ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

Новости за 17.06.2022

د ډاکټر لیاقت تابان د خدمتونو ستاینغونډه او ګڼې مشاعرې

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ په مشال راډیويي مجله کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د ډاکټر لیاقت تابان د ادبي خدمتونو په درناوي د جوړې شوې غونډې حال هم درکوو. همدا رنګه په جنوبي پښتونخوا، ننګرهار او خوست کې د ترسره شویو مشاعرو راپورونو ته هم په خپرونه کې ځای ورکړل شوی دی.

ډاکټران وايي افغان ځوانانو کې رواني ناروغۍ زياتې شوې

Mashaalradio.com 

ډاکټران وايي په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د رواني ناروغۍ زياتې پېښې مخې ته را روانې دي چې زیاتره یې په ځوانانو کې دي. ځوانان وايي چې د هېواد اوسنیو حالاتو ناهیلې کړي دي نو ځکه زيات شمېر یې د ژور خپګان یا ډېپرېشن ښکار دي.د اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس ویډیويي راپور کې د دغو ځوانانو کیسه وګورئ چې ملیحه امیرزاده یې درته وړاندې کوي.

افغانستان کې زياتېدونکې لوږه؛ د کابو کولو لپاره يې له نړيوالو د مرستې غوښتنه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب نړیوال فدراسیون او د افغاني سرې میاشتې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د لوږې د مخنوي لپاره د نړیوالو د ملاتړ غوښتنه کړې. په دې اعلامیه کې راغلي، چې افغانستان د نړۍ تر ټولو بد بشري ناورین سره مخ دی، چې میلیونونه وګړي ګواښي. ۲۶ کلنه مېرمن چې د تېر حکومت له پوځیانو څخه ده او اوس بېکاره شوې له خپلې بېکارۍ کړېږي. نوموړې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي راپور کې یې نوم واخیستل شي، خو ازادي راډیو ته یې وویل، چې له دې مخکې یې په میاشت کې شل زره افغانۍ تنخوا درلوده. دا وایي دې... Читать дальше...

افغان کرېکټ ملي لوبډله نن هېواد ته ستنه شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره تر لوبو وروسته نن کابل ته ستنه شوه. افغان لوبډلې له زمبابوې سره درې یو ورځنۍ او درې د شل اورو لوبې وکړې او ټولې یې وګټلې. له دې سره افغان لوبډلې د دوه زره درویشتم کال د پنځوس اورونو نړیوال جام ته د رسېدو لپاره دېرش پواینټونه ترلاسه کړل. دې جام ته د رسېدو لپاره به افغان لوبډله له استرالیا، پاکستان او سریلانکا سره هم لوبې وکړي. د کابل په هوایي ډګر کې افغان لوبغاړو ته نن د چارواکو له لورې د ګلونو ګېډۍ ډالۍ شوې.

کندوز: د امام صاحب ولسوالۍ په يوه جومات کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

Pa.azadiradio.com 

د کندز د امام صاحب ولسوالي د الف بردي کلي په جومات کې نن د جمعې د لمانځه پرمهال چاودنه وشوه. د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل چې د دې چاودنې له امله یو تن وژل شوی او اووه تنه نور ټپيان شوې دي. تر اوسه د دې پیښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې مخکې په کندز، کابل او بلخ کې په جوماتونو کې د شویو چاودنو مسوولیت د داعش خراسان څانګې اخیستی و.

شوکت الله خان: قبايلي سيمو کې پر سرشمېرني ژورې اندېښني لرم

Mashaalradio.com 

د مشال راډیو په اوونيزه خپرونه "د مشال مرکه" کې دا ځل د خيبر پښتونخوا پخوانی ګورنر انجينير شوکت الله خان مېلمه دي. نوموړی له قبايلي ضلعې باجوړ ناوګۍ سره تعلق لري او له ۲۰۱۳ز کال څخه تر ۲۰۱۴ز کال پوري د خيبر پښتونخوا ګورنر پاتې شوی وو. شوکت الله خان وايي، په خيبر پښتونخوا کې د فاټاد ورګډېدو خلاف نه دی خو د هغه په وينا څلور کاله تېر شول چې په دغو سيمو کې هيڅ پرمختيايي کارونه په نظر نه راځي. نوموړي دا هم وويل چې په قبايلي ضلعو کې د ۲۰۱۷ز پر شوي سرشمېرنې هم ژورې انديښنې لري. د خپرونې کوربه ګل اياز دی.

