ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

Новости за 28.06.2022

پکتيکا کې له زلزلې وروسته ټکانونه حس کېږي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې تېره شپه‌يې هم د زلزلې څو ټکانونه حس کړي دي. دا ولسوالۍ تېره اوونۍ د خونړۍ زلزلې شاهده وه چې ورانيو يې په تېرو څو لسيزو کې په افغانستان کې ساری نه‌درلود. ملګرو ملتونو دغې سيمه کې د کولرا په څېر ناروغيو خبرداری ورکړی دی.

په شمالي وزيرستان کې ۲ پولیس او يو روغتيايي‌کارکوونکی وژل شوي

Mashaalradio.com 

د جون په ۲۸مه په شمالي وزيرستان کې نامعلومه وسله والو د پوليو کمپاين پر يوې ډلې بريد کړی. د چارواکو په وينا په حمله کې ۲ پوليس او يو روغتيايي‌کارکوونکی وژل شوي دي. يو ماشوم په پېښه کې زخمي شوی دی. تر اوسه چا د دې حملې ذمه واري نه ده منلې. په اړه یې د عمر وزير ويډيو راپور وګورئ.

اروپا کې د افغان سياسي پناه غوښتونکو شمېر کچه لوړه شوې

Pa.azadiradio.com 

د پناه غوښتونکو لپاره د اروپايي ټولنې د یوه تازه راپور له مخې افغانان د اریتریا او سوریې له وګړو وروسته په اروپا کې د سیاسي پناه د غوښتونکو تر ټولو لویه شمېره جوړوي. د کډوالو لپاره د اروپايي ټولنې ادارې په خپل تازه کلني راپور کې چې نن د جون په ۲۸مه خپور شو په افغانستان کې د جمهوري نظام د سقوط، د بېلاروس د حکومت په مرسته اروپا ته د کډوالو د قاچاق او پر اوکراین د روسیې د برید په ګډون د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو جریاناتو ته په پام سره دا راپور خپور کړی. په راپور کې اریتریا په سلو کې د ۸۱، سوریه په سلو... Читать дальше...

نړيواله پلټنه: افغانستان د نړۍ په کچه منفي لور ته روان هېواد دی

Pa.azadiradio.com 

د یوې نړیوالې سروې نتیجه ښېي چې افغانستان په نړۍ کې هغه هېواد دی چې تر ټولو زیات منفي لوري ته روان دی. په دغه سروې کې چې واشنګټن مېشتي د ګالوپ څېړنیز انستیتوت ترسره کړې، په تېر ۲۰۲۱ کال کې نړیوالو ډېر منفي پرمختګونه تجربه کړي او مثبت یې لږ و. د دغې سروې له مخې فشار، خفګان او اندېښنه په ټوله نړۍ کې لوړ شوي، خو د افغانستان په اړه ویل شوي چې وضعیت په دغه جګړه ځپلي هېواد کې لا خراب شوی او افغانانو هغه څه لږه خوښي چې واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې یې لرله هغه یې هم له لاسه ورکړې ده. د دغې سروې له... Читать дальше...

د نړۍ په کچه د نشه‌يي توکو د ډېرېدو سلنه لوړه شوې؛ افغانستان هم په‌کې شامل دی

Pa.azadiradio.com 

د مخدره موادو او جرمونو په وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر "UNODC" په نړۍ کې د مخدره موادو د زیاتېدو خبر ورکړی. د دغه دفتر په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ موده کې په نړۍ کې د مخدره موادو په تولید کې ۷ فیصده زیاتوالی راغلى دی چې مهم لامل یې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت زیاتېدل دي. د مخدره موادو او جرمونو په وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر "UNODC" د یو راپور په خپرولو سره ويلي، چې په نړۍ کې د مخدره موادو تولید او د ګټې اخیستنۍ کچه زیاته شوې ده. دغه دفتر ویلي چې په ۲۰۲۰... Читать дальше...

د قبایلي ضلعو پرمختیايي بودیجه ۲۱ اربه روپۍ کمه شوې ده

Mashaalradio.com 

په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې حکومتي استازي وايي چې وفاقي حکومت د پخوانیو قبایلي سیمو د پرمختیايي بودیجې څخه ۲۱ اربه روپۍ کمې کړي دي. بلخوا مخالفه سیاسي ګوندونه نه له صوبايي او نه هم له وفاقي حکومته خوشاله دي او دواړه د قبايلي ضلعو لپاره د فنډ په کمولو تورنوي. نن پرې د کرښې په غاړه کې بحث کوو.

