ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

Новости за 16.06.2022

وږمه د خپل هنر او کړېدلي ژوند کيسه کوي

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمنه نوميالۍ سندرغاړې وږمه ده. نوموړې وايي، څه د پاسه ۳۵ کاله يې پښتنو ته سندرې وويلې. پر دې سربېره چې نوموړې په وروستيو کې ناروغه شوې وه او درملنه يې روانه ده، لا هم سندرې وايي. وږمه د خپلو سندرو له مينه والو غواړي چې تر خپلې وسې دې ورسره مالي مرستې وکړي. دې د خپلو سندرو خپرولو لپاره يوټيوب چينل هم جوړ کړی او پر پښتنو غږ کوي چې هغه سبسکرايب کړي. د وږمې د ژوند او هنر په اړه د هغې خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

افغانستان کې بې دندې شوي خبريالان له اقتصادي ستونزو کړيږي

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېری خبریالان له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي. یو شمېر خبریالان وایي، چې له تېرو لسو میاشتو راهيسې بې دندې شوي او ځینو بیا نورو کارونو ته مخه کړې. په افغانستان کې د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو ورسته اقتصادي کړکېچ او د بې کارۍ او د بې وزلۍ پراختیا افغان خبریالان هم ځپلي. په زابل ولایت کې ازاد خبریال لعل محمد امیري وایي، د امنیتي او اطلاعاتو ته د نه لاسرسي د مشکلاتو تر څنګ تر څنګ اقتصادي ستونزو هم سخت اندېښمن کړی دی. نوموړی وايي: "په زابل کې خبریالان... Читать дальше...

جاپان په پوځي تمرينونو کې پرمختللي دفاعي سیسټمونه کاروي

Mashaalradio.com 

جاپان په پوځي مشقونو کې د توغندیو ویشتلو د جدید نظام، زغره بند ګاډو او ټېنکونو کارولو تر څنګ په اول ځل د اوسپرې نومې الوتکې استعمال هم کړی. تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته پر جاپان پوځي محدوديتونو لګېدلي ول خو په ۲۰۱۴ز کال کې د پوځي ځواک جوړولو اجازه ورکړل شوه.

ديبورا لاينز: هغه حکومتونه چې مېرمنو او لږکيو ته ونډه ور نه‌کړي دوام نه‌شي کولی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز، چې په افغانستان کې یې دوه کلن ماموریت پای ته رسېدلی ویلي، هغه حکومتونه چې با استعداده خلکو، مېرمنو او لږکیو ته په کې ونډه ورنه‌کړل شي دوام نه‌شي کولای. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز ویلي، په افغانستان کې د داسې یو سیستم د جوړېدو امکانات شته چې هم ټولګډونه وي او هم اسلامي. اغلې لاینز چې تازه يې په افغانستان کې دوه کلن ماموریت پای ته رسېدلی د افغانستان لپاره يې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر ( یونما) د خدای پامانې د غونډې د وینا متن خپور کړی دی. Читать дальше...

د هند له يوې پوځي اکاډمۍ د افغان نظاميانو فراغت؛ طالبانو ترې خپل هېواد ته د ستنېدو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د هند له له اې ام اې اکاډېمۍ نه د یو شمېر افغان نظامیانو له فارغېدو ورسته اوس د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له دوی غوښتي، چې خپل هېواد ته ستانه شي. دا په داسې حال کې ده، چې مخکې تر دې له افغانستانه د طالبانو له خوا د مخکیني حکومت د نظامیانو د وژنې او شکنجې راپورونو هم خپاره شوي، خو طالبانو رد کړي دي. روانه اوونۍ د هند له اې ام اې اکاډېمۍ ۴۳ افغان نظامیان فارغ شول. له افغانستانه د مخکيني نظام د یو شمېر امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژنې او شکنجې له راپورونو سره - سره، د طالبانو حکومت په هند کې له... Читать дальше...

سیند های کورټ د پي ټي اېم د مخکښ غړي قاضي طاهر مسید خوشې کولو امر کړی

Mashaalradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د قاضي طاهر مسید په خوشې کېدو خوښي ښوولې او پر ټوېټر یې ليکلي چې نوموړي ته د "عمر قيد سزا د داسې يوې مظاهرې په بنسټ اورول شوې وه" چې هغه "پکې موجود هم نه وو."



