ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

Новости за 24.06.2022

د ملګرو امنیت شورا پر افغانستان بحث کړی

Mashaalradio.com 

طالبان وايي، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د تعلیم بحالۍ لپاره یې یوه کمېسیون کار ته دوام ورکړی او همداراز، دریځ لري چې د "شریعت په چوکاټ" کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي، خو دا چوکاټ یې نه دی تشریح کړی.

له ملګرو ملتونو د نصير احمد فايق غوښتنه: د افغانستان په اړه يو ملي ډيالوګ جوړ کړئ

Pa.azadiradio.com 

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي له دغه سازمانه غوښتي چې د افغانستان روانو ستونزو د حل په موخه یو ملي ډیالوک د ټولو اړخونو په ګډون سره جوړ کړي. نصیر احمد فایق د پنجشنبې په ورځ دغه سازمان ته په خپلې وینا کې ویلي چې دغه ډیالوک کولای شي افغانستان له انزوا کیدو څخه وژغوري. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق تېره ورځ دغه سازمان ته په خپلو خبرو کې د افغانستان د روانو حالاتو د کابو کېدو لپاره د یو بین الافغاني ډیالوک د جوړېدو غوښتنه کړې. ښاغلي فایق ویلي، له هغې وروسته... Читать дальше...

سرچينې: په سرپل کې د طالبانو او قوماندان مهدي مجاهد ترمنځ نښته کې ۲۲ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو یو هزاره تباره قوماندان مهدي مجاهد خپلوان ادعا کوي چې د دغه قوماندان د کسانو طالبانو تر منځ جګړه کې د سرپل ولایت بلخ اب ولسوالۍ ۲۲ کسان وژل شوي- خو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه‌دي ویلي. دوی چې د امنیتي حساسیتونو له امله نه‌غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي وایي په دې نښتو کې د مهدي مجاهد هم درې کسان وژل شوي دي. مهدي مجاهد د طالبانو یو هزاره تباره قوماندان دی، د ده د خپلوانو په خبره، نوموړی دیارلس کاله مخکې له طالبانو سره یو ځای شوی وو. خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو... Читать дальше...

طالب چارواکي د ایران او پاکستان مرستې زلزله ځپلو سیمو ته وړي

Mashaalradio.com 

د جون پر ۲۳مه له ایران او پاکستانه د زلزله ځپلو سیمو له خلکو سره مرستې خوست ته ورسېدې. طالب چارواکي وايي، له هغه ځایه یې پکتیکا او نورو زلزله ځپلو سیمو ته د مرستو لېږد بهیر پیل کړی. نور په ویډیويي رپورټ کې.

د پکتیکا اوسېدونکي وايي زلزله کې یې ګڼ خپلوان مړه شول

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، په زلزله ځپلو سیمو کې یې مرستندویه چارو ته دوام ورکړی دی. د جون پر ۲۲مه تر نیمې شپې وروسته په زلزله کې ۱،۱۵۰ کسان وژل شوي او سلګونه ژوبل دي. د پکتیکا ځینې اوسېدونکي وايي، د کورنۍ یوشمېر غړي یې مړه شول. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.

اروپايي ټولنې د بشري حقونو له شورا د افغان مېرمنو د حقونو په تړاو د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

په ملګرو ملتونو کې د اروپايي ټولنې دایمې استازولۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په استولي لیک کې د یادې موضوع د څرنګوالي په اړه د یوې بېړنې ناستې غوښتنه کړې. ازیتا چې له اتو میاشتو راهیسې له تحصیل او کار نه محرومه پاتې شوې وايي، روان حالت یې روح او روان سخت ځپلی او د دوام د مخنیوي غوښتنه یې کوي. ازیتا چې د اقتصاد پوهنځۍ د ۷ سمسټر محصله ده وايي، له اتو میاشتو راهیسې له خپل پوهنتونه او هغه ځای کې چې  يې کار کاوه لرې پاتې ده. نوموړې وايي: "زه هم د هغو نجونو له ډلې یم چې له تحصیل څخه لرې... Читать дальше...



