کییف او چیرکاسي کې روسيې توغندویي بریدونو ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د اوکراین په پلازمېنه کییف او مرکزي ښار چیرکاسي نن د روسیې د توغندویي بریدونو په نتیجه کې لږترلږه دوه تنه وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان دي. په ټپیانو کې یوه اوه کلنه نجلۍ هم د نړېدلې یوې ودانۍ له کنډوالو را ایستل شوې ده. دا له څو اونیو وروسته پر دغو دواړو ښارونو لومړنۍ لویې حملې دي. دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې اوکرایني ځواکونه له ختیځ سیورودونیڅک ښار څخه په شا شول او دا ښار روسي ځواکونو ونیوه. د کییف ښاروال ویتالي کلییچکو وویل، چې څو توغندي نن سهار وختي د شیوچینسکییفکسي په سیمه... Читать дальше...