د ملګرو ملتونو يوه چارواکي بلاول بوټو سره د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتو یوه چارواکي په اسلام اباد کې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو د عالي کمېشنرۍ مرستیال کلي کلمنټس پرون له بلاول بوټو زرداري سره په افغانستان کې د سولې او امنیت په تړاو خبرې وکړې. ښاغلي کلمنټس په ټوېټر کې لیکلي دي چې د خبرو پر مهال یې د افغان نجونو د زده کړې په شمول د ژوند په چارو کې د ښځو پر ونډې هم خبرې کړې دي. کلمنټس زیاتوي چې افغانان باید هېر نه‌شي او د کډوالو د ستونزو د هواري لپاره په ګډه هڅې کوي. کلي کلمنتس د پاکستان تر سفر مخکې افغانستان ته تللی و.



ملګرو ملتونه: د اوکراين په ختيځ کې بشري وضعيت خطرناکې کچې ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو نن وویل، پر اوکراین له نژدې څلورو میاشتو راهیسې د روسیې د غیرموجه مداخلې له امله، د دغه هېواد په ختیځ کې بشري وضعیت خورا خطرناکې کچې ته رسېدلی. د ملګرو ملتو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا نن په یوه بیان کې وویل، بشري وضعیت په ځانګړي ډول په دنباس کې د خطر د زنګ کچې ته رسېدلی او په سرعت پسې خرابیږي. د اوچا په بیان کې د سیویرو دونڅک شاوخوا وضعیت ډېر خراب بلل شوی دی، د اوکراین په ختیځ کې په دې ښار کې له څو اوونیو راهیسې سخته جګړه روانه ده. اوچا وایي، په سیویرو دونڅک کې په زرګونو... Читать дальше...

خلک: پاکستاني ځواکونه د سپين بولدک دروازه کې خلکو سره غير انساني چلند کوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې په وروستیو ورځو کې د بولدک په دروازه کې له افغان مسافرو سره د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا چلند غیر انساني دى. دوی وايي اوس مهال په دغه دروازه پاکستان ته د تلونکو افغان کډوالو اوښتل سخت شوي دي ان پاکستاني سرحدي ساتونکي په دې دروازه تلونکو افغان مېرمنو ته سپکاوی کوي. په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فېسبوک کې په خپره شوې يوې ویډيو کې یو افغان ښکاري چې پاکستاني سرحدي ځواکونه يې وهي، کشوي او ورسره په چادري کې پوښل شوې افغان مېرمن چېغې وهي. Читать дальше...

مکرون: اوکراين ته د وسلو بهير چټکوو

Mashaalradio.com 

مکرون پرون، د جون پر ۱۶مه، د جرمني له وزیراعظم اولاف شولڅ، اېټالیوي وزیراعظم ماریو دراغي او رومانیايي ولسمشر کلاوس یوهانېس سره یو ځای اوکراین ته تللی وو.زېلېنسکي له اروپايي ټولنې غوښتي دي چې د بهیر په لنډولو دې یې هېواد ته غړیتوب ورکړي.

عمران خان د تيلو بيو لوړولو پرضد د جون پر ۱۹مه احتجاج اعلان کړی

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت د جون پر ۱۵مه د شاوخوا یوې میاشتې په موده کې په درېیم ځل د تېلو بیې لوړې کړې. له دې سره په هغه هېواد کې د یو لیټر پېټرولو بیه شاوخوا ۲۳۴، د ډیزلو نرخ څه د پاسه ۲۶۳ او د خاورو تېلو بیه ۲۱۱ روپۍ ته رسېدلې ده.

ريچارډ بينيت: طالبانو ګام په ګام ښځې له ټولنې ګوښه کړي دي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینیت وايي، طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیله تر دې دمه ګام په ګام ښځې له ټولنې ګوښه کړې دي. ریچارډ بنییت چې پرون پنجشنبه ناوخته د اروپا پارلمان ناسته کې د افغانستان اړوند خپل راپور وړاندې کاوه ټینګار یې وکړ، چې په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو له بشري حقونو سرغړونې روانې دي او د دې ښځو د حقونو په تامین کې پاتې راتلل د نړیوالې ټولنې "ناکامي" ده. په افغانستان کې د دغه هېواد لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د... Читать дальше...

کراچۍ: د انتخاباتو پر مهال نښتو کې يو کس وژل شوی، ۱۲ ژوبل

Mashaalradio.com 

پر دغه څوکۍ د ۲۵ نوماندانو تر مينځ مقابله وه چې د متحده قومي مومېنټ پاکستان محمد ابوبکر، د تحريک لبيک پاکستان شهزاده شهباز، د پاکستان پيپلز ګوند ناصر رحيم او د پاکستان سرزمين ګوند پر نوماند شبير احمد قايمخاني سربېره د نورو سياسي ګوندونو او ازاد نوماندان شامل ول.