ټاکل شوې طالبان سبا کابل کې د ديني عالمانو لويه غونډه جوړه کړي

Pa.azadiradio.com 

طالبانو کابل کې د دیني عالمانو د يوې لوی غونډې د جوړېدو خبر ورکړی، خو دا غونډه له جوړېدو وړاندې له ځان سره د ښځو او مذهبي لږکیو اندېښنې لري. په کابل کې د دیني عالمانو غونډه؛ هغه څه چې د ښځو او مذهبي لږکیو له رابللو پرته د طالبانو د ملاتړ جلسه بلل کېږي. ټاکل شوې، چې دا غونډه سبا د لویې جرګې په تالار کې جوړه شي، چې ویل کېږي، لویې سیاسي پرېکړې او تر خوا به یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانستو په اړه به په کې بحثونه وشي. خو دې غونډه کې څوک ګډون لري؟ د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو... Читать дальше...

په فاریاب کې د فوټبال غوره لیګ پیل شو

Pa.azadiradio.com 

په فاریاب ولایت کې د فوټبال غوره لیګ پیل شو. د فاریاب ولایت د فوټبال فدراسیون رییس فریدون عادل د یاد لیګ د پیل په مراسمو کې رسنیو ته وویل، د فاریاب د فوټبال لیګ سیالیو کې به د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو د فوټبال یولس لوبډلی په خپلو کې سیالي وکړي. په یاد لیګ کې له ۵۵ کیدونکو لوبو څخه، په لومړی هغې کې بیر لیک او اریا لوبډلو په خپلو کې لوبه وکړه او دا سیالي یو د یو په وړاندې مساوي پای ته ورسېده. د فاریاب ولایت د فوټبال فدراسیون د معلومات پر بنسټ، په یاد لیګ کې له یولسو شاملو لوبډلو څخه، بریالۍ... Читать дальше...



افغان تکواندو کارانو د اسیا په کچه سیالیو کې اووم ځای خپل کړ

Pa.azadiradio.com 

افغان تکواندو کارانو د اسیا په کچه د تکواندو په سیالیو کې اووم ځای خپل کړ. د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان تکواندو کارانو وکړای شول د اسیا تکوادو سیالیو کې د پنځوسو امتیازونو په ترلاسه کولو سره، د یادو سیالیو اووم مقام خپل کړي. په دی سیالیو کې محسن رضایي وکړای شول خپل مغلستاني او جاپاني سیالانو ته ماتې ورکړي، خو د کوریایي سیال په وړاندې یی ماتې وخوړه، علي اکبر امیري خپل ازبکستاني سیال ته ماتې ورکړه، خو له ایرانۍ سیاله یې ماتې وخوړه، حسین لطفي خپل کویټي سیال مات کړ، خو د ایراني سیال په وړاندې یې ماتې ومنله. Читать дальше...

په پاکستان کې د پوليو ضد کمپاين يو کارکوونکی او دوه پولیس وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

وسله والو نن د پاکستان په شمال لویدیځ کې د پولیو د واکسین د کمپاین پر یوه ټیم په برید کې یو روغتیاپال او دوه پولیس وژلي دي. دغه وروستۍ پېښه په شمالي وزیرستان کې چیرې چې د پولیو ډېرې پیښې ثبت شوې، رامنځ ته شوې ده. د افغانستان ترڅنګ پاکستان د نړۍ له هغو دوو هېوادونو دي چې تر اوسه پکې د پولیو ناروغۍ شته او ډېر ځلې د سخت دریځو له خوا پر واکسیناتورانو حملې کېږي. لکه د افغانستان په څېر په پاکستان کې هم له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو د واکسین کمپاین له پرون دوشنبې راهیسې پیل شوی دی. ... Читать дальше...