د خیبر پښتونخوا حکومت او خیریه ټولنو افغانستان ته مرستې استولي

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا حکومت او خیریه ټولنو د افغانستان زلزله ځپلو سیمو ته په مرستو بار لارۍ استولې دي. حکومتي چارواکو د جون پر ۲۳مه په پېښور کې مرستې د طالبانو د حکومت قونصلګر ته ورسپارلې. د یوې ناحکومتي خیریه ټولنې مخکښ مشر مشال راډیو ته وویل، د جون پر ۲۲مه نیمه شپه په زلزله کې په افغانستان کې مېشتو وزیرستانیو کډوالو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او د هغوی کورنیو ته یې هم مرستې استولې دي. ویډیويي رپورټ.

له سيورودونيڅک ښار څخه د اوکرايني سرتېرو د وتلو خبر ورکړل شوی

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین یوه محلي چارواکي نن ویلي، اوکرایني ځواکونه به له سیورودونیڅک ښار څخه چې په وروستیو کې روسیې اشغال کړی، ووځي. چارواکي وايي مسکو هڅه کوي چې د اوکراین په ختیځ لوهانسک کې د اوکراین د مقاومت کوونکو وروستی سنګر هم کلابند کړي. د لوهانسک والي سرهی هیدی ویلي، په هغو سنګرونو کې چې د تېرو میاشتو پر مهال ټوټې-ټوټې شوي، پاتې کېدل منطقي نه برېښي.

د کندهار برېښنا شرکت دوه انجنيران په ترافيکي پېښه کې مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د برېښنا شرکت دوه انجنیران پرون ناوخته د کندهار - هلمند پر لویه لار په ترافیکي پیښه کې مړه شوي دي. د برېښنا شرکت پرونۍ اعلامیه وايي، دغه کسان له یوې نیمې میاشتې راهیسې د کجکي د برېښنا فابریکه کې په کار بوخت وو، چې د راستنېدو پر مهال یې د کندهار ـ هلمند پر لویه لار ټکر وکړ او دواړو ساه ورکړه. برېښنا شرکت وايي دوه نور کارګران یې ټپیان شوي دي.

پکتيکا کې بيا ځلې زلزلې نن ۵ تنه مړه کړل

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو سرپرست حکومت د روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا زلزله نن له غرمې مخکې شااوخوا ۱۰ بجې شوې ده. د دغه وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان ویلي، په دغې زلزله کې تر ۱۱ زیات نور کسان ټپیان شوي دي. د امریکا د جیولوژي سروې ادارې ویلي چې د نن ورځې د دغې زلزلې قدرت ۴،۳ ریښتر درجې و. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د چارواکو په وینا، د افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د چهارشنبې سهار وختي زلزلې امله شا او خوا زر تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي. خپلواکو سرچینو تر اوسه دا شمېرې نه‌دي تأیید کړي. Читать дальше...

افغانستان زلزله: د مړو شویو شمېر ۱،۱۵۰ ته رسېدلی، مرستندویه چارې روانې دي

Mashaalradio.com 

حقاني وویل، "د وروستۍ زلزلې او سېلاوونو له امله د تلفاتو کوم وروستي ارقام چې موږ ترلاسه کړي او البته هغه هم نهایي نه ‌دي، ۱،۰۱۴ زموږ هېوادوال شهیدان شوي دي او شاوخوا ۷۴۹ تنه نور زخمیان لرو."

اوچا: په زلزله ځپلو سيمو کې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو ګواښ د اندېښنې وړ دی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر" اوچا" په خپل تازه خپور کړي راپور کې اندښنه ښودلې چې په زلزله ځپلو سیمو کې تر زلزلو او زیانونو وروسته د اسهال پېښې مخ په زیاتېدو دي خو هڅه کوي چې ژر تر ژره دغو سیمو ته د څښلو پاکې اوبه او نورې بشري مرستې ورسوي. د افغانستان په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د شدیدو زلزلو له امله زرګونه زیانمنې شوې کورنۍ د بېړنو لومړنیو مرستو غوښتنې کوي. د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ دو تنو زلزله ځپلو چې کورونه يې په بشپړ ډول له منځه تللي او د کورنۍ زیات شمېر غړي یې مړه شوي وایي شدیدو... Читать дальше...

