بنګلادېش کې سېلاوونو لکونه کسان بې کوره کړي
په بنګلادېش کې په تازه سېلاوونو کې لسګونه کسان وژل شوي او لکونه بې کوره شوي دي. سېلاو ځپلي پاکو اوبو او خوړو ته اړتیا لري. د اژانس فرانس پرېس له ویډیو جوړ رپورټ.
په بنګلادېش کې په تازه سېلاوونو کې لسګونه کسان وژل شوي او لکونه بې کوره شوي دي. سېلاو ځپلي پاکو اوبو او خوړو ته اړتیا لري. د اژانس فرانس پرېس له ویډیو جوړ رپورټ.
د پکتیکا یوشمېر اوسېدونکي وايي، د جون پر ۲۲مه نیمه شپه زلزلې ويښ کړل او چې بهر ولاړل نو په کلیو کې یې ګڼ کورونه ړنګ پراته ول. د دوی په خبره، ښايي تر ړنګو کورونو لاندې ځینې کسان بند پاتې وي. طبیعي پېښو ته د رسېدو چارو د وزارت مرستیال شرف الدین مسلم وايي، د طالبانو حکومت له زلزله ځپلو سره مرستې کوي. د امریکا غږ اشنا راډیو او ټېلېوېژن ویډیويي رپورټ.
په پکتیکا ولایت کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ریاست مشر وايي، په زلزله کې د ولایت ۳۳ کلي "په بشپړ ډول" ړنګ شوي دي. حکمت الله عصمت د جون پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، تر اوسه په هغه ولایت کې ۱،۰۰۰ کسان وژل شوي او ۱،۵۰۰ ژوبل دي. دی وايي، د ژغورنې ډلو خپل کار ته دوام ورکړی او د مرګ ژوبلې زیاتېدو ویره ده. له نوموړي سره زموږ همکار اسدالله لودین مرکه کړې چې د غږ په ځای کې یې اورېدای شئ.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږه کونکې ادارې یا اوچا ویلي، چې بشرپاله شریکان یې د طالبانو له چارواکو سره په همغږۍ په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له زیانمن شویو کورنیو سره د مرستو لپاره تیاری نیولی دی. دې ادارې ویلي، چې لومړنۍ عاجلې اړتیاوې په نښه شوي چې په کې ټپیانو ته لومړني روغتیایي خدمات، عاجله سرپناه، خوراکي او غیرخوراکي مواد، پاکې اوبه او د حفظ الصحې مواد شامل دي. خو دغې ادارې ویلي، چې سختو ورښتونو او یخنۍ ته په پام عاجله سرپناه اوس لومړیتوب لري. اوچا ویلي، چې راپورونه یې ترلاسه کړي چې... Читать дальше...
په افغانستان کې په پکتیا، پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې زلزلې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده. دا زلزله د رښتر پر مقیاس ۶.۱ درجې ثبت شوې ده او له ۲۰۰۲م کال راهیسي په افغانستان کې تر ټولو مرګونې ګڼل کیږي. نور حال په دې ویډيو کې وګورئ.
په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د زلزلې له امله د سلګونو افغانانو پر وژل او ټپي کېدو د افغانستان اکثرو پخوانیو او اوسینو حکومتي چارواکو د خواشینۍ پیغامونو خپاره او په ترڅ کې یې له نړیوالو د بېړنیو مرستو غوښتنې کړي دي. له دغو ولایتونو خپرو شوې ویډویوګانې او راپورونه زړه بوږنوونکي دي، او په اړه یې د افغانستان د تېر حکومت مشرانو او طالب رهبرانو د غمرازۍ پیغامونه خپاره کړي دي. د طالبانو د حکومت د مشر ملا هیبت الله اخندزاده له قوله په یوه خبرپاڼه کې په دې اړه لیکل شوي: "له نړیوالې ټولنې، خیریه بنسټونو... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو د دوو چارواکو د سفر بندیزونه د دوی په وړاندیز لګېدلي دي. له هغې وروسته چې د طالبانو په دوو چارواکو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لهخوا د لګېدلو بندیزونو موضوع رسنیزه شوه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا کار د دوی په وړاندیز شوی. د دې وزارت ویاند نېډ پرایس د سهشنبې په ورځ په دې تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "موږ وړاندیز وکړ چې ملګري ملتونه دا ګام پورته کړي، څو طالبان پوه شي چې له منځنیو زدهکړو د نجونو راګرځول پایلې لري، لکه د ملګرو ملتونو دا پرېکړه. Читать дальше...
