ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

Новости за 15.06.2022

د پېښور نانبایانو د ګرانۍ ضد کاربندیز کړی دی

Mashaalradio.com 

د پېښور نانبایانو د ښار ټول تنورونه تړلي دي چې له وجې یې د خیبر پښتونخوا په مرکز او شاوخوا سیمو کې د ډوډۍ کمښت پیدا شوی او همداراز، د ډوډۍ بیه لوړه شوې. دوی د جون پر ۱۵مه کاربندیز تر هغه احتجاجي لاریون یوه اوونۍ وروسته پیل کړی چې پکې یې له حکومته غوښتي ول چې یا خو دې ورته اوړه په ارزانه بیه ورکړي او یا دې د ډوډۍ بیه لوړه کړي. د پېښور ضلعي انتظامیې د جون پر ۱۵مه په یوه بیان کې ویلي چې د نانبایانو غوښتنه یې منلې چې ورسره سم به د یوې ډوډۍ وزن د ۱۱۵ ګرامه پر ځای ۱۳۵ ګرامه شي او بیه به یې ۱۵ روپۍ ته لوړه شي. Читать дальше...

روسیه: د طالبانو رسمیت پېژندل سملاسي په اجنډا که نه شته

Pa.azadiradio.com 

روسیه وایي، د طالبانو رسمیت پیژندل یې سملاسي په اجنډا کې نه دي شامل. دا خبره د روسیې د ولسمشر ویاند دیمتري پیسکوف د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وکړه. د تاس خبري اژانس په استناد پیسکوف د دې خبرې په ځواب کې چې ایا روسیه به په نږدې راتلونکې کې د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني او که نه، وویل، په دې اړه له وړاندوینه بې ګټې ده. تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف ویلي و، چې دوی د طالبانو د رسمیت پیژندنې لپاره د امریکا او نورو هېوادونو تګلارې نه تعقیبوي. روسیه... Читать дальше...

ناټو: لویدیځ اوکراین ته د پرمختللو وسلو ورکړې ته تیار دی

Pa.azadiradio.com 

د ناټو عمومي منشي وایي، لویدیځ دې ته تیار دی چې د روسیې د یرغل پر وړاندې اوکراین ته نوې پرمختللې وسلې او مهمات ورکړي خو دا به یو څه وخت ونیسي څو د اوکراین پوځ د دغو نویو وسلو له استعمال سره بلد شي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، عاجله اړتیا ده چې کییف ته نورې پرمختللې وسلې ورکړل شي خو له دغو وسلو د استعمال په اړه څرګندونو کې یې له احتیاطه کار واخیست او ویې ویل، چې ښایي د اوکراین پوځ له دغسې پرمختللو وسلو سره بلد نه وي او دا وخت غواړي. ینس سټولټنبرګ دغه څرګندونې نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل... Читать дальше...

په هرات کې د تاریخي منارونو د بیا جوړولو کار پیل شوی

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې د تاریخي منارونو د نړیدلو په اړه د یو شمېر فرهنګیانو او خلکو له اندېښنو څرګندولو وروسته په دې ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، چې د لرغونو منارونو د بیا جوړونې کار روان دی. په هرات ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د تاریخي منارونو د بیا جوړونې چارې روانې دي. د دغه ریاست د تاریخي ابدود برخې رییس زلمي صفا د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د ګوهرشادبیګم د منار د بیا جوړونې چارې د اغاخان فرهنګي بنسټ لخوا مخته ځي. هغه وویل... Читать дальше...

د افغانستان اقتصادي ستونزو په هواري کې د خصوصي سکتور رول مهم وبلل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې ډیبورا لاینز په افغانستان کې د روانو اقتصادي ستونزو په هواري کې د خصوصي سکتور رول مهم وباله. یوناما په وروستي یو ټویټ کې ویلي، چې ډیبورا لاینز پرون سې شنبې په دوبۍ کې له یو شمېر افغان سوداګرو سره په افغانستان کې د روانو اقتصادي ستونزو په اړه خبرې وکړې او د دغو ستونزو په هواري کې یې د خصوصي سکتور رول مهم وباله. مېرمن لاینز چې په افغانستان کې یې دنده په ختمېدو ده، ویلي چې خصوصي سکتور کولای شي چې پرمختګ ته لاره هواره او افغان سړو او ښځو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي.