چین له طالبانو سره د ټولشموله حکومت جوړولو کې د مرستې خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د چین د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې له افغانستان سره د یوه ټولشموله او پراخ بنسټه حکومت په جوړولو کې رول لوبولو او مرستې ته دوام ورکړي. د چینايي رسنیو د راپور له مخې وانګ يي دا خبرې پرون د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په ټېلیفوني خبرو کې کړې دي. وانګ یي همداراز ویلي، چې چین به د ملګروملتونو او د شانګهای د همکارۍ د سازمان په څېر په نړیوالو ډګرونو کې هم د افغانستان لپاره د عدالت غوښتنه وکړي. نړیوالو تراوسه د طالبانو دولت په رسمیت نه دی پېژندلی او په وار وار یې له... Читать дальше...

د ناټو د غړو هېوادونو مشران په مادرید کې مهمه غونډه کوي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو د غړو هېوادونو مشران نن ناوخته د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې په هغه درې ورځنۍ غونډه کې راټولېږي چې په وروستیو څو کلونو کې د دې ټلوالې تر ټولو مهمه غونډه ګڼل کېږي. د ناټو عمومي منشي یینس ستولتېنبېرګ پرون وویل، چې په دې سرمشریزه کې به د اوکراین لپاره د ډاډمنو مخابراتو، د ډرون ضد سیسټمونو او تېلو په څېر په بېلابېلو برخو کې د مرستو پر یوې نوې بستې موافقه وشي. په پام کې ده چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي هم دې غونډې ته وینا وکړي.

نړیوال سازمانونه: افغان زلزله ځپلي کافي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په پکتیکا او خوست کې د زلزلې له امله اغېزمن شوې ښځې او نجونې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخ دي. په پکتیکا او خوست کې له نږدې یوې اوونۍ وروسته، لا هم زیانمن روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې ډېرې نیمګړتیاوې لري. د روغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور چې پرون یې خپور کړی لیکلي، هلته ماشومان، نجونې او ښځې لا هم بشپړو روغتیايي اسانتیاوو ته کافي لاسرسی نه‌لري. د یاد سازمان له قوله، لا ډېرو سرچینو ته اړتیا ده چې د زیانمنو روغتیا ته پوره پام وشي. Читать дальше...

پاکستان له افغانستانه د سکرو د درامدولو چارې تېزولو لپاره کمېټي جوړه کړه

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د افغانستان د سکرو درامد کولو چارې تیزولو لپاره یې د دفاع وزارت په مشرۍ يوه کمېټې جوړه کړې. د وزيراعظم شهباز شريف دفتر د جون په ۲۷مه پر ټويټر ليکلي چې له افغانستانه یې د سکرو درامد کولو او بجلۍ پيدا کوونکو پلانټونو ته د رسولو نظام ښه کولو لپاره د دفاع وزير خواجه اصف په مشرۍ د يوې کمېټې جوړولو امر کړی دی. په بيان کې زیاته شوي‌ چې د افغانستان سکاره د نړۍ په کچه د لوړ معيار دی چې د پاکستان زر مبادلې "ژغورلو لپاره به ګټور" ثابت شي. د وزيراعظم دفتر ليکلي‌چې په دې غونډه... Читать дальше...

په اوکراین کې د روسیې د وروستي برید له کبله د قربانیانو شمېر زیات شوی

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په مرکزي ښار کریمین چوک کې د روسیې د راکټي برید له کبله د قربانیانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی. اوکرایني چارواکي وايي، چې د مرکزي ښار کریمین چوک پر یوه سوداګریز مرکز د روسیې د توغندويي برید د قربانیانو شمېر لږترلږه اتلسو ته لوړ شوی دی. په دې پېښه کې له شپېتو تنو زیات نور هم ټپیان شوي دي. د دې سیمې والي دیمیترو لونین نن پر خپله ټلګرام پاڼه د قربانیانو په شمېر کې د زیاتوالي خبر ورکړ. هغه همداراز لیکلي، چې ۳۶ نور کسان لاهم تري تم دي. لونین ویلي، د روسیې توغندويي برید سوداګریز مرکز ګردسره ویجاړ کړی دی. Читать дальше...