يوه پياله چای: د پاکستاني وزير بيان غبرګونونه پارولي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د پلانونو او پرمختګ وزير هغه بيان له ګڼو غبرګونونو سره مخامخ شوی چې پکې نوموړي ولس ته د سپما لپاره د دوو پيالو چای پر ځای د يوې پيالې چای څښلو سپارښتنه کړې وه. پاکستان په نړۍ کې د چای تر ټولو لوی واردوونکی هېواد دی چې هر کال تر ۵۱۵ مېليونه امریکايي ډالرو زيات چای درامدوي. د فرانس پرېس اژانس له ويډيو جوړ رپورټ.

اوکراين کې دوه پخواني امريکايي سرتېري لا درکه شوي

Pa.azadiradio.com 

دوه پخواني امریکایي سرتېري چې ویل کېږي د اوکراین له ځواکونو سره یې د روسیې پر ضد جګړه کوله، د اوکراین په ختیځ کې لادرکه شوي او ویره شته چې د روسي ځواکونو له خوا نیول شوي وي. د ۲۷ کلن انډي هوین Andy Huynh او ۳۹ کلن الیکسندر درویکAlexander Drueke خپلوانو ویلي چې دوی وروستی ځل یوه اوونۍ مخکې ورسره تماس درلود. دا دوه پخواني امریکايي سرتېري د الاباما ایالت اوسیدونکي دي. د سپینې ماڼۍ یوه ویاند پرون (د جون په ۱۶ مه) وویل چې دوی د دوو امریکایانو په اړه د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره "سخت کار کوي"... Читать дальше...

ريچارډ بينيت افغانستان کې پر بشري وضعيت اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورټر/ راپور ورکوونکي ریچارډ بينيت ویلي په پنجشر، بغلان، بدخشان او تخار کې د بشري حقونو د سرغړونو او له ملکيانو سره د تاوتریخوالي ادعاو سخت اندېښمن کړی دی. ریچارډ بینیټ پرون د اروپا د پارلمان د بشري حقونو کمېټې ته وینا درلوده. هغه وویل اړتیا یې ده چې په سیمه کې وضعیت له نږدې وڅارل شي. د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورټر ښاغلي بېڼېټ زیاته کړه چې هره ورځ د خبریالانو، د بشري حقونو د مدافعینو، د مدني... Читать дальше...

د طالبانو لخوا پر رسنيو محدوديت؛ ولايتونو کې پر کار بوخت خبريالان له ستونزو سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ له پیل راهیسې د خبریالانو په ځانګړي ډول په ولایتونو کې په کار اخته خبریالانو په وړاندې ستونزې ډېرې شوي دي. معلوماتو ته نه لاس رسی، د موضوعاتو سانسور، ګواښونه او د سیمه ییزو چارواکو له لوري د پېښو پټېدل هغه ستونزې دي چې دوی ورسره لاس او ګرېوان دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په ولایتونو کې د خبریالانو په وړاندې ځینې ستونزې مني خو په خبره یې، دوی هڅه کوي چې په ولایتونو کې د اطلاعات او فرهنګ ریاستونو له لارې د خبریالانو ستونزو ته رسېدنه وکړي. Читать дальше...

ملګري ملتونه: له افغانستان د نشه‌يي توکو قاچاق ګاونډي هېوادونه له ستونزو سره مخ کړي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه افغانستان د ګاونډيو هېوادونو لپاره د نشه يي موادو د قاچاقو او سازمان شويو جرمونو سرچينه بولي. د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي چې، له افغانستان څخه د نشه يي موادو قاچاق نړیوال اقتصاد او سوادګري زيانمنه کړې ده. ملګرو ملتونو په ۲۰۱۹ ميلادي کال کې د ګمرکونو له لارې د نشه يي موادو د قاچاقو د مخنيوي لپاره د سيمې د هېوادونو په کچه د ګمرکونو يوه شبکه جوړه کړه چې د افغانستان په ګډون یې آزربايجان، ګورجستان، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان، تاجيکستان، ازبيکستان او ترکمنستان غړيتوب لري. Читать дальше...

Новости России
Москва

Тариф – Большой Концертный Тур. Организация серии больших концертов.