په شمالي وزیرستان کې د جون پر ۱۹مه نېټه د څلورو ځوانانو وژنې او په کورمه کې قبايلي او فرقه ییز تاوتريخوالي د قبايلي ضلعو د امنيت د لا خرابېدو په اړه اندېښنې زېږولې دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له کارپوهانو سره دا پوښتنه څېړل شوې چې ایا واقعي د قبايلي ضلعو امنيت د لا خرابېدو په حال کې دی؟ خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو او پلویانو د جون پر ۲۱مه د پخواني سېنيټر عثمان کاکړ لومړی تلين ولمانځه. د ګوند مشرانو په کوټه کې د جلسې پر مهال يو ځل بيا غوښتنه وکړه چې د عثمان کاکړ د مرګ پلټنو لپاره دې د سپریم کورټ د جج قاضي فایز عیسی په مشرۍ يو کمېشن جوړ شي. هغه ګوند وايي چې د ۲۰۲۱ز کال د جون په ۲۱مه سېنيتر عثمان کاکړ په خپل کور کې وژل شوی وو خو حکومت وايي چې د عثمان کاکړ مرګه وژنه نه وه. نور حال په دې ويډيو کې.
سریلانکا لوبډلې له ۳۰ کلونو وروسته په خپل کور کې له اسټرالیا لوبډلې د یو ورځنیو لوبو سیریز وګاټه. د دواړو لوبډلو ترمنځ څلورمه یو ورځنۍ لوبه چې د سریلانکا په کولمبو ښار کې وشوه، سریلانکا د ۴ منډو په توپير وګټله. په یاده لوبه کې چارېټ اسلانکا تر ټولو ډېرې ۱۱۰ منډې وکړې او د لوبې په ګټلو کې یې مهم رول ولوباوه. دا په تېرو ۳۰ کلونو کې لومړی ځل و چې سریلانکا لوبډلې له اسټرالیا څخه په خپل کور کې د یو ورځنیو لوبو سیریز وګاټه. سریلانکا او اسټرالیا په دې سیریز کې پنځه یو ورځنۍ لوبې درلودې چې یوه یې... Читать дальше...
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې دا لیګ نن د دې ولایت د ۱۰ لوبډلو ترمنځ پیل شو چې ۴۵ ورځې به دوام وکړي. دا لیګ چې د کاپیسا په ورزشي سټډيم کې کېږي، په لومړۍ لوبه کې یې هندوکش لوبډلې ۲-۰ اریانا لوبډلې ته ماتې ورکړه. د بدنې روزنې او ورزش اداره وايي، په دې لیګ کې د کاپیسا د مرکز په ګډون د دریو ولسوالیو لوبډلو برخه اخیستې ده. یاد ادارې ویلي دي چې د دې سیالیو د کېدو هدف د مرکزي زون لوبډلې ته د غوره لوبغاړو پيدا کول دي.
پایلوبې ته سپین غر او بند امیر لوبډلې وتلي دي چې نن په لومړۍ ورځ سپین غر لوبډلې پچه وګټله او د توپ اچوونې پرېکړه یې وکړه. په لومړۍ پاڼۍ کې بند امیر لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۵ منډې وکړې چې ورپسې به د سپین غر لوبډلې لوبغاړي میدان ته د توپوهنې لپاره ښکته شي. د بند امیر لپاره اصف موسی زي ۷۲ او فرمان الله ۶۳ منډې وکړې او د سپین غر لپاره عمر امین ۵ لوبغاړي اوټ کړل. د میرویس نیکه په دریو ورځنیو سیالیو کې مس عینک، سپین غر، بند امیر، امو او بوست لوبډلو ګډون کړی چې د دوی له منځه بند امیر او سپین غر لوبډلې تر پایلوبې ورسېدې.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې یو شمېر هغه کډوال چې غواړي بهر ولاړ شي، وايي تېره ورځ د اعتراض پر مهال د سیمه ییزو پولیسو له لوري ورسره له تاوتریخوالي ډک چلند شوی دی. په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فېسبوک کې په خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري، چې پاکستاني پولیس له افغان اعتراض کوونکو سره تاوتریخوالی او له سپکاوي ډک چلند کوي. دغه افغانان وایي دوی له تېرو اتو نهه میاشتو راهیسې په اسلام اباد کې بې برخلیکه پراته دي او له دې امله یې اعتراض کړی، چې بهرني هېوادونه یې برخلیک معلوم کړي. خو د دوی په... Читать дальше...