د فرانسې ولسمشر: په اوکراین کې د روسیې د جګړې پای ته رسولو هڅه کوم

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ژمنه کړې، چې په خپل ټول وس به هڅه وکړي څو په اوکراین کې د روسیې جګړه پای ته ورسېږي. د مکرون له دغو څرګندونو ظاهراً داسې ښکاري، چې هغه د مسکو پر وړاندې خپل پخوانی دریځ چې د کییف او د فرانسې د اروپایي متحدانو اندېښنې یې راپورته کړې وې، بدل کړی دی. مکرون چې د درې ورځني سفر په پیل کې نن رومانیا ته رسېدلی. پر هغه د اوکراین او د ختیځې اروپا د متحدانو له خوا په دې خاطر انتقادونه شوي وو، چې د دوی په وینا د روسي ځواکونو پر وړاندې جګړه کې یې د اوکراین زیات ملاتړ نه دی کړی. Читать дальше...

نړیوال سازمانونه: طالبان رسنیز فعالان ځپي او اعتراف کولو ته یې مجبوروي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، طالبان د ټولنیزو رسنیو لپاره ویډیو جوړونکي ځپي او په ډېر شمېر د رسنیو کارکوونکي له نیولو وروسته په اعتراف کولو مجبوروي. د طالبانو له‌خوا د ټولنیزو رسنیو لپاره د ویډیو جوړونکو او خبریالانو پر نیولو نیوکې! د افغانستان د ژونالیستانو د ټولنې مرستیال عبدالحنان محمدي د خبریالانو د نیولو یوه له وروستیو پېښو ده چې طالبانو کړې. د بشري حقونو د څار سازمان په خپلسري ډول د دوی د نیولو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، طالبان د ټولنیزو رسنیو لپاره ویډیو جوړونکي ځپي او په ډېر شمېر... Читать дальше...



امریکا د خپلو پخوانیو افغان همکارانو د ويزو ورکولو بهیر چټکوي

Pa.azadiradio.com 

امریکا وایي، د هغو افغانانو لپاره چې په افغانستان کې یې له دوی سره کار کړی، د ویزو د ورکړې بهیر چټکوي. يو افغان پنځه کاله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ژباړن په توګه له امریکایي ځواکونو سره کار کړی. هغه وایي، سره له دې چې د امریکا د کډوالۍ ځانګړې ويزه يا ايس آى وي کې شامل دی خو لا هم په افغانستان کې پاتې او له ګڼو امنیتي او ټولنیزو ستونزو سره مخامخ دی. دغه کس چې نه غواړي په راپور کې یې نوم یا هویت خپور شي ازادي راډیو ته وویل: "اوس په افغانستان کې یم، برخلیک مې معلوم نه دی، کار او روزګار... Читать дальше...

د ښاروالۍ مسؤلين: کندهار کې زرو کسانو ته کاري زمينه برابره شوې

Pa.azadiradio.com 

له تېرو شاوخوا لسو میاشتو راهیسې چې پر افغانستان طالبان واکمن شوي ورسره سم په زرګونه کسان په دغه هېواد کې بېکاره شوي، دوی د طالبانو له حکومته غواړي تر څو بې روزګاره کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي. په عین وخت کې د کندهار ښاروالۍ مسؤلان وايي، په کندهار ښار کې يې د بهرنیو موسیسو په مرسته نژدې زرو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده. نور تفصیل د لاندې لېنک په کليک کولو اورېدلی شئ:

د ۲۰۲۲ فوټبال نړيوال جام کې ګډون کوونکې لوبډلې معلومې شوې

Pa.azadiradio.com 

تېره شپه د کاسټاریکا فوټبال لوبډلې نیوزلانډ لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دې سره د فوټبال په نړیوال جام کې د ۳۲ ګډون کوونکو لوبډلو لړ لیک بشپړ شو. دغه ۳۲ لوبډلې به په اته ګروپونو کې د یو بل په وړاندې ولوبیږي. د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام سیالۍ د روان کال د نومبر په ۲۱ نېټه په عربي هېواد قطر کې پېلیږي. په قطر کې د دغه سیالیو لپاره له تېرو څو کلونو را په‌دېخوا ترتیبات روان دي، څو بېلابېل د فوټبال لوبغالي او د مېلمنو لپاره مجلل هوټلونه جوړ شوي دي.

