ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

Новости за 25.06.2022

په ګيان کې څه تېر شول؟ د يو زلزله زپلي کیسه

Pa.azadiradio.com 

د پکتيکا د ګيان ولسوالۍ يو اوسيدونکی نذير خان د هغې شپې کېسه کوي چې ورانونکې زلزلې په دې ولسوالۍ کې هر څه سره ګډوډ کړل. د چارشنبې په سهار وختي دې زلزلې په پکتيا او خوست کې تر ۱۰۰۰ زيات کسان وژلي

روسیې د اوکراین په لوېدیځ او شمال کې پر پوځي اهدافو بريدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

روسیې د اوکراین په لوېدیځ او شمال کې په بېلابېلو ښارونو کې پر پوځي اهدافو د توپونو او توغندیو حملې کړې دي. د اوکراین د ولسمشر سلاکار میخایلو پودولیاک نن پر ټویټر ولیکل، چې روسیې تېره شپه پر ټول اوکراین کې د کروز ۴۸ توغندي ویشتلي او لاهم غواړي چې اوکراین وګواښي، وارخطايي جوړه کړي او خلک ووېروي. روسیې په ختیځه دونباس سیمه کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې هم پوځي عملیات کړي دي. روسیه د اوکراین په ختیځ کې د پوځي عملیاتو د پراخولو په مرسته د دونباس سیمې د نیولو هدف ته نژدې شوې ده.

اروپايي ټولنه: له ایران سره د اټومي موافقې په اړه خبرې ژر پيلېږي

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بورېل وايي، له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي موافقې د بیا احیا کولو په هدف خبرې به ډېر ژر پیل شي. ښاغلي بورېل نن د ایران د بهرنیوچارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې په خبرو کې د ځنډ درې میاشتې پوره شوي او په کار ده چې خبرې چټکې شي. بورېل بېګا ایران ته له دوه ورځني سفر مخکې پر ټویټر ولیکل، چې ډيپلوماسي د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د اټومي موافقې د پوره عملي کولو یوازینۍ لاره ده.

جمبیه د یمنیو سړیو د جامو لازمي برخه بلل کېږي

Mashaalradio.com 

د یمن سړي له پېړیو راهیسې په یوه ځانګړي کمربند کې یو خنجر یا چاړه ږدي چې جمبیه بلل کېږي. د هغه هېواد اوسېدونکي وايي، جمبیه د دودیزو جامو یوه مهمه برخه ده. خلک په یمن کې د جمبیې له ښایست او نرخه د یو سړي د شتمنۍ اټکل کوي. نور د رویټرز اژانس له ويډیو په جوړ رپورټ کې.

طالبانو د سرپل په بلخاب کې د عملیاتو د پای ته رسېدو ادعا وکړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې جګړه تایید کړه. دې وزارت په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي دي چې په بلخاب کې د دوی ګډ چاڼیز عملیات چي څو ورځې مخکې پیل شوي وو پای ته رسېدلي دي. دفاع وزارت ویلي چې دا عملیات نن سهار د مخالفینو چي په اعلامیه کې باغیان بلل شوي د سیمو په نیولو سره پای ته ورسېدل. د طالبانو حکومت له دې مخکې په بلخاب کې د جګړې راپورونه رد کړي وو. خو د طالبانو هزاره قوماندان مهدي مجاهد ته نژدې کسانو نن هم آزادۍ راډیو ته وویل چې د تېرو دریو ورځو په جګړو کې دواړو خواوو ته تلفات اوښتي دي. Читать дальше...

په خصوصي پوهنتونونو کې د دعوت او ارشاد څانګو فعالولو اندېښنې رامنځته کړي

Pa.azadiradio.com 

د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو محصلین وایي، د دوی په پوهنتونونو کې د دعوت او ارشاد څانګه جوړه شوې چې د دندې ډېری برخه یې په اکاډمیکو بنسټونو کې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د پرېکړو پلي کول دي. صفیه په کابل کې د یو خصوصي پوهنتون محصله ده. دا نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې په دې راپور کې د پوهنتون نوم خپور شي خو وایي له تېرې یوې میاشتې راهیسې د دوی په پوهنتون کې د ارشاد او دعوت مدیریت رامنځته شوی چې دنده یې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د پرېکړو عملي کول دي. Читать дальше...