اروپايي ټولنه له افغانستان څخه د نشه‌يي موادو د قاچاقو له ډېرېدو اندېښنه لري

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنه اندېښنه لري چې په افغانستان کې به بېوزلي او بېکاري په دې هېواد کې د نشه يي بوټو د کښت، نشه يي موادو توليد او قاچاقو د ډېرېدو سبب شي. د نشه يي موادو او اعتياد د څار اروپايي ادارې په تازه راپور کې راغلي چې، په افغانستان کې بې کارۍ او بېوزلۍ د نشه يي بوټو کښت، نشه يي موادو توليد او قاچاقو ته لاره اواره کړې ده. د نشه يي موادو او اعتياد د څار اروپايي ادارې په ۲۰۲۲ ميلادي کال کې د نشه يي موادو د توليد، قاچاقو او استعمال د وضعیت په اړه راپور خپور کړی دی. په دې راپور کې په افغانستان کې... Читать дальше...

ادبي راډيويي مجله؛ د طالبانو له واکمنۍ را وروسته ادبي بهیرونه

Pa.azadiradio.com 

په بلخ کې مشاعرې شروع شوي. په هلمند کې لیکوال انتظار دي چې چارواکي به یې پرمخ تړلې لارې پرانیزي. پښتو ژبې ته د هنري، دیني او تخنیکي ژباړو ستونزې او اسانتیاوې. د اوونۍ ادبي او فرهنګي فعاليتونه او خبرونه په ادبي راډيويي مجله کې چې احمد شيبر يې چمتو کوي، د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

اروپايي هېوادونو کې د ګازو بيې ۲۵ سلنه لوړې شوي

Pa.azadiradio.com 

اروپا ته د روسیې د ګازو د صادراتو د کمښت له امله په اروپايي هېوادونو کې د ګازو بیې پرون پنجشنبه ۲۵ سلنه لوړې شوې. د روسیې د ګازو ملي شرکت اروپا ته د روسیې د ګازو صادراتو په کمولو کې د لویدیځ بندیزونه پلمه کوي. د رویټرز په وینا اروپا ته د روسیې د ګازو د صادراتو کمېدل به د روسیې او اروپايي ټولنې ترمنځ اړیکې نورې هم خرابې کړي.

شمالي وزيرستان کې د پوليو نوې قضيې ثبت شوي

Pa.azadiradio.com 

د خيبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان کې د پوليو يا ګوزڼ نوې قضیې رپورټ شوي چې ورسره په پاکستان کې سږ کال د پوليو د پېښو شمېر لسو ته ورسېد. تر دې دمه په پاکستان کې د پولیو ټولې پېښې له شمالي وزیرستان سره تړلې دي. ډيورنډ کرښې ته څېرمه په ميرالي او دوسلي سيمو کې د پوليو دوه نوې پېښې ثبت شوې دي. د سیمې اوسېدونکو د پولیو ضد واکسین مخالفت کړی دی.

د ايران د پارلمان مشر افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د ایران د پارلمان مشر باقر قالیباف پرون په تهران کې د ترکمنستان له ولسمشر سردار بردي محمدوف سره وکتل او په افغانستان کې یې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه. ښاغلي قالیباف همدارنګه په افغانستان کې د امنیت ټینګښت مهم وباله، خو ویې ویل چې په افغانستان کې د ترهګرو او مخدره موادو پر ضد مبارزه اړینه ده. تر دې مخکې د يو شمېر نورو ګاونډيو او نړيوالو هېوادونو بېلابېلو مشرانو هم له طالبانو د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنې کړي دي.

کام اير هوايي شرکت نوي ډيلي ته الوتنې پيل کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او هند ترمنځ الوتنې د تېر کال په اګست کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره ځنډول شوې وې، خو کام ایر هوايي شرکت مسؤلين وايي چې، د چهارشنبې په ورځ یې په یوه ځانګړې الوتنه کې څو مسافر نوي ډیلي ته رسولي دي. تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د هوايي چلند د وزارت ویاند امام الدین احمدي ویلي و چې ډېر ژر به نورو هېوادونو ته هم الوتنې پیل کړي. نوموړي ويلي: "چين ته لومړۍ الوتنه به انشاالله د روانې مياشتې په شلمه نېټه ترسره شي، چې د الوتنې د عادي مهالوېش سره سم به پيل شي او اونیز پروازونه به ترسره کېږي."... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Хачанов: хочу вернуться в топ-10 ATP






Адвокат Шакро Молодого сообщил, что его выпустят через 2-3 дня

Калининградского журналиста Михаила Фельдмана приговорили к двум годам колонии за публикацию и репост в соцсетях

В Ярославле будут судить капитана врезавшегося в пирс теплохода

Три школьницы из Жуковского выиграли на всероссийской олимпиаде по МХК