اوکراين د امريکا د اوږد واټن ويشتونکو وسلو د ور رسېدو اعلان وکړ

Pa.azadiradio.com 

اوکرایین د امریکا د اوږد واټن ویشتونکو لومړنیو وسلو د ور رسېدو اعلان وکړ هغه چې د اوکراین پوځ له میاشتو راهیسې د دغو وسلو انتظار کاوه. د اوکراین دفاع وزیر الکسي رزنیکوف پرون (د جون په ۲۳مه) وویل چې د امریکا د هایمرس HIMARS توغندیو سیسټم اوس په اوکراین کې دی. دا لا څرګنده نه‌ده چې دا سیسټم کله دغه هېواد ته رسول شوی او آیا په لومړۍ کرښه کې هم کارول شوی او که نه. د امریکا متحده ایالاتو پرون (د جون ۲۳مه) اعلان وکړ چې اوکراین ته به د نورو راکټي سیسټمونو په ګډون د پوځي مرستو نوې لړۍ واستوي. کییف... Читать дальше...

تر برید وروسته د افغانستان سیکان د ویرې ښکار دي

Mashaalradio.com 

په کابل کې د جون پر ۱۸مه پر ګوردوارې تر برید وروسته سیکان له ویرې سره مخامخ دي او غواړي افغانستان پرېږدي. دوی وايي، دا لومړی ځل نه دی چې د ترهګر برید ښکار شوي. په ۱۹۷۰ز لسیزه کې په افغانستان کې پینځه لکه سیکان او هندوان اوسېدل چې اوس یې شمېر ۲۰۰ ته ښکته شوی. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.

ازادي راډيويي مجله؛ د کيسې پيل څنګه کېږي؟

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کتابتونونه څنګه له کتابونو ډک شي؟ د کيسې د پيل په اړه له څو تنو ليکوالو سره بحث او د ارګ د تاريخ په اړه مالومات. د دې اوونۍ ازادي راډيويي مجله کې نور ادبي او فرهنګي مالومات هم اورېدلی شئ. دا خپرونه چې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کليک کولو يې اورېدلی شئ:

پکتيکا او خوست ولايتونو ته د مرستو د لېږد لړۍ پيل شوې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې زلزله ځپلو کورنیو ته د خوراکي، غیر خوراکي او نغدو پیسو د لېږد لړۍ پیل شوې ده. د دغه وزارت مرستیال مولوي محمد نسیم حقاني تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له لارښوونې سره سم، له کابل څخه ۱۵۰۰خیمې، ۱۵۰۰ بورۍ وریجې، ۱۵۰۰ بورۍ غنم، ۱۰۰۰ چریکي بسترې، ۱۰۰ خوراکي کڅوړې او ۱۰۰ میلیونه افغانۍ د خوست او پکتیکا ولایتونو زلزله ځپلو ته استول کېږي. د افغانستان له زلزله ځپلو سره پر کور دننه او... Читать дальше...

Новости России
Москва

Выпуск ЦФА на платформе «Атомайз» поможет снизить нагрузку на экологию


حکومت: له ټي ټي پي سره به خبرې د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې کېږي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي، د پاکستاني طالبانو له تحریک سره خبرې به یوازې د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې کېږي. د رانا ثنااالله په وینا دا پرېکړه د ملي امنیت په اړه د ملکي او پوځي مشرانو په ګډه غونډه کې شوې ده. له بلې خوا پاکستاني رسنیو پرون راپور ورکړ چې د دغه هېواد پوځي او ملکي مشرانو پرېکړه کړې چې له پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي سره به له خېبر پښتونخوا ایالته د قبایلي سیمو د بېلولو په اړه هیڅ راز خبرې نه‌کوي. پاکستاني طالبانو په هغو خبرو کې چې د افغان طالبانو په منځګړتوب یې له... Читать дальше...