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ سیاست مشر ایران ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې یو لوړ رتبه چارواکی د اټومي مذاکراتو د بیا پیل لپاره تهران کې خبرې کوي. د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل، د اټومي تړون د ژوندي کولو لپاره ایراني چارواکو سره خبرې کوي. هغه مخکې له دې چې د جمعې په ورځ تهران ته ورسېږي په خپل ټویټر کې ولیکل چې دیپلوماسي د اټومي تړون بشپړ تطبیق او د اوسني کړکېچ د ختمولو یواځنۍ لار ده. بوریل نن د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او نورو چارواکو سره خبرې کوي. بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل، چې... Читать дальше...



زیانمنه پکتیکا د ډرون له سترګو

Pa.azadiradio.com 

په پکتیکا کې د یوې خونړۍ زلزلې له امله د رامنځته شویو ورانیو تصویرونه ډرون کمرې ثبت کړي. دا د ویجاړیو لږ لیدل شوي انځورونه دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د چهارشنبې په سهار په زلزله کې له ۲۰۰۰ څخه زیاتې ودانۍ ویجاړې شوې او د مړو شمېر تر ۱۰۰۰ واوښت.

له دې وروسته برښنايي پېژندپاڼې د طالبانو د ادارې په نوم او نښه چاپېږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د احصایې ملي اداره وايي، له دې وروسته به په برښنايي پېژندپاڼو کې د طالبانو د اوسنۍ ادارې نښه د افغانستان اسلامي جمهوریت د لوګو پر ځای ولګول شي. د طالبانو کابینې تازه د دې ډول نویو پېژندپاڼو د چاپ پرېکړه تصویب کړې ده. د طالبانو د احصایې ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د برښنايي پېژندپاڼو یا تذکرو په نویو چاپېدونکو پاڼو کې به د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوګو یا نښان پر ځای د طالبانو د اوسنۍ ادارې نښه چاپ شي. د دې ادارې مسوولان وايي، په الکټرونیکي پېژندپاڼو کې به دا بدلون ژر عملي شي. Читать дальше...

شهباز شریف: د پاکستان اقتصادي راتلونکی له سيپېک پروژې سره تړلی دی

Mashaalradio.com 

د پاکستان وزیراعظم وايي، د هیواد سباوون د چین ـ پاکستان تر منځ په اقتصادي د هلېز پورې تړلی دی.  شهباز شریف دا څرګندونې د جون پر ۲۵مه، په کراچۍ کې د بحري اکېډمۍ د محصلینو د فراغت غونډې پر مهال جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې. شهباز شریف وړاندې وویل، د پاکستان اقتصادي راتلونکی د سيپېک پروژې د کامیابۍ سره تړلی دی. د نوموړي په وینا د چین او پاکستان ترمنځ په اقتصادي راهدارۍ کې د ګوادر بندر ته خاص اهمیت حاصل دی او د دې مقصد د لاس ته راوړلو لپاره د پاکستان د بحریې ونډه ډېره اړینه او مهمه ده.   ... Читать дальше...

سرچینه: سرپل کې لا هم د طالبانو او قوماندان مهدي وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده

Pa.azadiradio.com 

د سرپل په بلخاب کې نن هم د طالبانو او د دې ډلې د جلا شوي قوماندان مهدي مجاهد ترمنځ د جګړو راپورونه ورکړل شوي. له طالبانو د جلا شوي هزاره قوماندان مهدي مجاهد پلویان وايي، له تېرې شپې راهیسې د دوی پر سنګرونو د طالبانو بریدونه په شاه تمبولي خو طالبان بیا وايي، عملیات یې په بریا پای ته رسولي. مهدي مجاهد ته یو نږدې کس د خپل نوم د نه ښودلو په شرط یې ازادي راډیو سره خبرې کولې وویل، طالبانو په دې جګړه له هوايي ځواکه هم کار اخیستی او د مهدي مجاهد استوګن‌ځای یې بمبار کړی دی. هغه وویل: "د ولسوالۍ تر مرکزه... Читать дальше...

د پکتیکا او خوست زلزله ځپلو لپاره راټولې شوې مرستې کمېټه او بنسټونه وېشي

Pa.azadiradio.com 

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت وایي، د پکتیکا او خوست د زلزله ځپلو لپاره تر دې دمه راټولې شوې مرستې د دوی په اختیار کې نه دي ورکړل شوي خو د مدیریت او وېش لپاره یې ځانګړې کمېټه او بېلابېل بنسټونه ګمارل شوي دي. محمد د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې زلزلې یې په بشپړ ډول کور ویجار او کورنۍ ته یې ځاني او مالي زیانونه رسولي دي. دی وایي، دوی دا مهال بېړنیو روغتیایي او خوراکي توکو ته اړتیا لري. هغه وویل: "نه کلینیک شته نه د تګ راتګ سم سړک، د څښلو پاکې اوبه نه لرو،که... Читать дальше...