بهر مېشتي افغان سندرغاړي: د افغاني موسيقۍ غږ بايد ټپ نه‌شي

Pa.azadiradio.com 

له افغانستان بهر یو شمېر افغان سندرغاړي له خپلو هم غاړو غواړي، چې د افغاني موسیقي د غنا له پاره کار وکړي ، او پرې نه ږدي چې د غږ ټپ شي. د افغانستان پېژندل شوې سندرغاړې ښاپېرۍ نغمه وایي، کوم سندرغاړي چې له هېواد څخه بهر اوسیږي  او د موسیقۍ په برخه کې زمینه ورته برابره ده، نوې سندرې دې بازارته وړاندې کړي او نور دې هم په دې برخه کې و روزي. هغه ښار چې یو وخت به له رستورانتونو، د کېسټ پلورنکو له دوکانونو او هر ګوټ د موسیقۍ غږونه اوریدل کېدل، نن پکې چوپتيا خپره ده. پر افغانستان د طالبانو بیا ځلې... Читать дальше...

ملګري ملتونه: د افغانستان اوسنی نسل د نړۍ په کچه تر ټولو تیارې شېبې تجربه کوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنرې میشل باچلې د بشري حقونو شورا په پنځوسمه غونډه کې وويل، افغانستان اوس له ژور اقتصادي او بشري بحران سره مخ دی. دې وویل چې په افغانستان کې حالات حساس دي او د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو له کبله یو میلیون او یو لک نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې میشل باچلې پرون چهارشنبه د دغه سازمان د بشري حقونو شورا په غونډه کې چې په جینوا کې جوړه شوې وه، د طالبانو وروستي اقدامات د ښځو " سیستماتیک او بنسټیز " ځپل یاد کړل. Читать дальше...

يو افغان - امريکايي شرکت غواړي د حاجي ګک په کان کې پانګونه وکړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د کانونو او پټرولېم وزارت ویاند عصمت الله برهاني نن ازادي راډيو ته وویل چې د دې وزارت سرپرست د منځنۍ اسیا د نړۍوال شرکت له مشر سره په لیدنه کې په دې اړه خبرې کړې دي. د یاد وزارت ویاند وايي، چې د منځنۍ اسیا نړۍوال شرکت چې په افغانستان او متحده ایالاتو کې کار کوي، لېوالتیا ښودلې چې د بامیانو د حاجي ګک په کان کې لسکونه میلیونه ډالره پانګونه وکړي. په دې لیدنه کې د کانونو او پټرولېم سرپرست وزیر ملا شهاب الدین دلاور ویلي، هغو ملي او نړۍوالو شرکتونو ته به هر ډول امکانات برابر کړي چې د افغانستان په کانونو کې پانګونه کوي.

ميچل بشلې: افغانستان له ژور اقتصادي بحران سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو کمېشنره وايي، افغانستان له ژور اقتصادي او بشري بحران سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د بشر حقونو کمېشنرې میچل بشلې چې پرون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پنځوسمې غونډې ته خبرې کولې، وویل چې اقتصادي او بشري بحران د ټولو افغانانو ژوند اغېزمن کړی دی. د بشلې په وینا د بې کارۍ د ډېرېدو ترڅنګ ۹۳ سلنه افغانان د خوړو امنیت نه لري چې له دې امله د کورونو سرپرستې مېرمنې، د لوړ عمر کسان، معلولان او ماشومان د ژوند تر ټولو سختې او تیارې شېبې تجربه کوي. هغې ویلي سره له دې چې ۱۸.۱ میلیونه... Читать дальше...

پاکستان شاوخوا یوه میاشت کې په درېیم ځل د تېلو بیې لوړې کړې

Mashaalradio.com 

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د جون پر دویمه د یو لیټر پېټرولو او ډیزلو بیې ۳۰، ۳۰ روپۍ او د خاورو تېلو بیه څه د پاسه ۲۶ روپۍ لوړې کړې. تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې هم اسلام اباد د تېلو په بیو کې د یو لیټر پر سر د ۳۰ روپیو زیاتوالی اعلان کړی وو.

يو شمېر ښاريان: کابل کې ورځ تر بلې د غلا پېښې ډېرېږي

Pa.azadiradio.com 

د پلازمېنې کابل د بېلابېلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي، چې په دې ښار کې ورځ تر بلې شوکې او غلاوې زیاتیږي. خو د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، د پخوا په پرتله د غلاوو او جنايي پېښو کچه ټيټه شوې او هڅه روانه ده چې دا کچه صفر ته راښکته کړل شوي. د پلازمېنې کابل، د احمد شاه بابا مېنې اوسېدونکی عبدالمجید چې په دغه ښار کې خواري مزدوري کوي، وايي دوه شپې وړاندې ماښام ناوخته کورته په لاره، موټر سایکل سپرو غلو لوټ، پيسې او موبایل يې ترې واخیست. دی  ادعا کوي چې په دې ښار کې د پخوا په پرتله وسله والې غلاوې زیاتي شوي. Читать дальше...

