ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

Новости за 02.12.2022

ازادي راډيويي مجله؛ افغانستان کې د ادبي بهيرونو وضعيت

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د بهير د غونډو حال، لوېديځ کې مېشت افغان ليکوال ولې په خپلو ليکنو کې له لوېديځه نه اغېزمن کېږي؟ او د ډرامې ليکلو عملي لارې چارې کتاب چاپ شو، له ليکوال سره يې مرکه لرو. کيسه او يو شمېر نور مطالب هم لرو. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

د طالبانو له‌ لوري د ازادي راډيو اف‌ام نشرات بندېدل او پر وړاندې يې غبرګونونه

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو او د رسنیو ملاتړو بېلابېلو بنسټونه د طالبانو د حکومت هغه پرېکړه غندي چې د اف‌ایم پر څپو يې د ازادۍ راډیو خپرونې بندې کړي. دوی دا عمل په افغانستان کې په رسنیو او د بیان په ازادۍ ګوزار بولي. په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نۍ له طالبانو غواړي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي. د دې بنسټ مسول ظریف کریمي وايي: "هیله لرو چې افغان حکومت د خپلې پرېکړې په اړه یو وار بیا فکر وکړي، کنه موږ به په رسنیو د زیات محدودیت شاهدان وو، په دې صورت کې د بیان او رسنیو ازادي او دغه شان معلوماتو... Читать дальше...

کابل کې د طالبانو سترې محکمې ۲۱ تنه نارينه او ښځينه په دُرو وهلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ځواکمن مېرمنو غورځنګ بنسټ ایښودونکې مونسه مبارز د طالبانو د حکومت له‌خوا تورنو کسانو ته د جسمي سزا ورکول غندي. د هغې په وينا، طالبان په داسې حال کې تورن کسان په دُرو وهي او شرعي حدود پرې جاري کوي چې د دوي په عدلي او قضايي ادارو کې د اسلام په رڼا کې د جزا قوانین نه‌شته. د اغلې مبارز په خبره، د طالبانو حکومت له دې لارې د خلکو تر منځ وېره خپروي. نوموړې وايي: "د حدودو د لګولو شرطونه باید پوره شي، د جرم د ارتکاب پر مهال باید شاهد حاضر وي، د شخص یا تورن اقرار باید له زور او جبر پرته... Читать дальше...

کابل کې د پاکستان پر سفیر وسله‌واله حمله شوې ده

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وايي، په کابل کې د دوی شارژادافیر عبید الرحمن نظاماني له یو هدفي برید روغ وتلی دی. ښاغلي شریف نن په ټویټر کې لیکلي، د سفارت هغه ساتونکي ته د درناوي مراتب پر ځای کوي چې په دې پېښه کې د ډزو له کبله ټپي شوی او د سفیر ژوند یې ژغورلی دی. د پاکستان صدراعظم د دې پېښې د بېړنۍ څېړنې او د عاملانو په وړاندې د اقدام غوښتنه کړې ده. یو شمېر پاکستاني خبریالانو د طالبانو د سرچینو په حواله خبر ورکړی چې په کابل کې د پاکستان پر شارژدا فیر ډزې د پاکستان سفارت سره نژدې له یوې ودانۍ څخه شوي دي. Читать дальше...

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له یوه مرګوني بریده روغ وتلی

Pa.azadiradio.com 

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له یوه مرګوني بریده روغ وتلی د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي په یوه اعلامیه کې چې د دغه ګوند اړوند د شهادت ورځپاڼې په ټویټر خپره شوې ویلي، د حزب اسلامي په مرکز دفتر دوه تنو وسله والو حمله وکړه چې دواړه حمله کوونکي له منځه یوړل شول. په اعلامیه کې راغلي دي چې، د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په شمول د ګوند هیڅ چارواکي ته زیان نه دی رسېدلې یوازې په دې حمله کې د ښاغلي حکمتیار دوه ساتونکي ټپیان شوي دي. خو حزب اسلامي ته یوې سرچینې ویلي چې حمله کوونکو غوښتل... Читать дальше...