پکتیکا کې د زلزله زپلو سختې ورځې

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د راپور له مخې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې د تلفاتو شمېر له زرو تنو اوښتی. د دې زلزلې مصیبت ځپلي په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي او مرستندویې موسسې هڅه کوي چې دوی ته مرستې ورسوي. په همدې حال کې ملګروملتونو له دې مصیبت ځپلو سره د بېړنۍ مرستې لپاره د لږترلږه ۱۵ میلیون ډالره بسپنې غوښتنه کړې.

کندهار کې ځايي وګړي له زلزله ځپلو سره د مرستو راغونډولو لپاره راوتلي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د جون پر ۲۲مه نيمه شپه تر راغلي زلزلې وروسته هېوادوالو له زلزله ځپلو سره د مرستو راغونډولو بهير پيل کړی دی. په کندهار کې د جون پر ۲۴مه د جمعې تر لمانځه وروسته ځايي وګړي د مرستو راغونډولو لپاره رواتلي ول. دغې زلزلې په پکتيکا، خوست، پکتيا او خوست کې زرګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې وه. په دې اړه ګل اياز د فرانس پرېس اژانس له ويډيو څخه راپور جوړ کړی دی.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر ایران ته روان شوی

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي موافقې د بیا احیا کولو د هڅو په ترڅ کې بېګا دې هېواد ته روان شو. ښاغلي بورېل ایران ته له دوه ورځني سفر مخکې پر ټویټر ولیکل، چې ډيپلوماسي د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د اټومي موافقې د پوره عملي کولو یوازینۍ لاره ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده پرون له دې مخکې ویلي و، چې دوه اړخیز اړیکي، سیمه ییز او نړیوال مسایل او همداراز پر ایران د بندیزونو د لیرې کولو وروستی حالت به د دې خبرو د اجنډا مهمې مسایل وي.

ایران: طالبان دې د اوبو په اړه دوه اړخیزو تعهداتو ته جدي درناوی وکړي

Pa.azadiradio.com 

ایران یو ځل بیا له طالبانو غوښتي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د ونډې په اړه د شوې موافقې له مخې، دوه اړخیزو تعهداتو ته جدي درناوی وکړي. د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند سیند د اوبو په سر د توافق شوې هوکړې سره سره، دا هېواد یو ځل بیا له طالبانو غواړي څو په دې برخه کې راپورته شوې ستونزې حل کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبدالهیان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره تېره ورځ ټیلېفوني خبرو کې ویلي، طالبان دې د ایران د اوبو د ونډې په اړه د شوې موافقې له مخې، دوه اړخیزو تعهداتو ته په جدي توګه درناوی وکړي. Читать дальше...

په افغانستان کې زلزله ځپلو سره د مرستې رسونې لړۍ چټکه شوې

Mashaalradio.com 

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې د مړو شمېر په زیاتېدو دی، د نړیوالو د بشري مرستې او د بسپنې ژمنې دوام لري. د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره د جون پر ۲۴مه، بیا هم د بسپنې ژمنې وشوې او د څو هېوادونو بشري مرستې افغانستان ته ورسېدې. د سره صلیب نړیواله کمېټه او د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې د پکتیکا دوو ولسوالیو برمل او ګیانې او د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ ته چې زلزلې په کې تر ټولو زیات تلفات اړولي، د مرستو د رسولو هڅه کوي. بل خوا د متحده عربي اماراتو خبري اژانس راپور ورکړ،... Читать дальше...

اوکرایني چارواکي: له روسیې سره مقاومت لپاره د ځواک انډول ته اړتیا ده

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په ختیځ کې د جګړې په زور اخیستو سره اوکرایني چارواکي وايي، چې هېواد یې له روسیې سره د ځواک انډول ته اړتیا لري. د اوکراین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال والیرې زالوژني ویلي، چې په ختیځو سیمو کې د دوی پوځ د روسیې د توپچي ځواک په حملو کې سخت زیان اوښتی دی نو ځکه باید نورې وسلې ورکړل شي څو وضعه سمه کړي. هغه په دې اړه له خپل امریکايي سیال جنرال مارک میلي سره ټیلیفوني خبرې هم کړي دي. اوکراین د فبروري په ۲۴مه د روسیې له یرغل وروسته له لویدیځو متحدانو څخه د میلیاردونه ډالرو په ارزښت... Читать дальше...

