخت شوي دي. یو شمېرغوښتونکي یې وايي، د طالبانو په بیا ځلې واکمنېدو سره یې د پاکستان د ویزې غوښتنه بیخي ډېره شوې، خو د دوی په خبره، کمو ته اجرا کېږي. د هرات ولایت اوسېدونکي فرهاد صالحي له قانوني او غیر قانوني لارو د پاکستان د ویزې د ترلاسه کولو هڅه کړې ده خو نه دی توانېدلی. Читать дальше...

د پوهنې وزارت له لوري د زرګونه بستونو اعلان؛ ښځينه ګډونوالې د ازموينې پر روڼتيا شک لري

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې له ۷ زرو زیات تدریسي او اداري بستونه اعلان کړل، خو يو شمېر ښځې چې غواړي يادو بستونو ته ازموينه ورکړي، پر روڼتيا يې شکمنې دي. د دغه وزارت چارواکو د سه شنبې په ورځ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له دفتر او د ازموینې له کمېټې سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ، چې د ازادې سیالۍ له لارې په دغو بستونو کې خلک ګمارل کېږي. د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د ښوونکو د ۵ او شپږم تر اوه زره زیات بستونه اعلان کړل. Читать дальше...

ايران يوه تورن افغان ته د اعدام سزا اورولې

Pa.azadiradio.com 

د ایران یوې محکمې هغه افغان وګړي ته د اعدام سزا اورولې چې په تېره اپریل میاشت کې د چړو په ګوارونو د دوو ایراني دیني عالمانو په وژنه او د یوه بل په ټپي کولو تورن و. د ایران د قضا ویاند مسعود ستایشي نن په یوه خبري غونډه کې چې جریان یې په مستقیم ډول پر دولتي ټلوېزیون خپرېده وویل انقلابي محکمې تورن کس په اعدام محکوم کړی خو مدافع وکیل یې د استیناف غوښتنه کړې. ایراني چارواکي ویلي دا برید یوه ۲۱ کلن ازبک افغان چې تندلاري سني نظریات یې درلودل د مشهد ښار په یوه زیارت کې ترسره کړی و، او له برید وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.



روس پلوو بېلتونپالو د اوکراين په ختيځ کې د روسي قوماندان وژنه تايد کړه

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په ختیځه دونېڅک سیمه کې روس پلوو بېلتونپالو تایید کړې چې د روسیې د پوځ یو جګپوړی قوماندان، تورنجنرال رومان کوتوزوف له اوکرایني ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی. په دونېڅک کې د روس پلوو بېلتونپالو د ډلې مشر دینیس پوشیلین نن پر خپله ټلګرام پاڼه ولیکل چې جنرال کوتوزوف په لوهانسک سیمه کې د جګړې پر مهال وژل شوی دی. د لوهانسک د سیمې ځینې برخې هم د روس پلوو بېلتونپالو په ولکه کې دي.

يو شمېر کابل هټيوال: ښاروالۍ پر لوحو ماليه لوړه کړې

Pa.azadiradio.com 

په کابل ښار کې د بېلابېلو توکو یو شمېر پلورونکي وايي، په اوس وخت کې چې کاروبارونه تر بل هر وخت په ټپه ولاړ دي دغه ټیکسونه ملا ماتونکي دي او دوی یې د ورکړې توان نه‌لري. دوی ادعا کوي، چې د کابل ښاروالۍ مسولینو ترې د یو فوټ مربع لوحې په مقابل کې تر پنځه سوه افغانیو ټیکس غوښتنه کړې خو، په مقابل کې يې خدمتونه صفر دي. په ورته وخت کې د لویو لارو یو شمېر موټر چلوونکي هم ورته شکایت لري وايي، د پخوا په پرتله پرې د ترانسپورت او دغه شان د ښاروالۍ ټیکسونه لوړ شوي دي. د پلاز مېنې کابل یو شمېر دوکانداران... Читать дальше...