فوټبال؛ نن په وروستي ګروپي پړاو کې څلور لوبې کېږي

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې د فوټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن په وروستي ګروپي پړاو کې څلور مسابقې کېږي. د کابل پر وخت د ماښام اووه نیمې بجې جنوبي افریقا له پرتګال او ګانا له یوروګوای سره مسابقه کوي. د شپې یوولس نیمې بجې بیا سربیا له سویس او کامرون له برازیل سره مسابقه کوي. د جاپان او هسپانیا لوبډلې د تېرې شپې په سیالیو کې له بري وروسته د فوټبال د نړیوال جام منځلوبو ته ووتلې. جاپان هسپانیا ته د یو په وړاندې په دوو ماتې ورکړه او له دې سره هممهاله جرمني له کوستاریکا څخه د دوو په وړاندې په ۴ ګولونو وګټله. Читать дальше...

د کډوالو عالي کمېشنري: افغانستان کې درې ميليونه او ۴ لکه کسان بې‌ځايه شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو عالي کمېشنري وايي، افغانستان کې درې ميليونه او ۴ لکه کسان بې‌ځايه شوي دي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري (UNHCR) وايي، په افغانستان کې دا مهال د بې‌ځایه شویو کسانو شمېر درې ملیونه او ۴ لکو ته رسېږي، چې تر نیمايي زیاته برخه یې ښځې او نجونې دي. په افغانستان کې د دې ادارې څانګې نن په یوه ټویټ کې ویلي، جبري بې‌ځایه کېدل د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي د خطر د جدي کېدو سبب کېږي او دا د دې وخت دی، چې له بشري حقونو د سرغړونې دغه لړۍ ودرول شي. د نوامبر ۲۵مه د ښځو په... Читать дальше...

راشد خان د ممبيي 'کیپ ټاون' لوبډلمشر وټاکل شو

Pa.azadiradio.com 

د سویلي افریقا په سوداګریز لیګ کې د ممبيي کیپ ټاون لوبډلې په خپلو ټولنیزو پاڼو خبر ورکړی دی چې افغان لوبغاړی راشد خان یې خپل لوبډلمشر ټاکلی دی. راشدخان تر دې وړاندې د هندوستان غوره لیګ د تېر کال په سیالیو کې د ګجرات ټایټانز مرستیال لوبډلمشر و. نوموړي په نړیواله کچه دوه ځل د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره لوبډلمشري هم کړې ده، خو دواړه ځل له لوبډلمشرۍ لاس په سر شوی دی. د سویلي افریقا لیګ لومړی سېزن به د راتلونکي زېږدیز کال (۲۰۲۳ ) په جنورۍ میاشتې کې پيل شي.



اوچا: افغانستان راتلونکي کال ته له سخت بشري ناورين سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې له سخت او لوی بشري ناورین سره مخ دی. اتنا چې د یوې شپږ کسیزې کورنۍ غړې ده وايي، اقتصادي ناورین یې د کورنۍ پر وړاندې لویې ستونزې جوړې کړي دي. اتنا له خپل مېړه، اولادونو او د مېړه د کورنۍ سره یو ځای په کابل کې په یوه کرايي کور کې اوسېږي، هغه کور چې د دې له قوله، ان د کرایې د ورکولو توان یې‌ هم نه‌لري. اتنا وايي، واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته خپله او مېړه یې دواړه بې‌دندې شوي. Читать дальше...

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير: افغانستان کې د نجونو زده‌کړې بهرنی کلتور دی

Mashaalradio.com 

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم وايي، په افغانستان کې د نجونو زده‌کړې بهرنی کلتور دی او د امان الله خان او ظاهر شاه په وختونو کې افغانستان ته راوړل شوی. په کابل کې د یوولسم ټولکي زده‌کونکې مریم احمدي وايي، تعلیم یې حق دی او باید ورکړل شي. نوموړې ازادي راډيو ته وویل، د ښوونځیو دروازې باید پرانیستل شي. نوموړې وايي: "زه یوه نجلۍ یم او درس ویل زما حق دی، سخته ده چې زموږ ښوونځي تړلي او موږ نه پرېږدي چې تحصیل وکړو، تقریبا له یوه کال زیات وشو موږ ښوونځیو ته نه ځو، زموږ لپاره دا ډېره سخته... Читать дальше...