ایا د وفاقي او خیبر پښتونخوا بجټونو کې قبایلي سیمې له پامه غورځول شوي؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان وفاقي حکومت د جون پر ۱۰مه او د خيبر پښتونخوا حکومت د جون پر ۱۳مه د ۲۰۲۲-۲۳ز مالي کال لپاره د بوديجو قانوني مسودې اسمبلیو ته وړاندې کړې. د دواړو مسودو پر بېلابېلو اړخونو لا هم بحثونه روان دي. خو پر هغو بودیجو يوه نيوکه دا هم کېږي چې پکې د قبايلي ضلعو لپاره د اړتيا وړ پیسې نه دې اېښودل شوې. ايا په ریښتيا هم په بجټونو کې قبايلي ضلعې له پامه غورځول شوې دي؟ دا او نورې پوښتنې مو د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د خيبر پښتونخوا د مالیې له وزیر تیمور سليم جګړا او د صوبې په اسمبلۍ کې د اپوزيشن ګوند عوامي... Читать дальше...

باميان کې د هنډ بال سيالۍ د کابل لوبډلې په بري پای ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

په بامیانو کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د هنډ بال پیل شوې سیالۍ د کابل لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په دې اړه په یو اعلامیه کې لیکلي دي چې پای لوبه د کابل او باميانو د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوه . اعلاميه کې ويل شوي، چې په پای کې د کابل لوبډلې وکولای شول ۲۶ د ۱۸ په وړاندې بریا خپله کړي.

د اوکراين لويديځ متحدين دغه هېواد ته د نورو وسلو پر ورکولو خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې روسیه د اوکراین په ختیځ سیورودینڅک ښار کې پرمختګ کوي، د اوکراین لویدیځ متحدان پردې خبرې کوي چې اوکراین ته نورې وسلې ورکړي. سره له دې چې روسي ځواکونه د اوکراین د ختیځ سیورودونیڅک پر ډېرې برخې کنټرول لري خو اوکرایني ځواکونه له درنو تلفاتو سره بیا هم په دې ښار کې مقاومت ته دوام ورکوي. په عین حال کې لویدیځ هېوادونه غواړي چې کییف ته نورې وسلې او مهمات ولېږي. روسیې هغو اوکرایني ځواکونو ته چې د سیورودونیڅک ښارپه یوې کیمیاوي فابریکې کې مقاومت ته دوام ورکوي ویلي چې خپلې وسلې پر ځمکه... Читать дальше...

د ملاکنډ د ځنګلونو اور لا هم نه دی وژل شوی

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا د ځنګلاتو ادارې په یوه رپورټ کې ویلي چې په وروستیو اوونیو کې د صوبې په یوشمېر ځنګلونو کې د اور لګېدو تر ۲۰۰ زیاتې پېښې وشوې چې پکې لسګونه یې خلکو بل کړي ول او ځینې یې د وچکالۍ او سختې ګرمۍ له کبله لګېدلي. اداره وايي، حکومت د یوشمېر خلکو ضد مقدمې دایرې کړې دي او ځینې یې نیولي هم دي. اخوا د ملاکنډ ډېوېژن د سوات، بونېر او دیر په ګډون په یوشمېر ځنګلونو کې لا هم اور بل دی. د سیمې خلک وايي، ځنګلونو ته اوښتی تاوان ښايي په ۳۰ کلونو کې هم پوره نه شي. دوی وايي، ځايي خلک خپله لګیا دي او د اور وژلو هڅې کوي. Читать дальше...

روسیې د افغانستان پر صادراتو ګمرکي تعرفه معاف کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي چې روسیې د افغانستان پر صادراتو ګمرکي تعرفه معاف کړې دي. روسیې د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې د صادراتو ګمرکي محصول معاف کړی دی. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر یونس مهمند نن چهارشنبه د جون په ۱۵ ازادي راډیو ته وویل چې دوی دا پرېکړه تېره اونۍ په کابل کې د روسیې سفارت له سوداګریزې اتشې او روسي سوداګرو سره په مجلس کړې ده. نوموړي ويلي: "دوی موږ ته دا اطمینان راکړ چې د روسیې جمهوریت د افغانستان پر صادراتو ټول محصولات... Читать дальше...