يو امريکايي کارپوه: طالبان او القاعده ژورې اړيکې لري

Pa.azadiradio.com 

د یوه خپلواک بنسټ مشر وايي، طالبان لا هم په افغانستان کې له القاعده شبکې سره اړیکې لري. د ډیموکراسیو د دفاع د ټولنې بنسټګر بیل روجیو چې په افغانستان کې یې هم دنده ترسره کړې وايي، د القاعده جنګیالي افغانستان ته د ورتلو په حال کې دي. ده له افغانستان څخه ځینو نړیوالو ورځپاڼو ته راپورونه هم ورکړي دي. ژکفر احمدي له ښاغلي روجیو سره مرکه کړې ده، چې دلته یې پښتو بڼه لوستلی شئ

د جرمني او پاکستان بهرنيو چارو وزيرانو پر طالبانو غږ وکړ چې د نړيوالو توقعات پوره کړي

Mashaalradio.com 

د جرمني بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک او د پاکستان بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې د افغانستان پر طالبانو غږ وکړ چې د نړيوالو هيلې او توقعات دې پوره کړي. د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په انګړ کې د جون په اوومه په يوه شريکه خبری غونډه کې دواړو سیاستوالو وويل چې د خپلو هېوادونو تاريخي تجارتي، سیاسي او اقتصادي اړيکې به دوامدارې ساتي. بلاول بوټو زرداري وويل چې د جرمني له بهرنيو چارو وزيرې انالينا بیربوک سره بې په ملاقات کې د دوه اړخيزو اړيکو تر څنګ د افغانستان او نړۍ پر موضوعاتو خبرې وکړي. Читать дальше...

جرمني: طالبان پر ناسم لوري روان دي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره وايي، نړیوال باید د طالبانو مشرانو ته ووايي چې پر ناسم لوري روان دي. انالېنا بایربوک نن په اسلام آباد کې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، نړیوال په هغو مسایلو کې چې په افغانستان کې روان دي ډېر لږ نفوذ لري. مېرمن بایربوک زیاته کړه، چې طالبان د خپل هېواد د اقتصادي ګټو لپاره باید منطقي لارې غوره کړي، په داسې حال کې چې د دې په وینا طالبان دا کار نه کوي. هغې په افغانستان کې د بشري بحران په اړه هم خبرداری ورکړ او ویې ویل، په دې کې د افغانانو... Читать дальше...

سيګار: غني له افغانستانه د وتو پر مهال میلیونونه ډالر نه دي وړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش خپل نوي راپور کې ویلي، هغه ادعاوې سمې نه‌دي چې مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستانه د وتو پر مهال له ځان سره میلیونونه ډالر وړي دي. سیګار په خپل راپور کې، چې د کانګریس جګپوړو ډ‌یموکراټانو او جمهوري غوښتونکو ته یې استولی لیکلي، په هغو ادعاوو کې مبالغه شوې چې وایي مخکيني افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل څخه د وتو پر مهال له ځان سره ۱۶۹ میلیونه امریکایي ډالر وړي. سیګار ویلي، په هغو هيلیکوپټرو کې، چې محمد اشرف غني، مېرمن یې او نور جګپوړي چارواکي... Читать дальше...

امریکا: له طالبانو سره خبرو کې د واشنګټن په ګډون هر هېواد خپلې ګټې لري

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره خبرو کې د امریکا په ګډون هر هېواد خپلې ګټې لري. د امریکا متحده‌ایالات وايي، له افغانستان سره په اړیکو کې هر هېواد خپلې ملي ګټې پالي. د متحده‌ ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم مني، چې له طالبانو سره په خبرو کې دوی هم خپلې ګټې په پام کې نیولي. د دې وزارت ویاند نېډ پرایس پرون له هند سره د طالبانو د نویو جوړېدونکو اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "کله چې د افغانستان خبره راځي موږ هم ګټې لرو. موږ له دوی"طالبانو" سره ډېرې خبرې کړي. په دې... Читать дальше...