ملګري ملتونه: معتادین د نورو خلکو په پرتله ډېر د ايډز له خطر سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

د ډسمبر د مياشتې لومړۍ نېټه د ايډز نړیواله ورځ ده. که څه هم د روغتيا نړیوال سازمان د ايډز ختمولو لپاره ۲۰۳۰ م ميلادي کال هدف ټاکلی و، خو د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې څېړنې ښيي چې، دا ناروغي په معتادینو کې په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده. د ملګرو ملتونو د دې ادارې اجرائيوي مشره (مېرمن ګاډا ويلي) وايي، معتادین د نورو خلکو په پرتله ډېر د ايډز له خطر سره مخ دي، ځکه چې دوی ځان ته نشه يي مواد پېچکاري کوي او د نشه يي موادو د استعمال دا ‌ډول د ايډز د انتقال سبب کېږي. نوموړې وايي... Читать дальше...

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير: افغانستان کې د نجونو زده‌کړې بهرنی کلتور دی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم وايي، په افغانستان کې د نجونو زده‌کړې بهرنی کلتور دی او د امان الله خان او ظاهر شاه په وختونو کې افغانستان ته راوړل شوی. په کابل کې د یوولسم ټولکي زده‌کونکې مریم احمدي وايي، تعلیم یې حق دی او باید ورکړل شي. نوموړې ازادي راډيو ته وویل، د ښوونځیو دروازې باید پرانیستل شي. اغلې احمدي وايي: "زه یوه نجلۍ یم او درس ویل زما حق دی، سخته ده چې زموږ ښوونځي تړلي او موږ نه پرېږدي چې تحصیل وکړو، تقریبا له یو کال زیات وشو موږ ښوونځیو ته نه ځو، زموږ لپاره دا... Читать дальше...

افغانستان کې د خبريالانو ټولنو د مشال، ازادي او امریکا غږ راډیوګانو د ټرانسمېټرونو پر تړلو اندېښنه ښوولې

Mashaalradio.com 

تر دې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د مشال، ازادي او امریکا غږ راډیوګانو د خپرونو ټرانسمېټرونو د تړلو په غبرګون کې د ازادې اروپا/ازادي راډیو عمومي مشر جېمي فلای هوډ ښوولی وو چې د طالبانو د غوښتنې د پر ځای کولو لپاره به خپله ادارتي (ايډيټوريل) تګلاره بدله نه کړي.

انتوني بلېنکن: امريکا په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته ژمنه ده

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده‌ایالاتو په سویلي اسیا کې د القاعده ډلې او د پاکستاني طالبانو څلور مشران د ترهګرو په توګه نومولي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا پرون په خپره شوې خبرپاڼه کې د دې کسانو نومونه په سویلي اسیا کې د القاعده مشر اسامه محمود، د هغه مرستیال عاطف یحیی، د القاعده شبکې د استخدام مسوول محمد معروف او د پاکستاني طالبانو مشر قاري امجد ښودل شوي دي. خبرپاڼه کې زیاته شوې، د امریکا د دې پرېکړې پر بنسټ، د دې کسانو ټول ملکیت او داريي کنګل کېږي او د متحده‌ایالاتو ټول وګړي له دوی سره د هر ډول ښکېلتیا څخه منع ګرځول شوي. Читать дальше...

سوات کې د ښځو د حقونو په اړه مېله شوې

Mashaalradio.com 

په سوات سيدوشريف کې د ښځو د حقونو د پوهې په اړه مېله شوې چي پکې هنرمندانو ښځو د لاس جوړکړل شوي شيان ايښي دي. پر دې سربېره په مېله کې د ښځو د حقونو په اړه ويناوې هم وشوې.

د خبريالانو د خونديتوب کمېټه: طالبان دې د رسنيو له ځپلو لاس واخلي

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو د خوندیتوب ټولنې CPJ چې مرکز یې په نیویارک کې دی، د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې په افغانستان کې د رسنیو ځپل بند کړي. يادې ټولنې له طالبانو غوښتي چې، د ازادي راډیو او امریکا غږ اشنا راډیو د FM او منځنیو خپرونو بیا پیل ته اجازه ورکړي. د CPJ د اسیايي پروګرام مشرې بيه لیه یي Beh Lih Yi په هغه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي، د طالبانو دا اقدام ښيي چې دوی د رسنیو د ازادۍ د تضمین په برخه کې له خپلو ژمنو په شا شوي دي. هغې زیاته کړه چې طالبان باید سمدستي د ازادي راډیو او امریکا غږ اشنا راډیو پر خپرونو بندیز لیرې کړي.