جاپان کې له پاتې شونو خوړو د سېمنټو جوړولو هڅې روانې دي

Mashaalradio.com 

په جاپان کې څېړونکو له پاتې شونو او ضایع شویو خوړو څخه د سېمنټو جوړولو ازموینې کوي. دوی وايي، دا کار یې د نړیوالې اب و هوا بدلون د ناوړه اثراتو د مخنیوي د هڅو برخه ده ځکه چې عام سېمنټ کاربن ډای اکسایډ تولیدوي چې چاپېریال ته زیان رسوي. د اسوشيېټډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

ملګري ملتونه: ۲۰۲۱ کې سل ميليونه وګړي خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړی شوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري یا UNHCR وایي چې تېر۲۰۲۱ کال په نړۍ کې سل ميلیونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړکړای شوي چې دا له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د بې ځایه کېدونکو کسانو تر ټولو لوړه شمېره ده. د ګلوبال ټرینډس په نوم راپور کې چې نن خپور شوی ویل شوي چې د اوکراین د جګړې په ترڅ کې د ملکي خلکو چټکې او پراخې بې ځایه کېدا د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ لپاره له ۱۹۵۱ کال راهیسې چې هغه تاسیس شوې، لوی بحران بلل کېږي. د دغه راپورله مخې د اوکراین ترڅنګ افغانستان هم د سل ميلیونه بې ځایه شویو کسانو یوه لویه شمېره تشکیلوي. Читать дальше...

نړۍ کې د مجازي پيسو ارزښت مخ په کمېدو دی

Pa.azadiradio.com 

د انفلاسیون د زیاتېدو او د ونډو د ارزښت له کمېدو سره په نړۍ کې د مجازي پیسو ارزښت مخ په کمېدو دی. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د تېر کال له مني څخه تر اوسه پورې د مجازي پیسو ارزښت څه باندې ۶۵ سلنه لوېدلی دی. د نړۍ تر ټولو د مشهورې مجازي پیسې بیټ کاین ارزښت د سې شنبې په ورځ تر ۲۱ زره ډالره ټیټ شو. دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د بیټ کاین ارزښت ۶۸ زره ډالرو ته رسېدلی و. په مجموع کې د مجازي پیسو د بازار ارزښت، چې د تېر کال په نوومبر کې ۳ تریلیون ډالره و، اوس یو تریلیون ډالرو ته راټیټ شوی دی.

امريکا له اوکراين سره د يو ميليارد ډالرو په ارزښت د نورو وسلو د مرستې اعلان وکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالتونو اوکراین ته د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په ارزښت د نورو وسلو د مرستې اعلان وکړ. د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره شپه په یوه بیان کې وویل، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ته یې په پرونیو ټېلفوني خبرو کې وویل چې امریکا اوکراین ته د پرمختللیو راکټي او هاوان سیستمونو په خاطر د مهماتو او دفاعي وسلو په شمول پوځي مرستې ورکوي. تر دې مخکې د امریکا دفاع وزیر پرون په بروکسل کې ویلي و چې لوېدیځ باید اوکراین ته د وسلو ورکړه چټکه کړي.

خېبر پښتونخوا: د جمعو په ورځو کې له کارکوونکو له کوره د کار غوښتنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت د برېښنا او تېلو د مصرف د کمولو په خاطر له دولتي کارکوونکو غوښتي چې د جمعو په ورځو له کوره کار وکړي. پاکستان چې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی، د لګښتونو د کمولو هڅه کوي. تر دې مخکې د پاکستان د کابینې یوه غړي احسان اقبال پر خلکو غږ کړی و چې لږ چای وڅښي څو د چای واردات کم شي او اسعار وسپمول شي.

Новости России
Москва

«Радио Зенит» – информационный партнер форума «Мы вместе. Спорт»


د ايران او پاکستان بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پرون (چهارشنبه) په تهران کې پر خپلمنځي اړیکو او د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې. ایراني رسنۍ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په قول وايي چې بلاول بوټو زرداري، چې تهران ته په سفر تللی، له حسین امیر عبداللهیان سره په کتنه کې د افغانستان پر روانو حالاتو او امنیت اندېښنه وښوده.