تنقیص شوي دولتي کارکوونکي له سختو اقتصادي ستونزو شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې لوی اختر ته نږدې دوه اوونۍ پاتې، د طالبانو حکومت له لوري د دولتي ادارو ځینې تنقیص شوي کارکوونکی وایي، تر اوسه وزګار او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د دوی له ډلې احمدشاه او سید جعفر ازادۍ راډیو ته وویل، وړاندې له دې یې په دولتي ادارو کې په کار کولو سره د خپلو کورنیو مالي لګښتونه ورکول، خو سږ کال چې له دندې شړل شوی، نه خوراکي توکي لري او نه یې هم اختر ته تیاری کړی. د دولت دا کارکوونکي پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره له دندو شړل شوي. دا په داسې حال کې ده، چې تازه... Читать дальше...

د "بنو قامي جرګې" پرېکړې به کله او څنګه عملي کېږي؟

Mashaalradio.com 

پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي د بنو په پښتون قامي جرګه کې چې کومې پرېکړې شوې وې، د هغوی عملي کولو لپاره یې هلې ځلې روانې دي. د یاد ګوند مرستیال مشر عبدالرحیم زیارتوال د جون پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې په دې لړ کې یې یوه غونډه کړې او بله به له لوی اختره وروسته کوي. "ډېر ژر به واورئ چې د دې لپاره عملي‌ ګامونه واخیستل شو، که خدای کول ۲۸ نقاطي اعلامیه به عملي کېږي او د هرې مادې لپاره به یې کمېټۍ جوړېږي او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د دې لپاره خپل چمتووالی لري." د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا د ۲۰۲۲م... Читать дальше...

د پاکستان حکومت له افغانستانه د ډبرو سکرو د صادراتو پر زیاتوالي ټینګار کړی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت له افغانستانه د ډبرو سکرو د صادراتو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی. په داسې حال کې چې له افغانستانه ګاونډي پاکستان ته د ډبرو سکرو او قیمتي ډبرو پر لېږد انتقادونه مخ پر زیاتېدو دي، د پاکستان لومړي وزیر له خپلې کابینې غوښتي چې له افغانستانه د ډبرو سکرو صادرات زیات کړي. شهباز شریف تېره ورځ ناوخته له افغانستانه د ډبرو سکرو د صادراتو د زیاتېدو په اړه د پاکستان د کابیني په یوه ځانګړې غونډه کې ویلي، دغه هېواد ته د ډبرو سکرو د وارداتو له درکه به پاکستان په کلني ډول دوه اعشاریه دوه میلیارده ډالره سپما وکړي. Читать дальше...

له هند څخه افغانستان ته تر اوسه د مرسته شویو غنمو دېرش زره ټنه رسېدلي

Pa.azadiradio.com 

له افغانستان سره د هند له پنځوس زره ټنه مرسته شویو غنمو څخه تر اوسه څه باندې دېرش زره ټنه یې افغانستان ته لېږدول شوي. د هند د خوړو او درملو وزارت اعلان کړی چې، له هند څخه بهر د غنمو پر صادراتو له بندیز سره سره، نوی ډهلي به افغانستان ته د مرسته شویو غنمو د لېږد لړۍ روانه وساتي. هند په ۲۰۲۱ میلادی کال کې اعلان وکړ، چې له افغانستان سره د پنځوس زره ټنه غنمو مرسته کوي، خو د پاکستان له لارې د غنمو د لېږد پر سر د اسلام اباد او نوي ډهلي ترمنځ د نظر اختلاف له امله، افغانستان ته د یادو مرسته شویو غنمو... Читать дальше...

Новости России
Москва

РМОУ презентовал издательский проект «Притяжение Сочи» на форуме «Мы вместе. Спорт»


د راجستان ځايي موسيقۍ نړيوال شهرت موندلی

Mashaalradio.com 

په هند کې د موسيقۍ يوې ځايي ډلې له "بیټ باکسینګ" سره دودیزه موسيقي یوځای کوي او د پیړیو زړې موسيقۍ ته يې نوی بڼه ورکړي. د "بارمر بوايز" په نوم د موسيقۍ دغه ډله د خپل تاريخ، د موسیقۍ ځانګړيو وسایلو او د ژوند د طرز په اړه خبرې کوي چې په وينا يې مذهبي همغږي څرګندوي. تفصیل د اسوشيېټډ پرېس اژانس په ویډیويي رپورټ کې.