له طالبانو د پاکستان غوښتنه: د افغانستان له خاورې پر پاکستان د تروريستي بريدونو مخه ونيسئ

Pa.azadiradio.com 

پاکستان حکومت له افغان طالبانو غوښتي دي چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د تروریستي حملو مخنیوی وکړي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله خان پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، د پاکستاني طالبانو وروستۍ ادعا چې د کوټې حمله دوی کړې ده، دا ګواښ چې افغانستان به د تروریستانو لپاره په خوندي ځای بدلېږي رامنځته کوي. دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د بلوچستان په پلازمېنه- کوټه کې په یوه چاودنه کې څلور کسان ووژل شول او ۲۳ نور ټپیان شول. په دې حمله کې هغه پولیس په نښه شول چې د پولیو پرضد د واکسین د کمپاینرانو امنیت یې نیولی و.

د يوې تاريخي لوبلړۍ له ګټلو پرته؛ د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لاسته راوړنې

Pa.azadiradio.com 

افغان کرېکټ ملي لوبډلې د يوې تاريخي لوبلړۍ د ګټلو چانس له لاسه ورکړـ خو ډېرې لاسته راوړنې يې په کې درلودې. د درې یو ورځنیو لوبو دغه لوبلړۍ چې د لیندۍ میاشتې په ۹مه نېټه د افغانستان او سریلانکا کرېکټ لوبډلو ترمنځ په مساوي توګه پای ته ورسېده افغان لوبډله په‌کې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال نړیوال جام ته ووته او یو شمېر افغان لوبغاړو ته له لاسته راوړنو ډکه لوبلړۍ وه. سریلانکا په لومړي ځل په یو ورځنیو سياليو کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې کوربه‌توب وکړ. دغه سيالۍ د کرېکټ نړیوالې شورا د ((سوپر لیګ)) سيالۍ وې. Читать дальше...

نن د عبدالصمد خان اڅکزي ۴۹م تلين لمانځل کېږي

Mashaalradio.com 

نن (ډېسېمبر دويمه) د پښتنو د يو وتلي مبارز عبدالصمد خان اڅکزي ۴۹م تلين دی. نوموړي د پاکستان له جوړېدو مخکې او بيا وروسته د پښتنو په ملي او سياسي مبارزه کې ځانګړی رول لوبولی و. هغه په بېلا بېلو وختونو کې د سرکار لخوا شاوخوا ۳۰ کاله په زندان کې هم تير کړي ول او خپلې زياتره زده کړې يې هم هلته کړې وې. عبدالصمد خان اڅکزي پر دې سربېره د پښتو ادب او صحافت په ډګر کې هم فعاله رول لوبولی او يوشمېر کتابونه يې ليکلي او ژباړلي دي. د مشال راډيو خبريال احمد شاه اعظمي کلونه مخکې د نوموړي پر ژوند او مبارزه راپور جوړ کړی چې تاسو ته يې يو ځل بيا وړاندې کوو.

Новости России
Москва

Пассажир рейса Москва — Пермь попал в реанимацию


اسپانيا کې د امريکا سفارت ته استول شوی بم شنډ کړی شوی دی

Pa.azadiradio.com 

په اسپانیا کې د بمونو د شنډولو متخصصانو پرون هغه بم شند کړ چې په یوه لیک کې دننه، په مادرید کې د امریکا سفارت ته استول شوی و. دا په تېرو څو ورځو کې په اسپانیا کې جګپوړو چارواکو ته د پوستې په وسیله د بمونو د استولو لسمه پېښه وه چې تېره اونۍ صدراعظم پیدرو سانچیز ته په پوسته کې د بم په استولو سره پیل شوه. دې ته ورته لیکونه د دفاع وزارت، د هوايي ځواک قرارګاه، د وسلو جوړولو یوې فابریکې او د اوکراین سفارت ته هم استول شوي وو. د اسپانیا دفاع وزیرې مارګریتا روبلیس پرون له خپل اوکرایني سیال الکسي ریزنیکوف... Читать дальше...