د میېرمن کلتوري ټولنیز بهیر مسوولین وايي، سږ کال رڼا کلنۍ مشاعره په خپل وخت جوړه نه شوه. د دغه بهیر منشي مینه ابراهیم خېل ازادي راډیو ته وویل، د دې کار لامل، د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر د یو شمېر فعالو غړو نهشتون و. په افغانستان کې د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر مسوولین وايي، رڼا مشاعره چې هر کال د جوزا په یوه دېرشمه د کال په تر لویه ورځ د دغه بهیر له خوا جوړېدله، د دوی د یو شمېر غړو د نهشتون له امله په خپل وخت جوړه نهشوه. خو په کابل کې د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر مسوولین هیله من دي چې دا مشاعره، په یو څه ځنډ سره جوړه کړي. Читать дальше...
د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت وایي چې د خوست او پکتیکا د زلزله ځپلو مرستې ته یې د ژغورنې او روغتیایي خدمتونو ټیمونه رسېدلي دي. د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور رسنیو ته ویلي، د دوی له خوا یو پلاوی هم ټاکل شوی چې د ژغورنې او مرستې رسونې چارې وڅاري. نوموړي ويلي: "د خلکو د ژغورنې لپاره د ژغورنې او روغتیایي ټیمونه، د کورنیو چارو مسولین او د وسله وال پوځ منسوبین سیمې ته رسیدلي دي. د کورنیو چارو وزارت د مولوي زین الله عابر په مشرۍ پلاوی سیمې ته اعزام کړ او همدا راز نقدي مرسته هم سیمې ته ولېږل... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، په افغانستان کې په زلزله کې د وژل شویو شمېر ۹۲۰ ته رسېدلی او سلګونه ژوبل دي. د جون پر ۲۲مه تر نیمې شپې وروسته زلزلې د پولې هغې خوا ته د شمالي وزیرستان، پېښور او اسلام اباد په ګډون یوشمېر ښارونه لړزولي دي. په شمالي وزیرستان کې په زلزله کې یو سرتېری وژل شوی او دوه ژوبل دي. د رویټرز او اسوشیېټډ پرېس اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده له نړیوالې ټولنې او خیریه بنسټونو غوښتي چې د زلزله ځپلو لاسنیوي ته ور ودانګي. د ښاغلي اخندزاده د خواخوږۍ په پيغام کې چې نن خپور شوی راغلي، پکتیکا او خوست کې د تېرې شپې زلزلې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان وژلي او له ۵۰۰ زیات نور یې ټپیان کړي دي. په پیغام کې راغلي چې د مرګ ژوبلې د زیاتېدو احتمال شته. د طالبانو حکومت له پېښو سره د مبارزې له وزارت او اړوندو نورو ادارو او خلکو غوښتي چې هر څه ژر له ټولو امکاناتو سره د پیښې ځای ته ځانونه ورسوي.
د پکتیا ولایت اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې د طالبانو د ځايي چارواکو له خوا د ځنګلونو په وهلو کېدو له بندیز سره سره، بيا هم دې ولایت کې ځنګلونه وهل کېږي. د دې ولایت دوو اوسېدونکو چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل چې په دې ولایت کې غرني ځنګلونه وهل کېږي او قاچاق کېږي. د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هم پرون د یوه خبر په خپرولو سره ویلي و چې په ګردېز کې له شنو لرګیو بار یو موټر یې نیولي دي. یاد ریاست لیکي، موټر چلوونکي غوښتل دا لرګي قاچاق کړي چې د طالب ځواکونو له لوري نیول شوی دی. Читать дальше...