حامدکرزي له طالبانو د نجونو د ښوونځيو پرانيستلو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له طالبانو یو وار بیا وغوښتل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي. کرزي د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه له طالبانو څخه د بادغیس د دیني عالمانو تازه غوښتنې ته په اشارې پر خپلو ټولنیزو پاڼو لیکلي چې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو دیني عالمانو د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنې کړي دي. ده همدا راز ویلي، په افغانستان کې د تعلیم د ودې لپاره د علماوو د غږ درناوی کوي او د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د افغان ولس په ځانګړي ډول د دیني علماوو دې غوښتنې ته احترام وکړي او د نجونو ښوونځي پرانیزي.

سيګار: افغانستان کې تر ۹۰۰ زره پورې خلک بېکاره دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش اداره (سیګار) وايي، اټکل کېږي چې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو له پیله د روان کال تر نیمايي پورې د بې روزګاره شویو افغانانو شمېر له ۷۰۰ زرو تر ۹۰۰ زرو پورې رسېږي. دې ادارې پرون پر خپله ټوېټرپاڼه ولیکل چې په ځانګړي ډول له بې روزګارۍ څخه ښځې ډېرې اغېزمنې شوې دي او اټکل کېږي چې د روان ۲۰۲۲ تر نیمايي پورې به ۲۱ سلنه نورې ښځې هم بې روزګاره شي. د سیګار په وینا په ۲۰۲۰ کې د افغانستان په سلو کې ۱۷ کاري قوه ښځو تشکیلوله، خو د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو شورا: افغانان د بشر د اوسني نسل تر ټولو تياره شېبې تجربه کوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتو د بشري حقونو شورا په پنځوسمه غونډه کې د دې سازمان د بشري حقونو کمېشنرې د افغانستان په اړه وویل، افغانان د بشر د اوسني نسل تر ټولو تیاره شېبې تجربه کوي. د کلونو جګړو او د تېر کال په اګست کې د طالبانو د واک ته رسېدو له امله افغانستان په سخت اقتصادي، ټولنیز، انساني او د بشري حقونو په بحران کې ښکېل شوی دی. میشل باچلې غونډې ته وویل، په مارچ کې یې افغانستان ته سفر وکړ او هلته یې له طالب چارواکو، او د ډاکترانو، ژورنالیستانو، مدني فعالانو، د غیر حکومتي موسسو د کارکوونکو په شمول له یو شمېر... Читать дальше...

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په تړاو نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه ګلوب انډ مېل: کاناډایۍ ګلوب انډ مېل ورځپاڼې له افغانستانه د هغو افغانانو د ایستلو ستونزو ته پام اړولی چې له کاناډایانو سره یې کار کړی دی. ګلوب انډ مېل لیکي، د دغو هڅو پر وړاندې یو خنډ د کاناډا د ترهګرۍ ضد قوانینو رامنځته کړی دی. د ورځپاڼې په لیکنه، یو شمېر ټولنې، مرستندویه بنسټونه او پخواني کاناډایي پوځیان هڅه کوي چې هغه کسان له افغانستانه وباسي چې په دې هېواد کې یې د د کاناډا له پوځي او ډیپلوماتیکو ماموریتونو سره همکاري کړي، خو دغه هڅې یې په دې... Читать дальше...

د امريکا دفاع وزير: لويديځ بايد اوکراين ته د وسلو د ورکړې لړۍ چټکه کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزیر لوید اسټن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د یوې غونډې د پرانیستلو پر مهال وويل، لويديځ دې اوکراين ته د روسيې پر ضد د وسلو د ورکړې لړۍ چټکه کړي. نوموړي وويل، وويل لوېدیځ دې د روسیې پر ضد د اوکراین له جګړې سره د مرستې په اړه خپلې ژمنې ثابتې کړي. د امريکا دفاع وزير وويل: "موږ په جګړه کې د اوکراین د وسله والو ځواکونو ملاتړ زیاتوو او په ګډ کار د اوکراین مرسته کولی شو چې د روسیې د ظالمانه یرغل په وړاندې د ځان دفاع وکړي." ښاغلي استن په بروکسل کې د اوکراین د ملاتړ په باب د څه باندې... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Теннисистка Александрова оказалась сильнее полячки Швентек на турнире WTA в США






The Economist: европейская экономика переживает тройной шок

Генштаб: в России не станут привлекать к участию в СВО весенних призывников

Пай-мальчик, насильник, многодетный отец: новые странные факты о террористах из «Крокуса»

Больше, чем игры: выручку от 22-го тура РПЛ направят семьям пострадавших в «Крокусе»