روسيې د اوکراين پر خرسون ښار بيا بريدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین جنوبي خرسون ښار پرون پنجشنبې، یو ځل بیا د روسيې د پوځ په توغندويي حملو کې په نښه شو. د دې ښار پوځي ادارې پرون وویل چې، په دې حملو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او په ښار کې د برښنا جریان پرې شوی دی. د اوکراین پوځ د اوکراین په ختیځه جبهه کې بخموت ښار ته نژدې هم پر ځینو ښارونو د توغندويي حملو خبر ورکړی. پر خرسون ښار د روسي ځواکونو په راکټي حملو کې چې د نوامبر په شلمه پیل شوې، تر اوسه شل کسان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون څلوېښت کسان ټپیان شوي.

کابل پريس کلب: طالبان د رسنيو ازادۍ ته ژمنتيا نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

کابل پریس کلب وايي چې طالبانو د ازادي راډیو پر خپرونو په بندیز لګولو سره یو ځل بیا خپله کمزوري وښودله او ښکاره یې کړه چې دوی په هېڅ ډول د بیان او رسنیو ازادۍ ته ژمنتیا نه‌لري او په دې برخه کې له استبداد څخه کار اخلي. د رسنیو د ملاتړ دې ادارې په یوه بیان کې چې بېګا ناوخته یې خپور کړ د طالبانو دا اقدام د بیان د ازادۍ او بشري قوانینو خلاف کار بللی او ویلي یې دي چې له ولس څخه د بیان د ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق اخیستل جرم دی. کابل پریس کلب له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره تړل شویو رسنیو ته د خپرونو اجازه ورکړي. Читать дальше...

د جاپان او هسپانيا لوبډلې د فوټبال نړيوال جام منځ‌لوبو ته ووتلې

Pa.azadiradio.com 

د جاپان او هسپانیا لوبډلې د تېرې شپې په سیالیو کې له بري وروسته د فوټبال د نړیوال جام منځ‌لوبو ته ووتلې. جاپان هسپانیا ته د یو په وړاندې په دوه ماتې ورکړه او له دې سره هم‌مهاله جرمني له کوستاریکا څخه د دوو په وړاندې په ۴ ګولونو وګټله. سره له دې چې جاپان تېره شپه کوستاریکا ته ماتې ورکړه خو جاپان د شپږو امتیازونو خاوند شو او د اي ګروپ د لومړي ټیم په توګه یې بل پړاو ته لاره ومونده او هسپانیا، چې د جرمني په شان یې ۴ امتیازونه لرل، د ګولونو د امتیاز له کبله منځ‌لوبو ته ووت او کوستاریکا خو جرمني له نړیوال جامه رخصت شول. Читать дальше...

يونېسف: سږ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۲۸۸ افغان ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونېسف وايي، سږ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې لږ تر لږه ۲۸۸ افغان ماشومان یا وژل شوي یا هم ټپیان شوي دي. په افغانستان کې د یونېسف څانګې پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، باور کېږي چې د وژل شویو افغان ماشومانو حقیقي شمېر تر دې خورا زیات دی. دې ادارې پرون همدا راز وویل چې څه باندې ۸۷۵ افغان ماشومان د لوږې له کبله د مرګ له خطر سره مخامخ دي. دې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د شدیدې خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې فوري مرستې ته اړتیا لري. تر دې... Читать дальше...

د طالبانو له لوري د ازادي راډيو اف ام څپو نشرات بندول له غبرګونونو سره مخ شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له لوري د ازادي راډیو او امریکا غږ د اف ام څپې د خپرونو بندول د خبري ټولنو له غبرګون سره مخامخ شوي دي. د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان او د افغانستان د خبریالانو مرکز په جلا جلا اعلامیو کې په افغانستان کې د ازادي راډیو او امریکا غږ د اف ام نشراتو د بندولو په اړه د طالبانو پر پرېکړې اندېښنه ښوولې او هغه یې د نړیوالو رسنیو د خپرونو مخنیوی، په ازاد ډول د معلوماتو د رسېدو خنډ او د بیان د ازادۍ تربتول بللي دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، د طالبانو دا پرېکړه د ډله‌ییزو رسنیو د قانون خلاف او د ازادو رسنیو د محدودولو نښه ده.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Александрова обыграла первую ракетку мира на турнире WTA






Валентина Серова: "Машинист не может остановить поезд мгновенно" 

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге об уровне инвестиционной активности в РФ

Университет отчислил студентку, записавшую издевательское видео о жертвах "Крокуса"

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге: «Инвесторы заинтересованы в развитии Республики Коми»