وروسته له هغه چې د طالبانو د حکومت لخوا په افغانستان د کوکنارو پر کښت بنديز ولګېد، د پنبې کرکيله ډېره شوې. د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند مولانا زهیر نن ازادي راډيو ته وویل په تېر ۱۴۰۰ لمریز کال کې یې د ۴۶ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۳ زره ټنه پنبه بهر ته صادره کړې وه چې د تېر کال په پرتله به سږ کال یې د حاصلاتو کچه لوړه وي. که څه هم ښاغلي زهیر د پنبې د سږنیو حاصلاتو په اړه دقیق ارقام وړاندې نه کړل خو وې ویل چې د کوکنارو د کر له بندېدو سره ډېرو بزګرو د پنبې کرلو ته مخه کړې ده. نوموړي... Читать дальше...
په تیونس کې اهاب تریکي نومې کس داسې يو مشین جوړ کړی چې له هوا څخه اوبه جوړوي. د مشين نوم کميولېس. تریکي وايي چې مشين يې په تیونس کې د اوبو د کمښت ستونزه حلولای شي. په دې اړه انیسې اجمل د رویټرز خبري اژانس له ویډیو څخه رپورټ جوړ کړی دی.
د افغانستان د پکتیکا ولایت یوازې دوو ولسوالیو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله څه د پاسه ۱،۰۰۰ تنه وژل شوي او له ۱،۵۰۰ زیات نور ټپيان شوي دي. د طالبانو حکومت اړوند باختر اژانس لیکلي چې دا مرګژوبله یوازې د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې اوښتې ده. دغه اژانس زیاتوي چې د دغه ولایت په زیړوک او نکې ولسوالیو کې هم زیات شمېر خلکو ته د سر او مال زیان اوښتی، خو کره شمېر یې نهدی معلوم. تر اوسه کومې خپلواکې سرچینې دغه شمېرې نهدي تأیید کړي. مخکې له دې طالب چارواکو ویلي و چې په پکتیکا، خوست او ننګرهار... Читать дальше...
زلزله د جون پر ۲۲مه شپې شاوخوا یوه نیمه بجه راغله چې د امریکا د ځمکپوهنې ادارې په وینا پر رېښتر پیمانه یې شدت ۵،۹ وو او مرکز یې له خوسته ۴۶ کېلومیټره لیرې جنوب غرب لوري ته وو.
په داسې حال کې چې په ایران کې د اعدامونو شمېر زیات شوی د ملګروملتونو یوې جګپوړې چارواکې په دې هېواد کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی. د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرې نَدا الناشف پرون وویل چې سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د مخدرو موادو د اړوند جرایمو په ګډون په ایران کې د اعدامونو د شمېر د زیاتېدو له کبله ډېر اندېښمن دی. د راپورونو له مخې په ایران کې په دې وروستیو کې د مخدرو موادو په اړوندو قضیو کې د محکومو تنکیو ځوانانو او همدا راز د افغان کډوالو د اعدامونو په شمېر کې زیاتوالی راغلی. Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې په اوکراین کې د روسیې په وړاندې جګړه کې دوهم امریکایی وژل شوی دی. په عین حال کې د امریکا لوی څارنوال ژمنه کړې چې هرهغه کس به عدالت ته راکاږي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په ترڅ کې یې په اوکراین کې جنګي جرمونه ترسره کړې وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون سې شنبې واشنګټن پوست ورځپاڼې ته تایید کړه چې دوهم امریکایی، ۵۲ کلن سټیفن زیبلسکي د تېرې می میاشتې په پنځلسمه د اوکراین په ژپوریژیا سیمه کې وژل شوی دی. په دې اړه نور جزیات نهدي ورکړل شوي خو ویل شوي... Читать дальше...
افغانستان یو له هغو هېوادونو بلل شوی چې پکې په ميلیونونو د زده کړې پر شرایطو برابر نجونې او هلکان له زده کړو بې برخې دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو یوه مرستندویه اداره وایي چې د افغانستان په ګډون په جګړه ځپلو هېوادونو کې په تېرو شپږو کلونو کې د هغو ماشومانو شمېر چې ښوونځي ته له تلو محروم شوي، نژدې درې برابره زیات شوی او ۲۲۲ ميلیونو ته رسیږي. د ملګروملتونو، د تعلیم انتظار نهشي کولای، د بېړنو زده کړو ادارې، ECW په وروستي راپورکې چې پرون سې شنبې یې خپور کړی، ویلي چې په ۲۰۱۶ کال کې له ښوونځي د محروم پاتې شویو ماشومانو شمېر ۷۵ ميلیونه و. Читать дальше...