سیمه ییز چارواکي: پکتیکا کې بیا زلزله شوې

Pa.azadiradio.com 

پکتیکا کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا مشر وایي، نن سهار یوې بلې زلزلې د دغه ولایت ګیان ولسوالۍ او شاوخوا سیمه یې ولړزوله. حکمت الله عصمت ازادۍ راډیو ته وویل، چې د زلزلې د ځاني زیان راپور لا نه دی ور رسېدلی. یوه محلي خبریال له سیمې ازادۍ راډیو ته ویلي، ګیان ولسوالۍ کې تر ډېره دا مهال خلک په خیمو کې اوسي، نو ځکه یې د سر د زیان احتمال کم دی. د پکتیکا او خوست ولایت ګیان، برمل او سپېرې ولسوالۍ تېره چهارشنبه زوروې زلزلې وځپلې چې لږ تر لږه زر تنه په کې ووژل شول او نژدې درې زره نور ټپیان شول.

د اوکراین پر یوه ډک پلورنځي د روسیې توغندیز برید جنګي جنایت وبلل شو

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادونو مشرانو د اوکراین له ګڼې ګوڼې پر یوه ډک پلورنځي د روسیې توغندیز برید جنګي جنایت وباله. دغو مشرانو ژمنه وکړه، چې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین نه به د حملې پوښتنه کوي. د اوکراین په مرکزي ښار کریمینچوک کې دا برید د دوشنبې په ورځ وشو چې لږ تر لږه ۱۵ کسان په کې ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول. د بریتانیا، کانادا، فرانسې، جرمني، ایتالیا، جاپان او امریکا مشرانو پرون په جرمني کې وویل، چې دا ډول بېباکانه بریدونه جنګي جنایت دی.

د افغانستان بانک نن ۱۱ ميليون ډالر ليلاموي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک نن ۱۱ میلیون امریکایي ډالره د دواطلبۍ له لارې پلوري. دغه اقدام د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ساتنې لپاره کېږي. د افغانستان بانک ویاند صابر مومند تېره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان بانک له ټولو تجارتي بانکونو او د پیسو له خدماتي شرکتونو چې په شرایطو برابر وي، غوښتل شوي چې په دې لیلام کې ګډون وکړي." د افغانستان بانک کله ناکله لسګونه ميلیون ډالر لیلاموي، چې د افغانیو د ارزښت له ثبات سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شوی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، چې پرون دوشنبې له پکتیکا ولایت پرته د افغانستان په نورو ټولو ولایتونو کې د پولیو د واکسین کمپاین له کومې ستونزې پرته ښه مخ ته لاړ. دا خبره د دې وزارت د پولیو د له منځه وړلو د ملي مرکز مشر ډاکتر نیک ولي شاه مومن ازادي راډیو ته وکړه او ویې ویل: "له ټولو ولایتونو چې موږ نن احوال واخیست، د خدای په فضل کمپاین د پلان مطابق په نورمال شکل پرمخ لاړ. دغه کمپاین له پکتیکا پرته په ټول افغانستان کې شروع شوی دی." د روغتیا وزارت چارواکي هیله ښیي، چې د پولیو د واکسین... Читать дальше...

ملګرو ملتونو پکتیکا او خوست ته د مرستو کاروان لېږلی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا یو ان اچ سي آر ویلي، چې په دیارلسو لاریو کې یې نهه سوه خیمې او د ژغورنې نور مواد پکتیکا او خوست ته استولي دي. یوان اچ سي آر په یوه ټویټ کې ویلي، چې دا اداره د افغانستان په جنوب ختیځ کې په زلزله ځپلو لرې پرتو سیمو کې د عاجلې سرپناه تشه ډکوي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې د خوست په سپېرې او د پکتیکا په برمل ولسوالیو کې کورنۍ د دوی ملاتړ ته اړتیا لري. د تېرې چهارشنبې د ورځې د سهار وختې مرګونې زلزلې پر دغو دوو ولسوالیو سربېره... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Сафиуллин не смог выйти во второй круг турнира ATP в Барселоне






Школьник попал в больницу с ожогом после мытья доски в классе

Круглый стол для школьников-поисковиков пройдет в Музее Победы

Новая литературная алхимия от современного Оруэлла: "Танцы казначея"

Топ лучших ресторанов по версии WHERETOEAT Russia 2024