د اقینې-اندخوی د ریل پټلۍ د پاتې برخې کار پیل شو

Pa.azadiradio.com 

د اقینې – اندخوی د ریل پټلۍ پروژې کار له یوه کال ځڼډ وروسته له سره پیل شو. د بلخ ولایت د ریل پټلۍ ریاست له لوری په خپره شوی خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اقینې – اندخوی له ۳۰ کیلومتره اوسپنې پټلۍ څخه چې ۲۹ کیلومتره یې تر تېر کاله رغول شوې وه، د پروژې پر پاتې برخه کار یې تېره ورځ له سره پیل شو. د بلخ ولایت د ریل پټلۍ ریاست مسوولان وایي، د تېر کال تر اسد میاشتې د یادې پټلۍ له ۲۹ کیلو متره ډېره برخه رغول شوې وه، خو د سیاسي بدلونونو له امله یې د رغولو چارې درېدلې وې. ټاکل شوې، چې د یادې پټلۍ پاتې برخه... Читать дальше...

په ننګرهار کې د خرما حاصلات ډېر شوي

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار ولایت کې د خرما حاصلات ډېر شوي دي. د ننګرهار ولایت د کانال ریاست مسوولان وایي، د دوی څېړنې ښيي، چې د یاد ولایت په کانال کې به سږ کال د خرما حاصلات څه باندې شلو ټنو ته لوړ شي. د ننګرهار د کانال ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، چې سږ کال به د دې ولایت په کانال کې د خرما له څلویښت جریبه روزل شوي بڼ څخه شل ټنه خرما ترلاسه او نورو ولایتونو ته صادر شي. تېر کال د ننګرهار له کاناله ۱۴ ټنه خرما ترلاسه شوې وه، خو د ننګرهار کانال ریاست سږ کال د حاصلاتو د ډېرېدو لامل په معیاري کرنیزو لارو چارو د بڼونو روزل بولي.

افغان ځوانان پر بندیز سربېره پبجي لوبه کوي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې ځوانان د انلاین پبجي لوبې له لارې له خپلو ملګرو او نړۍ سره په رابطه کې دي. دا هغه لوبه ده چې ورباندې د طالبانو حکومت بندیز لګولی دی. ځوانان وايي، له کوره بهر وتل ورته خطرناک برېښي نو ځکه یې د ساعت تېرۍ انلاین لارې لټولي. د اژانس فرانس پرېس له ویډیو جوړ رپورټ.

Новости России
Москва

Глава СК РФ Бастрыкин взял дело нейрохирурга под свой контроль


طالبانو د عینکو کان د ژر کيندنې په اړه هلې ځلې چټکې کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، حکومت یې د عینکو کان د ژر تر ژره کېندنې په پار له چینایي کمپنۍ سره همغږۍ ته چمتو دی. نوموړي دا څرګندونې پرون د چین د 'ام سي سي' کمپنۍ له مشرتابه سره په کابل کې د لیدو پر مهال وکړې. په دې اړه یوه اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي، چې د دغه لوی کان د کیندنې چارې به څه وخت پيلېږي، خو تر دې وړاندې کانونو وزارت ویلي، ۸۰ سلنه چارې مخته تللي دي. د اقتصادي چارو یو شمېر پوهان او د کانونو پخواني چارواکي بیا پر طالبانو نیوکه کوي، چې د کانونو د کیندنو په چارو کې یې بیړه د هېواد په ګټه نه ده.

امریکا: نږدې وخت کې د واشنګټن او مسکو ترمنځ د اړیکو ښه کېدو تمه نه شته

Pa.azadiradio.com 

د روسیې لپاره د امریکا سفیر جان سولیوان وایي، تمه نه شته چې د واشنګټن او مسکو اړیکې دې " په نږدې وخت کې" ښې شي. د دغو دواړو هېوادونو اړیکې وروسته تر دې " نژدې د سړې جګړې وروسته حالت په څېر" خرابې شوې چې روسیې پر اوکراین بې دلیله یرغل پيل کړ. د دغه یرغل له کبله امریکا او اروپایي ټولنې پر روسیې څو پړاوه بندیزونه هم ولګول. د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین بیا د اوکراین جګړه د خپل تاریخ د عطف ټکی یادوي او وایي، هدف یې د امریکا د هژمون یا سلطې په وړاندې پاڅون یاد کړی دی.