پیټر سنډز: د خوراکي موادو بحران به د ميليونونه انسانانو د مړيني لامل شي

Pa.azadiradio.com 

د یوې نړیوالې مرستندویې ادارې ريیس خبرداری ورکوي چې د خوراکي موادو بحران او په نتیجه کې یې راز راز ناروغۍ د میلیونونو انسانانو د مړینو سبب کېدای شي. له ایډز، ملریا او نري رنځ سره د مبارزې د نړیوال صندوق اجرايي رييس پیټر سنډز وايي، د اوکراین د جګړې له امله په نړۍ کې د خوراکي موادو بحران له دې کبله د میلیونونو انسانانو ژوند ګواښي چې وږي کسان د ناروغیو په وړاندې مقاومت له لاسه ورکوي. د روسیې له لوري په تور سمندرګي کې د اوکراین د بندرونو محاصرې د نړۍ بېوزلو هیوادونو ته د غنمو د صادراتو مخه نیولې ده.

هند په افغانستان خپل ډيپلوماټيک حضور پيل کړ

Pa.azadiradio.com 

هندي رسنیو راپور ورکړ چې دغه هېواد پرون (پنجشنبې) په کابل کې خپل سفارت ته تخنیکي ټیم ولېږه او په دې توګه یې یو وار بیا په افغانستان کې ډیپلوماتیک حضور پیل کړ. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، دا ډله د بشري مرستو د اغېزمن ارسال هڅې څاري او له افغانانو سره به د اړیکو د غښتلي کولو هڅې کوي. د هند یوه بله ډله مخکې د بشري مرستو د چارو د څارنې لپاره کابل ته تللې وه. دغه ټیم د طالبانو له جګپوړو غړو سره وکتل او د افغانستان امنیتي وضعیت یې و ارزاوه. هند د تېر کال په اګست میاشت کې کابل ته د طالبانو له... Читать дальше...

تايوان د افغانستان له زلزله ځپلو سره د يو ميليون ډالرو مرستې ژمنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د تایوان حکومت ژمنه وکړه چې د افغانستان له زلزله ځپلو سره د یو میلیون ډالرو مرسته کوي. د تایوان د بهرنیو چارو وزارت پرون (پنجشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان زلزله ځپلو ته د یو میلیون امریکايي ډالرو مرستې پرېکړه یې وروسته له دې وکړه چې د بېلابېلو شریکو هېوادونو له متخصصانو سره یې مشوره وکړه. له دې جلا د تایوان د ولسمشرې وياندې کشاویر چانګ په یوه بیان کې وویل چې د دغه هېواد ولسمشرې تاسي اینګ وین د افغانستان د زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

انالنا بریوک: د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ۲۱ زره افغانان جرمني ته ورغلي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني یوه چارواکې وايي، د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو څخه راوروسته تر ۲۱ زره ډېر افغانان جرمني ته ورغلي دي. د جرمني حکومت ژمنه کړې، هغه افغانان، چې د جرمني له پوځ او نړیوالو موسسو سره یې کار کړی دی او همدا راز هغه افغانان چې د طالبانو له لوري له خطر سره مخامخ دي، خپل هېواد ته بیايي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بریوک پرون (پنجشنبه) وویل، په مجموع کې د هغو افغانانو په درو کې دوې برخې، چې د جرمني د مهاجرت اجازه یې ترلاسه کړې ده، دې هېواد ته رسېدلي دي.

د افغانستان سوداګرۍ خونې د روسيې له يوې خصوصې څانګې سره قرارداد لاسليک کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د روسیې له یوې خصوصي څانګې سره د همکارۍ قرارداد لاسلیک کړ چې پر اساس یې د کابل – مسکو ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه زیاتېږي. د سوداګرۍ او پانګونې خونو رييس محمد یونس مومند ازادي راډیو ته وویل، د دې موافقې پر اساس به افغان سوداګر له روسیې څخه په نسبتاً ښه بیه غنم او تېل رانیسي. نوموړي وويل، همکاري به تر ډېره د صادراتو او وارداتو برخه کې پياوړې شي او دغه راز د ترانزيټ او ترانسپورت برخو کې هم د همکارۍ ژمنې شوي دي.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Даниил Медведев

Теннисист Медведев вышел в полуфинал турнира в Майами, обыграв Харри






Соцфонд назначил пенсии по потере кормильца родственникам погибших в "Крокусе"

Для Путина настало время использовать сильнейший «козырь» — эксперт

Более 70 пострадавших при теракте в «Крокусе» продолжают лечение в больницах

Минздрав Подмосковья: в обновленном списке пострадавших при теракте 124 фамилии