Новости России
Москва

Питерским генералам сидеть в столице // Экс-начальника ГУ МВД по Санкт-Петербургу и его подчиненных хотят судить за взятки в Москве


د طالبانو د حکومت د اوبو او برېښنا وزارت یو پلاوی ایران ته سفر کوي

Pa.azadiradio.com 

ویل کېږي چې دغه طالب پلاوی چې مشرۍ يې د اوبو او برېښنا وزارت مشاور فاروق اعظم کوي له ایراني چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د هلمند په سیند کې د اوبو پر سر د ۱۳۵۱ لمریز کال د قرارداد په اړه بحثونه وکړي. ښاغلي اعظم تېره ورځ ناوخته ازادي راډيو ته په یو استولي پېغام کې ویلي د دغه هوکړې له مخې د هلمند سیند اوبه د ایران تهران ته رسېږي. ایران څو میاشتې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت غوښتي وو چې په دغه هوکړه کې دې د ایران حق ابه مراعت کړي، خو طالبانو هغه مهال په دې اړه څه نه وو ویلي. ... Читать дальше...

د سوداګرۍ خونه: روسيې پر افغان صادراتو ګمرکي تعرفه معاف کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی چې روسیې پر افغان صاداراتو ګمرکي تعرفه معاف کړې ده. د دغه خونې مرستیال یونس مومند ازادي راډيو ته وویل چې دا پرېکړه تېره اونۍ یوه اونۍ وړاندې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسولینو په ګډه ناسته کې وشوه. دی وايي په کومو افغان محصولاتو چې د روسیې ګمرکې تعرفه معاف کېږي ژر به يې د نومونو لست خپور شي. د دغه خونې شمېرې ښېي چې په تېر کې د روسیې له لوري پر افغان محصولاتو لوړې ګمرکې تعرفې دغه هېواد ته د صادراتو پر کموالي اغېز کړی وو. کشمش،... Читать дальше...

له سماعته د بې برخې خلکو د مرستې لپاره نوی اپلیکېشن جوړ شوی

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې یوې ناحکومتي ادارې د هغو خلکو د مرستې لپاره د موبایل ټېلېفون یو اپلیکېشن جوړ کړی چې نه اوري او یا په اورېدو کې ستونزې لري او د اشارو په ژبه خبرې کوي. هغه اپلیکېشن یوې داسې ښځې جوړ کړی چې مور او پلار یې د سماعت له حسه بې برخې ول. دا چې اپلیکېشن څنګه کار کوي، په اړه یې د اسوشیېټډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.

د روسيې د اپوزيسيون مشر له زندان څخه نا مالوم ځای ته لېږدول شوی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د اپوزیسیون مشر الکسي ناوالنۍ له زندان څخه یوه نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی. د ناوالنۍ مطبوعاتي منشي کیرا یارمیش پر ټویټر لیکلي دي چې نوموړی له خپل سلول څخه نامعلوم ځای ته بیول شوی او مدافع وکیل ته یې چې د ده لیدو ته ورغلی و، مسوولانو ویلي دي چې نوی ځای یې دوی ته نه دی معلوم. الکسي ناوالنۍ چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له سیاسي مخالفانو څخه دی، د تېر کال په جنوري میاشت کې له جرمني د راستنېدو پر مهال د مسکو په هوايي ډګر کې ونیول شو او تر اوسه په بند کې دی.

زلنسکي: د اوکراين په ختيځ کې اوکرايني سرتېري دردونکي تلفات لري

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر وايي هغه سرتېري چې د دې هېواد په ختیځ کې د روسیې د یرغل پر وړاندې جګړه کوي په داسې حال کې چې د لویدیځو هېوادونو د وسلو مرستو ته انتظار کوي، دردوونکي تلفات ورکوي. ولودیمیر زلنسکي تېره شپه په خپله وینا کې وویل چې اوکراین د توغنديو ضد عصري وسلو ته همدا اوس اړتیا لري او زیاته یې کړه چې متحد هېوادونه د دې وسلو په استولو کې د ځنډ لپاره هېڅ توجیه نه لري. بل خوا د ناټو عمومي منشي ویلي چې لویدیځ هېوادونه باید د روسیې د یرغل پر وړاندې د مقابلې لپاره اوکراین ته درنې وسلې ورکړي. یینس ستولتنبرګ... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Кудерметова и Хао-Чин вышли в финал турнира WTA в Штутгарте в парном разряде






Глава Гагаузии Гуцул допустила, что может посетить Парад Победы в Москве

Пьяный водитель устроил смертельное ДТП на М-7 в Кстовском округе

Новую трикотажную фабрику запустили в Подольске

Итоги акции «Вежливый водитель автобуса» подвели в Подмосковье