ځایي اوسېدونکي: لا هم د کونړ په ځينو ځنګلونو کې اور بل دی

Pa.azadiradio.com 

د نورستان او کونړ په ځنګلونو کې لګېدلی اور چې په ځینو سیمو کې مړ شوی د ځنغوزیو او نښتر ونو په ګډون د څو کیلومترو په ساحه کې ډېرې ونې سوځولي دي. د کونړ د چپې درې د بدګاه د کلي یوه اوسېدونکي جمالدین ازادي راډیو ته وویل، چې په تورتم ځنګله کې اور تراوسه نه دی مړ شوی. د هغه په خبره پرون هم د سیمې اوسېدونکو هڅه وکړه هغه ووژني خو نن د کلي له ټولو اوسېدونکي غوښتل شوي چې د دې اور د وژلو لپاره هڅې وکړي. هغه وویل: "اور مهار نه دی، ورپسې سبا ډېر خلک وځي، زموږ په څلورو جوماتونو کې خلکو ته ویل شوي چې هیڅوک... Читать дальше...

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې دوهمه لوبه هم وګټله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون له زیمبابوې دوهمه لوبه هم وګټله. په پرونۍ یوه ورځنۍ لوبه کې چې د زیمبابوي د پلازمېنې په هراري سټډیوم کې ترسره شوه، د زیمبابوي ټیم افغانستان ته د ۲۲۸ منډو هدف ټاکلی و چې افغان لوبغاړو په اسانۍ دغه هدف ترلاسه کړ. ابراهیم ځدراڼ ۱۲۰ منډې وکړې او د لوبې ترپایه ونه سوځېد. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وایي، افغانستان تراوسه ښه ځلېدلی او هیله شته چې بله لوبه هم چې د پنجشنبې په ورځ ترسره کېږي وګټي. هغه وویل: "تراوسه په دې سیالیو کې افغانستان ښه لوبېدلی دی، په جدول کې په دریم مقام کې ځای لري. Читать дальше...

په افغانستان کې اقتصادي بحران او بې وزلۍ ته اندېښنه وښودل شوه

Pa.azadiradio.com 

د نړیوال سره صلیب مشر په افغانستان کې مخ په زیاتېدونکي اقتصادي بحران او بې وزلۍ ته اندېښنه وښوده. ایلو فیلون پرون په یوه ټویټ کې ویلي، چې دې تراوسه زیات خلک په کابل کې ویني چې د خپل کور وسایل پلوري چې په پیسو یې خواړه واخلي. هغه زیاته کړې، چې د اقتصادي بحران په ژور کېدو سره په میلیونونو خلک له فقر او بې وزلۍ سره مخ شوي دي. د فیلون په وینا دغه بحران د نړیوالې ټولنې د هڅو له همغږي کېدو پرته نه شي کابو کېدای.

په بادغیس، ارزګان او کونړ کې له زرګونه کورنیو سره مرسته وشوه

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له اړو کسانو سره د مرستو په ترڅ کې په بادغیس، ارزګان او کونړ کې له زرګونو کورنیو سره د نویو مرسته خبر ورکوي. دې پروګرام په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي، چې تېره اوونۍ یې په دې ولایتونو کې نږدې اوه زره کورنیو سره د خوړو او نغدو پیسو مرستې کړي دي. په کونړ او ارزګان ولایتونو کې تېره اوونۍ پر نږدې شپږ زره کورنیو خوراکي مواد ویشل شوي او په بادغیس کې نږدې اوه سوه کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوي چې اندازه یې هرې کورنۍ ته ۵۷۰۰ افغانۍ ښودل شوې. په عین حال کې د خوړو نړیوال... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Уимблдон

Рыбакина призналась, что её жизнь сильно изменилась после победы на Уимблдоне






Этап чемпионата высоких технологий начался в Подмосковье

Мужчина погиб в ходе поножовщины из-за парковки в Москве

Фестиваль «Хрустальная часовня» в РАХ

РОСТОВ. В Ростове приговорили к длительным срокам четверых жителей Ставрополья за подготовку теракта в ТЦ