Новости России
Москва

ДЭГ местного значения // Суд оставил в силе итоги электронного голосования на выборах президента


ننګرهار کې د دېوال پرېوتو له امله ۱۳ زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې د یوې دینې مدرسې د دېوال پرېوتو له امله ۱۳ زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار د سیمه ییز روغتون ویاند ګلزاده سنګر ازادي راډیو ته وویل، چې دغه پېښه نن شنبه سهار شااوخوا نهه بجې د خوږیاڼو ولسوالۍ د مرکز کږې بازار اړوند« پاس غونډۍ» کلي د احمد شاه په نامه د یوې دینې مدرسې دېوال د پرېوتو له کبله رامنځته شوې ده. نوموړی وایي، په یاده پېښه کې یوه زده کوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي. تراوسه د دېوال د غورځېدو لامل نه دی معلوم خو ډېر کله دا ډول پېښې د زیاتو ورښتونو... Читать дальше...

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د غوړیو بیې راټیټېږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د غوړیو بیه د راټیټېدو په حال کې ده. دغه وزارت په یوې خبر پاڼه کې لیکلي، چې دغه خبره د غوړیو، اوړو او غنمو سوداګرو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له وزیر سره په لیدنه کې کړې. د خبر پاڼې په حواله، په نړیوال بازار کې د قیمتونو د راټیټېدو او لوړېدو لامل د اوکراین جګړه ښودل شوې. د وزارت په وینا، سوداګرو ویلي، چې د غوړیو بیې په نړیوال بازار کې کمې شوي او هر ټن کې ۴۰۰ ډالره کمښت راغلی. د دوی د معلوماتو له مخې، دا چې په هر ټن کې ۴۰۰ ډالره کم شوي وي دغه چاره د افغانستان... Читать дальше...

د غالیو تولیدونکي او صادرونکي نړیوال بازار ته د لارموندنې غوښتنه کوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د غالیو د تولیدونکو او صادرونکو ټولنه نړیوال بازار ته د لارموندنې غوښتنه کوي. د دغې ټولنې مشر محمد انور رحیمي په کابل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې دغه غوښتنه کړې. د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، یاده لیدنه چې تېره ورځ ناوخته ترسره شوې د افغانیو غالیو د نړیوال بازار تر څنګ په دغه برخه کې ښه تولید او اسانتیاو رامنځته کولو په برخه کې هم بحثونه شوي. یاد وزارت وړاندې لیکلي، چې اوسمهال له افغانستان نه نورو هېوادونو ته د غالیو د صادراتو... Читать дальше...

په اسټرالیا کې ځانګړي تشنابونه جوړ شوي

Mashaalradio.com 

د اسټرالیا د یو وړوکي ښار میریبره په عامه تشنابونو کې د بدلون کار مکمل شوی دی. ادعا کېږي چې هغه ښايي په اسټرالیا کې د اوسني دور بهترین ولسي تشنابونه وي. دا په داسې حال کې ده چې چارواکي غواړي سیلانیان د هغه ښار مخه کړي. تفصیل د اسوشيېټډ پرېس اژانس په ویډیويي رپورټ کې.

اروپايي اتحادیې له افغان زلزله ځپلو سره د یو میلیون یورو مرسته اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

اروپايي اتحادیې د افغانستان له زلزله ځپلو سره د یو میلیون یورو مرسته اعلان کړه. دې اتحادیې په یوې اعلامیې کې ویلي، چې په دې نغدو پیسو به زلزله ځپلو ته لومړني روغتیايي خدمات، د څښاک اوبه، سرپناه او درمل برابر کړل شي. پرون د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز ترس اعلان وکړ، چې هېواد به یې افغان زلزله ځپلو ته دوه نیم میلیون پونډه مرسته وکړي. تر دې مخکې تایوان او جنوبي کوریا هر یو یو – یو میلیون ډالره مرسته اعلان کړې وه.

ملګري ملتونه د افغان ښځو پر وضعیت بېړنۍ غونډه جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت د خبرو لپاره بیړنۍ غونډه جوړوي. دې شورا پرون پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دا ناسته به د راتلونکې جولای په لومړۍ نېټه دایره شي. د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنرې میشل باچلې لس ورځې وړاندې د جون ۱۵مه په جینیوا کې د ملګروملتو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې طالبان د افغان ښځو او نجونو پر سیستماتیکې ځپنې تورن کړل. دې دا هم وویل، چې افغانان د یوه نسل تر ټولو تیاره شطبې تجربه کوي.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Анастасия Потапова

Потапова всухую обыграла Шнайдер в 1-м круге турнира в Мадриде






Достойная смена

МИД КНДР: санкции против Пхеньяна стали петлёй на шее Соединенных Штатов

Ефимов: в первом квартале Москва передала соцучреждениям 23 объекта

Арестован третий фигурант по делу замминистра обороны Иванова